• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
څېړنیز راپور

له کونړ تر نورستانه؛د جرګو منځګړتوب اوربند ټینګ کړی خو اندېښنې لا پرځای دي

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۱

د دانګام ولسوالۍ له غرنیو کلیو د وتلو پر مهال مرمۍ دومره ډېرې شوې، چې عبدالقاهر نورې نه شوای شمېرلی. هغه وایي، په ځینو ورځو کې به دومره ډزې کېدې چې ماشومانو یې له امله د شپې خوب نه شوای کولای. اوس هغه له خپلې کورنۍ او ټپي شوې لور سره د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې اوسیږي.

هغه وویل، « پر موږ وحشت روان و، هره ورځ مرمۍ راتلې. کورونه وران شول او خلک ووژل شول».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې پرمهال د هغه د کورنۍ دوه غړي وژل شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا روغتون یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د روان کال له فبروري نه د مې تر۱۰مې په کونړ کې ۳۱ کسان د پاکستان په بریدونو کې وژل شوي او ۱۰۷تنه نورټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر ۳۱مې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او پر ډېورنډ کرښه د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر نهمه پر کابل د پاکستاني الوتکو له برید وروسته پیل شوې.

اسلام اباد پر افغان طالبانو نیوکه کوي، چې پاکستان ته د اوښتونکو وسله والو پاکستاني جنګیالیو مخه نه نیسي او افغان خاوره ددوی خلاف کارول کیږي، خو کابل د پاکستاني وسله والو مساله ددغه هېواد کورنۍ موضوع ګڼي.

سره له دې چې د دواړو خواوو ترمنځ د قطر په منځګړتوب اعلان وشو او په ترکیه، سعودي عربستان او چین کې دواړې خواوې خبرو اترو ته سره کښېنستې، خو پر ډیورنډ کرښه نښتې ونه درېدې.

د جګړې له پراخېدو سره هممهاله د کونړ او نورستان او د کرښې پورې غاړې ته د باجوړ او چترال له سرحدي سیمو ګڼې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې او د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته د تګ او راتګ لارې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله وتړل شوې.

د نورستانیانو ټولنې قومي شورا رییس وايي، چې د لارې تړل کېدو له امله په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې دارو درمل او خوراکي توکي کم شول او په کلیوالو سیمو کې د یوې بوجۍ اوړو بیه ۲۸ زره افغانیو ته لوړه شوه. ډېرو خلکو خپل څاروي حلال کړل، ځکه اوړه نه پیدا کېدل او یا یې بیې دومره لوړې وې، چې ددوی له مالي توان نه بهر وې.

100%
د اپرېل پر ۱۳مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ۲۶ قومي مشرانو د پاکستان د چترال له مشرانو سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې یې د کونړ له ناړۍ تر نورستان پورې نښتې ودرېدې او لارې بېرته پرانیستل شوې.

ولسي ډیپلوماسي

له میاشتو جګړو، ډزو او تړلو لارو وروسته، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته خلک ورو ورو دې پایلې ته ورسېدل چې ښايي سیاستوال هغه کار ونه شي کړای چې قومي جرګې یې کولی شي.

د کونړ یو سیمه‌ییز مشر وايي، «خلکو غوښتل ژوند بېرته عادي شي. کله چې حکومتونه پایلې ته ونه رسېدل او رسمي ډیپلوماتیکو لارو ځواب ورنه کړ، خلکو خپلو دودیزو جرګو ته مخه کړه».

د اپرېل پر ۱۳مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ۲۶ قومي مشرانو د پاکستان د چترال له مشرانو سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې یې د کونړ له ناړۍ تر نورستان پورې نښتې ودرېدې او لارې بېرته پرانیستل شوې.

په دې هوکړه کې ویل شوي، چې دوی ځینې پرېکړې «د پاکستان او اسلامي امارت» په اجازه کړې دي.

د افغانستان انټرنشنل -پښتو د راپور له مخې، ناسته د پاکستاني ځواکونو په قرارګاه کې شوې وه او پاکستاني پوځیانو هم د جرګې په سیمه کې حضور درلود.

ځايي مشرانو وویل، پاکستاني پوځیانو ترې غوښتي چې په خپلو سیمو کې به د ټي ټي پي غړي نه پرېږدي او که څوک یې ملاتړ کوي، ولس دې یې پر وړاندې ودرېږي.

درې اونۍ وروسته د می پر ۴مه د باجوړ او کونړ د قومي مشرانو ترمنځ هم ورته هوکړه وشوه چې له مخې به یې دواړې خواوې(پاکستانی پوځ او طالبان) په خپلو پخوانیو پوستو کې وي، ډزې به بندوي، بې‌ځایه شوې کورنۍ به بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي او که له یوې خوا به پر بل لوري ډزې کېږي، مسوولیت به یې معلوم وي. په هوکړه کې دا هم راغلي چې «هر نظام د خپل داخلي امنیت مسوول دی».

100%
د کونړ یو قومي مشر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستاني پوځ یوه غوښتنه دا وه چې طالبان د کونړ په حدودو کې له ډېورنډ کرښې لرې شي او امنیتي پوستې جوړې نه کړي.

دغه ټکی په پاکستان کې د امنیتي پېښو په تړاو د طالبانو د حکومت رسمي دریځ ته نږدې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړیو کې په کابل کې له بهرنیو ډیپلوماټانو سره په ناسته کې وویل، چې دوی د پاکستان د امنیت مسوول نه دي او نه هم افغانستان د پاکستان ستونزې خپل کور ته راوړلی شي.

د قومي مشرانو پر دې هوکړو طالبانو تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو پاکستان یې هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د مې پر ۷مه په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل، چې دا هوکړه ښيي چې دواړو غاړو ته ولسونه سوله غواړي.

دغو هوکړو په سیمه کې د نښتو کچه راټیټه کړه او د بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو زمینه یې برابره کړه، خو د دغو غیررسمي تړونونو د اوږدمهاله اغېز په اړه لا هم پوښتنې پاتې دي.

د کونړ یو قومي مشر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستاني پوځ یوه غوښتنه دا وه چې طالبان د کونړ په حدودو کې له ډېورنډ کرښې لرې شي او امنیتي پوستې جوړې نه کړي. دغه راز رپوټونه وايي، له قومي مشرانو غوښتل شوي چې په خپلو سیمو کې د ټي ټي پي وسله والو ته ځای ور نه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د می پر ۱۰مه ددغو هوکړو په غبرګون کې وویل، چې «پاکستان د وروستیو تېریو او فشارونو له لارې د ډېورنډ پر کرښه پراته ولسونه دې ته اړ کړي چې د خپلو امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي».

کرزي د «امن هوکړې» د ډېورنډ کرښې د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې دا بهیر د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد عمل دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې ولس ته د دغو تړونونو په اړه وضاحت ورکړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د افغانستان او پاکستان د چارو یو شمېر شنونکي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستۍ هوکړې د مستقیمو حکومتي خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د قومي جرګو له لارې د غیررسمي تعامل هڅه بولي.

100%
کرزي د «امن هوکړې» د ډېورنډ کرښې د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان د هڅو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې دا بهیر د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد عمل دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې ولس ته د دغو تړونونو په اړه وضاحت ورکړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د دوی په وینا، دا ډول هوکړې اوږدمهاله ثبات نه تضمینوي.

د قبایلي سیمو د چارو شنونکی نذیراحمد سهار وايي، « د پاکستان پوځ له دې وړاندې په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې هم له قبیلو سره ورته تړونونه کړي، خو ټول بې اغیزې ثابت شوي». د هغه له نظره، له دغو هوکړو ښکاري چې افغان طالبان هم پر ټي ټي پي د مستقیم فشار پرځای د قومي مشرانو او قبیلو کارت کاروي.

سهار له پخوانیو تړونونو سره ددغو هوکړو یو توپیر دا ګڼي، چې دا له قبیلې سره د قبیلې هوکړې دي، خو مخکیني د پوځ-قبیلې ترمنځ تړونونه وو. په لویه کې هغه دا د پخوانیو ناکامو پالیسیو تکرار بولي، چې د وسله‌والو د کنټرول بار یو ځل بیا پر قومونو او قبیلو اچول کېږي.

پاکستان ټي ټي پي د ځان لپاره ګواښ ګڼي

پاکستان څو ځله ویلي، چې د دوی اصلي ستونزه په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور دی او له طالبانو یې غوښتي چې د پاکستاني وسله‌والو پر ضد «عملي او تایید وړ» ګامونه واخلي.

خو د دواړو لوریو رسمي دریځونه له کلونو راهیسې بدل شوي نه دي. طالبان ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي او وايي، دوی د پاکستان د امنیت مسوول نه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د فبروري پر لومړۍ نېټه په پېښور کې له چاودنې وروسته د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په ځواب کې، چې ویل یې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی و، وویل، چې «پاکستان دې د خپل بام واورې پر نورو نه ور اچوي».

طالبانو پاکستان په وار وار تورن کړی، چې په بریدونو کې د خلکو کورونه، ښوونځي، پوهنتونونه او نور عامه تاسیسات په نښه کوي.

د طالبانو یو پخوانی سفیر چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له ښودلو ډډه کوله، وايي، «پاکستان د طالبانو خلاف د خلکو د راپارلو لپاره ملکي خلک په نښه کوي».

خو پاکستاني چارواکو هرځل په خپلو بریدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله رد کړې ده.

د روان کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې د سلګونو کسانو له مرګ ژوبلې وروسته پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه تر نیوکو لاندې راغلل. دغه برید په نړیواله کچه غبرګونونه را وپارول او د بشري حقونو ددفاع سازمانونو په دې اړه د رڼو پلټنو او حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

له دغه برید وروسته پاکستان خپل هوايي بریدونه بند کړل او د چین د ارومچي خبرو اترو په پایله کې پخوانی اوربند په غیر اعلانیه ډول وغځېد.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې د اسلام اباد اصلي ستونزه ټي ټي پي ده.

100%
له دانګام او نورو سیمو یو شمېر بې ځایه شوي کسان لا هم خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي او ډاډه نه دي، چې دغه اوربند ډېر وغځیږي

خو افغان شنونکي پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو د هدف په اړه شک څرګندوي، ځکه ددوی په باور، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر نه تر دې مهاله د پاکستان په هوايي بریدونو او ډزو کې د ټي ټي پي هیڅ جګپوړی غړی نه دی په نښه شوی.

په داسې حال کې چې د وروستیو غیررسمي هوکړو له امله د نښتو لړۍ درېدلې، لا هم د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د «ولسي ډیپلوماسۍ» دا بهیر نهایی سیاسي حل نه ګڼل کېږي. د ځینو شنونکو په باور، دا ډول هوکړې که څه هم لنډمهالی ټیکاو راولي، خو تر هغه چې رسمي او دوامدار سیاسي میکانیزمونه نه وي رامنځته شوي، د بیا نښتو امکان له منځه نه ځي.

له دانګام بې‌ځایه شوی عبدالقاهر او ګڼې نورې کورنۍ لا هم خپلو اصلي سیمو ته نه دي ستانه شوي. هغوی وایي، که څه هم اوس نسبي ارامي شته، خو د جګړې د بیا پیل ویرې لا هم د هغوی د ستنېدو پرېکړه ځنډولې ده.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل