له پوتین او نتنیاهو تر هبتالله اخندزاده پورې، د نړۍ ګڼ لوړپوړي مشران د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو له حکم سره مخ شوي، خو د سیاسي واک، د دولتونو د ملاتړ او یا د هېوادونو د نه همکارۍ له امله نه دي نیول شوي. دا راپور د دغو قضیو حقوقي او سیاسي خنډونه څېړي.
کله چې تورن کسان خپله د واک په سر کې وي او د یوه هېواد ټول امنیتي او اجرایي بنسټونه د دوی تر واک لاندې وي، د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو حکم څنګه عملي کېږي؟
ایا له هبتالله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني پرته نور داسې مشران هم شته چې د واک، د دولتونو د ملاتړ یا د هېوادونو د نه همکارۍ له امله له نیول کېدو ژغورل شوي وي؟
د محکمې په وینا، داسې معقول دلایل شته چې دواړو د ښځو، نجونو او هغو کسانو پر ضد چې د جنسیت له امله په نښه شوي، د جنسیتي ځورونې او تعقیب په بڼه د بشریت ضد جرمونو کې رول درلود.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دوه لوړپوړي چارواکي د ښځو او نجونو پر ضد د رسمي تګلارو له امله د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو له حکم سره مخ کېږي.
د دوی د نه نیول کېدو تر ټولو لوی لامل دا دی چې خپله د افغانستان واکمنان دي. طالبان د پولیسو، استخباراتو، محکمو، زندانونو او رسمي پولو کنټرول په لاس کې لري، نو په افغانستان کې داسې خپلواک اجرایي ځواک نشته چې د نړیوالې جزايي محکمې حکم عملي کړي.
له حقوقي پلوه افغانستان د روم د اساسنامې غړی هېواد دی او د نړیوالې جزايي محکمې صلاحیت پرې نافذ دی، خو دا غړیتوب هغه مهال عملي اغېز لري چې واکمنه اداره له محکمې سره همکاري وکړي.
طالبانو د محکمې صلاحیت رد کړی دی. د دوی د بهرنیو چارو وزارت او ویاند د محکمې دا اقدام سیاسي او مغرضانه بللی او ویلي یې دي چې د محکمې واک نه مني.
له همدې امله، د افغانستان دننه د دې حکم عملي کېدل تر هغو ناشوني ښکاري، څو چې یا د واک انډول بدل نه شي او یا داسې ځواک رامنځته نه شي چې له محکمې سره همکاري وکړي.
له حقوقي اړخه، که هبتالله اخندزاده یا عبدالحکیم حقاني د روم د اساسنامې غړي هېواد ته سفر وکړي او هغه هېواد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي، د دوی د نیولو او هاګ ته د سپارلو قانوني زمینه موجوده ده. خو د پوتین او نتنیاهو د قضیو تجربې ښيي چې سیاسي، امنیتي او ډیپلوماتیک فشارونه کله ناکله د دې حکمونو د عملي کېدو مخه هم نیسي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د ایران له لوري فارس خلیج کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونو د امریکا او ایران ترمنځ لنډمهالی تړون نقض کړی او تهران په دې اقدام سره تېروتنه کړې ده.
مکرون د چهارشنبې په ورځ د ناټو سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، سره له دې چې ایران د اوربند له چوکاټه سرغړونه کړې، خو تمه لري د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځني اوربند په چوکاټ کې سیاسي او ډیپلوماټیکې ناستې دوام ومومي.
تر دې مخکې د همدې سرمشریزې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره معامله او خبرې اترې یوازې د وخت ضایع کول دي او د ده په اند نور له تهران سره د خبرو بهیر پای ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړې وه چې د خبرو اترو دوام ته لېوالتیا نه لري.
د فرانسې ولسمشر همداراز وویل، د ناټو د مشرانو په غونډه کې یې د ټرمپ له لوري د اروپايي متحدانو په اړه کومه نیوکه نه ده اورېدلې.
هغه زیاته کړه، د فرانسې او بریتانیا هغه ګډ وړاندیز چې د هرمز تنګي د امنیت لپاره د یو سمندري ماموریت د جوړولو په اړه دی، لا هم پر خپل ځای پاتې دی.