ولسمشر ټرمپ ته نېږدې د مشرانو جرګې غړی لنډسي ګراهم تېره ورځ د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې د امریکا د جګړې له وزیرپیټ هیګسېت څخه پوښتنه کړې چې په پاکستان کې د ایران د پوځي الوتکو د موجودیت په اړه وضاحت ورکړي.
هغه دا هم زیاته کړې، چې د تېرو تجربو په رڼا کې “ پر پاکستان باور نه لرو”.
د امریکا د مشرانو جرګې غړي لنډسي ګراهم ویلي، چې که دا راپورونه سم وي، باید د پاکستان د منځګړیتوب رول له سره وارزول شي.
سي بي ایس خبري شبکه په یو راپور کې وايي، چې ایران د امریکا د احتمالي بریدونو له وېرې خپلې ځینې پوځي الوتکې په اپریل میاشت کې د ولسمشر ټرمپ د اوربند له اعلان څخه څو ورځې پس پاکستان ته انتقال کړې دي. دغه موضوع نه یوازې د سیمې د امنیتي وضعیت لپاره مهمه بلل کېږي، بلکې د پاکستان د منځګړیتوب پر رول هم جدي پوښتنې راپورته کوي.
سي بي ایس راپور ورکړی چې ایران خپلې څو پوځي الوتکې د پاکستان نور خان هوايي اډې ته واستولې.
راپور زیاتوي، چې په دې الوتکو کې یو استخباراتي هوايي وسیله (RC-130) هم شامله وه.
امریکايي چارواکو ویلي، دا ګام ښايي د دې لپاره اخیستل شوی وي چې ایران خپلې پوځي شتمنۍ د امریکا له احتمالي هوايي بریدونو خوندي کړي.
خو پاکستان بیا دغه راپورونه رد کړي دي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خپاره شوي راپورونه «ګمراه کوونکي او مبالغه وزمه» دي او که ایراني الوتکې پاکستان ته راغلې هم وي نو راتګ یې د اوربند په موده کې ثبت شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا الوتکې یوازې د دیپلوماتیکو او لوژستیکي چارو لپاره وې او هېڅ ډول پوځي ګټه ترې نه اخیستل کېده.
اسلاماباد ټینګار کړی چې دا د سولې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره نورمال اقدامات وو او پاکستان اوس هم بې طرفه منځګړی دی.
تر اوسه د ایران له لوري په مستقیم ډول د سي بي ایس د ځانګړي راپور په اړه تفصیلي رسمي تبصره نه ده شوې، خو راپورونه ښيي چې تهران د جګړې له پراخېدو سره د خپلو پوځي امکاناتو د خوندي کولو هڅې کوي.
دا وضعیت د دې امکان زیاتوي چې ایران ممکن د خپلو شتمنیو د ساتنې لپاره بدیلو ځایونو ته مخه کړې وي.
خو بل خوا په واشنګټن کې دا راپورونه له شک او اندېښنې سره مخ شوي دي. امریکايي چارواکو دا موضوع د ایران د پوځي شتمنیو د خوندي کولو هڅه بللې ده.
همداراز، ځینو سناتورانو ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات د امریکا او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا زیانمنولی شي.
په ورته وخت کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د اسراییل او امریکا د ایتلاف ماتولو او په ولسونو کې د یو بل پر ضد د کرکې خپرولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې په پراخ ډول کمپاین پیل شوی و.
هغه زیاتوي: “دا کار به دوی په ډېرې هوښیارتیا سره کاوه، د بېلګې په توګه د امریکا د ټکزاس ایالت د یو تن په نوم به پیغام ولېږل شو، چې زه سپین امریکايي یم خو د امریکا د حکومت د دغې تګلارې سره همغږی نه یم چې د اسراییل ملاتړ کوي”.
نوموړی وايي، کله چې دوی څېړنه وکړه نو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه له پاکستان څخه فعال وو.
بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې تړاو توند غبرګون ښودلی دی.
هغه ویلي، که دا راپورونه تایید شي، نو “حیرانوونکی به نه وي”.
د خلیلزاد په خبره، پاکستان له لسیزو راهیسې هممهاله د امریکا ملاتړ او مخالفت کړی، چې دا کړنه د پاکستان د «دوهګوني سیاست» دوام دی.
خلیلزاد د دې قضیې په تړاو د پاکستان پر رول جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
پاکستان ته ورپېښ ګواښ
کارپوهان وایي، که دا ادعاوې ثابتې شي، پاکستان له څو مهمو خطرونو سره مخ کېدای شي، چې له امله یې د پاکستان اوسنی سیاسي حالت لا هم نازکېدلی شي.
دا چاره به پر پاکستان د امریکا باور لا کمزوری کړي، د ایران او امریکا تر منځ د خبرو منځګړیتوب به له لاسه ورکړي او د نړۍوالو متحدینو فشار به پرې زیات شي.
همدا راز که د الوتکو راپور تحقق ومومي نو پر پاکستان د نړۍوال بانک فشار ښايي زیات شي او ورسره سم نړۍوالې مرستې هم کمې شي.
یو تر ټولو مهم اړخ بیا دا دی چې د ایران او امریکا تر منځ د جګړې د پراخېدو احتمال هم لوړېدای شي او د پاکستان په منځګړیتوب سولې نیمګړې خبرې به همداسې نېمګړې پاتې شي او یو ځل بیا به په سیمهییز او نړۍوال کچ پاکستان د دوه ګونې لوبې د لوبغاړي په توګه را څرګند شي.