• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د افغان ښځو کرکټ لوبډله به نن په کمبرېج کې یو ځل بیا میدان ته کېوځي

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱

نږدې پنځه کاله کېږي چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي دي، خو لا هم میلیونونه افغان ښځې او نجونې له زده کړو، کار او ورزش څخه محرومې دي. په همدې حال کې د افغانستان د ښځو کرکټ جلاوطنه لوبډله نن د انګلستان د کمبرېج یوه تاریخي لوبغالي کې کلونه وروسته بیا د سیالۍ ډګر ته کوزېږي.

دغه لوبډله چې په رسمي ډول د افغان ښځو یوولس کسیزه لوبډله (Afghan Women's XI) په نوم سیالي کوي، د کمبرېج په تاریخي فینرز ګراونډ لوبغالي کې به دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړي. دا سیالۍ یوازې ورزشي لوبې نه دي، بلکې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو پر وړاندې د افغان ښځو د ټینګ هوډ او مقاومت څرګند سمبول ګڼل کېږي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، دغه لوبډله به د ځايي وخت له مخې د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د برېتانیا د وسله‌والو ځواکونو د ښځو له لوبډلې سره مخامخ شي، او وروسته به د ماسپښین په ۳ بجو خپله دویمه لوبه د کمبرېج پوهنتون د کرکټ کلب د ښځو له لوبډلې سره ترسره کړي.

دا سیالۍ د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډلې د برېتانیا د پرمختیايي سفر تر ټولو مهمه برخه بلل کېږي. دغه سفر هم‌مهاله د ښځو د شل اوریز نړیوال جام له سیالیو سره روان دی، او له همدې امله یې د نړۍوالو رسنیو، ورزشي بنسټونو او د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو پام د افغان ښځینه ورزشکارانو برخلیک ته تر بل هر وخت ډېر اړولی دی.

خو د دغو سیالیو ارزښت یوازې د کرکټ تر ډګره نه محدودېږي. د دغو ښځو هر منډه، هر ویکټ او هره څلوریزه او شپږیزه نړۍ ته دا څرګند پیغام رسوي چې، سره له دې چې طالبانو هڅه کړې افغان ښځې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړه توګه لرې کړي، افغان ښځې لا هم ولاړې دي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان د ښځو د ورزش نوم د تاریخ له حافظې څخه ورک او پاک کړي.

دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کرکټ نړیواله شورا (اې سي سي) لا هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ رسمي اداره ګڼي، او د افغانستان د نارینه‌وو ملي لوبډله پرته له کوم خنډه په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. خو په مقابل کې د افغانستان د ښځو لوبډله، چې غړي یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هېواد پرېښودو ته اړ شول، لا هم له رسمي ملي هویت څخه بې برخې ده او په نړیوالو سیالیو کې د کډوالو د یوې لوبډلې په توګه برخه اخلي.

نن به دغه نجونې یوازې د لوبې د ګټلو لپاره ډګر ته نه ښکته کېږي؛ هغوی د افغانستان د ښځو د ورزش د هویت د ساتنې، له هغو میلیونونو نجونو سره د یووالي لپاره چې له زده کړو او ورزش څخه بې برخې شوې دي، او د دې حقیقت د ثابتولو لپاره سیالي کوي چې طالبان ونه توانېدل د دوی خوبونه له منځه یوسي.

100%

لومړی ځل د افغان ښځو د کرکټ لوبډلې جوړېدنه او ننګونې؛

د افغانستان د ښځو د کرکټ کیسه د ۲۰۱۰ کال ته رسېږي، هغه مهال چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا په ملاتړ د ښځو لومړۍ ملي لوبډله جوړه کړه.

د دې لوبډلې جوړېدل یوازې یو ورزشي پروګرام نه و، بلکې په افغانستان کې د کرکټ د ودې د بهیر یوه مهمه برخه ګڼل کېده. کرکټ نړیوالې شورا له خپلو بشپړو غړو هېوادونو غوښتل چې د نارینه‌وو ترڅنګ د ښځو لپاره هم رسمي جوړښت ولري. افغانستان هم د خپلې غړیتوب د ساتلو لپاره د ښځو لومړۍ ملي لوبډله رامنځته کړه.

سره له دې چې فرهنګي مخالفتونه، ټولنیز فشارونه، امنیتي ګواښونه او د امکاناتو سخت کمښت موجود و، د افغان نجونو یوې ډلې پرېکړه وکړه چې داسې لاره خپله کړي چې تر هغوی وړاندې ډېرې لږې ښځې یې د وهلو جرئت درلود.

د همدې لومړي نسل په منځ کې د رویا صمیم، فیروزه امیري، ناهیده ساپان، شکریه نوري او یو شمېر نورو لوبغاړو نومونه راځي؛ هغو ښځو چې د امکاناتو له کمښت سره سره یې په کابل کې خپلې روزنیزې چارې پیل کړې او هیله یې لرله چې یوه ورځ به د افغانستان په رسمي لوبډله کې د نړیوالو سیالیو ډګر ته ښکته شي.

په راتلونکو کلونو کې دې لوبډلې په سیمه‌ییزو سیالیو کې ګډون وکړ او یو شمېر لوبغاړو د افغانستان کرکټ بورډ سره رسمي تړونونه هم لاسلیک کړل. که څه هم د دوی امکانات هېڅکله د نارینه‌وو له لوبډلې سره د پرتله کېدو نه وو، خو هغوی خپل راتلونکی روښانه لیده او باور یې درلود چې د افغانستان د ښځو کرکټ به ورو ورو خپل ځای ومومي. خو دا خوب یوازې څو کاله ژوندی پاتې شو.

100%

د کابل سقوط؛ هغه ورځ چې هیلې وتراړل شوې او هر څه بدل شول

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل سقوط وکړ او طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د دغو ښځو د ژوند بهیر په بشپړه توګه بدل شو.

طالبانو له واکمنېدو لږه موده وروسته اعلان وکړ چې د دوی د شریعت له تعبیر سره سم د ښځو ورزش د منلو وړ نه دی. په لنډ وخت کې د هېواد د ښځو ټول ورزشي فعالیتونه ودرول شول او افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد شو چې ښځې یې له ټولو ورزشي څانګو څخه په بشپړه توګه منع کړې.

په همدې لړ کې، د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو د کرکټ څانګه بشپړه وتړله، د لوبغاړو تړونونه یې لغوه کړل، معاشونه یې بند کړل او د ډېرو ښځینه ورزشکارانو نومونه یې له رسمي اسنادو او تشکیلاتو څخه وایستل.

خو د طالبانو فشار یوازې تر اداري پرېکړو محدود نه و.

د لوبغاړو د روایتونو له مخې، د طالبانو ځواکونو او استخباراتي ادارو د ښځینه ورزشکارانو د موندلو هڅې پیل کړې. یو شمېر یې ګواښوونکي ټیلیفوني اړیکې ترلاسه کړې او ورته وویل شول چې که یې ورزشي فعالیت یا عام حضور دوام ومومي، له سختو پایلو سره به مخ شي.

د خپل ځان او کورنیو د ژغورلو لپاره ډېری ښځې اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي، اوونۍ او میاشتې په پټو ځایونو کې تېرې کړي او د خپل ورزشي ژوند ټولې نښې له منځه یوسي.

د ملي لوبډلې کالي وسوځول شول، د کرکټ بېټونه مات شول، مډالونه او نور ویاړونه پټ کړل شول، او په ټولنیزو رسنیو کې یې انځورونه او حسابونه هم ړنګ کړل، څو طالبان ونه شي کولای هغوی یا د هغوی د کورنۍ غړي وپېژني.

هغه ښځې چې څو ورځې وړاندې د افغانستان ملي ورزشکارانې وې، ناڅاپه د تعقیب وړ کسانې وګرځېدې؛ ښځې چې یوازینی "جرم" یې دا و چې کرکټ یې کاوه او د خپل هېواد استازیتوب یې کاوه.

په هماغو ورځو کې ډېرو داسې انګېرله چې د افغانستان د ښځو د کرکټ کیسه د تل لپاره پای ته ورسېده، خو هغه څه چې وروسته وشول، د مقاومت، هیلې او مبارزې د یوه نوي فصل پیل و؛ هغه فصل چې دغه لوبډله یې د کابل له پټو کوڅو څخه د اسټرالیا او انګلستان تر لوبغالو، او په پای کې د پاچا درېیم چارلز تر لیدنې ورسوله.

100%

له پټې تېښتې تر په جلا وطنۍ کې بیا راپورته کېدنه

د طالبانو له واکمنېدو سره، په افغانستان کې د ښځو د ورزش راتلونکی یوازې په څو ورځو کې ونړېد. د ښځو د ملي کرکټ لوبډلې د غړو لپاره نور نه د تمرین خبره پاتې وه، نه د سیالیو او نه هم د ورزشي راتلونکي؛ د دوی تر ټولو لویه اندېښنه د خپل ځان او د خپلو کورنیو د ژوند ژغورل وو.

د ملي لوبډلې ډېری لوبغاړې، چې د افغانستان کرکټ بورډ سره یې رسمي تړونونه لرل، اړې شوې چې څو اوونۍ په خوندي کورونو یا د خپلوانو په کورونو کې پټې پاتې شي. هغوی نه یوازې له لوبغالو څخه محرومې شوې، بلکې د ډېرو لپاره له کوره وتل هم په ستر خطر بدل شوي وو.

ځینو لوبغاړو وروسته ویلي چې هغوی به د شپې د تېښتې په جامو کې ویده کېدې، ځکه د کور پر دروازه هر ټک کولای شول د یوې لویې غمیزې پیل وي.

په همدې وخت کې د دغو ورزشکارانو د ژغورلو لپاره نړیوالې هڅې پیل شوې. د اسټرالیا حکومت، د اسټرالیا کرکټ ادارې، د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ګډه د دوی د ایستلو پلان جوړ کړ.

د دغو ورزشکارانو ډېری لومړی په پټه له افغانستانه ووتلې او د سختو او خطرناکو لارو له لارې پاکستان ته ورسېدې؛ هغه لاره چې د ډېرو لپاره له وېرې، بې‌برخلیکۍ او د نیول کېدو له ګواښونو ډکه وه.

له څو میاشتو انتظار وروسته، د اسټرالیا حکومت د لوبډلې ډېری غړو او د هغوی کورنیو ته بشري ویزې ورکړې، او د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د لوبغاړو اصلي ډله مېلبورن او سیډني ښارونو ته ولېږدول شوه. یو شمېر نورې بیا په کاناډا او برېتانیا کې مېشتې شوې.

خو له افغانستان څخه وتل د دوی د ستونزو پای نه و.

دوی په یوه نوي هېواد، نوې ژبه او داسې چاپېریال کې چې هېڅ رسمي ورزشي جوړښت پکې نه و، اړې شوې خپل ژوند له سره پیل کړي. ډېرو یې باید د ژبې له زده کړې، کار، زده کړو او له نوې ټولنې سره د بلدتیا ترڅنګ خپلې ورزشي روزنې هم روانې ساتلې وای.

سره له دې ټولو ستونزو، دغو ښځو هېڅکله د افغانستان د ښځو د کرکټ له خوب څخه لاس وانه خیست.

100%

د هغې لوبډلې بیا راپورته کېدل چې د له‌منځه وړلو پلان ورته جوړ شوی و

طالبانو ګومان کاوه چې د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو د څانګې په تړلو سره به د ښځو کرکټ د تل لپاره پای ته ورسېږي، خو پېښې د دوی د تمې خلاف روانې شوې.

لوبغاړو په اسټرالیا کې یو ځل بیا له یو بل سره اړیکې ټینګې کړې او پرېکړه یې وکړه چې خپله لوبډله له سره جوړه کړي؛ دا ځل په کابل نه، بلکې په جلاوطنۍ کې دا هڅې پیل شوې.

د دې هڅې مشري د لوبډلې څو تجربه لرونکو لوبغاړو، په ځانګړي ډول د لوبډلمشرې ناهیدې ساپان او د لوبډلې د پېژندل شوې څېرې فیروزې امیري پر غاړه واخیسته.

د اسټرالیا کرکټ ادارې او د وېکټوریا کرکټ ټولنې د تمرین اسانتیاوې، مسلکي روزونکي او په کورنیو نوموتو کلبونو کې د لوبېدو زمینه برابره کړه، څو لوبغاړې وکولای شي خپل تخنیکي چمتووالی وساتي.

څرنګه چې د کرکټ نړیوالې شورا دغو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوله چې د «افغانستان د ښځو ملي لوبډلې» تر رسمي نوم لاندې سیالۍ وکړي، نو هغوی خپل فعالیت د افغان ښځو یوولس کسیزې لوبډلې (Afghan Women's XI) تر نوم لاندې پیل کړ. که څه هم دا لوبډله له حقوقي پلوه د افغانستان رسمي استازې نه ګڼل کېږي، خو په عمل کې همدا یوازینۍ لوبډله ده چې د افغانستان د ښځو د کرکټ میراث یې ژوندی ساتلی دی.

100%

دې لوبډلې د خپل فعالیت له پیله درې اساسي موخې ټاکلې وې:

لومړی، د افغانستان د ښځو د کرکټ ساتنه او د هغې د بشپړ له منځه تلو مخنیوی.

دویم، د دې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کول چې د کرکټ نړیواله شورا دغه لوبډله په رسمیت وپېژني.

او درېیم، له هرې لوبې او هر نړیوال حضور څخه ګټه اخیستل، څو د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو غږ نړۍ ته ورسوي چې د طالبانو تر واک لاندې له زده کړو، کار او ورزش څخه بې برخې شوي دي.

د نړۍ د کرکټ ستر تناقض

نن د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې کیسه د نړۍ د ورزش د ادارې له تر ټولو جنجالي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د مقرراتو له مخې، هغه هېوادونه چې بشپړ غړیتوب لري، باید هم د نارینه‌وو او هم د ښځو فعالې ملي لوبډلې ولري.

خو افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې واکمن نظام یې ښځې په بشپړه توګه له ورزش څخه منع کړې دي.

سره له دې، د کرکټ نړیواله شورا لا هم د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان کرکټ بورډ د دغه هېواد رسمي اداره ګڼي او د افغانستان د نارینه‌وو ملي لوبډله پرته له کوم خنډه په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.

خو د افغانستان د ښځو لوبډله، چې غړې یې د هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي، نه رسمي بودیجه ترلاسه کوي، نه اجازه لري د افغانستان په رسمي نوم سیالۍ وکړي او نه هم له هغو حقونو برخمنه ده چې د نړۍ د نورو هېوادونو د ښځو ملي لوبډلې یې لري.

دغه وضعیت د ښځو د حقونو د فعالانو، ورزشکارانو او یو شمېر سیاستوالو سختې نیوکې راپارولي دي. هغوی باور لري چې په داسې حال کې چې افغان ښځې له خپل تر ټولو لومړني ورزشي حق څخه بې برخې دي، د افغانستان کرکټ بورډ ته د بشپړ غړیتوب دوام د کرکټ نړیوالې شورا له اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې دی.

خو د افغانستان د ښځو د لوبډلې غړې وايي، د دوی موخه یوازې پر ورزشي ادارو نیوکه نه ده، بلکې غواړي نړۍ هېره نه کړي چې د دوی د هرې لوبې تر شا میلیونونه افغان ښځې او نجونې ولاړې دي چې لا هم په خپل هېواد کې دا اجازه نه لري چې ان د کرکټ یوه توپ په لاس کې ونیسي.

اوس، د افغانستان له جبري پرېښودو نږدې پنځه کاله وروسته، دې لوبډلې وکولای شول چې د کډوالو له یوې خواره‌ورې ډلې څخه د افغان ښځو د مقاومت په یوه نړیوال سمبول بدله شي؛ داسې لوبډله چې سبا به د فینرز ګراونډ په تاریخي لوبغالي کې یوازې د یوې لوبې د ګټلو لپاره ډګر ته نه ښکته کېږي، بلکې د افغانستان د ښځو د هویت، عزت او په نړیوال ورزش کې د دوی د حضور د حق د دفاع لپاره به سیالي کوي.

100%

له کرکټ څخه هاخوا یو سفر؛ له کمبرېجه د پاچا درېیم چارلز تر لیدنې

له کلونو کلونو مبارزې وروسته، ۲۰۲۶ کال د افغانستان د ښځو د لوبډلې په تاریخ کې یو نوی مهم پړاو ثابت شو.

په داسې حال کې چې د ښځو د شل اوریز نړیوال جام سیالیو د نړۍ پام دې لوبې ته اړولی و، د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ (ECB) د برېتانیا له یو شمېر علمي بنسټونو سره په همکارۍ، جلاوطنه افغان ښځینه لوبډلې ته دغه هېواد ته د یوه تاریخي سفر زمینه برابره کړه.

دا سفر یوازې یو روزنیز کمپ نه و، بلکې یو هر اړخیز پروګرام و چې موخه یې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د ښځو د لوبډلې بیا ورپېژندل، د لوبغاړو د تخنیکي چمتووالي لوړول او د دې لوبډلې د دوام لپاره د نړیوالو بنسټونو ملاتړ ترلاسه کول وو.

د دې سفر پر مهال، د لوبډلې غړو د تخصصي تمرینونو ترڅنګ له محصلینو، ورزشکارانو، د پوهنتون له استادانو، د بشري حقونو له فعالانو او ورزشي چارواکو سره ولیدل او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د کمبرېج ښار نامتو علمي بنسټونه، هوګز هال او موري اېډورډز کالج  چې د ښځو د زده کړو او پیاوړتیا په برخه کې اوږده مخینه لري، د دې پروګرام له مهمو کوربنو څخه وو او د لوبډلې غړو ته یې د استوګنې او زده کړو اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.

برېتانوي چارواکو هم دا سفر یوازې یوه ورزشي پېښه ونه بلله، بلکې دا یې د هغو ښځو د ټینګ هوډ نښه وبلله چې، سره له دې چې خپل هېواد یې له لاسه ورکړی، لا هم د خپل هویت او ارمانونو دفاع کوي.

په همدې لړ کې، د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډزي، د لوبډلې د غړو ستاینه وکړه او هغوی یې «د تر ټولو سختو شرایطو پر وړاندې د زغم، هوډ او وړتیا بېلګه» وبللې.

100%

هغه لیدنه چې له نړیوال هرکلي سره مخ شو

د دې سفر تر ټولو مهمه برخه د لوبډلې د غړو رسمي لیدنه له پاچا درېیم چارلز سره وه، چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۴مه، د چهارشنبې په ورځ، د لندن په شاهي ماڼۍ کلارنس هاوس کې ترسره شوه.

دې لیدنې ته د افغانستان د ښځو د لوبډلې بلنه یوازې یو تشریفاتي پروګرام نه و

دا اقدام د برېتانیا او نړیوالې ټولنې له لوري یو روښانه پیغام درلود؛ دا چې هغه ښځې چې طالبانو هڅه کړې له ټولنیز ډګره یې لیرې کړي، لا هم د افغانستان د ښځو د ورزش د ریښتینو استازو په توګه درناوی ورته کېږي.

د دې دوستانه لیدنې پر مهال، د لوبډلې غړو له کابل د سقوط له سختو ورځو، په جلاوطنۍ کې د خپل ژوند او د افغانستان د ښځو د کرکټ د ژوندي ساتلو لپاره د خپلو هڅو په اړه له پاچا سره خبرې وکړې.

ډېرو لوبغاړو هغه شېبې یادې کړې چې اړې شوې خپل هېواد پرېږدي؛ داسې شېبې چې نه یې پوهېدل ایا بیا به کله خپلې کورنۍ وویني او که نه.

د دې لیدنې په ترڅ کې، د لوبډلې یوې تجربه لرونکې لوبغاړې شکریې نوري، پاچا درېیم چارلز ته د کرکټ هغه بېټ ډالۍ کړ چې د ټولو لوبغاړو له لوري لاسلیک شوی او په لاس ښکلی انځور پرې جوړ شوی و.

دا ډالۍ د افغانستان د ښځو د کرکټ د مقاومت، هیلې او نه مړېدونکي ژوند نښه وه.

پاچا درېیم چارلز هم د دغو ښځو د زړورتیا په ستاینه کې هغوی ته وویل: «زه ډېر خوښ یم چې تاسې وکولای شول هغه لاره روانه وساتئ چې ورسره مینه لرئ».

دغې لنډې جملې په نړیوالو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند او د لوبډلې د ډېرو غړو لپاره د دوی د کلونو کلونو مبارزې او قربانیو د درناوي او په رسمیت پېژندنې څرګنده نښه وه.

100%

هغه سیالي چې یوازې یوه ورزشي لوبه نه ده

اوس، له هغې تاریخي لیدنې یوازې څو ورځې وروسته، د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې غړې د خپل سفر تر ټولو مهمو سیالیو ته چمتو دي.

سبا، د جون په ۲۷مه، د شنبې په ورځ، د کمبرېج تاریخي فینرز ګراونډ لوبغالی به د دوو مهمو سیالیو کوربه وي.

لومړۍ سیالي به د سهار په ۱۰:۳۰ بجو ترسره شي، چې د افغانستان د ښځو لوبډله به د برېتانیا د وسله‌والو ځواکونو د ښځو له لوبډلې سره مخامخ شي. دا لوبه د ښځو له ورزش سره د پیوستون، زغم او ملاتړ د نښې په توګه ترسره کېږي.

څو ساعته وروسته، د ماسپښین په ۳ بجو، د افغانستان د ښځو لوبډله به خپله دویمه سیالي د کمبرېج پوهنتون د کرکټ کلب د ښځو له لوبډلې سره ترسره کړي. دا لوبه، د خپل ورزشي ارزښت تر څنګ، د دې لپاره هم جوړه شوې چې د برېتانیا ځوانې ورزشکارانې او د افغانستان ښځینه لوبغاړې له یو بل سره لا نږدې اړیکې ټینګې کړي.

خو د لوبډلې د غړو لپاره د دغو سیالیو پایله یوازې د منډو او ویکټونو په شمېر نه ارزول کېږي.

د دوی لپاره یوازې ډګر ته ښکته کېدل خپله یوه بریا ده.

همدا ښځې پنځه کاله وړاندې اړې شوې چې د کرکټ بېټونه پټ کړي، د ملي لوبډلې جامې وسوځوي او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له خپل هېواده وتښتي.

نن هماغه ښځې د خپلې لوبډلې په رسمي لباس کې د انګلستان په یوه له تر ټولو پخوانیو لوبغالو کې ډګر ته ښکته کېږي؛ د هغو نندارچیانو په وړاندې چې نه یوازې د کرکټ د یوې لوبې د لیدو لپاره راغلي، بلکې د هغو ښځو د درناوي لپاره هم راټول شوي چې د حذف او چوپتیا منلو ته غاړه کېنښوده.

په حقیقت کې، نن چې هره منډه ثبتېږي، هر ویکټ چې ترلاسه کېږي او هره څلوریزه او شپږیزه چې د دغو لوبغاړو له بېټ څخه وځي، یوازې یوه ورزشي لاسته راوړنه نه ده؛ بلکې هغه واکمنۍ ته ځواب دی چې هڅه یې کړې د افغانستان ښځې له زده کړو، ورزش او ټولنیز ژوند څخه لرې کړي.

دغه سیالۍ دا ښيي چې که څه هم طالبانو په افغانستان کې د ښځو له حضور څخه د کرکټ ډګرونه تش کړي، خو د هغوی هیلې، وړتیاوې او هویت یې نه دي له منځه وړي.

د مقاومت څېرې؛ هغه ښځې چې کرکټ یې د مبارزې پر مورچل بدل کړ

د افغانستان د ښځو د لوبډلې غړې یوازې ورزشکارانې نه دي؛ د هرې یوې ژوند د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو د مبارزې د کیسې یوه برخه بیانوي.

که څه هم د امنیتي اندېښنو له امله د ډېرو لوبغاړو د کورنیو اړوند معلومات لا هم پټ ساتل کېږي، خو یو شمېر یې په وروستیو کلونو کې د میلیونونو افغان ښځو غیررسمي ویاندې ګرځېدلې دي.

د دې لوبډلې په سر کې د لوبډلمشره ناهیده ساپان ولاړه ده. هغه له هغو لومړنیو ښځو څخه وه چې د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ د پراختیايي پروګرامونو برخه شوه. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هغې کورنۍ هم له مستقیمو ګواښونو سره مخ شوه او بالاخره اړ شوه افغانستان پرېږدي.

ناهیده اوس د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې ژوند کوي. نوموړې، د اسټرالیا په کلبي سیالیو کې د لوبېدو ترڅنګ، د لوبډلې د چارو د همغږۍ، له ورزشي بنسټونو سره د اړیکو او په نړیوالو غونډو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو د غږ د رسولو مهم مسوولیت هم پر غاړه لري.

هغې د خپلې لوبډلې د موخې په اړه رسنیو ته ویلي وو: «موږ یوازې یوه لوبډله نه جوړوو، بلکې د بدلون لپاره یو غورځنګ رامنځته کوو. دا د افغانستان د ټولو ښځو لپاره یوه تاریخي شېبه ده».

د لوبډلې بله ډېره پېژندل شوې غړې فیروزه امیري ده؛ هغه لوبغاړې چې د کابل تر سقوط مخکې د افغانستان له مسلکي کرکټ لوبغاړو څخه شمېرل کېده.

هغې له افغانستانه تر وتلو وروسته په اسټرالیا کې نوی ژوند پیل کړ، خو د ورزشي تمرینونو ترڅنګ د لوبډلې له تر ټولو فعاله رسنیزو څېرو هم شوه او په بېلابېلو نړیوالو رسنیو کې یې څو ځله د کرکټ له نړیوالې شورا وغوښتل چې د افغانستان د ښځو لوبډله په رسمیت وپېژني.

فیروزه امیري د لوبډلې د غړو د بیا یوځای کېدو په اړه وايي: «له درې کلونو جلاوالي وروسته، زموږ بیا یوځای کېدل زموږ لپاره ډېر ځانګړی احساس دی. موږ په افغانستان کې هر څه له لاسه ورکړل، خو نن د هغو میلیونونو ښځو استازیتوب کوو چې لا هم له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي».

اکیل لطیفي، چې د لوبډلې ویکټ ساتونکې او توپ‌وهونکې ده، د کابل د سقوط پر مهال یوازې اوولس کلنه وه. نوموړې د افغانستان د تخلیې پر مهال اړه شوه خپله کورنۍ یوازې پرېږدي او تر اوسه یې له خپلو ډېرو نږدې خپلوانو سره مخامخ لیدل بیا نه دي شوي.

اکیل د پاچا درېیم چارلز سره په لیدنه کې په جلاوطنۍ کې د خپل ژوند په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دې لوبډلې موخه یوازې ورزشي بریاوې نه دي، بلکې د افغانستان د ښځو غږ نړۍ ته رسول دي.

هغې وویل: «په ژوند کې ښايي یوازې یو ځل فرصت در په برخه شي، او په کرکټ کې هم کېدای شي یوازې یو ځل د توپ وهلو چانس ولرې؛ نو ځکه باید له هر فرصت څخه د افغانستان د ښځو د دفاع لپاره کار واخلو».

شبنم احسان، چې اوس اتلس کلنه ده، د لوبډلې له تر ټولو ځوانو غړو څخه ده.

نوموړې وايي: «نن په افغانستان کې ښځې نه د ورزش حق لري، نه د زده کړو او نه هم له کوره د ازاد وتلو. موږ که څه هم کرکټ لوبوو، خو زموږ حضور یوازې د کرکټ لپاره نه دی؛ موږ د افغانستان د ټولو ښځو لپاره مبارزه کوو».

د دغو لوبغاړو ترڅنګ، د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره رویا صمیم، چې اوس په کاناډا کې ژوند کوي، لا هم په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو لوبغاړو د همغږۍ مهم رول لوبوي.

همدارنګه، شفیقه خان چې اوس په اسټرالیا کې اوسي، د وېکټوریا کرکټ اړوند کلبونو کې خپلې مسلکي روزنې ته دوام ورکوي او هڅه کوي خپل تخنیکي چمتووالی وساتي.

شکریه نوري، چې د لوبډلې له تر ټولو تجربه لرونکو لوبغاړو څخه ده، د افغانستان د ښځو د کرکټ د لومړي نسل د استازې په توګه پېژندل کېږي. هماغه لوبغاړې چې په لندن کې یې د تاریخي لیدنې پر مهال پاچا درېیم چارلز ته د لوبډلې د ټولو غړو له لاسلیکونو سره د کرکټ بېټ ډالۍ کړ.

100%

له کرکټ څخه هاخوا؛ د میلیونونو افغان ښځو حال

د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې کیسه د افغانستان د ښځو له عمومي وضعیت څخه بېله نه شي ارزول کېدای.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، افغان ښځې د نړۍ له تر ټولو سختو ټولنیزو، تعلیمي او مدني محدودیتونو سره مخامخ دي.

طالبانو د ښځو ټول ورزشي فعالیتونه منع کړي دي. نجونې نه شي کولای په هېڅ ورزشي څانګه کې تمرین وکړي یا سیالۍ ترسره کړي، او لوبغالو، ورزشي کلبونو او روزنیزو مرکزونو ته د هغوی تګ هم بند شوی دی.

افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو څخه بې برخې دي.

سربېره پر دې، ښځې په ډېرو دولتي ادارو، نادولتي بنسټونو او آن د ملګرو ملتونو د ځینو دفترونو کې له کار کولو هم منع شوې دي.

دوی له شرعي محرم پرته د اوږدو سفرونو اجازه نه لري، او د طالبانو سختو مقرراتو د ښځو د جامو او حجاب په اړه د هغوی ټولنیز حضور تر پخوا هم محدود کړی دی.

د ښځو د سینګارتونونو تړل، د ښځو ځانګړي تفریحي ځایونه بندول او له فرهنګي، هنري او رسنیزو ډګرونو څخه د هغوی ورو ورو ایستل، د هغو تګلارو نورې برخې دي چې د بشري حقونو ډېر سازمانونه یې «جنسیتي اپارتاید» بولي.

په همدې شرایطو کې، د افغانستان د ښځو جلاوطنه لوبډله یوازې د یوې ورزشي څانګې د دوام لپاره مبارزه نه کوي، بلکې د افغانستان له ټولنې څخه د ښځو د منظم او سیستماتیک حذف پر وړاندې د مقاومت په یوه نښه بدله شوې ده.

100%

له طالباني بندیزونو په فاصله کې؛‌ د تاریخ لپاره یوه سیالي

کله چې د افغانستان د ښځو د لوبډلې غړې سبا د فینرز ګراونډ لوبغالي ته ښکته شي، هغوی به یوازې د یوولسو لوبغاړو استازیتوب نه کوي. دوی به د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو استازې وي چې نن له ښوونځي، پوهنتون، کارځای او آن له ورزشي ډګرونو څخه بې برخې دي.

کېدای شي د دغو دوو سیالیو پایلې د نړۍ د کرکټ په احصائیو کې ثبت شي، خو د هغوی ریښتینی ارزښت تر بریا او ماتې ډېر لوړ دی.

همدا ښځې پنځه کاله وړاندې په تیاره او ویره کې اړې شوې چې د ملي لوبډلې جامې پټې کړي او له خپل هېواده وتښتي.

نن هماغه ښځې د خپلې لوبډلې په رسمي لباس کې د نړۍ د سترګو مخې ته ولاړې دي او نړۍ ته ښيي چې انسان خپل وطن له لاسه ورکولای شي، خو هیله هېڅکله نه.

طالبانو د افغانستان د کرکټ ډګرونه د ښځو له حضوره تش کړي، خو وس یې نه دی بر شوی چې غږونه یې غلي‌ کړي.

نن به د دې لوبډلې هره منډه، هره ویکټ او هره څلوریزه او شپږیزه یوازې یوه ورزشي لاسته راوړنه نه وي، بلکې د دې حقیقت ژوندی سند به وي چې د افغانستان د ښځو خوبونه، حتی په جلاوطنۍ کې هم، لا ژوندي دي.

100%

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۵
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

•
•
•

نور کیسې

سیروس علاف: خلک ډوډۍ نه لري خو طالبان د خلکو پر ظاهري بڼې تمرکز کوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱
سیروس علاف: خلک ډوډۍ نه لري خو طالبان د خلکو پر ظاهري بڼې تمرکز کوي
100%

په تېر جمهوري نظام کې اقتصادي سلاکار او د هرات ولایت د شیعه ټولنې مخکښ شخصیت سیروس علاف، د عاشورا د مراسمو پر مهال د طالبانو پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په داسې حال کې چې خلک د اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ دي، اوسني واکمنان د خلکو پر ظاهري بڼې تمرکز کوي.

نوموړي د جمعې په ورځ د هرات د بکراباد سیمې د عاشورا د غرمې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، انسان باید حق او عدالت د خپل ژوند محور وګرځوي، نه دا چې یوازې سختدریځي او د ځواک ښودنه خپله تګلاره کړي.

علاف زیاته کړه چې اوسني واکمن د خلکو له اقتصادي ستونزو او ورځنیو اړتیاوو بې‌خبره دي، په داسې حال کې چې ډېری افغانان له سخت اقتصادي کړاو سره مخ دي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال له ګډونوالو وپوښتل: «ستاسو په اند، ایا داسې کسان د خلکو زړونو ته لار موندلای شي؟»

د نوموړي څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې په هرات ولایت کې نوي محدودیتونه وضع کړي او د ښځو او نارینه‌وو د نیولو لړۍ یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د غبرګولي په ۳۱مه لږ تر لږه ۲۰ د نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو همکار کارکوونکي د اسلام‌کلا د صفري په سیمه کې د «لنډې ږیرې» په تور نیولي وو.

ځايي سرچینو همداراز ویلي چې طالبانو په همدې ورځ د هرات د حوزوي روغتون لږ تر لږه ۱۶ کارکوونکي، چې اداري مدیر او یو شمېر نور کارکوونکي هم پکې شامل وو، د ږیرې د لنډولو په تور نیولي وو.

طالبانو په وروستیو اوونیو کې په هرات کې ګڼې ښځې هم د خپلې خوښې د حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولې دي.

د ښځو دغو نیونو بې‌ساري اعتراضونه هم راوپارول. د غبرګولي په ۱۹مه د هرات د جبرییل سیمې اوسېدونکو د ښځو د نیولو پر ضد اعتراض وکړ، چې د راپورونو له مخې د طالبانو ځواکونو پرې ډزې وکړې او لږ تر لږه دوه کسان پکې ووژل شول.

وروسته، د غبرګولي په ۲۲مه، یو شمېر اوسېدونکو د هرات د طالب والي د دفتر مخې ته هم اعتراضي غونډه وکړه، خو طالبانو یې د اعتراض د خپرولو مخه ونیوله او یو شمېر اعتراض کوونکي یې ونیول.

د ښځو د نیولو پر ضد اعتراضونه وروسته له افغانستانه بهر هم وغځېدل او افغان کډوالو د نړۍ په ۲۹ ښارونو کې د دغو محدودیتونو پر ضد لاریونونه وکړل.

د پرتګال سترې محکمې د دووه ښځو په وژنه د تورن افغان دوسيه د نوې رواني څېړنې لپاره استولې

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۱
د پرتګال سترې محکمې د دووه ښځو په وژنه د تورن افغان دوسيه د نوې رواني څېړنې لپاره استولې
100%

د پرتګال سترې محکمې په دغه هېواد کې د دووه اسماعیلیه ښځو پر وژنه د تورن افغان کډوال عبدالبشیر د دوسيې د بیا ځلې رواني طبي ارزونې امر کړی، ترڅو د دغه افغان تورن جزايي مسوولیت وټاکي. پر دغه افغان تور دی چې په ۲۰۲۳م کال کې یې په لیزبون کې په یوه اسماعیلیه مرکز کې دوه ښځې وژلې وې.

د پرتګالي رسنۍ (دې ريذيډنټ) د راپور له مخې، دا په تېرو څلورو میاشتو کې دویم ځل دی چې ستره محکمه د ۳۱ کلن عبدالبشیر د دوسیې د یوې برخې بیا څېړنې امر کوي.

بشیر په ياده قضیه کې تېر کال د جون په میاشت کې د ۲۵ کلونو بند تر ټولو زیاتې سزا محکوم شو، چې دا د عامه څارنوالۍ د دفتر له نظره مخالفه وه، ځکه هغوی باور درلود چې هغه رواني ناروغي لري او د جنايي مسؤلیت وړ نه دی او باید لږ تر لږه د دریو کلونو لپاره په رواني روغتون کې وساتل شي.

په عبدالبشير تور دی چې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲۸مه یې دوه ښځې، چې ۲۴ او ۴۹ کلنې وې او په اسماعیلیه مرکز کې یې د کډوالو د ملاتړ په څانګه کې کار کاوه، په چاقو ووژلې او پر نورو لیدونکو یې د برید هڅه وکړه.

هغه د جرم په ورځ د نیول کېدو راهیسې د زندان او لنډمهاله توقیف ترمنځ وخت تېروي.

د ترکیې پولیس: په ادرنه ښار کې مو د افغانانو په ګډون ۴۰ ناقانونه کډوال نیولي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۵ GMT+۱
د ترکیې پولیس: په ادرنه ښار کې مو د افغانانو په ګډون ۴۰ ناقانونه کډوال نیولي دي
100%

د ترکیې د ادرنه ښار پولیس وایي چې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۴۰ بې‌اسناده کډوال نیولي دي. پولیسو زیاته کړې چې په نیول شویو ناقانونه کډوالو کې افغان وګړي هم شامل دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کډوال له اداري مراحلو وروسته د ادرنه ښار د بهرنیو اتباعو د ایستلو ادارې ته سپارل شوي، څو د قانوني کړنلارې له بشپړېدو وروسته یې د ایستلو بهیر ترسره شي.

د ادرنه پولیسو د پنجشنبې په ورځ همداراز اعلان کړی چې د انسانانو د قاچاق په تړاو یې دوه نور کسان هم نیولي او عدلي ارګانونو ته یې ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې په وروستیو میاشتو کې د قانوني اسنادو له نشتوالي سره د بهرنیو کډوالو، په ځانګړي ډول افغانانو، د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.

سره له دې، د ترکیې د کډوالۍ ادارې تازه شمېرې، چې د چهارشنبې په ورځ خپرې شوې، ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه هېواد ته د ورننوتونکو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیات شوی دی.

