د ترکیې ولسمشر: سیمه د یوې بلې جګړې د زغملو توان نه لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو په حل کې تر ټولو مهمه خبره د اختلافونو د هواري لپاره د سیاسي ارادې ساتل دي او ټینګار یې کړی چې سیمه د نوې جګړې د زغملو توان نه لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اردوغان د چهارشنبې په ورځ د ناټو د مشرانو غونډې په پای کې وویل چې د سیمې د کړکېچونو د حل لپاره باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره پیاوړې شي.
هغه د اسلاماباد د وروستي توافق هرکلی وکړ او ویې ویل چې باور لري په پای کې به «سلیم عقلبریالی شي».
د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ: «زموږ سیمه د یوې نوې شخړې او جګړې د زغملو توان نه لري.»
د اردوغان دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي او د سیمې د نورو کړکېچونو له امله، د نړیوالې ټولنې اندېښنې زیاتې کړې دي.
