• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: سعودي عربستان ته د روان کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر نن (چهارشنبه د غويي ۳۰مه) بشپړ شو. دغه بهیر شاوخوا یوه میاشت مخکې پیل شوی وو. سره له دې چې طالبان افغان حاجیانو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو ادعا کوي، خو افغان حاجیان له کمزوري خدماتو شکایت لري.

د طالبانو د د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چهارشنبې په ناوخته (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د افغان حاجیانو د انتقال دغه بهیر په دوو پړاوونو کې ترسره شو؛ چې په لومړي پړاو کې یې ۱۴۹۸۴ تنه حجاج د ۴۸ الوتنو له لارې مستقیماً مدینې منورې تهاو په دویم پړاو کې ۱۵۰۱۶ تنه نور د ۴۹ الوتنو په وسیله د جدې هوايي ډګر له لارې مکې مکرمې ته لېږدول شوي دي.

سږکال د افغانستان ټول ۳۰ زرهحاجیان په ۹۷الوتنو کې سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، اوس مهال ټول افغان حاجیان المسجد الحرام ته نږدې د محبس الجن مرکزي سیمې په قرارداد شویو معیاري او عصري استوګنیزو ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي او همداراز ډاډ ورکوي، چې د حاجیانو د خدمت، لارښوونې، روغتیايي اسانتیاوو او لازمې همغږۍ په موخه به خپلې هڅې له اړوندو رسمي ادارو او قراردادي شرکتونو سره لا ګړندۍ وساتي.

خو تر دې مخکې یو شمېر افغان حاجیانو د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدمتونو شکایت کړی او په یوې خپرې شوې ویډیو کې ویلي، چې د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي او کمزوري خدمتونه ورته وړاندې کېږي. د هغوی په وینا، سره له دې چې طالبانو ترې لوړ لګښتونه اخیستي، خو لازم خدمات ورته نه‌دي برابر شوي.

افغان حاجیان د اسانتیاوو د نشتوالي او کمزورو خدمتونو له وړاندې کېدو شکایت لري | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې وړاندې د سویلي ولایتونو یو شمېر حاجیانو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د حج فریضې اداکولو لپاره منظم ټرانسپورټ نه‌دی چمتو کړی او له حرم څخه ډېر لرې استوګنځایونه ورته نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې پنځه ټنه ناچاوده توکي له‌منځي وړي دي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې په کابل کې یې پنځه ټنه ناچاوده توکي تر کشف کېدو وروسته له‌منځه وړل شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې چې دغه ناچاوده توکي د کابل ښار په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو څخه راټول شوي وو.

د طالبانو تر ادارې لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې په یو ویډیوي راپور کې زیاته شوې چې په دغو چاودېدونکو توکو کې بېلابېل ډوله مرمۍ شاملې وې. طالبانو دا نه ده روښانه کړې چې دغه ناچاودې مرمۍ له کومې دورې څخه پاتې وې. همدا راز زیاته شوې چې د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې ۵۲۰ چاودېدونکي توکي حنثی شوي دي.

د طالبانو یادې ادارې له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې د ناچاوده توکو او ماینونو د لیدلو په صورت کې باید د دوی سیمه‌ییزو ادارو ته خبر ورکړي. پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماینونه ځای پر ځای شوي او همدا راز ناچاوده مرمۍ پاتې شوي دي.

دغه مرمۍ وخت ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې چاودېږي چې خلکو ته مرګ ژوبلې هم اړوي. د دغو ناچاوده چاودېدونکو توکو اکثریت قربانیان ماشومان ګڼل شوي دي. همدا راز د تېر جمهوري نظام پر مهال هم طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پوځیانو او بهرنیو عسکرو ته ماینونه ښخ کړي او ناچاوده پاتې دي.

امنیتي کارپوهان دغه ماینونه د افغانانو د ژوند پر وړاندې یو بل لوی ګواښ ګڼي.

ملګرو ملتونو د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۵۲۹ میلیونه ډالرو مرستندویه پلان اعلان کړه

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱

ملګرو ملتونو او همکارو مرستندویه بنسټونو یې د ۲۰۲۶ کال لپاره د هغو ۲،۷ میلیونه افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د ۵۲۹ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یوه جامع طرحه اعلان کړه، چې تمه ده له ایران او پاکستان څخه راستانه شي.

دغه پلان چې د اپرېل له میاشتې د ډسمبر تر پایه په پام کې نیول شوی، په سرحدي سیمو او د کډوالو د ځای پر ځای کېدو په سیمو کې به پلي شي.

