• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

له پوتین او نتنیاهو تر هبت‌الله اخندزاده پورې، د نړۍ ګڼ لوړپوړي مشران د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو له حکم سره مخ شوي، خو د سیاسي واک، د دولتونو د ملاتړ او یا د هېوادونو د نه همکارۍ له امله نه دي نیول شوي. دا راپور د دغو قضیو حقوقي او سیاسي خنډونه څېړي.

نړیوالې جزایي محکمې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم د بشریت ضد جرمونو، د جنسیتي ځورونې او تعقیب په تور صادر کړ.

کله چې تورن کسان خپله د واک په سر کې وي او د یوه هېواد ټول امنیتي او اجرایي بنسټونه د دوی تر واک لاندې وي، د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو حکم څنګه عملي کېږي؟

ایا له هبت‌الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني پرته نور داسې مشران هم شته چې د واک، د دولتونو د ملاتړ یا د هېوادونو د نه همکارۍ له امله له نیول کېدو ژغورل شوي وي؟

دا لیکنه همدې پوښتنې ته ځواب وايي او د هغو مشرانو دوسیې څېړي چې نړیوالې جزايي محکمې یې د نیولو حکم صادر کړی، خو سیاسي واک، حکومتي ملاتړ او یا د هېوادونو سیاسي محاسبې د هغوی د نیولو مخه نیولې ده.

عمر حسن احمد البشیر؛ هغه ولسمشر چې سفرونه یې وکړل، خو ونه نیول شو

عمر حسن احمد البشیر د هغو مهمو مشرانو له ډلې دی چې نړیوالې جزايي محکمې یې د نیولو حکم صادر کړی، خو هېڅکله هاګ ته ونه سپارل شو.

محکمې د ۱۳۸۷ کال د حوت په ۱۴مه د دارفور د جګړې پر مهال د جګړه‌ییزو جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د هغه د نیولو لومړنی حکم صادر کړ او د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ په ۲۱مه یې د نسل‌وژنې تور هم ورزیات کړ.

تر هغه چې البشیر د سوډان ولسمشر و، پوځ، امنیتي ادارو او حکومتي جوړښت ترې ساتنه کوله. هغه څو هېوادونو ته سفرونه هم وکړل، خو ونه نیول شو.

وروسته له هغې چې په ۱۳۹۸ کال کې د ولسي اعتراضونو په پایله کې له واکه لرې شو، د سوډان پوځ ونیو، خو دغه نیول د نړیوالې جزايي محکمې د حکم د عملي کېدو له امله نه و او سوډان هغه هاګ ته ونه سپاره.

100%

معمر القذافي؛ د نیولو هغه حکم چې د تورن له مړینې سره پای ته ورسېد

نړیوالې جزايي محکمې د ۱۳۹۰ کال د سرطان په ۶مه د معمر القذافي، د هغه د زوی سیف الاسلام قذافي او د لیبیا د استخباراتو د مشر عبدالله السنوسي د نیولو حکم صادر کړ.

دوی د ۱۳۹۰ کال د ولسي پاڅون پر مهال د ملکي وګړو د وژنې او ځورونې په تور د بشریت ضد جرمونو باندې تورن شوي وو.

خو قذافي هېڅکله ونه نیول شو. د کورنۍ جګړې، د دولت د پرځېدو او د حکومتي جوړښت د نشتوالي له امله د هغه ژوندي سپارل ناممکن شول.

هغه د ۱۳۹۰ کال د تلې په ۲۸مه د خپلو مخالفانو له خوا ووژل شو او محکمې یې وروسته دوسیه وتړله.

100%

ولادیمیر پوتین؛ هغه ولسمشر چې حکم لري، خو هېواد یې د محکمې غړی نه دی

د یوه هېواد د نړیوالې جزايي محکمې غړیتوب نه لرل، د محکمې حکم په خپله نه باطلوي.

که یو هېواد د روم د اساسنامې غړی وي، د محکمې له حکمونو سره همکاري ورته لازمه ده. خو روسیه د روم د اساسنامې غړې نه ده.

محکمې د ۱۴۰۱ کال د حوت په ۲۶مه د پوتین او د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ماشومانو د حقونو د کمېشنرې ماریا لووا-بیلووا د نیولو حکم صادر کړ.

دوی د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه روسیې ته د ماشومانو د ناقانونه لېږد په تور د جګړه‌ییز جرم په ارتکاب تورن دي.

د پوتین د نه نیول کېدو اصلي لامل د روسیې سیاسي او پوځي ځواک دی. روسیه د محکمې صلاحیت نه مني او د حکم د عملي کولو لپاره هېڅ کورنی میکانیزم نه لري.

که پوتین د روم د اساسنامې غړي هېواد ته سفر وکړي، هغه هېواد له قانوني پلوه د هغه د نیولو مکلفیت لري، خو د ۱۴۰۳ کال په وږي کې مغولستان، سره له دې چې د محکمې غړی و، پوتین ونه نیوه او وروسته محکمې وویل چې مغولستان د همکارۍ له مکلفیت څخه سرغړونه کړې ده.

100%

سرګي شویګو او والري ګراسیموف

محکمې د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۴مه د دغو دواړو روسي چارواکو د نیولو حکم هم صادر کړ.

دوی د اوکراین د برېښنايي زیربناوو پر ضد د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله د جګړه‌ییزو جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په ارتکاب تورن شوي دي.

د دوی د نه نیول کېدو لامل هم د پوتین په څېر د روسیې نه همکاري او د واک په جوړښت کې د دوی شتون دی.

100%

بنیامین نتنیاهو او یوآو ګالانټ؛ د متحدانو د سیاسي ملاتړ تر سیوري لاندې

نړیوالې جزايي محکمې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادر کړ.

محکمې ویلي چې د غزې په جګړه کې د لوږې د جګړه‌ییزې وسیلې په توګه د کارولو، وژنو، ځورونو او نورو غیرانساني کړنو په تړاو د جګړه‌ییزو او د بشریت ضد جرمونو د ترسره کولو معقول دلایل شته.

د دوی د نه نیول کېدو اصلي لاملونه دا دي چې اسراییل د محکمې غړی نه دی، د محکمې صلاحیت نه مني او متحده ایالات یې نږدې متحد دی.

سربېره پر دې، ځینو غړو هېوادونو هم سیاسي ملاحظې کړې دي. د بېلګې په توګه، نتنیاهو هنګري ته سفر وکړ، خو ونه نیول شو او وروسته محکمې وویل چې هنګري هم د همکارۍ له مکلفیت څخه سرغړونه کړې ده.

100%

محمد ضیف؛ هغه قوماندان چې د نیولو تر حکم مخکې وژل شوی و

محکمې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د محمد ضیف د نیولو حکم هم صادر کړ.

هغه د ۱۴۰۲ کال د تلې د ۱۵مې د بریدونو په تړاو د بشریت ضد او جګړه‌ییزو جرمونو په تور تورن شوی و.

خو د هغه د نه نیول کېدو اصلي لامل لومړی جګړه او پټ ژوند و، او وروسته یې مړینه وه. محکمې د هغه له مړینې وروسته دوسیه وتړله.

100%

هبت‌الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني؛ کله چې تورن خپله د واک په سر کې وي

نړیوالې جزايي محکمې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده او د دغه ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.

د محکمې په وینا، داسې معقول دلایل شته چې دواړو د ښځو، نجونو او هغو کسانو پر ضد چې د جنسیت له امله په نښه شوي، د جنسیتي ځورونې او تعقیب په بڼه د بشریت ضد جرمونو کې رول درلود.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دوه لوړپوړي چارواکي د ښځو او نجونو پر ضد د رسمي تګلارو له امله د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو له حکم سره مخ کېږي.

د دوی د نه نیول کېدو تر ټولو لوی لامل دا دی چې خپله د افغانستان واکمنان دي. طالبان د پولیسو، استخباراتو، محکمو، زندانونو او رسمي پولو کنټرول په لاس کې لري، نو په افغانستان کې داسې خپلواک اجرایي ځواک نشته چې د نړیوالې جزايي محکمې حکم عملي کړي.

له حقوقي پلوه افغانستان د روم د اساسنامې غړی هېواد دی او د نړیوالې جزايي محکمې صلاحیت پرې نافذ دی، خو دا غړیتوب هغه مهال عملي اغېز لري چې واکمنه اداره له محکمې سره همکاري وکړي.

طالبانو د محکمې صلاحیت رد کړی دی. د دوی د بهرنیو چارو وزارت او ویاند د محکمې دا اقدام سیاسي او مغرضانه بللی او ویلي یې دي چې د محکمې واک نه مني.

100%

له همدې امله، د افغانستان دننه د دې حکم عملي کېدل تر هغو ناشوني ښکاري، څو چې یا د واک انډول بدل نه شي او یا داسې ځواک رامنځته نه شي چې له محکمې سره همکاري وکړي.

له حقوقي اړخه، که هبت‌الله اخندزاده یا عبدالحکیم حقاني د روم د اساسنامې غړي هېواد ته سفر وکړي او هغه هېواد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي، د دوی د نیولو او هاګ ته د سپارلو قانوني زمینه موجوده ده. خو د پوتین او نتنیاهو د قضیو تجربې ښيي چې سیاسي، امنیتي او ډیپلوماتیک فشارونه کله ناکله د دې حکمونو د عملي کېدو مخه هم نیسي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

مېرڅ: د ایران له لوري د اوربند تر نقض وروسته د امریکا پوځي ځواب پرځای و

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱
مېرڅ: د ایران له لوري د اوربند تر نقض وروسته د امریکا پوځي ځواب پرځای و
100%

د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ ویلي، د جرمني په باور ایران د اوربند تړون مات کړی او د امریکا هغه پوځي ځواب، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شو، پر ځای و.

مېرڅ د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د ناټو سرمشریزې په څنډه کې وویل، تهران د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې او له همدې امله د امریکا پوځي اقدام د توجیه وړ و.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې له ایران سره باید داسې یوه هوکړه وشي چې د دغه هېواد اټومي پروګرام د تل لپاره پای ته ورسوي.

د جرمني لومړي وزیر زیاته کړې، په هر ډول راتلونکې هوکړه کې باید دا هم تضمین شي چې د هرمز تنګی د نړیوالې بېړۍ چلونې پر مخ د تل لپاره پرانیستی پاتې شي.

پر غزې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۷ فلسطینیان وژل شوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۱
پر غزې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۷ فلسطینیان وژل شوي
100%

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، د چارشنبې په ورځ د اسراییل په هوايي بریدونو او ډزو کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان وژل شوي دي. خو د اسراییل پوځ ویلي، په غزه کې یې وسله‌وال په نښه کړي دي.

د غزې روغتیايي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د غزې یوه ښوونځي ته نږدې د اسراییل په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او په دوو جلا پېښو کې ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د اسراییل پوځ ویلي، په غزه کې یې وسله وال په نښه کړي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دې ورکړي

همدارنګه د غزې په سوېل د خان یونس د المواصي په سیمه کې د بېځایه شویو خلکو پر یوه خېمه د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه څلور کسان چې یو پکې ۱۰ کلن ماشوم و، وژل شوي دي.

روغتیايي کارکوونکو همدارنګه ویلي، د غزې ښار لوېدیځ ته پر یوه موټر په برید کې یو بل کس هم وژل شوی، چې ورسره د ورځې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه اوو تنو ته رسېدلی دی.

د اسراییل پوځ د دغو وروستیو پېښو په اړه سملاسي څه نه دي ویلي.

پاکستاني ژغورونکو په عرب سمندر کې د ورکې شوې کارګو الوتکې پاتې شوني وموندل

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱
پاکستاني ژغورونکو په عرب سمندر کې د ورکې شوې کارګو الوتکې پاتې شوني وموندل
100%

پاکستاني ژغورونکو د دغه هېواد د کې‌۲ هوايي شرکت د بوینګ ۷۳۷ کارګو الوتکې پاتې شوني د کراچۍ له ساحله لرې په عرب سمندر کې موندلي، خو د هغې د ۵ کسیزې عملې د برخلیک په اړه لا هم معلومات نشته او د لټون عملیات روان دي.

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې ویلي، د دغې کارګو الوتکې پاتې شوني د اورمړې بندر سویل ته په ۵۳ سمندري میله واټن کې موندل شوي دي. د دغې ادارې په وینا، د پاکستان سمندري ځواک او د سمندري امنیت ادارې د الوتکې د پنځه کسیزې عملې د موندلو لپاره د هوا او سمندر له لارې ګډ عملیات جاري ساتلي دي. د «K2» هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، په دغه عمله کې دوه پیلوټان، دوه انجنیران او یو مرستندویه کارکوونکی شامل دي.

چارواکو تر اوسه د هغوی د برخلیک په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي، خو لومړي وزیر شهباز شریف د عملې له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د الوتنو د څار د معلوماتو له مخې، الوتکې تر لوېدو مخکې په لوړه ارتفاع کې څو ناڅاپي بدلونونه درلودل او وروسته په ډېر چټک ډول ښکته شوې ده.

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې ویلي، الوتکې د شپې په ۹ بجو او ۱۸ دقیقو د ناوبرۍ د سیستم د ستونزې راپور ورکړی و. هوايي ترافیک کنټرول هڅه وکړه چې الوتکې ته لارښوونه وکړي، خو درې دقیقې وروسته له رادار څخه د الوتکې نښې ورکې شوې.

که د عملې مړینه تایید شي، دا به په پاکستان کې له ۲۰۲۰ کال وروسته لومړنۍ مرګونې هوايي پېښه وي. په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان نړیوال هوايي شرکت یوه الوتکه د کراچۍ هوايي ډګر ته د ناستې پر مهال ولوېده چې ۹۷ کسان پکې وژل شوي وو.

مکرون: ایران د امریکا پر اډو له بریدونو سره لنډمهالی تړون مات کړ

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱
مکرون: ایران د امریکا پر اډو له بریدونو سره لنډمهالی تړون مات کړ
100%

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د ایران له لوري فارس خلیج کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونو د امریکا او ایران ترمنځ لنډمهالی تړون نقض کړی او تهران په دې اقدام سره تېروتنه کړې ده.

مکرون د چهارشنبې په ورځ د ناټو سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، سره له دې چې ایران د اوربند له چوکاټه سرغړونه کړې، خو تمه لري د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځني اوربند په چوکاټ کې سیاسي او ډیپلوماټیکې ناستې دوام ومومي.

تر دې مخکې د همدې سرمشریزې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره معامله او خبرې اترې یوازې د وخت ضایع کول دي او د ده په اند نور له تهران سره د خبرو بهیر پای ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړې وه چې د خبرو اترو دوام ته لېوالتیا نه لري.

د فرانسې ولسمشر همداراز وویل، د ناټو د مشرانو په غونډه کې یې د ټرمپ له لوري د اروپايي متحدانو په اړه کومه نیوکه نه ده اورېدلې.

هغه زیاته کړه، د فرانسې او بریتانیا هغه ګډ وړاندیز چې د هرمز تنګي د امنیت لپاره د یو سمندري ماموریت د جوړولو په اړه دی، لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

حقاني د افغان کډوالو په لېږد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له همکاریو مننه وکړه

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۱
حقاني د افغان کډوالو په لېږد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له همکاریو مننه وکړه
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د لېږد او ملاتړ په برخه کې د دغې ادارې له هڅو او همکاریو مننه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، حقاني د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر برهم صالح او مل پلاوي سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، حقاني د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مشرتابه د سفر هرکلی وکړ او ویې ویل چې د افغان کډوالو د لېږد او د هغوی د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هڅې او همکاري د ستاینې وړ دي.

په همدې لیدنه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ویلي چې اداره یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ او افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی او مرستندویه ادارو د راستنېدونکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې مرستې روانې ساتلې دي.