په دې غونډه کې د سیمهییزو اتصال، سوداګرۍ، انرژۍ او لویو ترانسپورتي پروژو پر پراخېدو ټینګار وشو.
په کابل کې د جون په ۱۶مه جوړ شوی د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري بنسټونو فورم، چې د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان استازي پکې ګډون لري، د افغانستان او شمالي ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو د نوې او منظمې مرحلې نښه بلل شوې ده.
که څه هم د غونډې رسمي جزیات او د ګډونوالو بشپړ نوملړ لا نه دی خپور شوی، موجود راپورونه ښيي چې په دې فورم کې د افغانستان ترڅنګ د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او اذربایجان استازو ګډون کړی و.
د غونډې بحثونه تر ډېره د سیمهییز اتصال، اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ، پانګونې او سیمهییز ثبات پر محور راڅرخېدل.
دغه فورم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري تنظیم شوی و او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پهکې د پرانیستې وینا وکړه.
متقي په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان اړیکې له منځنۍ اسیا هېوادونو او اذربایجان سره په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې دي او دا چاره د سیمهییزو همکاریو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي. هغه افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ «طبیعي پُل» وباله او د لویو سیمهییزو پروژو لپاره یې د فکري او تحلیلي ملاتړ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دغه فورم کې د ټاپي د ګازو نللیکه، د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا پروژه، د لاجوردو دهلېز، د ټرانس-افغان رېل پټلۍ او نورې سیمهییزې ترانزیټي لارې له مهمو پروژو څخه یادې شوې.
راپورونه ښيي چې د رسمي ویناوو تر څنګ، دا فورم د یوې پراخې اقتصادي واقعیت نښه هم ده؛ هغه دا چې افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په زیاتېدونکي ډول د پروژو پر بنسټ اقتصادي اړیکو ته ننوځي.
د منځنۍ اسیا هېوادونو له ډلې ازبکستان د افغانستان د مهم اقتصادي شریک په توګه ځان تثبیت کړی دی.
د فورم د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا ۱،۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلې او هدف دا دی چې دا کچه په راتلونکو کلونو کې ۵ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.
دواړه هېوادونه د حيرتان–مزارشریف د رېل پټلۍ او د ټرانس-افغان رېل پټلۍ په ګډون په څو ستراتیژیکو پروژو کې ګډ کار کوي، چې په راتلونکي کې به منځنۍ اسیا د پاکستان له بندري لارو سره ونښلوي.
ازبک پانګونه د افغانستان د انرژۍ سکتور ته هم پراخه شوې، او په وروستیو میاشتو کې د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګریزو تړونونو یادونه هم شوې ده.
بل پلو، ترکمنستان د انرژۍ په برخه کې د افغانستان یو له مهمو شریکانو څخه بلل کېږي.
همدارنګه د ټاپي د ګازو نللیکه د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو ستره ګډه پروژه ده.
سربېره پر دې، د برېښنا لېږد، فایبر نوري شبکو او د اورګاډي پټلۍ په ځانګړي ډول د تورغونډي–هرات دهلېز په برخو کې هم همکاري روانه ده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ۹۰۰ میلیون ډالرو اوښتې ده.
ورته مهال، قزاقستان د افغانستان د غنمو او غلو د عمده سرچینې په توګه ځانګړی رول لري.
کلنۍ سوداګري د ۵۰۰ میلیون او ۱ میلیارد ډالرو ترمنځ اټکل شوې، او دواړه لوري غواړي دا کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.
د قزاقستان د غنمو ثابت عرضه د افغانستان د خوړو د بازار د ثبات لپاره مهم عامل بلل کېږي.
که څه هم د سوداګرۍ کچه یې محدوده ده، خو تاجکستان او قرغیزستان د سیمهییز اتصال په پروژو کې مهم رول لري.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د برېښنا د لېږد تر ټولو مهمه بېلګه ده چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا له شبکو سره نښلوي.
همدا ډول، د اذربایجان مستقیم اقتصادي حضور محدود دی، خو د کاسپین بحیرې د ترانسپورتي شبکې او د لاجوردو دهلېز له لارې د ختیځ او لویدیځ د سوداګرۍ په نښلولو کې مهم رول لري.
کارپوهان وایي، د کابل فورم اهمیت یوازې په فوري پایلو کې نه، بلکې په دې کې دی چې افغانستان په تدریجي ډول له امنیتي لیدلوري د اقتصادي اتصال، سوداګرۍ او سیمهییزو پروژو د برخهوال په توګه مطرح کېږي.
راپور زیاتوي چې دا بهیر د وروستیو ناستو لکه د افغانستان–منځنۍ اسیا د مشورتي ډیالوګ او د ترمذ فورم له لارې هم پیاوړی شوی دی.
سره له دې، د دې اقتصادي لید بشپړ تحقق به د امنیتي وضعیت، مالي سرچینو او سیاسي ارادې پورې تړلی وي.
تر اوسه د غونډې بشپړ ګډ اعلامیه او د ګډونوالو مفصل نوملړ نه دی خپور شوی، خو د شنونکو په باور دا فورم د افغانستان د تدریجي بدلون یو بل مهم ګام دی—له یوې امنیتي موضوع څخه د سیمهییز اقتصادي پلان برخه ته.