د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۹۴ زره کډوال ترکیې ته داخل شوي دي. په دې ډله کې د ترکمنستان وګړي د ۲۳،۴سلنه ونډې سره لومړی ځای لري، ورپسې د اذربایجان، ازبکستان، مصر او افغانستان وګړي راځي. د افغانستان وګړي د ټولو ورننوتونکو کډوالو ۵،۸ سلنه جوړوي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د دغه هېواد پولیسو په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ زره او ۴۳۶ افغان کډوال د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیولي دي.

هندي پولیس: د وسلو، نشه یي توکو او قاچاق په تور مو د یوه افغان په ګډون اووه تنه نیولي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱
هندي پولیس: د وسلو، نشه یي توکو او قاچاق په تور مو د یوه افغان په ګډون اووه تنه نیولي
100%

د هند د پنجاب ایالت د امرتسر ښار پولیسو ویلي چې د وسلو، نشه‌یي توکو او د حوالې له لارې د پیسو مینځلو یوه له پولو اوښتې شبکه یې له منځه وړې ده. دوی وایي چې د دغه عملیاتو په ترڅ کې یې اووه کسان، چې یو افغان وګړی هم په کې شامل دی، نیولي دي.

د پنجاب ایالت د پولیسو مشر، ګوراو یاداو، ویلي چې د عملیاتو پر مهال ۱۰ ناقانونه وسلې، نږدې پنځه کیلوګرامه هیروین، شاوخوا درې میلیونه هندي روپۍ چې د حوالې له فعالیتونو سره تړاو لري، او یوه موټرسایکل ضبط شوي دي.

د پولیسو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دې شبکې غړي له هند څخه بهر له خپلو همغږوونکو سره په اړیکه کې وو او خپل فعالیتونه یې د ټولنیزو شبکو له لارې تنظیمول.

پولیسو د نیول شوي افغان وګړي هویت جګجیت سنګ، مشهور په «جاګي»، اعلان کړی او ویلي یې دي چې ۴۰ کاله عمر لري. د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړی اصلاً د افغانستان د جلال‌اباد اوسېدونکی دی، خو د هند د ډهلي ښار په تیلاک‌ناګر سیمه کې یې ژوند کاوه. د دې قضیې پنځه نور تورن کسان د پنجاب ایالت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي او عمرونه یې د ۲۱ او ۲۶ کلونو ترمنځ دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، له دې شبکې څخه یوه ۹ ملي‌متري «اوزي» فرعي ماشین‌ټوپک، یو بل فرعي ماشین‌ټوپک، څلور «ګلاک» تومانچې، یوه «زیګانا سپورټ» تومانچه او څو نورې نیمه‌اتومات تومانچې هم ترلاسه شوې دي.

د امرتسر د پولیسو کمېشنر، ګورپریت سېنګ بهولار، ویلي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ لومړی څو کسان د ۲۲۰ ګرامه هیروین سره یوځای ونیول. د هغه په وینا، د نیول شویو کسانو اعترافونو د ۴.۸ کیلوګرامه نورو هیروینو په موندلو او د شبکې د نورو غړو په پېژندلو کې مرسته وکړه.

پولیسو ویلي چې جګجیت سنګ د دې شبکې د عوایدو د پیسو د حوالې له لارې په لېږد کې مهم رول درلود. امنیتي چارواکو زیاته کړې چې د شبکې د نورو غړو او د هغې د بهرنیو اړیکو د پېژندلو لپاره څېړنې روانې دي.

د امرتسر پولیسو همداراز ویلي چې جګجیت سنګ پخوانۍ جنايي سابقه هم لري او تر دې مخکې هم د هغه پر وړاندې قضیې ثبت شوې وې. د دې پېښې په تړاو د نشه‌یي توکو او اړوندو جرمونو د قانون له مخې عدلي دوسیه پرانیستل شوې ده.

نرګس نهان ښځینه کرېکټ لوبډلې ته؛ د پاچا چارلز ملاتړ ښيي افغانان د افغانستان اصلي استازي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
نرګس نهان ښځینه کرېکټ لوبډلې ته؛ د پاچا چارلز ملاتړ ښيي افغانان د افغانستان اصلي استازي دي
100%

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان، د برېټانیا له پاچا چارلز څخه مننه کړې چې د افغان ښځينه کرېکټ جلاوطنه لوبډلې سره یې ليدلي او ملاتړ یې کوي. هغې ویلي، دا کتنه یو ځل بیا دا روښانه کوي چې «افغانان د افغانستان اصلي استازي» دي.

نهان په اېکس خواله رسنۍ وويل: «د پاچا چارلز څخه ډېره مننه چې زموږ جلاوطنه شوې د افغان ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته یې د کتنې ویاړ ورکړ».

هغې زياته کړه، دغو ځوانو لوبغاړو کلونه کلونه مبارزه وکړه ترڅو وکولای شي د جلاوطنه لوبغاړو په توګه لوبه وکړي. دا کتنه یو ځل بیا دا روښانه کوي چې «افغانان د افغانستان اصلي استازي دي».

همداراز هغې وويل، په «افغانستان کې د جنسیتي اپارټایډ د جرم پېژندنې لپاره زموږ هڅې نه یوازې زموږ لپاره دي، بلکې د دې لپاره دي چې د نړۍ په هېڅ برخه کې هېڅ ښځه یوازې د خپل جنسیت له امله له داسې بې‌بشرۍ سره مخ نه‌شي».

د يادونې وړ ده چې د بریتانیا پاچا چارلز درېیم د چارشنبې په ورځ د لندن په کلارنس هاوس کې د افغان کډوالو د ښځینه کرېکټ ټیم له غړو سره وکتل. په دې لیدنه کې پاچا د افغان نجونو هرکلی وکړ او له هغوی سره یې ډله‌ییز انځورونه واخیستل.