ذبیحالله مجاهد وویل: «په زندانونو کې هېڅ شکنجه نشته او دا عمل په بشپړ ډول منع دی. زموږ د قوانینو له مخې د نیول کېدو له مرحلې څخه تر توقیف او خوشې کېدو پورې پر هېڅ چا شکنجه نه پلي کېږي.»
د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګلنډ ویلي، چې په ایران کې د وروستۍ جګړې له امله د میلیونونو ایرانیانو او مېشتو افغان کډوالو ژوند سخت ځپل شوی او بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي.
جان اېګلنډ ایران ته له سفر وروسته، د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۹مه پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې د وروستۍ جګړې له امله د ایران مهمو او حیاتي ملکي بنسټونو ته سخت زیان رسېدلی، چې له امله یې بشري اړتیاوې لا پسې ژورې او ډېرې شوې دي.
نوموړي ویلي، چې د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان د خپلو کورونو پېښودو ته اړ شوي او بېځایه شوي دي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نورو بیا د جګړې له امله د تېښتې لاره نه لرله او هوايي بریدونو ته په نږدې سیمو کې بند پاتې وو.
د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړې، چې پر ایران په بریدونو کې تر اوسه زرګونه کسان مړ یا ټپیان شوي او همدارنګه ۱۷ میلیونه زدهکووکي په حضوري ډول ښوونځو ته له تګ څخه بېبرخې شوي دي.
جان اېګلنډ ویلي، هڅه کوي چې په ایران کې به د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مرستې وکړي، خو د بودیجې د کمښت له امله تر سخت فشار لاندې دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست رییس مولوي جان محمد طلحه په یوه ازموینه کې د فساد له امله له خپلې دندې منفک کړی دی. د سرچینو په وینا، یاد طالب د وکالت د جوازونو د ازموینې پوښتنې افشا کړې وې.
د طالبانو باوري سرچینو نن شنبه د غبرګولي ۹مه وویل، چې د عدلیې وزارت اړوند د مدافع وکیلانو ریاست د تېرې غوايي میاشتې پر ۱۸مه نېټه د دفاع وکالت د جوازونو له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخیستې وه. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ریاست رییس مولوي جان محمد طلحه د ازموینې پوښتنې له خپلو ځینو کسانو سره شریکې کړې وې او د ازموینې له پیلېدو څخه وړاندې سوالونه وېشل شوي وو.
طالبانو د عدلیې وزارت تروسه د مدافع وکیلانو ریاست رییس مولوي جان محمد طلحه د منفک کېدو په تړاو تروسه سه نه دي ویلي.
یو شمېر مدافع وکیلانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د رییس لوري پر خپلو ملګرو یا هم د طالبانو پر غړو د ازموینې د پوښتونو وېشل کېدو سره غواړي، داسې کسان د مدافع وکلات جوازونه ترلاسه کړي چې یوازې د دوی د ډلې غړیتوب ولري.
د طالبانو د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې د مدافع وکیلانو ریاست رییس مولوي جان محمد طالحه د یاد وزارت د وزیر پر وړاندې او د طالبانو د رییس الوزرا ملاحسن اخوند په منظوری شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې په دې دنده ګمارل شوی و.
مولوي جان محمد طالحه له دې وړاندې په عدلیې وزارت د د حقوقي مرستو ریاست رییس په توګه کار کاوه.
د طالبانو په ادارو کې د اداري او مالي فساد شتون کومه نوې خبره نه ده خو دا ډله تر ډېره هڅه کوي چې د خپلې ډلې په فساد کې ککړ مسوولینو دوسیې پټې وساتي.