• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: په پاکستان کې افغان ډاکټران خپل طبي وسایل افغانستان ته لېږدوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې مېشتو افغان ډاکټرانو او سوداګرو د طالبانو د کډوالو چارو له استازي سره جلا جلا لیدنې کړې دي. ډاکټرانو د خپلو طبي وسایلو په لېږد کې د همکارۍ او ګمرکي معافیت غوښتنه کړې ده. سوداګرو هم د خپلو اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې پرتو خنډونو د هواري یادونه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه، د چنګاښ ۱۶مه ویلي،، چې په دې لیدنه کې د افغان ډاکټرانو استازو د خپلې راستنېدنې پر مهال د اسانتیاوو د برابرولو، د طبي وسایلو په لېږد کې د همکارۍ، د روغتیا په برخه کې د اړینو امکاناتو د برابرولو او د ګمرکي معافیت غوښتنه کړې ده.

هغوی ټینګار کړی، چې د دغو اسانتیاوو برابرول او د ګمرکي تعرفو معاف کول کولای شي د کډوالو د بېرته راستنېدنې او هېواد کې د هغوی د کارموندنې په برخه کې اغیزناک تمام شي.

افغان سوداګرو په دغو ناستو کې د خپلو سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې پرتو فرصتونو او خنډونو باندې خبرې کړې دي.

هغوی د خپلو کاري وسایلو او پانګې په لېږد کې د اسانتیا او همکارۍ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د شته ستونزو حلول به د کډوالو او کوربه ټولنو د کاري بوختیاوو او اقتصادي وضعیت له ښه‌والي سره مرسته وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په وینا، استازي یې ژمنه کړې، چې د کډوالو د ستونزو د هواري او هېواد ته د هغوی د باعزته لېږد لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د جولای له ۱۰مې نېټې به د پېښور ښار په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو او د هغوی د سوداګریزو فعالیتونو پرضد پراخ او سخت عملیات پیل شي.

پاکستان په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو قیودات او د هغوی د اخراج بهیر چټک کړي او ګڼ شمېر داسې افغانان هم د نیول کېدو شکایت کوي، چې په دغه هېواد کې د استوګنې د قانوني اسنادو درلودو یادونه کوي.

ډېر لیدل شوي

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي
۱

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۲

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۳

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي

۴
ځانګړی

طالبانو خپلو محلي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې نور له سوداګرو د مدرسو په نامه پیسې وانخلي

۵

کارپوه: په افغانستان کې عیسویان د نسل وژنې له جدي ګواښ سره مخ دي