• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نثارمحمد یوسفزی؛ د تاجکستان پښتون اتل څوک دی؟

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د ۲۰۲۶ کال د مې پر۱۸مه، د مسکو په دونسکوي هدیره کې د تاجکستان د یوه افغان او پښتون اتل نثارمحمد خان او دوو نورو تاجکستاني اتلانو له قبرونو د هغوی د سوځول شویو بدنونو خاورې او ایرې د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دوشنبې ښار لُچوب هدیرې ته انتقال او خاورو ته وسپارل شوې.

په دغو مراسمو کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګډون درلود.

تاجک چارواکو دا ګام د دولت د هغې پالیسۍ برخه وګڼله، چې هدف یې د تاریخي عدالت بیا رغونه او د ملي حافظې ساتنه ده.

په دغو مراسمو کې روسي چارواکو میخایل ګالوزین او میخایل شفیدکوی په خپلو ویناوو کې وویل چې دغو شخصیتونو د شوروي اتحاد په اډانه کې د تاجکستان د جمهوریت د جوړېدو په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.

نثار محمد پښتون څوک دی؟

نثار محمد یوسفزی د شلمې پېړۍ له هغو پیچلو تاریخي څېرو څخه دی چې ژوند یې د استعمار ضد مبارزې، سیاسي انقلابونو او د منځنۍ اسیا د نوي تعلیمي نظام د جوړېدو له بنسټیزو بدلونونو سره تړلی پاتې شوی دی.

هغه په بېلابېلو تاریخي روایتونو کې د افغان، پښتون، شوروي سیاستوال او د تاجکستان د معارف د بنسټګر په توګه یادېږي.

نثارمحمد یوسفزی په ۱۸۹۷ کال کې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې د یوسفزیو پښتنې قبیلې په یوې کورنۍ کې وزېږېد. پلار یې اول خان او نیکه یې محمدعلي نومېدل. هغه په داسې ټولنیز چاپېریال کې لوی شو چې هلته د بریتانیايي استعمار سیاسي او اقتصادي نفوذ ژور و او سیمه د مقاومت او بدلون په تودو بحثونو کې ښکېله وه.

دغه وضعیت د هغه فکري جوړښت ته لومړنی جهت ورکړ او هغه یې د استعمار ضد سیاسي فعالیتونو پر لور سوق کړ.

د جګړې تجربه او استعمار ضد مبارزه

په ۱۹۱۹ کال کې، چې په افغانستان کې د امان‌الله خان په مشرۍ د انګریزانو پر ضد درېیمه افغان–انګلیس جګړه پیل شوه، نثار محمد له افغان پوځ سره یو ځای شو. هغه د خپلې زړورتیا له امله د افغانستان د شجاعت نښان ترلاسه کړ.

د جګړې له پای ته رسېدو وروسته انګریزي ځواکونو په پېښور، خیبر، باجوړ، وزیرستان او نورو ولسوالیو کې د ټولو هغو قبیلو، جنګیالیو او قومي مشرانو خلاف عملیات پیل کړل، چې د امان الله خان په ننګه د بریتانیايي هند خلاف د جګړې له لیکو سره یوځای شوي وو.

پر نثارمحمدخان هم د اعدام حکم صادر شو او د تعقیب له امله افغانستان ته لاړ. هغه لومړی کابل او بیا د امان الله خان په هڅونه تاشکند ته لاړ.

تاشکند هغه مهال د تزاري روسیې له سقوط وروسته د بلشویکانو تر واک لاندې د یو نوي سیاسي او اداري نظام د جوړېدو په حال کې و. د امپراتورۍ پر ځای د شوروي اتحاد بنسټ اېښودل کېده او په ټوله منځنۍ اسیا کې د ملتونو د هویت، ژبې او تعلیمي نظام د بیا تعریف بحثونه روان وو.

نثارمحمد په تدریجي ډول په هغه ډله کې شامل شو، چې د تاجکانو د ملي هویت، تعلیمي جوړښت او اداري بنسټونو د جوړېدو ملاتړ یې کاوه. د هغه فکري مسیر د عملي سیاست، تعلیمي اصلاحاتو او د نوي دولت جوړونې له پروژې سره مل و، چې وروسته یې د منځنۍ اسیا په تاریخ کې ځانګړی ځای وموند.

نثارمحمد په دوشنبه ښار کې د نظامي پوهنتون استاد و او د بخارا له نیول کېدو وروسته په ۱۹۲۰ کال کې دبلشویکانو په یوه ډله کې د ایران شمال ته لاړ، چې د میرزا کوچک خان جنگلي غورځنګ سره اړیکې ټینګې کړي.

جنګلي په ګیلان کې یو شورايي جمهوريت جوړ کړی و، خو د انګریزانو او ایران حکومت د برید له امله یې جمهوريت وشړېده.

شوروي فعالیتونه او د تاجکستان معارف

نثار محمد د شوروي اتحاد له کمونیست ګوند سره له یو ځای کېدو وروسته د خپل ژوند نوی سیاسي او اداري پړاو پیل کړ.

نوموړی دغه مهال د هغو محدودو شخصیتونو له ډلې و چې د منځنۍ اسیا د نوي جوړېدونکي سیاسي نظم په عملي جوړښت کې یې مستقیمه ونډه درلوده، په ځانګړي ډول د تاجکستان د تعلیمي نظام د بنسټ اېښودلو په بهیر کې د هغه رول خورا ټاکونکی و.

د مې پر ۱۹مه تاجکستان د مسکو له دونسکوي هدیرې نه د یوه افغان او پښتون اتل نثارمحمد خان او دوو نورو تاجکستاني اتلانو د قبرونو خاورې او ایرې د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دوشنبې ښار لُچوب هدیرې ته انتقال کړې.
100%
د مې پر ۱۹مه تاجکستان د مسکو له دونسکوي هدیرې نه د یوه افغان او پښتون اتل نثارمحمد خان او دوو نورو تاجکستاني اتلانو د قبرونو خاورې او ایرې د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دوشنبې ښار لُچوب هدیرې ته انتقال کړې.

د «جمهوري خودمختار تاجکستان» له اعلان وروسته، چې په سیمه کې د زړې امپراتورۍ پر ځای د شوروي اداري جوړښت د پیاوړتیا لومړنی ګام ګڼل کېده، د ښوونې او روزنې موضوع د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه وه. په همدې شرایطو کې نثار محمد د هغو فعالو څېرو په ډله کې راڅرګند شو چې د ښوونیزو ادارو، ښوونځیو او تعلیمي سیاست د عملي کولو لپاره یې کار کاوه.

هغه څو کتابونه ولیکل او د تاجکستان په مختلفو ولسوالیو کې یې د زده کړو کمپاینونه وکړل.

په ۱۹۲۶ کال کې هغه د تاجکستان د پوهنې او روزنې د لومړي کمیسار په توګه وټاکل شو. دا د هغه وخت یو ستر اداري مسوولیت و، ځکه د نوي جوړېدونکي دولت لپاره د تعلیمي نظام جوړول د فکري بدلون او د سواد د کچې د لوړولو یوه ستره پروژه وه. د همدې دورې په اوږدو کې، نثار محمد د ښوونځیو د شبکې په پراخولو، د ښوونکو د روزنې په پروګرامونو او د درسي نصاب په منظم کولو کې فعال رول ولوباوه.

هغه یوازې د اداري چارو تر کچې محدود نه و، بلکې د علمي او ژبنيو فعالیتونو برخه هم و.

په مسکو پوهنتون کې یې د پښتو او اردو ژبې تدریس کاوه او په فارسي، روسي او ازبکي ژبو یې بشپړ تسلط درلود، چې دې ځانګړتیا د هغه د فکري او فرهنګي فعالیتونو ساحه نوره هم پراخه کړې وه.

نثار محمد د منځنۍ اسیا د تعلیمي نظام له بنسټګرو ګڼل کېږي. د هغه نوم د تاجکستان د معارف په تاریخ کې د بنسټیزو اصلاحاتو له دورې سره تړل شوی دی.ځینې کتابونه یې ولیکل او د یوې ورځپاڼې جوړولو هڅې یې پیل کړې.

