• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د بشري حقونو مرکز: طالبانو د محرم په ورځو کې ۵۵ شیعه ماتم‌کوونکي نیولي دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، چې طالبانو د محرم په ورځو کې لږ تر لږه ۵۵ شیعه ماتم‌کوونکي په کابل کې نیولي او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د عاشورا او محرم پر مراسمو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دغه بنسټ په خپله اعلامیه کېویلي چې طالبانو لږ تر لږه ۴۶ کسان د کابل له یوې تکیه‌خانې او نهه نور کسان د ماتم د بیرغونو او مذهبي نښو د پورته کولو په تور په خپل‌سري ډول نیولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ادعا کړې چې دغه کسان د طالبانو د عدلیې وزیر په امر نیول شوي او د هغه په شخصي زندان کې ساتل کېږي.

د اعلامیې له مخې، طالبانو د کابل پر څو جوماتونو او حسینیو، چې د امام حسن مجتبی جومات، محمدیه جومات او د ګلزار شهدا حسینیه هم پکې شامل دي، چاپې وهلې دي. دغه بنسټ زیاتوي چې د افغانستان د شیعه علماوو شورا له استازو سره، چې د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو په موخه ورغلي وو، هم ناسم چلند شوی دی.

دغه مرکز ویلي چې په هرات ولایت کې طالبانو د محرم د مراسمو پر مهال په سړکونو کې د عزادارۍ، د علمونو او مذهبي نښو د لېږدولو مخه نیولې او یوازې یې د عاشورا په ورځ په ټاکل شویو ځایونو کې محدودې مذهبي غونډې اجازه کړې ده.

د اعلامیې له مخې، د هرات استازو څو ځله له طالبانو څخه د مراسمو د ترسره کولو اجازه غوښتې، خو له مخالفت سره مخ شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي چې د بلخ، بامیان او غزني ولایتونو څخه هم د محرم پر مراسمو د محدودیتونو او د جوماتونو او حسینیو د مسوولانو د نیولو ورته راپورونه ترلاسه شوي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا اقدامات د شیعه‌وو، اسماعیلیه‌وو او صوفيانو د مذهبي ازادۍ د محدودولو د هغې پراخې او منظمې تګلارې برخه ده چې طالبان یې د خپلې واکمنۍ پر مهال عملي کوي.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز ویلي، د امام حسین (رض) د ماتم د مراسمو محدودول، چې د ټولو مسلمانانو له لوري درناوی ورته کېږي، د اسلامي رحمت او یووالي له روحیې سره په ټکر کې دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، اسلام د اسلامي امت پر همکارۍ او ګډ ژوند ټینګار کوي او د مذهب پر بنسټ هر ډول تبعیضي او تفرقه‌اچوونکی چلند د عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی.

د اعلامیې له مخې، حتی د حنفي فقهې په ښوونو کې، چې طالبان د هغې د پیروۍ ادعا کوي، خپل‌سري نیونې، د نورو د مذهبي شعایرو سپکاوی او د مذهبي مراسمو د ترسره کولو مخنیوی شرعي بنسټ نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو مرکز له طالبانو غوښتي چې د شیعه‌ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو پر مذهبي مراسمو لګېدلي غیرضروري محدودیتونه ژر تر ژره لرې کړي، د هغوی مذهبي ځایونو او نښو ته درناوی وکړي او د پخواني معمول له مخې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو اجازه ورکړي.

طالبانو تر اوسه د یاد راپور او ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته د محرم د مراسمو پر ترسره کېدو پراخ محدودیتونه وضع کړي او په بېلابېلو شیعه مېشتو سیمو کې یې د ماتم بیرغونه راټول او له منځه وړي دي.

ډېر لیدل شوي

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی
۱

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی

۲

جمعه خان همدرد: د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ګوند عمومي دریځ نه دی

۳

تمدن ټلویزیون: د طالبانو د عدلیې وزارت د زورواکۍ پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی

۴

ایمل ولي خان مریم نواز ته: ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ کړل او چا افغانستان کې وکارول؟

۵

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی