له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو د کمېسیون مشر د کابل له یوې ځایي رسنۍ سره د مرکې پر مهال چې د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) خپره شوې وویل، چې له امریکا سره د دوحې د سولې تړون کې طالبانو د «نوي اسلامي دولت» د جوړولو ژمنه کړې وه. د ده په وینا، د دوی اوسنی حکومت د همدې ژمنې تطبیق دی، ځکه په خبره یې هم نوی او هم «اسلامي حکومت» یې رامنځته کړی دی.
شهاب الدین دلاور دا هم وویل، چې د طالبانو په څه باندې ۵ کلنه واکمنۍ کې د تېر جمهوري نظام تر یو نیم زرو پورې لوړپوړي چارواکي له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي او د ده په ادعا، له هیڅ ډول ستونزې سره نهدي مخ شوي.
هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله یادونه هم وکړه، چې په خبره یې کابل کې «خوندي» ژوند لري.
د حامد کرزي او عبدالله په اړه دا یادونه په داسې مهال بیا د یوه طالب چارواکي له لوري کیږي، چې پر هغوی د ورځ تر بلې زیاتیدونکو قیوداتو خبرونه زیات شوي دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو پر ضد ګڼې وسلهوالې جبهې کابو هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو ادعاوې کوي، خو دغه طالب چارواکی د دوی د نظام د مخکښو مخالفانو شمېر تر ۲۵ تنو بولي او ټينګار لري، چې دوی له خپلو مخالفانو سره د مذاکراتو اړتیا نه ویني.
دلاور څرګنده کړې، چې د دوی مخالفانو د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال، نه د دوی د جنګیالیو پر وړاندې څه وکړای شول او نه یې د ادعا له مخې، اوس د دوی پر وړاندې څه کولای شي.
د طالبانو د تماس کمېسیون مشر دغه راز له خپلو مخالفانو سره مذاکراتو ته غاړه اېښودل، هغوی ته د «حیثیت او رسمیت» ورکولو معادل وګڼل؛ هغه څه چې په وینا یې، دوی یې نهشي کولای.
شهاب الدین دلاور زیاته کړه: «دوی هېڅ نهشي کولای، چې دا ۲۰ کاله یې زموږ د مجاهدینو په مقابل کې څه ونهکړای شول، بیا یې هم نهشي کولای. سهي ده شهیدان به وشي، افغانستان به څه ناڅه خراب شي، خو دوی به هېڅکله دا ارمان ته ونهرسیږي چې هغسې خودسري شروع کړي او هغسې ملوک الطوایفي شروع کړي».
دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې عمومي مشر یې ملا هبتالله ورته له ځینو کسانو سره هېواد ته د ستنېدو لپاره د ټیلېفوني اړیکو او خبرو سپارښتنه کړې وه، خو دوی چا ته د ستنېدو د بلنې ډېره اړتیا نهویني.
دلاور څرګنده کړه، چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني په ګډون ټول بهر مېشتي افغانان له کومې بلنې پرته هېواد ته خپله را ستنېدای شي او دوی د «خوندیتوب» ډاډ ورکوي.
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو ځواکونو شمېر شاوخوا ۵۰۰ زره وښود او په تلویحي ډول یې خپل مخالفان پرې وګواښل.
د طالبانو مخالفو لوریو تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نهدی ښودلی، خو مخکې یې ټینګار کړی، چې مذاکراتو او یوې سیاسي- ملي حل لارې ته د طالبانو د نه چمتووالي په صورت کې به د هر ډول پېښیدونکو ناوړه پایلو مسوولیت د طالبانو پر غاړه وي.
شهاب الدین دلاور، په تازه مرکه کې دغه خبرداري ته په غبرګون کې وویل، چې دوی د مخالفانو له خبرداریو نهوېریږي.