• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان ادعا کوي چې پر رینجرز ځواکونو د برید لپاره ۴ بریدګر له افغانستان څخه راغلي وو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو پر رینجرز ځواکونو د برید په تړاو د جماعت‌الاحرار د قومندان عمر قاري په ګډون شپږ کسان د برید اصلي طراحان بللي دي. په دغه برید کې چې ۸ ورځې مخکې ترسره شوی ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي وو. د یاد برید مسوولیت جماعت‌الاحرا ډلې منلی وو.

دغه مسئله د کراچۍ په ګلستان جوهر سیمه کې د رینجرز ځواکونو پر یوې ټرانسپورټي کمپنۍ د چاودنې او برید په تړاو د پیل شویو څېړنو په لړ کې څرګنده شوې ده.

د جيو‌نيوز د راپور له‌مخې، د دغه برید په تړاو رسمي قضیه د ترهګرۍ ضد پولیسو په اداره کې د رینجرز ځواکونو د فرعي مفتش اسد محمود خان له شکایت وروسته ثبت شوې ده. په دې دوسیه کې پر تورنو کسانو د ترهګرۍ، وژنې، د وژنې د هڅې، دولتي ملکیتونو او موټرو ته د زیان رسولو او په غیر قانوني توګه د وسلو او چاودیدونکو توکو د کارولو تورونه پورې شوي دي.

د کراچۍ پولیسو ادعا کړې، چې په دغه برید کې ښکېل څلور واړه بریدګر په افغانستان کې د مېشتې وسله‌والې جماعت‌الاحرار ډلې غړي دي او دغه کسان د عمر قاري، مولوي احرار او عبدالواجد په نومونو د دغې ډلې د قومندانانو له خوا پر رینجرز ځواکونو د برید په موخه په ځانګړي ډول پاکستان ته استول شوي وو.

د پولیسو په وینا، دغو بریدګرو ته په افغانستان کې د جماعت‌الاحرار د قومندانانو ملا طاهر افغاني، ملا عبدالمنان او عمر اپریدي له خوا د ترهګریزو بریدونو ځانګړې روزنه ورکړل شوې وه.

د تېرې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د کراچۍ په ګلستان جوهر سيمه کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز پر يوه دفتر وسله‌وال بريد کې درې سرتيري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز پر مرکز بريد کې درې سرتېري وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ياد بريد مسووليت جماعت‌الاحرار ډلې منلی وو.

د پاکستان پوځ ويلي وو، چې يوه بريدګر د دفتر يا کمپ په دروازه کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توتکو ته چاودنه ورکړې او دوه نور یې د رېنجرز ځواک له سرتيرو سره په نښته کې وژل شوي او يو بل په ټپي حالت کې نيول شوی وو.

د پاکستان پوځ: په کراچۍ کې د برید په تړاو یو افغان تبعه په ټپي حالت کې نیول شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

پوځ ادعا کړې وه، چې نيول شوی وسله‌وال افغان دی او د هغه يوه ويډيو یې هم خپره کړې وه.

ډېر لیدل شوي

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه
۱

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۲

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۳

د بېځایه شویو سازمان: په امریکا کې د افغان ښځو د بشپړ ادغام بهیر لا هم بشپړ شوی نه دی

۴

ملي بسیج جبهه: له طالبانو سره د سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل بشپړ بندول دایمي ثبات تضمینوي

۵

افغان ایواک: په پاکستان کې پاتې افغانې کورنۍ د کلونو انتظار او د شړلو له فشارونو شکایت کوي