یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې، له ګڼو ننګونو سره سره، په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ د شرایطو وړ نفوس نږدې ۸۷ سلنې ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې، له ګڼو ننګونو سره سره، په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ د شرایطو وړ نفوس نږدې ۸۷ سلنې ته رسېدلی دی.
یونیسف د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د افغانستان لرې پرتو او سختو سیمو ته د واکسین رسول لا هم له جدي لوژستیکي او عملیاتي ستونزو سره مل دي، خو د واکسینولو بهیر نه دی درېدلی.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، له هغو کسانو چې د کووېډ-۱۹ پر وړاندې یې بشپړ واکسین ترلاسه کړی، تر نیمايي ډېرې ښځې دي، چې د ښځو د ګډون له پلوه یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
یونیسف همدارنګه ویلي چې د واکسین نړیوال ائتلاف(جي ای وي اې) په همکارۍ به په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسینولو پروګرام ته دوام ورکړي، څو د ناروغۍ پر وړاندې د خلکو خوندیتوب نور هم پیاوړی شي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو، بودجې او لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دی، خو نړیوال روغتیايي بنسټونه هڅه کوي د واکسینولو پروګرامونه روان وساتي.