له قران سربېره، په هغو مشهورو حدیثونو کې چې د اسلام پیغمبر ته منسوب دي، د ښځې مخ او لاسونه تر مړوندونو پورې د پټولو له حکم څخه مستثنا ګڼل شوي دي.
په اسلامي مذهبونو، په ځانګړې توګه په حنفي مذهب کې، مشهور حکم دا دی چې د ښځې مخ عورت نهدی او پټول یې لازم نهدي، که په عبادت کې وي، که په راکړه ورکړه کې او که د ژوند په نورو اړینو چارو کې.
دا نظر سرخسي په «المبسوط»، مرغیناني په «الهداية»، کاساني په «بدایع الصنایع»، ابن الهمام په «فتح القدیر»، ابن نجیم په «البحر الرایق» او ګڼو نورو نقل کړی دی. دا ټول د حنفي مذهب له پخوانیو او خورا نوموتو فقهاوو څخه ګڼل کېږي.
یوازې د دې مذهب ځینو وروستیو فقهاوو ویلي، که څه هم د ښځې مخ عورت نهدی، خو که د فتنې وېره موجوده وي، نو د مخ پټول یې لازم دي.
بېشکه دغه وروستي فقها د دې مذهب د مخکښو او بنسټیزو عالمانو په کچه ځای ځایګی نهلري او هغه «فتنه» چې دوی ورته اشاره کوي، خپله د اختلاف وړ موضوع ده او روښانه او سنجېدونکی معیار نهلري.
د حنفي مذهب د پیروانو لپاره تر هر چا مهم د امام ابوحنیفه نظر دی. هغه په دې باور دی، چې د ښځې د مخ ښکاره پاتې کېدل جایز دي او هېڅ شرعي خنډ نهلري او د یوه حنفي لپاره همدا نظر بسنه کوي.
د دې لیدلوري د تایید لپاره د اسلام د لومړیو وختونو ګڼ حدیثونه او روایتونه شته، که د اسلام د پیغمبر له زمانې وي او که د صحابهوو او تابعینو له دورې. د شافعي، مالکي او حنبلي مذهبونو مشهور نظر هم همدا دی.
مصري عالم شیخ محمد غزالي وایي: «زه هغه وخت حیران شوم چې د شنقیط (موریتانیا) له سیمې یو عالم، چې مالکي مذهب وو، د مدینې منورې په نبوي جومات کې د درس پر مهال وویل: «امام مالک بن انس د ښځې مخ عورت نه ګاڼه، خو زه د امام مالک بن انس له نظر سره مخالف یم».
ما ورته وویل: «دا یوازې د امام مالک نظر نهدی، بلکې د څلورو واړو فقهي مذهبونو امامان هم د همدې نظر پلویان دي، پرته له هغې کمزورې روایت څخه چې له امام احمد بن حنبل څخه نقل شوی او د هغه د مذهب له ثابت نظر سره په ټکر کې دی، لکه څنګه چې ابن قدامه یادونه کړې ده».
په حقیقت کې، د شنقیطي شیخ مخالفت، الله دې یې تېروتنه وبښي، هېڅ ارزښت نهلري.
هماغه مهال د یوه عربي شاعر دا بیت را په یاد شو:
يقولون هذا عندنا غير جایز ومن انتم حتى يكون لكم عند؟
د پورته دلایلو پر بنسټ، هېڅ اسلامي هېواد د ښځې د مخ پټول اجباري کړی نهدی، بلکې دا یې د هرې ښځې خپل اختیار ته پرې ایښي دي.
ان د معاصرو مسلمانو عالمانو یو شمېر هم پر مسلمانو ښځو د نقاب د لازمي کولو مخالفت کړی دی. له هغوی څخه محمد غزالي، یوسف قرضاوي، سعید رمضان البوطي، عبدالحلیم ابو شقه او یو شمېر نور یادېدای شي.
همدارنګه، د مصر د اوقافو وزارت د «النقاب عادة وليس عبادة» تر سرلیک لاندې یو کتاب خپور کړی، چې پهکې د ګڼو اهل علمو هغه نظرونه راټول شوي چې نقاب یو ټولنیز دود ګڼي، نه یو شرعي حکم او باور لري چې شرعي بنسټ نهلري.
د فقهي قواعدو لهمخې، ټولنیزو دودونو ته د عبادت بڼه ورکول بدعت بلل کېږي. یعنې، یو فرهنګي عرف باید د دیني حکم په توګه ونه ګڼل شي او نه هم شرعي ثواب او عقاب پرې وتړل شي.
ایا د قران، نبوي حدیثونو، د سترو مجتهدینو د نظرونو او د اسلامي هېوادونو د عام دود له پامه غورځول او د څو هغو ملايانو نظر ته لومړیتوب ورکول چې خپله د اسلامي تمدن د زوال له عواملو ګڼل شوي، شرعي بنسټ لري، که تر شا یې نورې انګیزې پرتې دي؟
دا یوه جدي پوښتنه ده، چې د هغې ریښې باید یوازې په فقه کې ونه لټول شي، بلکې په دوو نورو برخو کې هم وڅېړل شي: یوه انسان پوهنه (انتروپولوژي) او بله سیاست.
د انسان پوهنې (انتروپولوژۍ) له نظره، پر ښځو د افراطي محدودیتونو لګول تر دې ډېر چې یو دیني حکم وي، یو ټولنیز عرف دی چې په افغانستان کې ورته «عنعنه» ویل کېږي. دا دود له پخوا راهیسې د ځینو بدوي عربي قبیلو او د اسیا د ځینو قبیلو ترمنځ موجود وو، که څه هم نن سبا د کمېدو په حال کې دی.
له ټولنیز- طبقاتي پلوه، دا پدیده تر ډېره د ټولنې د منځنۍ او ټیټې طبقې ترمنځ دود وه، ځکه دغه قشرونه ډېر زیان منونکي وو او د تاریخي دورو په اوږدو کې یې لوڼې تر نورو ډېرې د بریدونو او چور او تالان له ګواښ سره مخ وې. برعکس، په اشرافي یا د ښارونو په منځنۍ او لوړې طبقې کې، چې دا ډول زیانمننه یې کمه وه، دغه دود په ندرت لیدل کېږي.
د افغانستان او پاکستان د خلکو ځینو برخو دغه عنعنه یا فرهنګي دود له پخوا څخه په میراث وړی دی او پرته له دې چې د هغې تاریخي او ټولنیزې ریښې وپېژني، ورته یې دیني بڼه ورکړې ده.
له سیاسي پلوه، هغه ډلې چې خپل غړي له بدوي، کلیوالي او د ښارونو له ټیټو ټولنیزو قشرونو څخه جذبوي، د ښځو موضوع ته ځانګړی حساسیت لري او د دوی لپاره ښځه د واک د سیالۍ او منازعې له مهمو سمبولونو څخه ګڼل کېږي. د دې موضوع نښې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په چلند او دریځونو کې هم لیدل کېدای شي.
د افغانستان د وروستۍ یوې پېړۍ په تحولاتو کې، د کلیوالي او ښاري ارزښتونو ترمنځ یو له تر ټولو سختو ټکرونو څخه رامنځته شو. ښاري سیمې له مدرنیته سره ژر اشنا شوې او هرکلی یې وکړ، خو د امانالله خان له دورې راوروسته، کلیوالو او بدوي قشرونو د دې بهیر پر وړاندې مخالفت وکړ او د همدې مخالفت له امله د اصلاحاتو بهیر یا ناکام شو او یا هم په ډېرې سستۍ سره مخ ته لاړ.
د جهاد په دوره کې هم د مجاهدینو لویه برخه د کلیوالو او د ښارونو د ټیټو ټولنیزو قشرونو خلک وو او هغوی هم د ښځو موضوع ته حساسیت درلود، خو د طالبانو په کچه نه.
د نورو اسلامي هېوادونو خلاف، چې هلته بې حجابي، که څه هم د خوښې وړ نه ګڼل کېږي، خو لازماً د بې دینۍ په معنا نه تعبیرېږي، په افغانستان کې دا موضوع په مستقیم ډول له دیني سمبولونو سره تړل شوې او هر ډول بې حجابي له اسلام څخه د انحراف نښه ګڼل شوې ده.
مشهور روایت دی، چې د حسن الهضيبي لور، چې د حسن البنا ځایناستی او د اخوان المسلمین دویم عمومي مشر وو؛ د شیخ حسن باقوري لور، چې د اخوان له مشرانو او هغه مهال د مصر د اوقافو وزیر وو او همدارنګه د عبدالرحمن تاج لور، چې د الازهر ستر شیخ وو او د دغو په څېر د نورو دیني مشرانو لوڼو، نه یوازې نقاب نه اغوسته، بلکې حجاب یې هم نهدرلود.
د سیاسي ټولنپوهنې د څېړنو له مخې، هغه ګوندونه او ډلې چې د دیني هویت پر بنسټ د یوه سیاسي نظام د جوړولو هڅه کوي، عموماً د ټولواکۍ او د یوه توتالیتر نظام د رامنځته کولو په لټه کې وي او د بدوي ډلو او له ټولنیز پلوه د لږ پرمختللو قشرونو په ملاتړ د بریا ډېر امکان لري.
دغه ټولنیز قشرونه د فرهنګي وروسته پاتېوالي له امله له یوه ډول توپیر څخه له وېرې سره مخ وي. هغوی له تنوع او تکثر سره ښه اړیکه نهلري، هر ډول توپیر د انحراف او ګواښ په سترګه ګوري او یوازې هغه وخت د امنیت احساس کوي چې فرهنګي تنوع له منځه ولاړه شي.
طالبان له ټولنیز پلوه له همدې ډول چاپېریال څخه راټوکېدلي دي او باور لري، چې په یوې یو شان شوې ټولنه کې د استبدادي نظام جوړول د دوی ګټې خوندي کوي.
لکه څنګه چې پوهېږو، ټول توتالیتر سیاسي نظامونه د ټولنې د یو شان کولو او د توپیرونو د له منځه وړلو هڅه کوي، ځکه په ټولنه کې تنوع، که فرهنګي بڼه ولري او که سیاسي یا ایډیولوژیکه، د هغې له خوځښت او غوړېدو سره مرسته کوي او د نویو افقونو د پرانېستل کېدو احتمال زیاتوي. استبدادي او ټولواک نظامونه له هر ډول بدلون او د نویو افقونو له پرانېستل کېدو وېره لري او غواړي اوسنی وضعیت په هماغه بڼه وساتي چې د دوی تلپاتې واکمني تضمین کړي.
د ایران حکومت هم د څو لسیزو لپاره د اجباري حجاب پلي کول د خپلې پالیسۍ او هویت یوه برخه ګرځولې وه، خو په وروستیو کې یې په دې برخه کې د شاتګ نښې څرګندې کړې دي. د طالبانو له لوري د چادرۍ، ماسک او ورته نورو بڼو په چوکاټ کې د نقاب جبري کول، د ښاري قشرونو پر وړاندې د برلاسۍ یو سمبول ګڼل کېږي او د دې ډلې مشران باور لري، چې د ټولنې د ټیټو قشرونو اړوند د یوه کلیوالي دود رسمي کول د دوی واکمني لا ټینګوي.
په لنډه توګه، پر ښځو د نقاب تحمیل او د مخ پټول اجباري کول، تر دې ډېر چې یو دیني امر وي، د ښاري، منځنۍ او لوستې طبقې د فرهنګ پر وړاندې د کلیوالي فرهنګ او د ټولنې د ټیټو قشرونو د برلاسۍ استازیتوب کوي. کله چې دا موضوع د سیاسي شخړو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي، نو د تنوع او تکثر د له منځه وړلو او د ټولنیزو توپیرونو د محوه کولو په یوه وسیله بدلېږي.
په داسې حال کې چې له دیني لیدلوري، د تنوع او توپیر شتون د الهي سنتونو له ډلې ګڼل کېږي. په ځانګړې توګه، د خلکو د ژبو او رنګونو تنوع په قران کې، د روم سورت د ۲۲م ایت له مخې، د الله له نښو څخه بلل شوې ده.
د ټولنیزو عنعنو او دودونو په برخه کې د اجباري یو شان کولو سیاست او د یوې ځانګړې سیمې یا یوې ځانګړې ټولنیزې طبقې دود پر ټولو وګړو تحمیلول، د سیاسي واک د ټینګښت په موخه، د ژبني، مذهبي، سیاسي او ټولنیز یو شان کولو لپاره زمینه برابروي. دا چاره د ټولنې خوځښت او غوړېدل له منځه وړي او که مخه یې ونه نیول شي، د ټولنې د ټوټه کېدو، د ټولنیزو درزونو د ژورېدو او د قومونو ترمنځ د خونړیو شخړو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړې یا امنیتي عملیاتو په چوکاټ کې نه شي محدودېدای.
تازه د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو غوښتنه کړې چې دا بریدونه باید د نسل وژنې له زاویې وڅېړل شي.
د دغو بریدونو له امله د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو وژل کېدو، د استوګنیزو سیمو په نښه کېدو او د پاکستان له لوري د عملیاتو د رسمي تایید وروسته، دا پوښتنه ورځ تر بلې جدي کېږي چې ایا نړیواله ټولنه باید دغه بریدونه د نړیوال بشرپاله قانون ترڅنګ، د احتمالي نسلوژنې له زاویې هم وڅېړي؟
د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) لومړني معلومات ښيي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. طالبانو بیا د مرګژوبلې شمېر تر دې لوړ ښودلی او ویلي یې دي چې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
خو دغه بریدونه په یوه جلا پېښه نه شي خلاصه کېدای. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د تېرو څلور نیمو کلونو پر مهال د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتو او هوايي بریدونو په پرلهپسې ډول افغان ملکي وګړو ته درنه بیه اړولې ده. پاکستان په ځلونو ادعا کړې چې د دغو بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړي او د هغوی پټنځایونه دي، خو د وژل شویو او ټپي شویو ملکي وګړو شمېرې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو قرباني کېدل او له سیمو څخه خپاره شوي انځورونه، د دغو عملیاتو د بشري پایلو په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.
د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ په خوست او پکتیا کې د سرحدي بریدونو او نښتو له امله ۱۲ ملکي وګړي ووژل شول. وروسته، د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۹مې څخه د مرغومي تر ۱۰مې پورې، د دواړو لورو نښتو لږ تر لږه ۷۰ ملکي قربانیان واخیستل. یوناما د تلې ۲۳مه د همدې مودې لپاره د افغانستان د ملکي وګړو تر ټولو خونړۍ ورځ وبلله. په همدې ورځ پر کابل د پاکستان په لومړي مرګوني برید کې ۹ کسان ووژل شول او هممهاله د کندهار د سپینبولدک ولسوالۍ په برید کې ۳۵ کسان ووژل شول، چې ۲۷ یې د یوې کورنۍ غړي وو.
که څه هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۱۴۰۴ کال د تلې اوربند اعلان شوی و، خو ډېر ژر مات شو. د بریدونو له بیا پیل سره، د کب په درېیمه نېټه په ننګرهار او پکتیا کې ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول. اوس هم د وروستیو بریدونو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي، چې دا د ملکي زیانونو د دوامداره تکرار څرګندونه کوي.
که څه هم پاکستان ادعا کوي چې هدف یې وسلهوال وو، خو د نړیوال بشرپاله قانون له مخې، یوازې د امنیتي عملیاتو ادعا د ملکي مرګژوبلې قانوني توجیه نه شي کېدای. هر دولت مکلف دی چې د پوځي او ملکي هدف ترمنځ توپیر وکړي، له غیرمتناسب ځواک کارولو ډډه وکړي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ټول احتیاطي تدابیر ونیسي.
که په بریدونو کې استوګنیزې سیمې، ښځې، ماشومان او نور غیرجنګي وګړي په پراخه کچه قرباني کېږي، نو دا یوازې یوه نظامي تېروتنه نه، بلکې د نړیوالو حقوقو له نظره د جدي او خپلواکې څېړنې موضوع ګرځي. کله چې ورته پېښې په پرلهپسې ډول تکرارېږي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې رامنځته کوي، نو د نړیوالو حقوقو له نظره د دغو پېښو د بېلابېلو احتمالي حقوقي اړخونو ارزول هم اړین کېږي.
د بشري حقونو بنسټ «رواداري» هم همدې پایلې ته رسېدلی دی. دغه بنسټ د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې ښایي د جګړهییز جرم په توګه وڅېړل شي.
د روادارۍ د لومړنیو موندنو له مخې، پاکستاني ځواکونو استوګنیزې سیمې په دوو پړاوونو کې بمبار کړې دي؛ لومړی یې کورونه په نښه کړي او وروسته یې هغه کسان تر برید لاندې راوستي چې د ژغورنې او مرستې لپاره سیمې ته ورغلي وو. د روادارۍ په باور، دغه ډول بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون د تفکیک، احتیاط او تناسب له اصولو سره په ټکر کې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي او عاملان عدالت ته راکش کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم په همدې دلیل ټینګار کړی چې د پاکستان بریدونو ته باید یوازې د امنیتي پېښو په سترګه ونه کتل شي. د هغه په باور، دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت، نړیوال دریځ او راتلونکي په اړه د ژور ملي بحث غوښتنه کوي. هغه پوښتنه کوي چې ولې د افغانستان پر حاکمیت پرلهپسې تېری کېږي، ولې نړۍ چوپه ده او ولې افغانان د دې وضعیت بیه پرې کوي.
له بلې خوا، د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل په ښکاره له ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د بشري حقونو له نړیوالو ادارو او د بښنې نړیوال سازمان څخه غوښتي چې دا بریدونه د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو ترڅنګ، که شواهد یې موجود وي، د نسلوژنې د احتمالي عمل له زاویې هم وڅېړي.
دا غوښتنه ځکه مهمه ده چې د نسلوژنې د جرم د څېړنې غوښتل، له مخکې د نسلوژنې د ثابتولو معنا نه لري. په نړیوالو حقوقو کې هر کله چې د ملکي وګړو پر ضد د پراخو او تکراري بریدونو، د ځانګړو ټولنو د هدف ګرځولو او د جدي بشري زیانونو نښې موجودې وي، نړیوال بنسټونه کولای شي د نسلوژنې د احتمالي جرم د شتون یا نه شتون په اړه حقوقي ارزونه وکړي.
په دې قضیه کې هم څو پوښتنې د نړیوالو څېړنو غوښتنه کوي: ولې د بریدونو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي؟ د پوځي اړتیا او کارول شوي ځواک ترمنځ تناسب رعایت شوی که نه؟ د بریدونو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې لپاره لازم احتیاط شوی و که نه؟ ایا د پرلهپسې بریدونو او لوړې ملکي مرګژوبلې ترمنځ کومه تکراري بڼه لیدل کېږي؟ او ایا دا ډول بریدونه یوه جلا پېښه ده، که د پولې هاخوا د تکراري پوځي چلند یوه برخه ده؟
که نړیواله ټولنه د دغو پوښتنو له څېړلو ډډه وکړي، نو د نړیوال بشرپاله قانون د تطبیق په اړه به د بېطرفۍ او عدالت اصل تر پوښتنې لاندې راشي. هماغه نړیوال نظام چې د نړۍ په نورو سیمو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د حقیقت موندنې پلاوي جوړوي، باید د افغانستان د ملکي قربانیانو په اړه هم ورته معیار عملي کړي.