د دغې طرحې له مخې، د اړتیاوو ځواب په دوو برخو کې تنظیم شوی دی. لومړۍ برخه سرحدي مرستې دي چې تمرکز یې پر بېړنیو او ژغورونکو مرستو دی او د کډوالۍ نړیوال سازمان په مشرۍ به د ایران او پاکستان په رسمي لارو کې د ۱۰۰،۷میلیونه ډالرو په ارزښت عملي شي. دویمه برخه د بېرته ادغام پروګرام دی چې ۴۲۸،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او د لومړیتوب لرونکو ۳۵ ولسوالیو لپاره ځانګړې شوې ده.

په دې برخه کې به د زده‌کړو، روغتیا، پاکو اوبو او حفظ‌الصحې خدماتو بېرته فعالول، اقتصادي فرصتونه او د دوامدار ژوند زمینه برابرول، او همداراز د استوګنې او ځمکو د حقونو تأمین شامل وي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې تر اوسه نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نږدې ۶۰۰ زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه طرحه اټکل کوي چې په راتلونکو اتو میاشتو کې به شاوخوا ۱.۷ میلیونه کسان له ایران او ۱،۱میلیونه نور له پاکستانه افغانستان ته راستانه شي. د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، له نیمايي ډېر راستنېدونکي ښځې او ماشومان دي او ګڼ شمېر یې له افغانستانه بهر زېږېدلي او لوی شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي او د بشري چارو د همغږۍ سرپرست تاج‌الدین اوېلا وویل، دا بهیر یوازې لنډمهاله سرحدي موضوع نه ده، بلکې ژورې نفوسي او پراختیايي اغېزې لري او دوامدار او اصولي غبرګون ته اړتیا لري.

هغه خبرداری ورکړ چې که د روزګار، استوګنې، پاکو اوبو، روغتیا او خوندیتوب په برخو کې منځمهاله پانګونه ونه شي، نو هېواد به له دویم ځل بې‌ځایه کېدو، ژورې بې‌وزلۍ او د راستنېدونکو او کوربه ټولنو ترمنځ له ټولنیزو ترینګلتیاوو سره مخ شي.

په افغانستان کې د «ورلډ ویژن» ادارې مشر تهمیندري ډی‌سېلوا وویل چې یوازې سرحدي کنسرسیوم ۱۰۰.۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو دغه اندازه یوازې د ۴۰ سلنه زیان‌منو کسانو اړتیاوې پوره کوي، په داسې حال کې چې ۷۰ سلنه کسان د زیان‌مننونکي معیارونه پوره کوي.

دغه طرحه په کابل کې د تمویل‌کوونکو هېوادونو د استازو، د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي بنسټونو په حضور کې پرانیستل شوه. په دې غونډه کې له تمویل‌کوونکو وغوښتل شول چې د ۲۰۲۶ غبرګون طرحه په بشپړه توګه تمویل کړي، څو د بشري او خوندیتوب بحرانونو د لا پراخېدو مخه ونیول شي او د میلیونونو افغانانو د رغېدو، دوامدار ادغام او مقاومت بنسټ کېښودل شي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په سرحدونو کې به عملي تمرکز پر څو اړخیزو نغدي مرستو، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، پاکو اوبو، حفظ‌الصحې او ترانسپورټ وي، او د راستنېدنې په سیمو کې به اساسي خدماتو، اقتصادي فرصتونو او د استوګنې او ځمکو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې د افغانستان نفوس نږدې له ۱۰ تر ۱۲ سلنه زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو ادارې او شریک نادولتي بنسټونه وایي، بریالی غبرګون هغه مهال ممکن دی چې پر پولو بېړنۍ مرستې د ټولنې دننه د ادغام له پروګرامونو سره وتړل شي او د دواړو برخو د تمویل تشې ډکې شي، که نه نو پر سیمه‌ییزو خدمتونو فشار او د ټولنیزو ناکراریو خطر به زیات شي.

اغا خان بنسټ وايي د څه باندې ۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت به بېلابېلې پروژې عملي کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د اغا خان بنسټ مرستیال عبدالضیا نوري وايي، د اسیا له پراختیايي بانک څخه یې ۵۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي او څه باندې ۳۱ میلیونه ډالره به یې په افغانستان کې د پېښو د ګواښونو د مدیریت په برخو کې ولګوي. د نوموړي په وینا، دغه پروژې به د ۱۱ ولایتونو په ۸۰ ولسوالیو کې پلې شي.

د اغا خان بنسټ د مرستیال عبدالضیا نوري په مشرۍ یوه پلاوي د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې له رييس سره په کتنه کې ویلي، د اسیا له پراختیايي بانک څخه یې ۵۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، چې له دې جملې څخه به یې ۳۱ میلیونه ۳۳۴ زره او ۳۲۰ ډالره د ټولنې په ګډون د پېښو د خطرونو د مدیریت په برخو کې ولګوي.

د عبدالضیا نوري په وینا، په دغې پروژې کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په ګډون د کار په بدل کې د نغدو پیسو ورکړه، په ۵۱۵ سیمو کې بېلابېلې بنسټیزې پروژې لکه د اوبو بندونو جوړول، د ځمکو او د کانالونو بیارغونه، د بېړنیو حالاتو د ښه مدیریت په موخه د۲۴۴ غیر خوراکي توکو د ګودامونو جوړول او د ټولنې په کچه د بېړني ځواب وینې لپاره د ۵۲۸ ټیمونه جوړول او سمبالول شامل دي.

هغه زیاتوي، د پېښو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمښت په موخه به ۴۸۸ د مخکیني خبرداري سیستمونه او د پېښو د خطرونو د کمښت لپاره به ۴۹۴ ټیمونه له اړوندو پلانونو سره یوځای جوړ شي او همدارنګه د ټولنې په ګډون به د طبیعي سرچینو د مدیریت ۴۹۶ ډلې هم جوړې شي.

د اغان بنسټ د یاد پلاوي په وینا، دغه پروژې به د کابل، پروان، میدان وردګ، لوګر، غزني، هرات، کندوز، تخار، بدخشان، کونړ او نورستان ولایتونو په ۸۰ ولسوالیو کې پلې شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې رييس هیله ښودلې چې دا پروژې په شفاف او چټک ډول پلې شي.

د هوا پوهنې ادارې خبرداری؛ په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه بیړنی خبرداری ورکړی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، اټکل شوې چې سبا په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، پروان، کاپيسا، لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې سخت بارانونه وشي.

د راپور له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو اټکل شوې کچه له ۱۰څخه تر ۳۵ملي‌مترو پورې ښودل شوې ده، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته.

هوا پوهنې ادارې زیاته کړې چې د هېواد په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د الوتو اټکل هم شوی دی. د معلوماتو له مخې، په ځینو سیمو کې د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې له ۵۰تر ۹۵کیلومترو پورې رسېدلی شي.

یادې ادارې له هېوادوالو، په ځانګړي ډول له موټر چلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او د سېلابونو د خطر پر مهال له سیندونو، خوړونو او نورو خطرناکو سیمو څخه لرې پاتې شي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نوراحمد اسلام‌جار: تازه مېوې باید له ځنډ پرته په ګمرکونو او سرحدونو کې صادرې شي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار د تازه میوو د صادراتو د بهیر د ښه‌والي په موخه غونډه کې وویل، تازه مېوې باید له ځنډ پرته په ګمرکونو او سرحدونو کې صادرې شي، څو د محصولاتو له ضایع کېدو او سوداګرو او دهاقینو ته له زیان رسېدو مخنیوی وشي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، نوراحمد اسلام‌اجار له اړوند ادارو او د تازه مېوو د صادرونکو ټولنې او یو شمېر سوداګرو سره د تازه مېوو د صادراتو د بهیر د ښه‌والي په موخه غونډه کې وویل، اړوند بنسټونه باید په ګډه هڅه وکړي، څو د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې اداري خنډونه لرې کړي او دغه محصولات په لنډ ممکن وخت کې له ګمرکونو او سرحدونو څخه تېر شي، څو د هغوی له ضایع کېدو مخنیوی وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلام‌جار همداراز وړاندیز وکړ، چې سوداګر د صادراتو د اسانتیا او لګښتونو د کمولو لپاره خپل مالونه او محصولات د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې هم ولېږدوي.

د تازه مېوو د صادرونکو ټولنې او سوداګرو د خپلو چارو پر وړاندې د شته ستونزو په بیانولو سره ژمنه وکړه، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د تازه مېوو د لېږد لپاره د واګونونو د پېرلو په برخه کې به همکاري او اړین اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان د لارو له بندېدو مخکې د افغانستان تازه میوې او نور محصولات پاکستان او د پاکستان له لارې هند او نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، خو د یادې لارې له بندېدو وروسته اوس هڅې روانې دي، چې یاد محصولات ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولیږدول شي.