• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پېښور کې د امریکا د افغان متحدینو اعتراض؛ متحده ایالتونه باید د کډوالۍ قضیې بېرته پرانیزي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۱

په پېښور کې د امریکا د پي-۱ او پي-۲ افغان ویزو غوښتونکو او د هغوی کورنیو په یوې غونډه کې له واشنګټن څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې د دوی قضیې بېرته‌ پرانیزي. ډونالډ ټرمپ د امریکا سپینې ماڼۍ ته له بیاځلي رسېدو وروسته د افغان پناه‌غوښتونکو په ګډون د کډوالۍ ډېری پروګرامونه وځنډول.

دغه غونډه د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۲مه) د امنیتي اندېښنو او د پاکستاني پولیسو له لوري د نیول کېدو له وېرې په عام محضر کې نه‌، بلکې په یوه خوندي ځای کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې نارینه‌وو، ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو ګډون کړی وو او په ګډه یې د خپل خوندیتوب لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. د دغو کډوالو اندېښنې د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې زیاتې کړي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۱۰مې یې په یو مخیز ډول د افغان کډوالو د اېستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې ده. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې بېرته افغانستان ته د دوی ستنول د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.

معترضینو د امریکا له حکومت، کانګرس او بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د پاکستان له حکومت سره په همغږۍ د کډوالو د اېستلو لړۍ بنده کړي. دوی همداراز غوښتنه وکړه، چې د امریکا متحده ایالات دې د پي-۱ او پي-۲ کډوالۍ دوسیې په چټکۍ سره وڅېړي، ځکه چې ډېری دغه کورنۍ له کلونو راهیسې په بې برخلیکه حالت کې د انتظار شپې او ورځې تېروي.

په پېښور کې مېشتو دغو افغان کیس‌لرونکو پر خپلو ملاتړو او همکارانو، په ځانګړې توګه د افغان اېواک اېتلاف پر مشر شان ونډایور غږ وکړ، چې د دوی غږ، انځورونه او ویډیوګانې له رسنیو، سیاستوالو او دولتي چارواکو سره شریکې کړي.

افغان اېواک: امریکا لا هم د افغانانو پر وړاندې د کډوالۍ او هر ډول ویزو دروازې بندې ساتلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دوی وویل، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د ژغورلو او په امریکا کې د هغوی د خوندیتوب د تضمین لپاره بېړنیو او جدي اقداماتو ته اړتیا ده.

په پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکو او د امریکا د پخوانیو متحدینو قضیې وروسته له هغې بندې شوې چې سپینې ماڼۍ ته بیاځلي ډونالډ ټرمپ بریالی شو. هغه د واک په لومړۍ ورځ د افغان پناه‌غوښتونکو په ګډون د کډوالۍ ډېری پروګرامونه وځنډول.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳

د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

۴

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۵

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