طالبان وایي په بغلان کې یې د ډبرو سکرو یو نوی کان پرانیستی

د طالبانو د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) خبر ورکړی، چې په شمال کې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ د انارک سیمې اړوند یې د ډبرو سکرو یو نوی کان پرانیستی دی.

د طالبانو د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) خبر ورکړی، چې په شمال کې د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ د انارک سیمې اړوند یې د ډبرو سکرو یو نوی کان پرانیستی دی.
په شمال کې د طالبانو د ډبرو سکرو شرکت اجرایوي مشر عبدالله حامد ویلي، چې د دغه کان په فعالېدو سره به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د هغه په وینا؛ له دې سره به په سیمه کې اقتصادي وده او پراختیا رامنځته شي.
د دغه شرکت تخنیکي مسوولین وایي، د پلان له مخې به د یاد کان ورځنی استخراج له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ټنو پورې وي.

د فوټبال نړۍوال جام په درشل کې ملګرو ملتونو د نړۍ د فوټبال د ۱۶ مشهورو څېرو یو نوملړ خپور کړی. دغه نوملړ چې د «فوټبال د موخو اتلان» په نوم یاد شوی، د افغانستان د ښځینهو فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل هم پهکې شامله ده.
ملګرو ملتونو د دغه پروګرام موخه د فوټبال د مشهورو ستورو د پېژندلو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ موخو (SDGs) په اړه د پوهاوي زیاتوالی ښودلی؛ څو د خلکو لپاره د یوې غوره راتلونکې ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ موخې چې په ۲۰۱۵کال کې ټاکل شوې شمېر یې ۱۷ ته رسېږي، چې تر ۲۰۳۰کال پورې باید پوره شي. په دغه موخو کې د بېوزلۍ لهمنځه وړل، د لوږې کمول، د زدهکړو زمینې برابرول، د جنسیت برابرۍ رامنځته کول، د اقلیم او چاپېریال ساتنه، د روغتیایي سیسټم رغول او د سولې او عدالت ټینګښت دی.
د خالدې پوپل تر څنګ د فوټبال له نړۍ څخه نورې مشهورې څېرې د اېټالیا نامتو روزونکی کارلو انچلوتي او د ارجنټاین پخوانی ستوری جاویر زانیتي هم په دغه نوملړ کې شامل دي.
خالده پوپل چې کلونه یې د افغانستان د ښځینهو فوټبال د ودې او د ښځینه ورزشکارانو د حقونو د دفاع لپاره کار کړی؛ اوس په نړۍواله کچه د لوبو په ډګر کې او د نړۍ له اغېزمنو څېرو ګڼل کېږي.
په بغلان کې د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله تر ۱۰۰ زیات کورونه او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
په بغلان کې طالب مسولین وايي، چې د مرکز پلخمري په ګډون په ډنډ غوري، دوشي او یو شمېر نورو ولسوالیو کې سېلابونو ګڼو کورنیو ته مالي زیانونه اړولي او پرمهال یې تر سلو زیات کورونه ویجاړ شوي.
په یاد ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مشر هدایت الله همدرد وايي، چې په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم لهمنځه تللې. د هغه په خبره؛ د سېلابونو له کبله یې د تلفاتو او زیان اړوند سروې دوام لري او لا یې هم کره شمېره روښانه نهده.
ځايي اوسېدونکي وایي، چې د سېلابونو له امله اندېښمن دي او د زیانونو د زیاتېدو وېره لري. په بدخشان کې هم د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې خبر ورکړی، چې د سېلابونو له امله په څو ولسوالیو کې نږدې ۱۶۰ کورونه په بشپړ ډول او تر ۱۰۰ زیات برسېرن ویجاړ شوي.
د یادې ادارې طالب مسوولین وايي، چې تر ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه لهمنځه تللې او تر ۱۵۰ زیات څاروي هم تلف شوي دي. د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ادارې هم پر اېکس پاڼه لیکلي: «سره میاشت په پلخمري کې سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې رسوي».
د راپورونو له مخې؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سختونو بارانونو او سېلابونو له امله نږدې ۲۰ کسان مړه او تر ۱۰ زیات ټپیان شوي دي.
په پاکستان کې مېشت افغان زدهکړیالان د نیولو، شړلو او د ویزو له خنډونو سره مخ دي، چې له امله یې د هغوی د کلونو زدهکړې، قربانۍ او هیلې له ګواښ سره مخ کوي. د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، په وروستیو میاشتو کې د افغان زدهکړیالانو زدهکړې د همدغه ننګونو له امله ګډوډې شوې دي.
یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د جبري ستنولو د سختو اقداماتو، بند، قانوني او مالي ستونزو له امله د ګڼو افغانو زدهکړیالانو د زدهکړو سفرونه ګډوډ شوي. په راپور کې له اغېزمنو زدهکړیالانو سره مرکې هم شوې؛ هغوی په دغه مرکو کې ويلي، چې نه یوازې د دوی زدهکړې د پاکستان د سختو پالیسیو له امله زیانمنې شوې؛ بلکې د زدهکړیالانو د کورنیو ملاتړ، د زدهکړو بشپړولو او په ټولنه کې د معنا لرونکې ونډې اخیستلو په اړه یې د جبري بېځایه کېدو زیان هم زیات کړی.
د فراغت په درشل کې نیول شوي زدهکړیالان
ابرار احمد چې په ملاکنډ پوهنتون کې د بایو کیمیا څانګې د وروستي سمسټر زدهکړیال و، وایي: «زه په پاکستان کې زېږېدلی او لوی شوی یم. هلته مې مټریک او اېفاېسسي بشپړ کړل او وروسته د ملاکنډ پوهنتون ته شامل شوم».
د نوموړي په وینا؛ هغه د خپلو ښوونیزو اسنادو د تصدیق لپاره تللی و، چې د وروستي سمستر د ازموینو پرمهال ونیول شو. هغه پولیسو ته ویلي و، چې زدهکړیال دی او یوازې د اسنادو رسمي تصدیق ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې: «ما پولیس افسر ته وویل، چې دا زما وروستی سمستر دی او یوازې د بهرنیو چارو دفتر ته د اسنادو د تصدیق لپاره راغلی یم؛ خو د دې پر ځای چې زما خبره واوري، هغه زه پر مخ ووهلم».
احمد وویل، چې هغه یوه ورځ په زندان کې او یوه شپه د پېښور په ناصر باغ کې د افغان کډوالو د اېستلو په مرکز کې تېره کړه او وروسته افغانستان ته وشړل شو. هغه هېواد چې ډېری بېرته ستنېدونکي پهکې له جدي امنیتي ګواښونو، ناامنۍ او بنسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «دا زما د ژوند تر ټولو بده ورځ وه. ما مخکې هېڅکله زندان نه و لیدلی. افسر راته وویل، چې خپل اسناد ښځلو کې ګوزار کړه». اوس چې احمد بېرته افغانستان ته ستون شوی، وېره لري چې ښايي بېرته پاکستان ته ستنېدل او خپل وروستی سمستر بشپړول له قانوني او مالي پلوه ناشوني وي.
بند، ناڅرګندتیا او رواني فشار
یو بل افغان زدهکړیال چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم خپور شي، د بند پر مهال د ناڅرګندتیا او رواني فشار ورته تجربه شریکه کړې. هغه چې د ماسټرۍ وروستي سمستر کې و وویل، چې پنځه ورځې یې د اېستلو په یوه مرکز کې په سختو شرایطو کې تېرې کړې.
هغه وویل: «شاوخوا ۲۵ کسان په یوه سالون کې یوځای اوسېدو. موږ ساعتونه په تړلي ځای کې تېرول، هېڅ کار نه و، یوازې به ناست وو او خبرې مو کولې. دا له ذهني او احساساتي پلوه ډېر ستړی کوونکی و».
هغه زیاته کړه:« بندیانو خپلو موبایلونو ته محدود لاسرسی لاره او یوازې به یې د لنډ وخت لپاره له خپلو کورنیو سره اړیکه نیوله. دغه حالت د زدهکړیالانو او د هغوی د کورنیو اندېښنې نورې هم زیاتولې، ځکه هغوی لا دمخه د بېځایه کېدو او قانوني ناڅرګندتیا تر فشار لاندې ژوند کاوه».
په پاکستان کې مېشتو زدهکړیالانو سره له شته ستونزو لا هم هیله لرله، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ که څه هم د ویزې ځنډ او ناڅرګند حالت یې د راتلونکي لپاره پلان جوړول سخت کړي دي.
هغه ټینګار وکړ، ملي او نړۍوال بنسټونه باید له هغو زدهکړیالانو سره مرسته وکړي چې د خپلو زدهکړو بشپړولو ته نږدې دي. هغه وویل: «چارواکي کولای شي زموږ په څېر زدهکړیالانو ته د ویزې د پروسو په اسانه کولو کې مهم رول ولوبوي».
د جبري بېرته ستنولو پر مهال د زدهکړو ساتنه
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، د افغان زدهکړیالانو کیسې هغه پراخ بشري ناورین څرګندوي چې افغانستان ته د جبري بېرته ستنولو له امله د لوړو زدهکړو پر څارونکو کډوالو ځوانانو اغېز کوي.
په پاکستان کې ډېری افغان زدهکړیالان یا هلته زېږېدلي او یا هم هلته لوی شوي دي. هغوی خپلې لومړنۍ او لوړې زدهکړې په یاد هېواد کې بشپړې کړې او خپل راتلونکی یې د هغو ښوونیزو فرصتونو پر بنسټ جوړ کړی و، چې اوس د اېستلو، د ویزې خنډونو او مالي ستونزو له امله له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
یاد سازمان وایي، په زدهکړو کې خنډونه یوازې پر زدهکړیالانو اغېز نه کوي؛ بلکې د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، ټولنیز بېلتون، رواني فشار او بیاځلې بېځایه کېدو لامل هم ګرځي. یاد سازمان له اړوندو چارواکو، علمي بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستندویه شریکانو غواړي، چې په ګډه کار وکړي څو افغان زدهکړیالان د جبري اېستلو له ګواښ څخه خوندي کړي، ویزو او اسنادو ته لاسرسی اسانه کړي او ډاډ ترلاسه کړي.
د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیمالرحمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له افغانستان سره دې ټولې تړلې لارې بېرته پرانیزي. نوموړي د دواړه خواوو د قومي مشرانو او سوداګرو د ګډې کمېټې د جوړېدو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د خلکو د هوساینې او اقتصادي ټیکاو لپاره اړین دی.
هغه دغه څرګندونې د «بدل دو نظام» تر شعار لاندې د بلوچستان په ژوب کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي. نوموړي د ځانګړو سوداګریزو زونونو د جوړولو غوښتنه هم کړې او وړاندیز یې کړی، چې د سولې د ټینګښت او د سوداګریزو لارو د امنیت ساتلو مسوولیت دې قبایلو ته وسپارل شي.
هغه د پاکستان حکومت پر اوسنیو پالیسیو له نیوکې سره ویلي، چې لارې د شپې لهخوا یوازې د څو کسانو د ګټو لپاره پرانیستل کېږي؛ په داسې حال کې چې د زرګونه خلکو د ژوند او روزګار چارې اغېزمنې شوې دي.
تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې د سیاسي ګوندونو مشرانو، قومي مخورو، سوداګرو او د ترانسپورټي ټولنو غړو په یوې اعتراضي غونډه کې د تورخم لارې تړل پاتې کېدو پرېکړه «اقتصاد وژنه» ګڼلې او له پاکستان حکومت نه یې د ژر پرانیستو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د بلوچستان په کویټې ښار کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د طالبانو د غبرګون په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د ورته بریدونو پر وړاندې انتخابي او دوهګونی چلند کوي.
دراني د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند قهار بلخي هغې اعلامیې ته غبرګون وښود چې پکې د کویټې پر مسافر وړونکي اورګاډي شوی خونړی برید غندل شوی و. نوموړي په خپل غبرګون کې ویلي چې طالبان باید په پاکستان کې د ملکي وګړو پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)بریدونه هم وغندي.
هغه ادعا کړې چې د ټيټيپي مشران په افغانستان کې پناه لري او له همدې ځایه په پاکستان کې پر ملکي وګړو د بریدونو لارښوونه کوي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کویټې ښار پر یوه اورګاډي چې پوځیان یې لېږدول، د موټر بم په وسیله ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۴کسان وژلي او له ۵۰زیات نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې، د برید مسؤولیت دبلوچستان د ازادۍ پوځ پر غاړه اخیستی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو هر ډول برید، د هر لوري لهخوا او په هر ډول چې وي، د غندنې وړ دی. خو پاکستاني چارواکي وایي چې طالبانو تر اوسه د ټيټيپي خونړي بریدونه نه دي غندلي.
اصف دراني د کویټې د برید په اړه ویلي، دا پېښه د پاکستان حکومت ته دا پیغام ورکوي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تګلارې باید بدلې کړي. د هغه په وینا، تر هغو چې خلک د حکومت تر څنګ ونه درېږي، د ترهګرۍ ضد هڅې به اغېزناکې پایلې ونه لري.
هغه همداراز د پاکستان له حکومت غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه یوازې اداري چارواکو او بیوروکراتانو ته پرې نه ږدي، بلکې د خلکو پراخ ملاتړ هم باید ورسره مل وي.