د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب په بېلابېلو کرنیزو سیمو کې افغان کارګر د ځمکو په چمتو کولو، کروندو کې د تخمونو په کرلو، د حاصلاتو راټولولو، د بڼونو په ساتنه، د سبزیو او مېوو په تولید، مالدارۍ او د شاتو په تولید کې مهمه ونډه اخیستې ده.
افغان کروندګر دانیال احمد افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې شاوخوا ۴۳ کاله مخکې پاکستان ته راغلی او د خپل ژوند ډېره برخه یې په کرنیزو فعالیتونو کې تېره کړې ده. کله چې پاکستان ته راغی په هغو ځمکو کې چې ده کار پرې پیل کړ، ډېره برخه شاړه وه او د کرنې لپاره مناسبه نه وه؛ خو د کلونو پرلهپسې هڅو او مالي لګښتونو دغه ځمکې د کرنې لپاره برابرې کړې.
د دانیال احمد په وینا، هغه به بېلابېل موسمي سبزیجات کرل چې وروسته به راولپنډۍ، ګوجرانواله، پېښور او د پنجاب نورو لویو بازارونو ته رسول کېدل. له دې کار څخه یوازې د افغان کورنیو روزګار نهو تړلی؛ بلکې په سیمه کې مزدورانو، سوداګرو، ټرانسپورټي کارکوونکو او نورو کسانو ته هم د عاید او اقتصادي فعالیت زمینه برابرېده.
دانیال احمد وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو سره به یوازې هغه کورنۍ اغېزمنې نهشي چې په مستقیم ډول له کرنې سره تړلې دي؛ بلکې په هغه سیمو کې د کرنیزو فعالیتونو دوام هم له ستونزو سره مخ شو.
د هغه په وینا، که د کرنې لپاره کافي کاري ځواک نه وي نو د کر، ساتنې او د حاصلاتو پر وخت راټولولو په برخه کې ستونزې رامنځته کېدای شي. هغه ځمکې او کرنیز نظام چې افغان کروندګرو د کلونو په اوږدو کې په ډېر زحمت جوړ کړي که په ناڅاپي ډول اغېزمن شي، نو پایلې به یې تر ځايي بازارونو هم ورسېږي.
دانیال احمد ادعا کوي، چې د سبزیو او نورو کرنیزو محصولاتو د تولید کمښت د بیو لوړېدو لامل شوی دی. پخوا د یوې ځمکې کلنۍ اجاره شاوخوا ۷۰زره پاکستانۍ روپۍ وه؛ خو اوس ۱۵زره څخه تر ۳۰زره روپیو پورې راټیټه شوې ده.
دانیال احمد له حکومته غوښتنه وکړه، چې افغان کډوالو ته دې د بېرته ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شي؛ د اوړي په موسم کې شرایط ډېر سخت وي او د هغه چا لپاره چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په یوه هېواد کې تېره کړې وي، ناڅاپه بېرته ستنېدل له رواني او اقتصادي پلوه اسانه نهدي.
بل لور ته د ځمکې مالک حارث خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کرنیز سکتور له وړاندې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ و؛ خو د افغان کارګرو او کروندګرو له ستنېدو وروسته وضعیت لاپېچلی شوی دی، په سیمه کې ګڼې کرنیزې ځمکې له وړاندې په اجاره یا قرارداد ورکړل شوې دي او په ځینو مواردو کې د یوه یا دوو کلونو اجارې پیسې هم مخکې ترلاسه شوې دي؛ په دغه ځمکو کې د فصلونو د چمتو کولو لپاره د تخمونو، سرې، کرنیزو درملو، اوبو لګولو او نورو اړینو چارو په برخه کې د پام وړ پانګونه هم شوې ده.
حارث خان وايي، که د فصلونو ساتنه او راټولول پر وخت ترسره نهشي، نو کروندګر به له مستقیم مالي زیان سره مخ شي او د ځمکو مالکان هم له دغه وضعیت څخه خوندي نه پاتې کېږي.
د هغه په وینا؛ د فصلونو چمتو کولو لپاره د لګېدلو پیسو بېرته ترلاسه کول به ستونزمن شي او په ځینو مواردو کې ښايي د راتلونکو فصلونو لپاره کرنه هم اغېزمنه شي. هغه په ځانګړي ډول د سبزیو او نورو ژر خوسا کېدونکو کرنیزو محصولاتو په اړه وايي، چې د حاصلاتو پر وخت راټولول او بازارونو ته یې رسول ډېر مهم دي، کنه د کروندو دننه یې د خوسا کېدو وېره شته.
ځايي مشر محمد اختر نعیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چي افغان کډوالو په تېرو څو لسیزو کې د سخت کار، کورني ګډ کار او کرنیزې تجربې له لارې د سیمې د کرنې په وده کې مهم رول لوبولی دی. د افغان کورنیو څو غړو به په یوه ځمکه یا کرنیز فعالیت کې په ګډه کار کاوه، چې له امله یې دوی پر بهرنیو مزدورانو لږه تکیه کوله او له محدودو امکاناتو سره، سره یې پر ډېرو ځمکو د کرنې توان درلود.
محمد اختر نعیم وايي، افغان کروندګرو د دودیزو لارو ترڅنګ ځینې نوې کرنیزې تګلارې هم کارولې؛ په دې کې د فصلونو ښه ساتنه، د موسمي سبزیو کرنه او د حاصلاتو د زیاتولو بېلابېلې لارې شاملې وې؛ د افغان کروندګرو پرلهپسې هڅو نه یوازې ګڼې شاړې یا کم حاصل لرونکې ځمکې په کرنیزو فعالیتونو کې شاملې کړې، بلکې ځايي بازارونو ته یې د کرنیزو محصولاتو په رسولو کې هم مرسته کړې ده.
هغه وویل، په پاکستان کې له اوږدې مودې اوسېدو له امله ګڼې افغان کورنۍ د ټولنې برخه ګرځېدلې وې. دوی د سیمې ژبه زده کړې، له ځايي دودونو او ټولنیزو ارزښتونو سره بلد شوي او د روزګار ترڅنګ یې په بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې هم برخه اخیستې ده.
محمد اختر نعیم وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو سره ښايي په ځايي کچه بېروزګاره خلکو ته د کار ځینې نوي فرصتونه برابر شي؛ خو له بلې خوا به په کرنیز سکتور کې په لنډ وخت کې د کاري ځواک څرګند کمښت رامنځته شي، په دې برخه کې د تجربه لرونکو کارګرو کمښت په ناڅاپي ډول پوره کول اسانه نهدي په ځانګړي ډول په هغه سیمو کې چې د ځانګړو فصلونو او بڼونو د ساتنې لپاره تجربه لرونکو کارګرو ته اړتیا وي.