افغانستان د نړیوالو حقوقو له مخې یو خپلواک دولت دی او د هغه د خاورې حاکمیت، د خلکو ژوند او د ملکي وګړو خوندیتوب باید د هر دولت له امنیتي ادعاوو لوړ ارزښت ولري. که د پاکستان ادعا دا وي چې د وسلهوالو پر ضد یې عملیات کړي، نو دا ادعا باید د یوې خپلواکې او بېطرفه نړیوالې څېړنې له لارې وازمویل شي، نه دا چې د ملکي قربانیانو مرګژوبله له پوښتنې پرته عادي وګڼل شي.
له همدې امله، د افغانستان د قربانیانو لپاره اساسي غوښتنه دا نه ده چې نړیوال بنسټونه له مخکې دا بریدونه نسلوژنه اعلان کړي؛ بلکې غوښتنه دا ده چې د نړیوالو حقوقو د ټولو معیارونو پر بنسټ، د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو او که شواهد یې موجود وي، د نسلوژنې د احتمالي جرم په ګډون، یوه خپلواکه، شفافه او بېطرفه څېړنه ترسره شي. یوازې په دې صورت کې به د قربانیانو حق خوندي شي، د ملکي وګړو د مرګژوبلې د تکرار د مخنیوي لپاره به د حساب ورکونې زمینه برابره شي او نړیوال عدالت به خپل اعتبار وساتي.
پر افغانستان د پاکستان تېری درگرده د یوه نوي عادت څېره اخلي. دا څووم، ان له دوه - درېیو کلونو راهیسې درگرده چورلکې د ډیورند له کرښې راتېريږي او پر څو ولایتونو بریدونه کوي او بېرته سلامتې اوړي. بس موږ یوو او په دا سهار ماتم او ویر.
په قهر و غصه شو، وینه مو په رګونو کې وخوټېږي. په ټولنیزو رسنیو کې پاکستان هر رنگ ښکنځو او د «دال او تورمخيتوب» پېغورونه خو هرو مرو ورسره بدرګه کوو. په موږ کې ځینې دا بریدونه د فرصت په هېنداره کې ویني چې ګواکې پر حاکمې ډلې تبۍ سره کېږي او ورکېږي. ځینې بیا د حاکمې ډلې پر اوږې لاسونه ټپوي او د غاښماتوونکي غچ اخېستلو نعتونه زمزمه کوي او په دې منځ - منځ کې دا ټکۍ ورسره اچوي چې «دا بریدونه له حاکمې ډلې سره د پاکستان د سختې دښمنۍ په معنا درواخلئ»!
د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه پنځه ځله پاکستان پر افغانستان داسې وخت برید کړی چې هممهاله امریکا پر ایران برید کړی او یا یې هم اړیکې شدیدې کړکېچنې شوې دي.
دا هممهاله پېښې دا پوښتنه راټوکوي چې ایا دا تصادف دی او که پاکستان د روانو شخړو تر سیوري لاندې خپلې امنیتي ګټې خوندي کول غواړي.
په دې موده کې پاکستان پر افغانستان څو پړاوه هوايي او پر کرښه عملیات و کړل، په داسې حال کې چې امریکا او اسراییل د ایران پر ضد پوځي بریدونه وکړل. هم مهاله، ایران د سیمهییزو ځوابي اقداماتو په لور لاړ او په خلیجي هېوادونو کې یې د امریکا پوځي اډې او تاسیسات په نښه کړل.
په دې برخه کې د نړیوالو له پامه یوڅه پرېوتې مساله د پاکستان او افغانستان ترینګلې اړیکې او پر افغان خاوره د پاکستاني الوتکو پرله پسې بریدونه دي، چې هرځل په سیمه کې له امنیتي تحرکاتو سره یوځای ترسره شوي.
پر افغانستان د پاکستان بریدونه
د تاوتریخوالي لومړۍ مهمه مرحله د ۲۰۲۶ کال د فېبروري په ۲۱–۲۲ نېټو پیل شوه، کله چې پاکستان د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل. دا بریدونه په ځانګړي ډول په ننګرهار (خوګیاڼي او بهسود)، پکتیکا (برمل او ارګون) او خوست کې وشول. د سیمهییزو سرچینو او راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې ملکي تلفات هم راپور شول او ګڼې ودانۍ زیانمنې شوې.
یوازې څو ورځې وروسته، د فېبروري په ۲۷ نېټه بیا پراخ بریدونه وشول چې کابل، کندهار او پکتیا یې تر پوښښ لاندې راوستل. دا پړاو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د اوج ټکی بلل کیږي.
له دغو پېښو وروسته دوه ځله بیا په تکراري ډوله د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره بمبارۍ وشوې.
په همدې مهال، د سیمې بل مهم محور د ایران پر وړاندې جګړه وه. د فېبروري په ۲۸ نېټه ۲۰۲۶، امریکا او اسراییل په ګډه د ایران پر مهمو پوځي او اټومي تاسیساتو پراخ بریدونه پیل کړل. دا عملیات د تهران، اصفهان او نورو ستراتیژیکو سیمو پر هدفونو ترسره شول.
یوازې یوه ورځ وروسته، د مارچ په لومړۍ نېټه، ایران د اسراییل پر ضد توغندیز بریدونه وکړل او جګړه یې د متقابل ځواب په لور بوتله. د مارچ په اوږدو کې جګړه پراخه شوه او د منځني ختیځ څو نورې سیمې، په ځانګړي ډول لبنان، عراق او د فارس خلیج شاوخوا، یې تر اغېز لاندې راوستې.
وروسته د جون په وروستیو کې بیا د امریکا له لوري د ایران پر ضد تازه بریدونه ترسره شول چې د هرمز تنګي او سمندري امنیت موضوع یې لا حساسه کړه.
د وخت نږدېوالی او د بحث محور
د پېښو تر ټولو مهم ټکی د وخت نږدېوالی دی:
۲۱–۲۷ فېبروري: پاکستان پر افغانستان بریدونه
۲۸ فېبروري: امریکا او اسراییل پر ایران بریدونه
۱ مارچ: د ایران ځوابي بریدونه
۲۷–۲۹ جون: په دواړو جبهاتو کې بیا تاوتریخوالی
د پېښو یو دغسې تسلسل تحلیلګرانو ته دا پوښتنه پیدا کوي چې ایا دا پېښې یوازې تصادفي هممهاله کېدل دي، که له یو بل سره تړلي ستراتیژیک فشارونه او د هغو ددفع کولو هڅې دي؟
له دغو ټولو پېښو داسې ښکاري چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د ایران له کړکېج سره بې تړاوه نه دي.
۱. د افغانستان د ختیځې جبهې ستراتیژیک موقعیت
د ځینو تحلیلونو له مخې، افغانستان د ایران لپاره د ختیځ له لوري د فشار یوه ممکنه جبهه ګڼل کېږي. دا لید دا فرضیه وړاندې کوي چې د افغانستان بېثباتي کولای شي د ایران ستراتیژیک تمرکز پر څو برخو تقسیم کړي، په ځانګړي ډول کله چې له لویدیځ (اسراییل او امریکا) فشار هم زیات وي.
پاکستان په دغو بریدونو امریکا ته ښيي چې که ایران په منځني ختیځ کې تر فشار لاندې دی او مستقیمو بریدونو ته زمینه برابره ده، یوازیني شرقي دوستان یې پاکستان تر فشار لاندې نیولی شي.
بل خوا امریکا هم داسې ګڼي، چې طالبان د ایران ملګري دي او افغانستان د ایران پر وړاندې تر ټولو مهمه او یوازینۍ شرقي ځمکنۍ جبهه ده، امریکایان غواړي ایران ته وښيي، چې د جبهې دغه شا هم بې ثباته کېدلای شي چې بیا یې د ایران په وړاندې وکاروي.
۲. جغرافیوي محدودیتونه او د فشار بدیلې لارې
سر له دې چې امریکا او اسراییل پر ایران هوايي بریدونه وکړل او په واشنګټن کې وخت نا وخت پر ایران د ځمکني یرغل د اړتیا بحث هم که کله راپورته کیږي، پاکستان د امریکا د متحد په توګه امریکا ته د دغو بریدونو په کولو سره ښيي، چې که پر ایران د ځمکني یرغل اړتیا پېښه شي، نو دغه کار له عراق، جنوبي سمندر، یا منځنۍ اسیا هېوادونو څخه ځکه ناممکن دی، چې هغه هېوادونه د ملي حاکمیت خاوندان دي او خلک یې اجازه نه ورکوي، چې د ایران په وړاندې یې له خاورې حمله وشي.
یوازینی هېواد چې د ایران په ګاونډ کې ملي حاکمیت نه لري او هیچا په رسمیت نه دی پېژندلی او د خلکو ملاتړ هم له واکمنو سره نشته افغانستان دی، دوی په لږو پوځي حرکتونو کولای شي پر ایران له دې ځایه وبلوسي او تر دې مخکې باید افغانستان بي ثباته کړي، چې پاکستان دغه کار د ګټې لپاره هم کوي او دا د پاکستان او امریکا انډيوالي هم پخوي.
پاکستان له سعودي عربستان سره دفاعي او امنیتي تړون لري او د دغه تړون له مخې پاکستان اړ دی چې پر سعودي عربستان د برید دفاع کړي.
همداراز له یو شمېر نورو عربي هېوادونو څخه یې میلیاردونه ډالر پور اخیستی او د دغه پور له مخې هم پاکستان باید په یو نه یو ډول د قطر او عرب اماراتو ملاتړ وکړي.
خو د ایران او خلیج ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په صورت کې پاکستان هڅه کوي خپل ستراتیژیک رول متوازن وساتي او ځان د سیمهییزو معادلو مهم لوبغاړی وښيي.
په دې چوکاټ کې، د افغانستان په لور د پاکستان پوځي اقدامات ځینې وخت د پراخې سیمهییزې ستراتیژۍ برخه ګڼل کېږي او هڅه کوي سعودي عربستان ته له یوې خوا وښيي چې اسلام اباد په افغانستان کې بوخت دی او ریاض ته یې لاسرسی محدود دی او له بلې خوا ټولو عربي هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې د ایران دوستان (طالبان) یې تر فشار لاندې نیولي او هغوی نه شي کولی چې د ایران مرسته وکړي او که مرستې ته زړه ښه کوي نو پاکستان کولی شي فشار لا زیات کړي.
خو همدا چې امریکا پر ایران بلوسي او ایران سعودي او نور عرب هېوادونه ګواښي، پاکستان بالمقابل دغو عربي هېوادونو ته ورښيي، چې دی پخپله عملاً له یوه بل هېواد سره په جګړه کې دی او که سعودي او نور توقع لري، چې پاکستان ورسره ودریږي، نو باید دغه هېوادونه د افغانستان په وړاندې هم له پاکستان سره جګړې ته ننوځي. دا د جګړې هغه تاکتیکونه دي چې د دویمې نړۍوالې جګړې پرمهال هم پوځي ټلوالو یو د بل پر وړاندې ترسره کول.
سره له دې چې تر اوسه هېڅ رسمي سند د دې پېښو ترمنځ مستقیم تړاو نه ثابتوي، خو د فېبروري له وروستیو څخه د جون تر وروستیو پورې د جګړو د وخت نږدېوالی، د جګړې جغرافیا او سیمهییز سیاسي واقعیتونه دا پوښتنه ژوندۍ ساتي چې ایا دا تصادف دی، که پاکستان پر افغانستان د بریدونو له لارې ځان له سترو خطرونو او په سترو جګړو کې له ښکیلتیا ژغوري.