حنفي: په سږني کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۱۷ زره کسانو ګډون کړی و

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل، چې سږ کال په کانکور ازموینه کې ۱۱۷ زره او ۱۵۰ کسانو ګډون کړی و.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل، چې سږ کال په کانکور ازموینه کې ۱۱۷ زره او ۱۵۰ کسانو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه، چې که څه هم افغانستان محدود امکانات لري، خو له لومړنیو زده کړو تر پوهنتون پورې د دولت له لوري له زده کوونکو فیس نه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې لا هم ثانوي زده کړې وړیا نه دي.
حنفي وویل، چې د کانونو او د خلکو د مالیاتو له عوایدو څخه د ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو لګښتونه ورکول کېږي او له زده کوونکو یې وغوښتل چې د وخت قدر وکړي او شته فرصتونه غنیمت وبولي.

په نورستان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر محمد شعیب اسلامیار دیوې ۱۳ کلنې انجلۍ د تښتونې په تور نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی تېره ورځ د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
په نورستان کې ځايي سرچینو نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۱۵مه وویل، چې د طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر محمد شعیب اسلامیار د کونړ ولایت د چپې درې څخه د یوې دیارلس کلنې نجلۍ د تښتونې پرمهال د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولی دی.
د سرچینو په وینا، نوموړی له کونړ څخه د نورستان مرکز پارون ته لېږدول شوی او اوس مهال د امنیه قوماندانۍ په بندخونه کې زنداني دی.
سرچینې وايي، طالبان هڅه کوي چې دا مساله د جرګې له لارې حل کړي څو موضوع رسنیزه نه شي.
یوې سرچینې وویل:« د طالبانو مسوولین هڅې کوي چې د خپلې ډلې د غړي دا پېښه پټه وساتي او د خبرو له لارې موضوع ته د حل لاره پیدا کړي.»
محمد شعیب اسلامیار درې کاله د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو مدیر پاتې شوی دی.
د طالبانو د ادارې پر عدلي او قضايي ادارو نیوکه کیږي، چې له بیاځلي واک ته رسېدو راهیسې هڅه کوي د خپلو غړو جرمونه او فساد پټ وساتي او رسنیز نه شي.
تر اوسه طالبانو ددې موضوع په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ور کړي.
د سرچینې په وینا، د تښتول شوې نجلۍ د برخلیک په اړه معلومات نشته چې کورنۍ ته سپارل شوې او که زنداني شوې ده.
پاکستاني پولیسو د یوټیوب، ټېکټاک او خواله رسنیو لپاره د خپرونو جوړوونکي بصير بخشي او کرشمه تر څلور ورځني بند وروسته خوشې کړل. دوی زياتوي، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو په لرلو سره د څلورو ورځو لپاره بندیان شوي او د زندان پرمهال ذهني شکنجه شوي هم دي.
بصیر بخشي د افغانستان انټرنشنل-پښتو خبریال جواد شینواري ته وویل، چې د پېښور د هشنګرۍ سیمې د امام بارګاه لهخوا ورته د عاشورا د مراسمو څخه د خپرونې جوړولو لپاره بلنه ورکړل شوې وه. د هغه په وینا؛ کله چې یې د دغه مراسمو پوښښ کاوه نو، د ماښام شاوخوا شپږ بجې پولیسو ونیوه.
د بخشي په خبره؛ د بند پرمهال د پولیسو له سختو پوښتونو او پلټنو سره، سره له خپلې کورنۍ او ملګرو سره د اړیکې اجازه ورنه کړل شوه او ان د هغه کور ته هم د پلټنو لپاره ورغلل.
کرشمه چې په یوټیوب کې د افغان خوړو په اړه خپرونې کوي وايي، ویزه او د سفر بشپړ قانوني اسناد یې لرل او په زندان کې ۴ ورځې ذهني شکنجه شوې. هغه زیاتوي: «له پېښې وروسته له سخت ذهني فشار او رواني ستونزو سره مخ یمه، روغتیايي وضعیت مې لا هم ښه نهدی او د درملنې لپاره په وار، وار روغتون ته د تګ اړتیا پيدا شوې».
کرشمې له اړوندو چارواکو د یادې پېښې د پلټنې او د مسوولو کسانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه وکړه. د ځايي پولیسو مشر وارث خان بیا وایي، چې د محرم مراسمو پرمهال په پېښور کې د امنیت لپاره خورا سخت او هر اړخیز تدابیر نیول شوي وو؛ څو د عاشورا مراسم او مذهبي غونډې په امن فضا کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، دواړه کسان ځکه پولیسو نیولي وو چې د ناامنۍ په اړه یې خپرونې جوړولې او ناسم معلومات یې وړاندې کول. د وارث په خبره؛ دواړه کسان یې د قانوني اصولو له مخې د پلټنو لپاره نیولي وو او په زندان کې نه وو.
پاکستان د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک کړی او هره ورځ سلګونه افغان وګړي د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي. د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې په هېواد کې مېشت افغان وګړي باید د جولای تر ۱۱مې نېټې پورې له دغه هېواده ووځي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، که څه هم د افغانستان ناورین نور د نړۍ د خبرونو په سرلیکونو کې ځای نهلري؛ خو مېلیونونه افغانې کورنۍ یې لاهم هره ورځ اغېزې احساسوي.
اوچا ټینګار کړی، چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدل یوازې د خلکو د بېړنیو او لنډمهالو اړتیاوو په پوره کولو نهشي تضمینېدای. اوچا د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د بیارغونې هڅې باید د خلکو د معیشت د بېرته رغولو، د ټولنو د مقاومت او ځانبسیاینې د پیاوړتیا او له سیمهییزو ټولنو سره د یوه هیلهبښونکې راتلونکې جوړولو پر ملاتړ ولاړې وي.
دغه بنسټ په همدې تړاو د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د یوې ښځې خبرې هم خپرې کړې، چې د کلیوالو کورنیو د سخت اقتصادي وضعیت انځور وړاندې کوي. نوموړې ویلي: «خپل مېړه ته مې وویل؛ که نور د وزو لپاره د خوراک برابرولو وس نهلرو، نو باید هغه وپلورو، ځکه موږ لاهم د خپلو ماشومانو مړولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ یو».
افغانستان له ۲۰۲۱کال راهیسې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړۍ په کچه له سختو بشري ناورینونو سره مخ دی. د ناروې د کډوالو شورا تر دې وړاندې ویلي و، چې افغانستان ته د اړینو بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې شپږمه برخه برابره شوې ده.
دغه شورا همدارنګه ویلي، چې په ټوله نړۍ کې د بشري ناورینونو لپاره د مرستو کچه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او افغانستان د لومړي ځل لپاره د دغه بنسټ د «هېرو شویو ناورینونو» په نوملړ کې شامل شوی دی.
په کندهار کې ځایي طالب چارواکو په شفاهي ډول خبریالانو، رسنیو او د خواله رسنیو فعالانو ته ویلي، چې تر لسو کلونو د لوړ عمر لرونکو لادرکه شویو کسانو په اړه دې نور اعلانونه نه خپروي.
طالبانو دغه محدودیت له دې امله لګولی، چې دوی ګڼ ځوانان د ږېرې خریلو او د یادې ډلې د فرمانونو نه عملي کولو په تور نیسي او د کورنۍ خبرولو پرته یې زنداني کوي. په وروستیو اوونیو کې په کندهار او هلمند کې د ځوانانو د لادرکه کېدو پېښې زیاتې شوې او نږدې هره ورځ د یو یا څو ورکو شویو کسانو اعلانونه خپرېږي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو خبریالانو ته ویلي که د لسو کلونو څخه د لوړ عمر لرونکي کسان لادرکه شي، د هغه کورنۍ باید د اعلان خپرولو پر ځای د طالبانو اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي او له هغوی څخه د خپل ورکو خپلوان د موندلو غوښتنه وکړي.
ځینې سرچینې وايي، چې د دغه کسانو یوه برخه له قاچاقي لارو د هېواد پرېښودو هڅه کوي؛ خو په ورته وخت کې ګڼې کورنۍ وایي، ځینې ځوانان د امربالمعروف د محتسبینو لهخوا د ږېرې خرېلو، د موسیقۍ اورېدو او یا ورته نورو مواردو له امله نیول کېږي او د څو ورځو لپاره د طالبانو په بند کې ساتل کېږي، پرته له دې چې کورنیو ته یې سملاسي خبر ورکړل شي.
دغه شفاهي بندیز د خلکو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. یوشمېر اوسېدونکي او د رسنیو فعالان وایي، دغه اقدام نه یوازې د خلکو د معلوماتو ترلاسه کولو حق محدودوي؛ بلکې هغه کورنۍ هم له یوې مهمې وسیلې محروموي، چې د خپلو ورکو شویو خپلوانو د موندلو لپاره یې کاروله.
