د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې په استانبول کې د دغه هېواد له مخکښو سوداګریزو شرکتونو او اقتصادي بنسټونو له مشرانو سره لیدلي او په پاکستان کې یې د پانګونې د پراخولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې، شهباز شریف د چالک هولډینګ له مشر احمد چالک، د البیراک ګروپ له مشر احمد البیراک او د ترکیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې (ټي او بي بي) له مشر رفعت حصارجيکاوغلو سره جلا جلا لیدنې وکړې.
هغه ویلي، پاکستان هڅه کوي د ترکیې سره اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي او ترکي شرکتونه دې د انرژۍ، کانونو، زیربناوو، بندرونو، لوژستیک، معلوماتي ټکنالوژۍ، مخابراتو، کرنې، تولید او دولتي شرکتونو د خصوصي کولو په برخو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف درانی وایي چې طالبان د ترهګرو ډلو د پناه ورکولو له امله د نړیوال مشروعیت له کمښت سره مخ دي او که دا وضعیت دوام وکړي، سیمه به له جدي امنیتي خطرونو سره مخ شي.
اصف دراني په خپل ایکسپاڼه کې لیکلي چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان، بلوچ لېبریشن ارمي، د اسلامي دولت خراسان څانګه، ترکستان اسلامي تحریک، اسلامي حرکت ازبکستان او له دوه درجنو څخه زیاتو نورو ډلو ته د پناه په ورکولو سره د ۱۱ سپتمبر له پېښو وړاندې د وضعیت د بیا تکرار له خطر سره مخ دي.
هغه ویلي: «طالبان باید درک کړي چې دوی محدود نړیوال مشروعیت لري. د ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو له امله دوی د ۹/۱۱ له وړاندې خطرناک سناریو د بیا تکرار له ګواښ سره مخ دي، چې پایلې به یې د ټولې سیمې لپاره نه اټکل کېدونکې وي.»
اصف دراني همدارنګه د هند له لوري د ځینو وسلهوالو ډلو د مالي ملاتړ ادعا کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت د سیمې د امنیت لپاره نور هم خطرناک شوی دی.
هغه ټینګار کړی چې که دا تګلارې دوام وکړي، نو هم کابل او هم د نوي ډیلي سیاسي مشران به له خطرناک وضعیت سره مخ شي، ځکه د هغه په وینا د نیابتي جګړو پالنه په پای کې د هماغو ملاتړکوونکو لپاره هم جدي زیانونه رامنځته کوي.
په همدې حال کې، په سیمه کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ او شتون په اړه بېلابېل متضاد تورونه هم مطرح دي. هند پر پاکستان تور پورې کوي چې د ځینو وسلهوالې ډلو ملاتړ کوي، طالبان بیا ادعا کوي چې پاکستان د داعش خراسان ډلې غړو ته پناه ځایونه ورکړي، او په پاکستان کې ځینې سیاسي او قومي تحریکونه هم ادعا کوي چې اسلاماباد ځینې وسلهوالې ډلې روزي او ملاتړ یې کوي.
دغه ټولې ادعاوې تر اوسه د بېلابېلو اړخونو له لوري رد یا تایید شوې نه دي او د سیمې د اوږدمهاله سیاسي او امنیتي اختلافاتو برخه ګڼل کېږي.
شنونکي وایي چې د دې ډول تورونو او ضد ادعاوو دوام د سیمهییزو اړیکو د لا خرابېدو او د باور د کمزورۍ لامل کېږي، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ پر ضد همغږي لا هم د سیمې له لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
پاکستان او روسیې په اسلاماباد کې د ترهګرۍ پر ضد د ګډې کاري ډلې دولسمه غونډه ترسره کړې، چې پکې د افغانستان امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ ضد همکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د پاکستان پوځي شنونکي او د هوايي ځواک پخواني ډګروال سلطان محمد هالي ویلي، د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښونو او د سرحدي نفوذ د مخنیوي لپاره د پاکستان او روسیې همکاري مهمه ده.
د هغه په وینا، پاکستان غواړي د سوریې او شمالي قفقاز په جګړو کې د روسیې له تجربو، په ځانګړي ډول د ښاري جګړو، بېپیلوټه الوتکو د شنډولو او د یاغیانو ضد عملیاتو له مهارتونو ګټه واخلي.
هغه زیاته کړه، پاکستان د افغانستان له ډيورنډ کرښې د مدیریت، د نفوذي لارو د څار او د افراطي فکر د مخنیوي په برخو کې خپلې تجربې له روسیې سره شریکوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر متقاعد جنرال سعد خټک هم ویلي، له روسیې سره نږدې همکاري به د پاکستان لپاره سترې امنیتي، ټکنالوژیکې او اقتصادي ګټې ولري او د دواړو هېوادونو اړیکې به لا پراخې کړي.
د راپور له مخې، د روسیې او پاکستان ترمنځ پوځي همکاري تر ډېره د ترهګرۍ ضد روزنو، کوچنیو وسلو او مهماتو پورې محدوده ده. روسیې په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان ته څلور «مي-۳۵ اېم» بریدیزې چورلکې هم سپارلې وې.
د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا ایالت عمومي سکرټر حسين شاه يوسفزي په يوه بيان کې ويلي، په توره شپه کې د بېوسلې او بېګناه وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو په نښه کول تر ټولو بده «بزدلي» او د نه منلو وړ عمل دی.
هغه زياته کړې: «په تېره یوه اونۍ کې دا درېیم ډرون برید دی، چې عام خلک پهکې په نښه کېږي. د پرله پسې پېښو پر وړاندې د فدرالي او ایالتي حکومت چوپتیا خورا معنا لرونکې او د اندېښنې وړ ده. تر نن ورځې پورې دا معلومه نهشوه، چې دا ډرون له کوم ځایه راځي او څوک یې کنټرولوي».