طالبانو زابل کې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو سرشمېرنې بهیر پیل کړی

د طالبانو تر چتر لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په زابل ولایت کې یې د کلیو، کورنیو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د سرشمېرنې بهیر پیل کړی دی.

د طالبانو تر چتر لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په زابل ولایت کې یې د کلیو، کورنیو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د سرشمېرنې بهیر پیل کړی دی.
د یادې ادارې د احصایې چارو مرستیال عبدالمجید قیام ویلي، چې دغه سروې د هېواد د نفوس او ټولنیز وضعیت د کره معلوماتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي.
د هغه په وینا، په دې سروې کې به د کورنیو او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د شمېر ترڅنګ، د ښوونځیو، مدرسو، روغتیايي مرکزونو، د پاکو اوبو سرچینو، مخابراتي خدمتونو، کرنې او مالدارۍ په اړه هم معلومات راټول شي، څو د راتلونکو پراختیایي پروګرامونو په پلان جوړونه کې ترې ګټه واخیستل شي.
قیام زیاته کړې، چې ټاکل شوې د سرشمېرنې دغه بهیر د شاوخوا ۳۰۰ سروې کوونکو له لوري د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هرات ښار د اوومې امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه د شپږو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو له غلا وروسته د موټرسایکلونو اسناد او شاسي نمبرونه بدلول او بیا یې پلورل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د خپلو دوامداره هڅو په ترڅ کې د هرات ښار د اوومې حوزې له بېلابېلو سیمو څخه لس نور غلا شوي موټرسایکلونه هم موندلي او ضبط کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، یاد موټرسایکلونه به د مالکیت له تثبیت او د قانوني اسنادو له ارزونې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.
وزارت زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د نورو اجراتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
د بېپولې ډاکټرانو (MSF) سازمان ویلي، د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی. دوی وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د دوی تر ملاتړ لاندې د تغذیې مرکزونو ته د بستر شويو خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د سازمان په وینا، ډېری ماشومان هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب شوی وي او تر ډیره یې له یو کال څخه کم عمر لري.
بېپولې ډاکټران وایي، افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو کمښت د دې بحران یو مهم لامل دی. د مرستو د کمېدو له امله ګڼ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له کبله یې د خوارځواکۍ ژر تشخیص او درملنه ستونزمنه شوې ده. سازمان زیاتوي چې پرلهپسې وچکالۍ هم وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که نړیوالې بشري مرستې همداسې کمې پاتې شي، په افغانستان کې به د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لا ژور شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مبارزه کوي.
د دغه راپور له مخې، چې د ژنیو له موندنو وروسته خپور شوی، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳،۷میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ وي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو تر ادارې لاندې د ازادۍ د سلب په مرکزونو او د استخباراتو تر څار لاندې زندانونو کې شکنجه یوه عامه پدیده ده او قربانیان د خپلو شکایتونو د ثبت او خوندیتوب لپاره اغېزمنو میکانیزمونو ته لاسرسی نه لري.
شهرزاد اکبر په ایکس لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بندیانو او توقیف شویو کسانو پر وړاندې د شکنجې موارد پراخ دي او قربانیان د عدالت غوښتنې له جدي خنډونو سره مخ دي.
هغې لیکلي چې د ازادۍ د سلب په مرکزونو، په ځانګړي ډول توقیفخونو او د استخباراتو تر نظارت لاندې زندانونو کې شکنجه عامه ده.
اکبر زیاته کړې چې د شکنجې قربانیان د خپلو حقونو د خوندي کولو، شکایتونو ته د رسېدنې او د ساتنې له اغېزمنو میکانیزمونو بېبرخې دي.
هغې همداراز ادعا کړې چې ډېری هغه کسان چې له بند څخه ازادېږي، د طالبانو لهخوا له دوامدارو ګواښونو او څارنې سره مخامخ وي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې له دې څرګندونو وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د بندیانو د وضعیت او د شکنجې د ادعاوو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
افغانه غر ختونکې زکیه احمد، د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې «ماونټ ایورسټ» ته له ختلو وروسته ویلي چې د دې تاریخي بریا تر شا یې اصلي انګېزه د افغانستان هغو ښځو او نجونو ته غږ پورته کول وو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له زدهکړو، کار او بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې دي.
زکیه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، لومړنۍ افغانه مېرمن بلل کېږي چې د ایورسټ څوکې ته رسېدلې ده. د هغې دغه لاسته راوړنه د افغانانو په کډواله ټولنه کې له پراخ هرکلي سره مخ شوې او په اسټرالیا کې یې د ستاینې ځانګړي مراسم هم جوړ شوي وو.
نوموړې ویلي، د ایورسټ د سختو شرایطو پر مهال به یې بدن ورته ویل چې نور دوام نه شي ورکولی، خو د افغانستان د ښځو وضعیت به یې په ذهن کې راګرځېده او هم هغې ورته د مبارزې او دوام ځواک ورکاوه.
هغې ویلي: «کله چې به ډېره ستړې وم، یخنۍ به وه او بدن به راته ویل چې نور نه شې کولی، ما به ځان ته ویل چې ته لږ تر لږه د هڅې فرصت لرې، خو په افغانستان کې ښځې او نجونې له همدې فرصته هم محرومې دي.»
زکیې خپله دغه بریا د رواني روغتیا د ملاتړ او د افغانستان د بېغږه ښځو د استازیتوب لپاره وقف کړې ده. هغې ویلي، د خپل ورور له ځانوژنې وروسته یې د رواني روغتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه زیاته شوه او غوښتل یې چې د هغو ښځو غږ شي چې د خپلو حقونو لپاره د خبرو فرصت نه لري.
زکیه د افغانستان د غزني ولایت کې لویه شوې ده. هغې ویلي، له کوچنیوالي راهیسې یې له زدهکړو او کتابونو سره ځانګړې مینه لرله او د ښوونځي لپاره به یې هره ورځ اوږده او ستونزمنه لاره وهله.
نوموړې زیاته کړې: «زما تل ښوونځی خوښ وو، ځکه له زدهکړو او کتابونو سره مې مینه لرله. غوښتل مې ډېر څه ولولم او بېلابېل کارونه ترسره کړم.»
ایورسټ د پورته کېدو لپاره زکیې کلونه سخت تمرینونه کړي دي. نوموړې به په اوونۍ کې پنځه ورځې تمرین کاوه او د سهار له څلورو بجو څخه به یې د اوږدو واټنونو منډې وهلې.
د راپور له مخې، د ایورسټ د ختنې ټول لګښت شاوخوا ۱۱۰ زره امریکايي ډالره و، چې یوه برخه یې د بسپنو، ملاتړو بنسټونو او د افغانانو د ټولنیزو سازمانونو له لارې برابره شوې ده.
زکیه احمد وايي، سره له دې چې افغان ښځې او نجونې له ډېرو حقونو محرومې شوې دي، خو لا هم یې هیلې، خوبونه او د مقاومت روحیه ژوندۍ ده.
نوموړې اوس د نړۍ د غرهختنې تر ټولو ستر هدف ته د پورته کېدو کولو لپاره چمتووالی نیسي؛ هغه خطرناک ماموریت چې د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه له سلو کم کسانو بشپړ کړی دی.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۳۴۴ افغانان چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له خوشې شویو کسانو څخه ۲۳۲ تنه د تورخم له لارې او ۱۱۲ نور د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
وزارت ویلي، راستنېدونکي کسان له ثبت او راجستر، د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته د ستنېدو لپاره لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر لا هم دوام لري او په وروستیو اوونیو کې ګڼ شمېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
بل لور ته، ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ ودروي او د کډوالو په اړه خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.