د خلکو په وینا؛ پخوا به امربالمعروف ډېری وخت خلکو ته یوازې سپارښتنې کولې او یا به یې د څو ساعتونو لپاره اړوند ریاست ته بېول، خو اوس د نیول شویو کسانو د ساتنې موده له درېیو ورځو تر یوې اوونۍ پورې رسېږي چې له امله یې کورنۍ د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه سختې اندېښنه لري.
د کندهار یو اوسېدونکی په دې اړه وایي: «کله چې د یوې کورنۍ ځوان ورک وي اعلان یې د هغه د موندلو تر ټولو اغېزمنه لاره وي؛ که دغه حق هم له خلکو واخیستل شي کورنۍ به نور څه وکړي؟»
یو بل مدني فعال باور لري، چې دغه پرېکړه د ستونزې د حل پر ځای د معلوماتو د خپرېدو مخه نیسي. همدارنګه د یوه ورک شوي ځوان د کورنۍ یو غړی وایي، د نیول شویو کسانو په اړه د معلوماتو نشتوالي کورنۍ له سختو روحي فشارونو سره مخ کړې.
هغه وویل: «کله چې زموږ د کور ځوان څو ورځې کور ته رانه شي او هېڅ اداره هم معلومات ورنه کړي، موږ اړ یو چې اعلان خپور کړو. که اعلان هم ونه کړو نو بله لار خو نهشته، موږ نه پوهیږو چې طالبان په دې کار سره څه غواړي».
بل لور ته یو سیمهییز خبریال وایي، د رسنیو یا خبریالانو دنده د خلکو خبرول دي او دغه ډول محدودیتونه د خبریالۍ پر کار مستقیم اغېز کوي. د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وايي، طالبان باید د هر کس د نیولو په صورت کې د هغه کورنۍ سملاسي خبره کړي او د قانوني بهیر په اړه ورته معلومات ورکړي؛ څو کورنۍ اړې نهشي چې د خپلو خپلوانو موندلو لپاره د ورکې اعلانونه خپاره کړي.
خلک وایي، په کندهار کې د طالب چارواکو دغه نوی اقدام د بیان ازادۍ او پر رسنیو د محدودیتونو په لړ کې یو بل تور باب دی. د دوی په خبره؛ د حقایقو پټول، د اعلاناتو سانسورول او له قانوني مراجعو پرته د ځوانانو جبري توقیف نه یوازې دا چې له هېواده د ځوانانو د تېښتې او د امر بالمعروف د تندلارۍ مخه نهشي نیولای؛ بلکې په ټولنه کې د بېباورۍ، رواني ناامنیو او له حکومت څخه د خلکو د کرکې لامل ګرځي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو افغانستان ته د سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ له زلزلهځپلو سیمو لیدنه کړې. نوموړي د یادې لیدنې پرمهال ویلي، چې ملګري ملتونه هڅه کوي د خلکو په ملاتړ د ټولنو د پرمختګ او ټیکاو زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) د خپل سفر په اړه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې له هر څلورو کسانو څخه درې یې د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي؛ هغه واقعیت چې په وینا یې د زلزلهځپلو سیمو د سفر پرمهال یې له نږدې لیدلی دی.
الکساندر ډي کرو د دې یادونه هم کړې، چې افغانستان تېر کال یو ویجاړوونکې زلزله تجربه کړه چې له امله یې د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ شول. هغه وویل: «د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د سیمهییزو ټولنو په همکارۍ د سرپناه جوړولو، د سېلابونو له امله د زیانونو د مخنیوي لپاره د استنادي دیوالونو جوړولو او د کاري فرصتونو برابرولو له لارې عادي حالت ته د خلکو د ژوند د بېرته راګرځولو لپاره هڅه کوي».
هغه د دغه اقداماتو موخه د خلکو د ژوند بېرته رغونه، د ټولنو د مقاومت پیاوړتیا او د ثبات بیا رامنځته کېدل وبلل او ټینګار یې وکړ: «بېړنۍ مرستې د خلکو ژوند ژغوري؛ خو پرمختګ د ټیکاو او د روښانه راتلونکي جوړولو زمینه برابروي».
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح هم د (UNDP) مشر الکساندر ډي کرو سره تېره ورځ کابل ته تللی. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پلاوي افغانستان ته د خلکو د ستونزو د لیدلو او ارزونې په موخه سفر کړی دی.