• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان بشري مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا وايي، د هغو ټولو مرستو له بودجې څخه چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره اړينه ده؛ يوازې شپږمه برخه تمويل شوې ده.

یادې شورا ویلي، د نړۍ د بشري ناورینونو لپاره مرستې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې او افغانستان د لومړي ځل لپاره د یادې ادارې د «هېر شويو نړۍوالو ناورینونو» په نوملړ کې شامل شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا راپور «په ۲۰۲۶کال کې د ژوند ژغورونکو مرستو لپاره د بودجې اندېښمنوونکی کمښت» تر سرليک لاندې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۰مه) خپور شو.

د راپور له مخې؛ افغانستان چې له کلونو راهيسې د بشري مرستو له سترو پروګرامونو څخه برخمن و، اوس د نړۍ له هغو بشري ناورینونو څخه شمېرل کېږي چې تر ټولو لږه بودجه ورته ځانګړې شوې ده.

یادې ادارې ويلي، د امريکا د بشري مرستو بندښت چې تر ۲۰۲۴کال پورې يې افغانستان ته له ۴۰ سلنې زياتې مرستې تمويلولې؛ د بودجې په کمښت کې مهم رول لوبولی دی. اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۱.۹ مېليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا لري او په همدې موده کې مېليونونه افغان کډوال له ګاونډيو هېوادونو بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.

د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی، چې په داسې شرايطو کې د مرستو کمښت پر زيانمنو کورنيو فشار نور هم زيات کړی دی. یادې ادارې همدارنګه ويلي، چې افغانستان ته د بېرته راستانه شويو له ډلې يوازې ۱۱ سلنه کسان دنده لري او ډېرې کورنۍ له بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او د ژوند د لومړنيو اړتياوو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر يان اېګلنډ ټينګار کړی، چې د بشري مرستو کمښت د ډېرو افغان کورنيو لاسرسی بنسټيزو خدمتونو ته محدود کړی دی. هغه له مرستندويه هېوادونو غوښتي، تر هغې چې په افغانستان کې مېليونونه نور خلک له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ شي؛ خپلې مالي مرستې زياتې کړي.

د دغه راپور له مخې؛ د مرکزي افريقا د ساحلي سيمې هېوادونه يعنې نايجيريا، بورکينافاسو او مالي هم د نړۍ د هغه بشري ناورینونو له ډلې دي چې تر ټولو لږه بودجه ورته ځانګړې شوې ده. راپور همدارنګه په سوډان، ايران، غزه، اوکراين او ونزويلا کې د بشري ناورینونو يادونه هم کړې ده.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۳

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۴

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۵

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده