طالبان: د پاکستان له زندانونو ۳۴۴ افغانان تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۳۴۴ افغانان چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له خوشې شویو کسانو څخه ۲۳۲ تنه د تورخم له لارې او ۱۱۲ نور د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
وزارت ویلي، راستنېدونکي کسان له ثبت او راجستر، د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته د ستنېدو لپاره لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر لا هم دوام لري او په وروستیو اوونیو کې ګڼ شمېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
بل لور ته، ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ ودروي او د کډوالو په اړه خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د محرم میاشتې او عاشورا د ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره ملي یووالی، ګډ کار او د خبرو اترو فرهنګ اړین دی.
هغه د ایکس خواله رسنۍ په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي چې د عاشورا تاریخي پېښه د اسلام په تاریخ کې د ایمان، تقوا، عدالتغوښتنې، صبر او استقامت تلپاتې ارزښتونه انځوروي او مسلمانانو ته د مسؤلیتپذیرۍ او یووالي درس ورکوي.
هغه د حضرت امام حسین او د هغه د یارانو قربانۍ د عزت، ازادۍ، ایثار او انساني او اسلامي ارزښتونو ته د وفادارۍ بېلګه بللې او ویلي یې دي چې د عاشورا پیغام د حق، عدالت او انساني کرامت د ساتنې الهامبښونکی دی.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، دغه لوبډله به د ځايي وخت له مخې د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د برېتانیا د وسلهوالو ځواکونو د ښځو له لوبډلې سره مخامخ شي، او وروسته به د ماسپښین په ۳ بجو خپله دویمه لوبه د کمبرېج پوهنتون د کرکټ کلب د ښځو له لوبډلې سره ترسره کړي.
دا سیالۍ د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډلې د برېتانیا د پرمختیايي سفر تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي. دغه سفر هممهاله د ښځو د شل اوریز نړیوال جام له سیالیو سره روان دی، او له همدې امله یې د نړۍوالو رسنیو، ورزشي بنسټونو او د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو پام د افغان ښځینه ورزشکارانو برخلیک ته تر بل هر وخت ډېر اړولی دی.
خو د دغو سیالیو ارزښت یوازې د کرکټ تر ډګره نه محدودېږي. د دغو ښځو هر منډه، هر ویکټ او هره څلوریزه او شپږیزه نړۍ ته دا څرګند پیغام رسوي چې، سره له دې چې طالبانو هڅه کړې افغان ښځې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړه توګه لرې کړي، افغان ښځې لا هم ولاړې دي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان د ښځو د ورزش نوم د تاریخ له حافظې څخه ورک او پاک کړي.
دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کرکټ نړیواله شورا (اې سي سي) لا هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ رسمي اداره ګڼي، او د افغانستان د نارینهوو ملي لوبډله پرته له کوم خنډه په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. خو په مقابل کې د افغانستان د ښځو لوبډله، چې غړي یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شول، لا هم له رسمي ملي هویت څخه بې برخې ده او په نړیوالو سیالیو کې د کډوالو د یوې لوبډلې په توګه برخه اخلي.
نن به دغه نجونې یوازې د لوبې د ګټلو لپاره ډګر ته نه ښکته کېږي؛ هغوی د افغانستان د ښځو د ورزش د هویت د ساتنې، له هغو میلیونونو نجونو سره د یووالي لپاره چې له زده کړو او ورزش څخه بې برخې شوې دي، او د دې حقیقت د ثابتولو لپاره سیالي کوي چې طالبان ونه توانېدل د دوی خوبونه له منځه یوسي.
خو د طالبانو فشار یوازې تر اداري پرېکړو محدود نه و.
د لوبغاړو د روایتونو له مخې، د طالبانو ځواکونو او استخباراتي ادارو د ښځینه ورزشکارانو د موندلو هڅې پیل کړې. یو شمېر یې ګواښوونکي ټیلیفوني اړیکې ترلاسه کړې او ورته وویل شول چې که یې ورزشي فعالیت یا عام حضور دوام ومومي، له سختو پایلو سره به مخ شي.
د خپل ځان او کورنیو د ژغورلو لپاره ډېری ښځې اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي، اوونۍ او میاشتې په پټو ځایونو کې تېرې کړي او د خپل ورزشي ژوند ټولې نښې له منځه یوسي.
د ملي لوبډلې کالي وسوځول شول، د کرکټ بېټونه مات شول، مډالونه او نور ویاړونه پټ کړل شول، او په ټولنیزو رسنیو کې یې انځورونه او حسابونه هم ړنګ کړل، څو طالبان ونه شي کولای هغوی یا د هغوی د کورنۍ غړي وپېژني.
د دغو ورزشکارانو ډېری لومړی په پټه له افغانستانه ووتلې او د سختو او خطرناکو لارو له لارې پاکستان ته ورسېدې؛ هغه لاره چې د ډېرو لپاره له وېرې، بېبرخلیکۍ او د نیول کېدو له ګواښونو ډکه وه.
له څو میاشتو انتظار وروسته، د اسټرالیا حکومت د لوبډلې ډېری غړو او د هغوی کورنیو ته بشري ویزې ورکړې، او د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د لوبغاړو اصلي ډله مېلبورن او سیډني ښارونو ته ولېږدول شوه. یو شمېر نورې بیا په کاناډا او برېتانیا کې مېشتې شوې.
خو له افغانستان څخه وتل د دوی د ستونزو پای نه و.
دوی په یوه نوي هېواد، نوې ژبه او داسې چاپېریال کې چې هېڅ رسمي ورزشي جوړښت پکې نه و، اړې شوې خپل ژوند له سره پیل کړي. ډېرو یې باید د ژبې له زده کړې، کار، زده کړو او له نوې ټولنې سره د بلدتیا ترڅنګ خپلې ورزشي روزنې هم روانې ساتلې وای.
سره له دې ټولو ستونزو، دغو ښځو هېڅکله د افغانستان د ښځو د کرکټ له خوب څخه لاس وانه خیست.
او درېیم، له هرې لوبې او هر نړیوال حضور څخه ګټه اخیستل، څو د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو غږ نړۍ ته ورسوي چې د طالبانو تر واک لاندې له زده کړو، کار او ورزش څخه بې برخې شوي دي.
دا سفر یوازې یو روزنیز کمپ نه و، بلکې یو هر اړخیز پروګرام و چې موخه یې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د ښځو د لوبډلې بیا ورپېژندل، د لوبغاړو د تخنیکي چمتووالي لوړول او د دې لوبډلې د دوام لپاره د نړیوالو بنسټونو ملاتړ ترلاسه کول وو.
د دې سفر پر مهال، د لوبډلې غړو د تخصصي تمرینونو ترڅنګ له محصلینو، ورزشکارانو، د پوهنتون له استادانو، د بشري حقونو له فعالانو او ورزشي چارواکو سره ولیدل او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د کمبرېج ښار نامتو علمي بنسټونه، هوګز هال او موري اېډورډز کالج چې د ښځو د زده کړو او پیاوړتیا په برخه کې اوږده مخینه لري، د دې پروګرام له مهمو کوربنو څخه وو او د لوبډلې غړو ته یې د استوګنې او زده کړو اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.
برېتانوي چارواکو هم دا سفر یوازې یوه ورزشي پېښه ونه بلله، بلکې دا یې د هغو ښځو د ټینګ هوډ نښه وبلله چې، سره له دې چې خپل هېواد یې له لاسه ورکړی، لا هم د خپل هویت او ارمانونو دفاع کوي.
په همدې لړ کې، د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډزي، د لوبډلې د غړو ستاینه وکړه او هغوی یې «د تر ټولو سختو شرایطو پر وړاندې د زغم، هوډ او وړتیا بېلګه» وبللې.
هغه لیدنه چې له نړیوال هرکلي سره مخ شو
د دې سفر تر ټولو مهمه برخه د لوبډلې د غړو رسمي لیدنه له پاچا درېیم چارلز سره وه، چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۴مه، د چهارشنبې په ورځ، د لندن په شاهي ماڼۍ کلارنس هاوس کې ترسره شوه.
دې لیدنې ته د افغانستان د ښځو د لوبډلې بلنه یوازې یو تشریفاتي پروګرام نه و
دا اقدام د برېتانیا او نړیوالې ټولنې له لوري یو روښانه پیغام درلود؛ دا چې هغه ښځې چې طالبانو هڅه کړې له ټولنیز ډګره یې لیرې کړي، لا هم د افغانستان د ښځو د ورزش د ریښتینو استازو په توګه درناوی ورته کېږي.
د دې دوستانه لیدنې پر مهال، د لوبډلې غړو له کابل د سقوط له سختو ورځو، په جلاوطنۍ کې د خپل ژوند او د افغانستان د ښځو د کرکټ د ژوندي ساتلو لپاره د خپلو هڅو په اړه له پاچا سره خبرې وکړې.
ډېرو لوبغاړو هغه شېبې یادې کړې چې اړې شوې خپل هېواد پرېږدي؛ داسې شېبې چې نه یې پوهېدل ایا بیا به کله خپلې کورنۍ وویني او که نه.
هغې وویل: «په ژوند کې ښايي یوازې یو ځل فرصت در په برخه شي، او په کرکټ کې هم کېدای شي یوازې یو ځل د توپ وهلو چانس ولرې؛ نو ځکه باید له هر فرصت څخه د افغانستان د ښځو د دفاع لپاره کار واخلو».
شبنم احسان، چې اوس اتلس کلنه ده، د لوبډلې له تر ټولو ځوانو غړو څخه ده.
نوموړې وايي: «نن په افغانستان کې ښځې نه د ورزش حق لري، نه د زده کړو او نه هم له کوره د ازاد وتلو. موږ که څه هم کرکټ لوبوو، خو زموږ حضور یوازې د کرکټ لپاره نه دی؛ موږ د افغانستان د ټولو ښځو لپاره مبارزه کوو».