په ۱۹۲۳–۱۹۲۴ کلونو کې هغه د «ریاضیاتو لارښود» او «الفبا» په نوم لومړني درسي کتابونه خپاره کړل، چې د تاجکستان د نوې تعلیمي دورې له لومړنیو چاپي موادو ګڼل کېږي. د هغه د هڅو یوه بله مهمه برخه د محصلینو د روزنې او بهر ته د لېږلو پروګرامونه وو. د هغه تر مدیریت لاندې لومړني تاجک زده‌کوونکي د مسکو او لینینګراد معتبرو پوهنتونونو ته د زده‌کړې لپاره واستول شول، چې دا د منځنۍ اسیا د تعلیمي کادر د جوړېدو په بهیر کې مهم ګام ګڼل کېږي.

نثارمحمد په تاجکي ژبه دومره روانې او ښکلې خبرې کولې، چې ددغه هېواد فرهنګي استازی وټاکل شو او په ترې پاتې دفترچه کې یې فارسي شعرونه هم موندل شوي دي. هغه د تاجکستان د فولکلور په اړه یوکتاب هم لیکلی و، چې د شغنان د تاجکانو د رباعیو او افسانو ټولګه نومیږي او په ۱۹۲۳ کال کې خپره شوې ده.

په وروستیو لسیزو کې د هغه په اړه علمي او مستندې څېړنې هم شوې او په ۲۰۲۱ کال کې د هغه پر ژوند ځانګړی مستند فلم جوړ شو چې په تاجکستان کې یې د نثارمحمد له یاده وتلی نوم بېرته را ژوندی کړ.

ددغه فلم لارښود په یوه مرکه کې وویل، چې کله په انټرنېټ کې د نثار محمد په اړه معلومات لټول کېږي، یوازې په دوشنبه ښار کې د ده په نوم د یوې کوڅې نوم ښودل کېږي، خو نور هېڅ معلومات نه موندل کېږي. دده په وینا، د هغه د شخصیت په اړه تقریبا په هېڅ ځای کې یادونه نه ده شوې، نو له همدې امله ده د نثارمحمد پر ژوند مستند جوړولو ته مټې بډوهلې.

هغه وایي، « په ۱۹۷۰مو کلونو کې مې پخپله د نثار محمد له مېرمنې سره لیدلي وو او د هغه له لوڼو سره مې هم خبرې کړې وې».

هغه په دې هم بریالی شوی و، چې په مسکو او پېښور کې د نثارمحمد خپلوان ومومي او له هغوی سره خبرې وکړي.

د فلم لارښود سفربېک سولیهوف وايي، « په شلمه پېړۍ کې چې هر څه زموږ له فرهنګ او معارف سره تړاو لري، د نثارمحمد له نوم سره تړلي دي. هغه په تاشکند، سمرقند، فرغانه، دوشنبه او خجند کې د ښوونځیو، وړکتونونو، کتابتونونو او تعلیمي مرکزونو په جوړولو کې مهم رول درلود».

په دغو مراسمو کې روسي چارواکو میخایل ګالوزین او میخایل شفیدکوی په خپلو ویناوو کې وویل چې دغو شخصیتونو د شوروي اتحاد په اډانه کې د تاجکستان د جمهوریت د جوړېدو په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.
100%
په دغو مراسمو کې روسي چارواکو میخایل ګالوزین او میخایل شفیدکوی په خپلو ویناوو کې وویل چې دغو شخصیتونو د شوروي اتحاد په اډانه کې د تاجکستان د جمهوریت د جوړېدو په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.

د ۱۹۳۰ لسیزه: تصفیه او سقوط

په ۱۹۳۷ میلادي کال کې د ستالین د «لویو تصفیو» پر مهال نثار محمد د شوروي داخلي امنیتي ادارې (NKVD) د سیاسي تورونو پر بنسټ ونیوه. هغه د تاجکستان د کمونیست ګوند له مشر سورن شادونتس سره یو ځای د «شکمنو عناصرو»په نوم وپېژندل شو او مسکو ته ولېږدول شو.

په هغه وخت کې د شوروي امنیتي سیستم سخت و او د تحقیقاتو بهیر ډېری د فزیکي او رواني فشارونو تر سیوري لاندې و.

د روایتونو له مخې، په اکتوبر میاشت کې د پلټنو پر مهال د نثار محمد او یوه مستنطق ترمنځ شخړه وشوه او په همدې کشمکش کې وضعیت له کنټروله ووت او امنیتي ځواکونه خونې ته ورننوتل. په پایله کې نثار محمد په همغه ځای کې په ډزو ووژل شو. وروسته د هغه جسد وسوځول شو او ایرې یې د مسکو په یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شوې.

د هغه په څېر د تاجکستان دوه نور مهم شخصیتونه،نصرالله مخسوم او شېرینشاه شاتیمور، چې د تاجکستان د جوړېدو د نهضت غړي ګڼل کیږي، هم ووژل شول. ددغو دریواړو د جسدونو ایرې او خاورې پرون د دوشنبې په ورځ له څه کم یوې پېړۍ تېرېدو وروسته د دوشنبې ښار لُچوب هدیرې ته ولېږدول شوې.

ترویج لرونکی

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي
۱

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۲

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۳

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۴

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

۵

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

تاجکستان د مسکو له دونسکوي هدیرې نه د یوه افغان او پښتون اتل نثار محمد او دوو نورو تاجکستاني اتلانو د قبرونو خاورې او ایرې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د دوشنبې ښار لُچوب هدیرې ته انتقال کړې. نثارمحمد یوسفزی د تاجکستان د پوهنې بنسټګر او ددغه هېواد د جوړېدو غورځنګ مخکښ غړی بلل کیږي.

په دغو مراسمو کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګډون درلود.

تاجک چارواکو دا ګام د دولت د هغې پالیسۍ برخه وګڼله، چې هدف یې د تاریخي عدالت بیا رغونه او د ملي حافظې ساتنه ده.

په دغو مراسمو کې روسي چارواکو میخایل ګالوزین او میخایل شفیدکوی په خپلو ویناوو کې وویل چې دغو شخصیتونو د شوروي اتحاد په اډانه کې د تاجکستان د جمهوریت د جوړېدو په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.

نثارمحمد یوسفزی په ۱۸۹۷ کال کې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې د یوسفزیو پښتنې قبیلې په یوې کورنۍ کې وزېږېد.

په ۱۹۱۹ کال کې، چې په افغانستان کې د امان‌الله خان په مشرۍ د انګریزانو پر ضد درېیمه افغان–انګلیس جګړه پیل شوه، نثار محمد له افغان پوځ سره یو ځای شو. هغه د خپلې زړورتیا له امله د افغانستان د شجاعت نښان ترلاسه کړ.

وروسته پر نثار محمدخان د اعدام حکم صادر شو او د تعقیب له امله افغانستان ته لاړ. هغه لومړی کابل او بیا د امان الله خان په هڅونه تاشکند ته لاړ.

نثار محمد په دوشنبه ښار کې د نظامي پوهنتون استاد و او د «جمهوري خودمختار تاجکستان» له اعلان وروسته، ددغه هېواد د پوهنې معمار ګڼل کېده.

په ۱۹۳۷ میلادي کال کې د ستالین د «لویو تصفیو» پر مهال نثار محمد د شوروي داخلي امنیتي ادارې (NKVD) د سیاسي تورونو پر بنسټ ونیوه او وروسته ووژل شو.

ملګرو ملتونو د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د تطبیقي پانګونې نوې پروژه پیل کړې

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنۍ سازمان ویلي، چې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ یې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د ودې، کارموندنې او د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه په پنځو ولایتونو کې د ګډو تطبیقي پانګونو نوی پروګرام پیل کړی دی.

د دغه پروګرام له مخې، په لومړي پړاو کې پنځه افغان کرنیز شرکتونه د تطبیقي پانګونو (matching grants) لپاره غوره شوي چې درې یې د ښځو تر مشرتابه لاندې دي.

دغه شرکتونه به د خپلو شخصي پانګونو ترڅنګ د نړیوالو ادارو مالي ملاتړ ترلاسه کړي، څو خپل فعالیتونه پراخ کړي، د تولید ظرفیت لوړ کړي او د بزګرانو او بازارونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

دغه منتخب شرکتونه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو لکه هرات، کاپیسا، کندوز، لوګر او تخار کې فعالیت لري او د تخم په تولید، زعفرانو، لبنیاتو، سویابین پروسس او د خوراکي توکو جوړولو کې بوخت دي. د پلان له مخې، په کاپیسا کې د سویابین د تېلو د تصفیې فابریکه، په تخار کې د لمر انرژۍ پر بنسټ د لبنیاتو سیستم او په کندوز کې د زعفرانو د پروسس عصري وسایل به چمتو شي.

د خوړو او کرنې ادارې تمه ښودلې چې دغه پانګونې به د تولید، پروسس، لوژستیک او بازارموندنې په برخو کې مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي، ریچارډ ټرېنچارډ د دغه پروګرام په اړه ویلي: «په افغانستان کې لا هم ډېر بزګران له بازارونو څخه لرې پاتې دي. موږ هڅه کوو د هغو سوداګریو ملاتړ وکړو چې دا وضعیت بدلولی شي. دغو بنسټونو لا له وړاندې د خپلې ودې لپاره پانګونه کړې ده. د نړیوال بانک په همکارۍ زموږ رول دا دی چې هغوی پیاوړي کړو څو زیاتو بزګرانو ته ورسېږي، کاري فرصتونه رامنځته کړي او د تولید او بازار ترمنځ اړیکې ټینګې کړي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ټینګار کړی، چې دا ډول پانګونې به د افغانستان د کرنیزو خوړو سیستم بدلون ته لاره هواره کړي، د کار او عاید فرصتونه به زیات کړي او د هېواد سیمه‌ييز اقتصادونه به د یوه خوندي او دوامدار راتلونکي لپاره پیاوړي کړي.

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې جنرال شعورګل پښتون یې د دوو ښځو د قتل په تور نیولی دی. ځدراڼ ویلي، چې جنرال شعورګل د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې طالبانو نیولی دی.

خالد ځدراڼ نن د چارشنبې په ورځ، د غويي ۳۰مه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو ته ویلي، چې د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل پښتون په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه یې اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې ده.

خالد ځدراڼ د پېښې د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې په کابل کې د طالبانو له امنیه قوماندانۍ څخه د جنرال شعورګل د نیول کېدو او پر نوموړي د لګول شوي تور په اړه نظر واخلي، خو بریالی نه شو.

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۱

په هرات کې سرچینې وایي چې د صفی الله رسولي په نوم یو ۲۵ کلن ځوان له ۲۱ ورځني بند وروسته د ددغه ولایت په زندان کې د طالبانو د شکنجو په پایله کې سا ورکړې ده.

د رسولي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې صفی الله یو موټرسايکل له خپلو ملګرو څخه بې سنده اخیستی و، خو وروسته بل کس د اسنادو په وړاندې کولو سره د مالکیت دعوه کړې وه، چې له همدې امله نوموړی طالبانو نیولی و.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو هغه د نشه يي توکو دلیږد په تور هم تورن کړی و او د اعتراف اخیستلو لپاره یې له وهلو ټکولو کار اخیستی دی.

د رسولي کورنۍ وایي چې د نوموړي مړی د چارشنبې په ورځ دوی ته وسپارل شو او پر جسد یې د شکنجې نښې لیدل کېدې.

کورنۍ یې ادعا کوي چې طالبانو ورته ویلي و چې صفی الله د زړه د حملې له امله مړ شوی، خو وروسته یو زنداني ویلي چې نوموړي دڅیړنو پر مهال د سختې ځورونې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاتوي چې دغه زنداني ویلي، صفی الله شاوخوا درې ساعته ځورول شوی و او د پلټنو پر مهال یې سر په پلاستیکي کڅوړه کې اچول شوی و، چې له امله یې سا ورکړې ده.

