• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د کابل پوهنتون په چاودنه کې شاوخوا ۲۰ زده کړیالان ټپیان شوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱

له کابل څخه یوې باوري سرچینې شنبې ( د چنګاښ۱۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کابل پوهنتون پر لیلې د تیرې شپې چاودنه کې شاوخوا ۲۰ زده کړیالان ټپیان شوي دي.

 د سرچینې په وینا، دغه چاودنه کې څوک مړه شوي ندي خو ټپیان د درملنې لپاره د علي‌اباد روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بللی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه له کابل څخه عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي و، چې د جمعې په شپه شاوخوا اته بجې د کابل پوهنتون په لیليه کې چاودنه شوې ده. سرچینو د دغې چاودنې ډول لاسي بم ښودلی و.

سرچینې ویلي وو چې له چاودنې وروسته طالبانو له زده کړیالانو په کلکه غوښتي وو چې د باندې ونه لیدل شي.

همداراز هغو ویډیوګانو کې چې له پېښې لږ وروسته خپرې شوې وې، د پوهنتون د لیلیې شاوخوا یې څو امبولانسونه ښودل چې ټپیان یې لېږدول.

 طالبانو تر اوسه د یادې چاودنې په اړه څه ندي ویلي.

ډېر لیدل شوي

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده
۱

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

۲

راپور؛ په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوارځواکۍ او لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

۳

د زنبق چاودنې اوږد سیوری؛ د مرګ او ژوند ترمنځ د یوې کونډې مور د لوږې کیسه

۴

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان چارواکی: د افغانستان شمال د سیمې امنیت ته ګواښ دی

۵

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي