• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

فضل عزیز
فضل عزیز

افغانستان انټرنشنل- پښتو، کراچۍ

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د سیاسي چارو شنونکي وايي، ښايي د افغان طالبانو پر وړاندې په پاکستان کې د ځينې مذهبي ډلو، علماوو او په عمومي ډول هغه نرمه رویه یا ملاتړ نور پاتې نه دی، کوم چې د ۹۰مې لسیزې او بیا په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو بیا ځلې واک ته د رسېدو پر مهال موجود و.

ځینې پر دې باور دي چې طالبان د پاکستان طرحه وه، او ځینې بیا وايي چې په پاکستان کې د مذهبي فکر لرونکو له خوا د طالبانو څخه لرېوالی یا مخالفت به په راتلونکې کې د طالبانو په زیان تمام شي.

خبریال فېض الله خان وايي، په کراچۍ کې د «جامعة الرشید» ادارې مشر «مفتي عبدالرحیم او د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر محمد اشرفي په اړه باید دا په یاد وساتل شي چې دوی تل د ریاستي تګلارې ملاتړ کړی دی».

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وویل: «کله چې طالبان په لومړي ځل واک ته ورسېدل، په پاکستان کې د دیوبندي مکتب بشپړ ملاتړ ورسره و. مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په ګډون یادو دیوبندي علماوو، دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک، د کراچۍ اشرف المدارس او جامعة الرشید هغه ادارې وې چې د طالبانو ستر پلویان وو».

د نوموړي په خبره، «مفتي عبدالرحیم به له ملاعمر او اسامه بن لادن سره لیدنې کولې، د خیرښېګڼې پر پروژو به یې کار کاوه او د طالبانو مرستې به یې کولې، خو په وروستیو کې چې د پاکستان تګلاره د طالبانو پر وړاندې بدله شوې، اړیکې یې ورسره خرابې شوې دي. اوس عبدالرحیم او طاهر اشرفي د پاکستان د تګلارې ملاتړ کوي».

خو هغه وویل، جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي بیا پر دې باور دي چې له افغانستان سره د جګړې پر ځای دې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان نااعلانه تګلاره دا وه چې: «جهاد افغانستان، دفاع پاکستان».

هغه وویل، دغه تګلاره دوه اړخونه لري؛ یو ایډیالوژیک او بل جیو ستراتیژیک. «په ایډیالوژیک اړخ کې پاکستان په افغانستان کې له طالبانو پرته بل ګوند، په ځانګړي ډول ملتپال ګوندونه، نه شي زغملی. پاکستان تل د مذهبي ډلو ملاتړ کړی دی».

نوموړي زیاته کړه: «وروسته جیو ستراتیژیک فکر رامنځته شو. له ۹۰مې لسیزې راهیسې اسلم بېګ ویلي وو چې مونږ په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره کار کړی دی. په هغه تګلاره کې افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه ګڼل کېده».

د عرفان اشرف په خبره، «دا ټول هغه څه وو چې په ۲۰۲۱م کال کې دغه طرحه بشپړه شوه، او پاکستان د طالبانو واک ته رسېدل ونمانځل. دوی فکر کاوه چې اوس به په افغانستان کې هغه څه ترسره کېږي چې پاکستان یې غواړي».

«په فکري لحاظ طالبان د پاکستان د پوځ غځونه ده، او په جیو ستراتیژیک لحاظ دا د ستراتیژیک ژوروالي دوام دی».

هغه زیاته کړه: «د پاکستان علما د پوځ ملاتړې ډله ده، په نظرياتي ډول په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي، خو په پاکستان کې د عملیاتو مخالفت کوي».

د عرفان اشرف په خبره، «طالبان تر هغې پرمختګ نه شي کولای، څو چې د پاکستان فکري بندیان وي.».

د پاکستان او افغانستان د چارو شنونکی خبریال طاهر خان بیا وايي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدو پر مهال په پاکستان کې عام نظر د طالبانو په ګټه و، ځکه په پاکستان کې دا هيله مندي وه، چې په دغه هېواد کې به جګړه پای ته ورسېږي، خو داسې ونه شول.

هغه وویل: «ښايي اوس هغه عام نظر بدل شوی وي، او علت یې تحریک طالبان پاکستان دی، ځکه پاکستان ادعا کوي چې ټي ټي پي د افغان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي».

هغه زیاته کړه: «په پاکستان کې د علماوو له خوا د طالبانو مخالفت به په راتلونکې کې د طالبانو لپاره زیانمن تمام شي، ځکه مخکې به پاکستاني مذهبي کسانو د طالبانو ملاتړ کاوه، خو اوس څوک دا خبره نه کوي».

خو نوموړی وايي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړې تر ټولو ډېر اغېز پر عام افغان ولس پرېوځي. «اوس هم د جګړې فضا موجوده ده او دا یوه پېچلې مسله ده».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په لوګر کې د کم عمره کسانو له لوري د موټرسایکل چلول منع کړل

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ټرافیک مدیریت له لوري د کم عمره کسانو له لوري د موټرسایکل چلول منع شول. دغې قومندانۍ د ټرافیکي پېښو د ډېرېدو یو لامل د کم عمره کسانو له لوري د موټر او موټرسایکل چلول په ګوته کړي دي.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نن د پل علم ښار په کجۍ سیمه کې د درېیو کم عمره کسانو موټر سایکلونه درول شوي او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د عامه خوندیتوب په موخه دغه بهیر دوام ولري.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو د ډېرېدو یو لامل د کم عمره کسانو له لوري د موټر او موټرسایکل چلول دي.

د دغې قومندانۍ د ټرافیک مدیریت له کورنیو غوښتي، چې خپلو کم عمره ماشومانو ته د موټر سایکل د چلولو اجازه ور نه‌کړي، څو د احتمالي پېښو مخه ونیول شي او د خلکو ژوند خوندي پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په لوګر کې د موټرسایکلونو په وسیله ټرافیکي پېښې ډېرې شوي دي.

طالبان: د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۱

طالبانو د ټاپي پروژې د عملي پرمختګ او چټکتیا ادعا کړې او وایي چې د افغانستان په خاوره کې د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې چارې په مخته روانې دي. د طالبانو د کانونو وزارت په وینا، هدایت الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه پروژې د تجهیزاتو د لېږد او رغنیزو فعالیتونو ارزولي دي.

د یاد وزارت طالب ویاند همایون افغان ویلي، هدایت‌الله بدري د ترکمنستان د ترکمن‌باشي بندر څخه لیدنه کړې او هلته یې د ټاپې پروژې اړوند د هرات برخې لپاره د نلونو او تخنیکي تجهیزاتو د انتقال بهیر له نږدې څارلی دی.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د افغانستان په خاوره کې تر اوسه د ټاپي پروژې ۶۳کیلومتره نللیکه غځول شوې او د پاتې برخو د کار لپاره ۱۲۵کیلومتره مسیر هم پاک او چمتو شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې چې د پروژې لپاره شاوخوا ۵۱کیلومتره نلونه د بهرنیو سرچینو له لارې د کار سیمې ته رسېدلي او د کار سرعت هم زیات شوی دی. د دوی په وینا، اوس هره ورځ نږدې ۵۰۰متره نوې نللیکه ویلډینګ کېږي.

ټاپي پروژه د سیمې له مهمو اقتصادي او دانرژۍ له پروژو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د ترکمنستان د طبیعي ګازو لېږد افغانستان، پاکستان او هند ته دی. د دې پروژې د پرمختګ په اړه د طالبانو تازه څرګندونې په داسې حال کې دي چې یاده پروژه په تېرو کلونو کې د امنیتي او تخنیکي ننګونو له امله څو ځله ځنډېدلې وه.

طالبان: ازبکستاني او چینايي پانګوالو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د ازبکستان او چین پانګوالو د طالبانو د کانونو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د افغانستان پر فلزي او غیر فلزي کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې یوه اسټرالیايي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو بهرنیو پانګوالو د طالبانو له لوري د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو له امله هم «مننه» کړې ده.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین له پانګوالو سره په دې کتنه کې د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د هغوی له لېوالتیا هرکلی وکړ.

نوموړي همداراز یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال له رامنځته کولو سربېره به د کانونو د قانون او کړنلارې له‌مخې اړینې همکارۍ هم وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان په داسې بڼه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي چې نه یوازې د دې سرچینو اصلي ارزښت نه ساتل کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

اسټرالیایي انسټیټیوټ: افغانستان په بې‌سارې توګه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د راپور له مخې، افغانستان مهم او حیاتي کاني توکي د ارزښت د ځنځیر په تر ټولو ټیټه کچه صادروي، په داسې حال کې چې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، د پروسس، بیې ټاکلو او ستراتېژیک نفوذ واګی په لاس کې اخلي. په دې توګه هغه سرچینې چې کولی شول د افغانستان د ثبات او سوکالۍ بنسټ وګرځي، په داسې ډول مدیریت کېږي چې هېواد له دې فرصت څخه بې‌برخې کوي.

عبداللطیف منصور له اهل تشیع سره کتنه کې؛ زموږ نظام ټولو مذهبونو ته درناوی لري

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د کلیو د بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د اهل تشیع له استازو سره په کتنه کې ویلي، نظام یې ټولو مذاهبو ته درناوی لري. په داسې حال کې چې طالبان پر حنفي مذهب ټينګار لري او د افغانستان انټرنشنل د موندنو له‌مخې، دغه ډله هڅې کوي، چې خلک له خپلو مذهبونو واړوي او سني مذهب ومني.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره په کتنه کې وویل، په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او ادعا یې وکړه، چې ټول ولس يې په «خوشحالۍ» سره ملتیا کوي.

هغه زیاته کړه: «زموږ نظام ټولو مذاهبو ته درناوی لري».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د طالبانو په اړه راپورونه ورکړل شوي، چې خلک له خپلو مذهبونو اړوي او سني مذهب پرې مني.

د تېر کال د سلواغې په درېیمه افغانستان انټرنشنل د یوه سند پر بنسټ یې ویلي وو، چې په بدخشان کې د طالبانو د علماوو شورا په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی، چې د اسماعیلیه مذهب پیروان که «سني مذهب» ته واوړي، نو له مالي انعام او امنیتي مصونیت څخه به برخمن شي.

د مذهب تبديلي: طالبان اسماعیلي پیروان هڅوي چې سني شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د تېر کال د سلواغې په ۲۹مه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یوه نوي فرمان په ترڅ کې د مبلغانو، چې په افغانستان کې په تبلیغیانو مشهور دي، قانون توشیح کړ او حنفي مذهب او پر دیني مسایلو تسلط یې شرط ور ته اېښی دی.

د دغه فرمان په شپږمه ماده کې راغلي، چې مبلغ باید مسلمان او «حنفي مذهبه» وي. همدا راز د دغه فرمان په لسمه ماده کې ویل شوي، چې مبلغ باید دعوت له «حنفي مذهب» سره سم ترسره کړي. په ۱۷ ماده کې دا هم ویل شوي، چې مبلغان د «غیر حنفي» شخص د شته والي په صورت کې له دعوت څخه منع کیږي.

په ورته وخت کې طالبانو په تېر کوچني اختر کې هم د هېواد اهل تشیع ته په خپل مذهب کې د اختر د لمانځه له ادا کولو مخنیوی کړی وو.

د کورمې په زرګونو «اهل تشيع» وګړي له متحده عرب اماراتو څخه جبري ايستل شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
•
فضل عزیز

د پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د امريکا، اسرایيل او ايران د جګړې له پيل څخه وروسته د متحده عرب اماراتو حکومت زرګونو پاکستاني اهل تشيع وګړي له دغه هېواد څخه ايستلي دي. دوی وایي، د ایستنې اصلي لامل دا دې چې دوی «اهل تشيع» دي. دغه کسان د پاکستان په حکومت هم نيوکې کوي.

د کورمې پاړاچنار جاوېد حسین چې له دوبۍ څخه جبري ستون کړای شوی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، د ۱۶ کالو راهسې متحده عرب اماراتو ته تللی او راغلی دی، هېڅکله یې کوم جرم نه دی کړی او نه هم کله د پولیسو حوزې ته ورغلی دی.

حسین زیاتوي، «د اپرېل د مياشتې پر ۲۸مه د دوبۍ د پوليسو ټيليفون راغلو، د پولیسو حوزې ته یې وبللم، چې لاړم موبايل او بټوه یې رانه واخېستل، اته ساعته وږي تږي کښېنولي او وروسته یې بې له کومې پوښتنې د نورو کسانو سره زندان ته بوتلم».

هغه وويل، سربېره پر دې چې د ۲۰۲۸م پورې راسره ويزه وه، پوښتنه مو وکړه، چې کوم جرم مو کړی؟ خو هېڅ ځواب رانه کړل شو، او «د ورسان زندان ته چې یې بوتلم، هلته یې راسره هغه څه وکړه چې هغه په دين اسلام کې نشته».

هغه زیاته کړه، د «پنځه، شپږو، کسانو نه یې يو ځای جامې وويستلې لغړ یې ودرولو، کوتک ورسره وو، په هغې به یې وهلو، شوګر ناروغان پکې و، د ځينو نه یې بګه په کټر وشلوله».

جاوېد حسین وویل، «په ورسان زندان کې مو اته ورځې ډېرې په تکليف تېرې کړې، دومره سختي یې کوله، چې د لامبېدو په ځای کې هم امنیتي کامرې لګول شوې وې».

خلک یوازې په نوم نيول کيږي

جاوېد حسین وويل، «د چا په نامه کې چې حسین، علي، عباس توری راځي، هغه نيول کيږي». او يوه بل تن وويل، نه يوازې نارينه نيسي را اوباسي یې، بلکې د ښځو نومونه چې «، زهرا، زېنب، سکينه» وي هغوی هم نيسي او رالېږي يې.

په دوبۍ کې د خلکو نيولو له بهير څخه وړاندې کورمې ته په خپله راغلي اقرار حسین افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، د کال ۲۰۱۲م راهسې په دوبۍ کې د هغو کسانو نومونه به ثبت کېدل او کارتونه به یې له منځه وړل کېدل چې «څوک به امام بارګاه، د اهل تشيع د عبادت ځايونو ته تلل».

يوازې د کورمې په زرګونو کسان را ايستل شوي

د اقرار حسین په خبره، «زما سره ټول اسناد سم وو، ويزه مې د تېر اګست په میاشت کې د يو کال لپاره نوې کړې وه، موټر به مې چلولو، خو انلاين راته معلومه شوه، ايپليکېشن کې یې راپسې هر څه بلاک کړل شوي، د ويرې راغلم».

د متحده عرب اماراتو څخه کورمې ته رالېږل شوو کسانو وويل، «مونږ د دغو کسانو معلومات راټولوو، تراوسه مو په يوه فورم کې د زرو څخه د زیاتو کسانو معلومات ثبت کړي دي، خو زموږ اندازه ده چې د څلور زرو نه زيات کسان را ايستل شوي دي».

هغه زیاته کړه، د کوهاټ، هنګو، اورکزو او تر کراچۍ پورې هغه کسان چې اهل تشيع وو، را ايستل شوي دي.

د کورمې، پاړاچنار د میرعباس په نوم بل تن افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، «د يو نړيوال شرکت سره به مې دوبۍ کې کار کولو، د مارچ په نهمه په رخصتۍ کلي ته راغلی وم، د مارچ په ۲۷مه راپسې خبر خبر راغلو چې ويزه مې لغوه شوې ده».

هغه وويل، د شرکت نه یې د ايمېل له لارې پوښتنه وکړه، خو هغوی ته د حکومت لخوا کوم ځواب نه دی ویل شوی. هغه زیاته کړه، «دا سياسي ستونزه جوړه کړل شوې او موږ د مذهب په نوم په هدف شوي يو، نه چې چا کوم جرم کړی او په هغې را ايستل شوی يا یې ويزې لغوه کړل شوي دي».

د پاکستان په حکومت نيوکې

د متحده عرب اماراتو څخه را ايستل شوو د شنبې په ورځ پاړا چنار کې يوه خبري کانفرنس کړی او د پاکستان په حکومت یې نيوکې کړي دي.

ميرعباس وويل، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي او طلال چودري چې د متحده عرب اماراتو څخه د را ايستونکو په اړه کوم بیان ورکړی، چې دغو خلکو غيرقانونه کارونه کړي د هغې له امله را ايستل شوي دي، «زه دوی سره مخامخ کېدو ته تیار يم، زما يو غيرقانوني څيز دې ماته راوښايي».

هغه وویل، دوی په متحده عرب اماراتو کې د قانون سرغړونه څه چې، ان تر ټولنيزو رسنيو کارولو څخه هم ډډه کوله.

د پاکستان د حکومت نظر

د پنجشنبې په ورځ (د می پر ۱۴مه) د کورنيو چارو وزير مملکت طلال چودري په پارلمان کې وويل، د متحده عرب اماراتو سره د اسلام اباد اړيکې سمې دي.

هغه دغه راپورونه «رد کړل چې ګنې د عرب هېوادونو څخه اهل تشيع مسلمانان را ايستل کيږي».

چودري همداراز زیات کړه، «ولې داسې بیانيه جوړول کيږي، چې د تبعيض په اساس خلک راشړل کيږي»، حکومت خپل مسووليت ترسره کوي او متحده عرب اماراتو سره په اړيکو کې هېڅ خرابوالی نشته.

تېره اونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، هغه خلک را ايستل کيږي چا چې د سفر له قوانینو څخه سرغړونې کړي دي.

د دوبۍ څخه را را ايستل شوو ځینې کسانو ويلي، داسې خبرې هم تر غوږو شوي، چې د دوی پاسپورټونه پاکستان بلاک کړي دي. خو طلال چودري ويلي، که د چا کوم اعتراض هم وي، حکومت به یې پرته له دې چې «څوک د کوم مذهب، رنګ او ژبې ویونکی دی» د دوی اعتراضونه به اوري او حل به یې کړي.