د هغه د کورنۍ په وینا، د نشه يي توکو د قاچاق تورونه ناسم دي او نوموړی بېګناه بلل شوی دی.

صفی الله رسولي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې واده کړی و، کورنۍ یې د عدالت غوښتنه کړې.

تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
•
عبدالله همیم

په کندهار کې د یو شمېر ماشومانو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ځینې خصوصي ښوونځي‌ او وړکتونونه فیسونه ورڅخه پر وخت غواړي، خو د اوړي په ګرمه هوا کې په ټولګیو کې د ماشومانو روغتیا ته لازمه پاملرنه نه کوي.

یو شمېر کورنۍ وايي، د کندهار په یو شمېر خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو کې د هر ماشوم پر سر له ۲ زره تر ۳ زره افغانیو فیسونه اخېستل کیږي، خو د ماشومانو د روغتیا او هوساینې په برخه کې لازم تدابیر نشته.

د ماشومانو د کورنیو په وینا، د ګرمۍ له زیاتېدو سره په ټولګیو کې د یخې هوا مناسب سیستم او د څښاک لپاره د یخو اوبو نشتوالي ماشومان د ناروغۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.

د عبدالاحمد په نوم د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د خپل پنځه کلن زوی انځورونه لېږلي چې لېدل کېږي، د ګرمې هوا له امله د پوستکي له یو ډول ناروغۍ سره مخ شوی دی.

عبدالاحمد وايي:«ما چې د زوی دغه وضعیت ولیده، په سبا ورسره مکتب ته ولاړم، ومې کتل چې په هر صنف کې ډېر ماشومان کښینول شوي دي، په صنف کې ان هوا کښ نه و، یو ډول بد بوی و، یخې اوبه، کولر یا پنکه خو بیخي نه وه. زوی مې د خصوصي ښوونځي د نه پاملرنې له امله ناروغ شوی دی».

همدارنګه د ماشومانو یو شمېر کورنۍ وايي، چې خصوصي ښوونځي یوازې سوداګریزه بڼه لري او د دولتي ښوونځيو په څیر په خصوصي ښوونځيو کې هم د ماشومانو روزنې او پالنې ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.

ددوی په وینا، خپل ماشومان په دې موخه خصوصي ښوونځيو ته استوي، چې ښايي له دولتي ښوونځيو څخه به یې کیفیت غوره وي، خو اوس لېدل کېږي چې په خصوصي ښوونځيو کې یې هم اولادونو ته پاملرنه نه کېږي.

د کندهار اوسېدونکی سمیع الله وايي:«زموږ د کور دوه ماشومان خصوصي ښوونځي ته ځي، یو ماشوم هم وړکتون ته ځي، هلته ماشومانو ته وهل ډبول هم ورکول کېږي او ټرانسپورټ یې همداسې دی، لکه پسونه چې یې موټرو کې اچولي وي. ما په یوه کال کې د ماشومانو لپاره دوه ښوونځي بدل کړي دي، خو یو له بل څخه بدتر وي».

د ماشومانو د کورنیو شکایتونه یوازې تر خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو نه دي محدود، بلکې کورنۍ له دیني مدرسو څخه هم ورته شکایتونه لري.

د ماشومانو کورنۍ وايي، په دولتي ښوونځيو کې د کیفیت ټیټیدو او د نه پاملرنې له امله خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته استوي، خو د طالبانو د نه څار او د ښوونځيو د مسوولینو له لوري د مسوولیت نه منلو له امله اړ دي، چې خپل ماشومان له دغو تعلیمي مرکزونو څخه وباسي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې د ماشومانو د کورنیو د یادو شکایتونو په اړه په کندهار کې د خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو د مسوولینو نظر واخلي، خو هغوی له افغانستان انټرنشنل سره خبرو کولو ته چمتو نه شول.