له شارجې څخه کراچۍ ته روانه بار وړونکې الوتکه له رادار څخه ورکه شوې ده

د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې ويلي، چې د متحده عرب اماراتو له شارجې څخه د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه یوه بار وړونکې الوتکه د کراچۍ په لوېدیځ کې له رادار څخه ورکه شوې ده.

د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې ويلي، چې د متحده عرب اماراتو له شارجې څخه د پاکستان کراچۍ ښار ته روانه یوه بار وړونکې الوتکه د کراچۍ په لوېدیځ کې له رادار څخه ورکه شوې ده.
دغه الوتکه چې د «کی ټو ائیرویز» شرکت اړوند وه، له رادار څخه تر وتلو وړاندې د لوري موندنې (نیوګېشن) سیسټم کې د خرابۍ خبر ورکړی و او له هغې وروسته ورسره اړیکه پرې شوه.
ادارې پر خپله اېکس پاڼه وويل، دغه بوئینګ ۴۰۰-۷۳۷ الوتکه د «KTA1732» الوتنې په لړ کې د کراچۍ په ۱۵۰ مایله سویل کې د نیوګېشن سیسټم د خرابۍ خبر ورکړ او له هغې وروسته یې په چټکۍ سره لوړوالی له لاسه ورکړ.
د پاکستان د هوایي ډګرونو د ادارې ویاند ویلي، په دغې بار وړونکې الوتکه کې د عملې پنځه غړي سپاره وو او له پېښې سمدستي وروسته په سمندر کې د ژغورنې او لټون عملیات پیل کړل شوي دي. د ژغورنې د همغږۍ مرکز فعال شوی او بېلابېلې ادارې په دغو عملیاتو کې برخه لري ترڅو د الوتکې او د هغې د عملې برخلیک معلوم کړي.
د (جيو نيوز) د راپور له مخې، سرچینو ویلي چې دغه الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله د پنځو ورځو لپاره شارجې ته د ترمیم لپاره لېږدول شوې وه او د بېرته راګرځېدو په حال کې وه.
د معلوماتو له مخې، په شارجې کې د دغې الوتکې ترمیم د «ناردرن ټیکنیکس» په نوم شرکت کړی و، چې ویل کېږي د پاکستان د هوايي چلند د یوه پخواني سلاکار اړوند دی.