• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور محکمه: د افغان پناه غوښتونکو دوسیې دې په جبري توګه د نه ستنولو اصل له مخې وڅېړل شي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د پېښور سترې محکمې فدرالي حکومت ته لارښوونه کړې، چې د افغان پناه‌غوښتونکو دوسیې دې «په جبري توګه د نه ستنولو» د اصل له مخې وڅېړي. د دغه اصل له مخې؛ هېڅ څوک باید هغه هېواد ته په زور ستانه نه‌شي، چې ژوند، ازادي یا امنیت یې له ګواښ سره مخ وي.

د افغان پناه‌غوښتونکو وکیلانو محکمې ته ویلي، که څه هم پاکستان له ۱۹۵۱کال راهیسې د کډوالو د کنوانسیون غړی نه‌دی؛ خو د اساسي قانون له مخې د خلکو د ژوند، عزت، ازادۍ او قانوني بهیر د خوندي کولو مکلفیت لري.
بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت محکمې ته ویلي، هر افغان وګړی چې له قانوني ویزې او پاسپورټ پرته په پاکستان کې اوسېږي؛ باید بېرته افغانستان ته واستول شي، که څه هم د کوم درېیم هېواد د مېشتېدو په پروګرام کې شامل وي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې د بهرنیانو د اوسېدو چارې د ۱۹۴۶کال د بهرنیانو د قانون له مخې یوازې د فدرالي حکومت صلاحیت دی. دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جون په ۲۸مه اعلان کړی؛ د جولای تر لسمې وروسته به هر هغه افغان وګړی ونیول شي، چې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې پاتې وي.
د پاکستان حکومت ویلي، ټولو ایالتي حکومتونو او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې د بې‌اسناده افغانانو د اېستلو بهیر چټک کړي او د جولای تر ۱۰مې وروسته دې د بې‌اسناده افغانانو پر ضد سملاسي اقدام وکړي.

ډېر لیدل شوي

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک
۱
ځانګړی

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت له امله زرګونه کسان بې‌کاره شوي

۳

الجزیره خبري شبکه: مسکو د طالبانو او پاکستان تر منځ د منځګړیتوب هڅې کوي

۴

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

۵

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی