ملا برادر: د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته اړوو

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د دوی اقتصادي تګلاره دا ده چې د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته واړوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د دوی اقتصادي تګلاره دا ده چې د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته واړوي.
ملا برادر د جبل السراج د سمنټو فابریکې د دویم تولیدي واحد د عملي کار د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې افغانستان د طبیعي سرچینو، بشري ظرفیتونو او مناسب جغرافیایي موقعیت له امله د صنعت د ودې او پراختیا لپاره پراخ امکانات لري او اداره یې هڅه کوي له دغو ظرفیتونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخلي.
هغه صنعت د هر هېواد د اقتصادي ځواک له مهمو بنسټونو وباله او په وینا یې، هغه هېوادونه چې خپلې صنعتي زیربناوې یې پیاوړې کړې، د اقتصادي ثبات، د بېکارۍ د کمېدو، د صادراتو د زیاتوالي او د خلکو د ژوند د کچې د لوړوالي په برخو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د طالبانو اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې د کورني سمنټو د تولید په زیاتېدو سره به وارداتو ته اړتیا کمه شي، د هېواد د اسعارو د وتلو مخه به ونیول شي، زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي، ملي عواید به لوړ شي او اقتصادي فعالیتونه به لا چټک شي.
د دې کارخونې د سمنټو د تولید ظرفیت په ۲۴ ساعتونو کې ۵زره ټنه ښودل شوی.
د طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې د سمنټو د تولیدي کارخونو شمېر ۹ ته رسېدلی او په فعالیت سره به یې په ورځني ډول ۳۰ زره ټنه سمنټ تولید شي.
افغانستان دمګړۍ خپله ستره برخه سمنټ له ایران نه واردوي، خو له دې وړاندې یوه برخه سمنټ له پاکستان نه هم واردېدل.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د هند او افغانستان د ګډې کمېټې څلورم پړاو ناسته نن په ډیلي کې د هندي او طالب ډیپلوماټانو په ګډون شوې ده. په ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیرجېسوال پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دې ناسته کې د هندي پلاوي مشري د دغه وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران څانګې سکرټر اېم انند پرکاش او د طالبانو له لوري مشري د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي څانګې مرستیال شعیب بریالي کوله.
جېسوال ویلي، چې په یاده ناسته کې د هند او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي.
هند او طالبانو د یادې ناستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دغه ناسته داسې مهال کیږي، چې د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري د نوي ډيلي په سفر بوخت دی.
دا په تېرو څو کلونو کې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، نوي ډیلي ته د طالبانو د درېیم وزیر سفر دی.
طالبانو له اسلام اباد سره د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې تودې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې الیزابت سټېکني له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو د یرغمل نیونې سیاست جاري ساتلی او له افغان ښځو سره یې چلند وحشتناک دی. نوموړې وویل، چې طالبان د افغان ښځو حقونه نقض کوي او باید دې ته د پای ټکی کیږدي.
الیزابت سټېکني د پنجشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې له بده مرغه دوی ویني طالبان د یرغمل نیونې سیاست ته دوام ور کوي. نوموړې زیاته کړه ، چې متحده ایالات غواړي په ناحقه نیول شوي ټول امریکايي وګړي خوشي شي.
هغې وویل، چې د ټرمپ د ادارې لومړیتوب د امریکا ګټې او د امریکايي وګړو ملاتړ دی.
نوموړې د افغانستان په تړاو د امریکا د سیاستونو په اړه پوښتنو ته په ځواب کې وویل، چې « موږ فعال یو».
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په شخصي لباس کې د طالبانو د سرتېرو ګرځېدو دا ستونزمنه کړې چې خلک د طالبانو د وسلهوالو او غلو ترمنځ توپیر وکړای شي.
د کندهار ښار ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دې وروستیو کې په ښار کې د داسې وسله والو کسانو ګرځېدل او د پلتڼځایونو جوړول زیات شوي چې رسمي نظامي یونیفورم نه لري.
دوی وايي، چې دا کار د دې لامل شوی چې عام خلک د نامسووله وسله والو او طالبانو د نظامیانو ترمنځ توپیر ونه شي کړای.
د کندهار ښار اوسېدونکو ویلي، چې په شخصي جامو کې د وسله والو ګرځېدو سره په ښار کې د غلاوو او جنايي پېښو کچه هم لوړه شوې ده او «ښايي ځینې طالب وسله وال په دې غلاوو کې لاس ولري».
د کندهار ښار دریو اوسېدونکو چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وویل:«که شپه وي، که ورځ وي، ځینې کسانو په شخصي جامو کې له وسلو سره چیک پاینټونه اچولي وي، تلاشي کوي».
یو بل تن ددې موضوع په تایید سره وویل، « موږ نه پوهیږو چې ایا دا مسوول کسان دي او یا هم غله دي. کیدای شي همدا کسان به غلا هم کوي ځکه کوم کسان چې غلا کوي هغوی سره هم په شخصي جامو کې وسلې وي».
د کندهار ښار دغه اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په ښار کې د وسلو په زور د غلاوو کچه لوړه شوې ده. د دوی په وینا، وسلهوال غله د شپې له لورې له زرغونو لېزري څراغونو هم استفاده کوي او له خلکو څخه وسایط په زور اخېستل کېږي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي:« زه خپله د همداسې پېښو شاهد یم، چې وسله وال کسان د شپې ناوخته خلکو ته د لیزرې څراغونو په وسیله اشاره کوي او خلک داسې فکر کوي چې دا امنیتي کسان دی، خو وروسته خبریږو چې غله وو».
د کندهار ښار اوسېدونکي له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې مسوول کسان باید د دندو پرمهال ځانګړی یونیفورم ولري څو د مسوولو کسانو او غلو ترمنځ یې په اسانۍ توپیر وشي.
په داسې وخت کې چې افغانې ښځې د خپلو اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د خبرو د میز مشري یوې ښځې ته وسپارله. رباب فاطمه د ملګرو ملتونو درېیمه ښځینه استازې ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د یوناما مشري ورسپارل کېږي.
له هغې مخکې کاناډایۍ ډیپلوماټې ډیبورا لاینز د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت مشري کړې وه او وروسته د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا دې مقام ته غوره شوه.
دا چې د افغانستان په اړه د نړۍ تر ټولو مهم سیاسي ماموریت درې ځله پرلهپسې ښځو ته سپارل کېږي، د شنونکو له نظره، ناڅاپي انتخاب نه دی.
لومړۍ ښځه چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ځانګړې استازې په توګه وټاکله، ډیبورا لاینز کاناډایۍ ډیپلوماټه وه، چې له اوږدې نړیوالې تجربې وروسته یې په ۲۰۲۰ کال کې دیوناما مشري پرغاړه واخېسته. هغې د افغانستان د جمهوریت د وروستیو کلونو، د سولې خبرو او د سیاسي بدلونونو په یوه خورا حساس وخت کې د ملګرو ملتونو استازیتوب وکړ.
له هغې وروسته د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره روزا اوتونبایوا په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په توګه کابل ته لاړه. اوتونبایوا په خپلو راپورونو او څرګندونو کې په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
رباب فاطمه داسې مهال ټاکل کېږي چې افغان ښځې او نجونې د زدهکړو، کار او عامه ژوند په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. له همدې امله، د یوې ښځینه نړیوالې استازې ټاکل کېدل د افغان ښځو لپاره یو سمبولیک پیغام لري چې د هغوی موضوع لا هم د نړیوالې اجنډا په سر کې ده.
په ځانګړي ډول، د رباب فاطمې مخکینۍ تجربې دا موضوع لا مهمه کوي. هغې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجرایوي بورډ مشري کړې، د سولې د ټینګښت کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره پاتې شوې او د نړیوالو پراختیايي پروګرامونو په رهبرۍ کې یې رول لوبولی دی.
طالبان او د ملګرو ملتونو ښځینه ډیپلوماسي
افغانستان د تېرو لسیزو په اوږدو کې د جګړې، سیاسي بدلونونو او نړیوالو مداخلو مرکز پاتې شوی دی.
خو د ملګرو ملتونو له نظره، د افغانستان حل یوازې له امنیتي او سیاسي خبرو نه شي راتللی، بلکې بشري حقونه، ښځې، نجونې، تعلیم او ټولنیز مشارکت هم د دې معادلې مهم عناصر دي.
د دریو ښځینه استازو پرلهپسې ټاکنه ښايي دا پیغام ولري چې نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو کې د قدرت د کړیو ترڅنګ د ټولنې د هغو برخو غږ هم شامل کړي چې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.
رباب فاطمه له پراخې نړیوالې تجربې او پیاوړي دیپلوماتیک شالید سره دغه ماموریت ته راځي، خو د افغانستان اوسنی واقعیت به د هغې لپاره له خپلو پخوانیو دندو څخه تر ټولو پېچلو ازموینو یوه هغه وي. د جګړې له میراث، سیاسي بېباورۍ، بشري اړتیاوو او د ښځو حقونو له موضوعاتو سره هممهاله تعامل به د هغې د ماموریت تر ټولو لویه ننګونه وي.
اصلي پوښتنه دا ده چې ایا نړیواله ډیپلوماسي به د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له سیاسي دریځونو عملي پایلو ته ورسېږي او که دا ټاکنه به یوازې د نړیوالې ټولنې د اندېښنو او دریځونو یوه سمبولیکه نښه پاتې شي؟
د ملګرو ملتونو لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې له یوې خوا له طالب چارواکو سره د تعامل لارې خلاصې وساتي او له بلې خوا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل اصولي دریځ وساتي. د رباب فاطمې پخوانۍ تجربې ښيي چې نوموړې د مذاکراتو، نړیوالو ایتلافونو او د بشري موضوعاتو په مدیریت کې پراخه تجربه لري.
احتمال دی، چې د هغې د ماموریت په لومړیو پړاوونو کې تمرکز به د افغانانو لپاره د بشري مرستو د دوام ډاډمنول وي. دغه راز د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د چینلونو ساتل، په نړیواله اجنډا کې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع ژوندۍ ساتل او د داسې سیاسي ټولشموله حل لارو لټول به هم د نوموړې د کار اصلي برخه وي، چې د افغانستان د ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
رباب فاطمه څوک ده؟
رباب فاطمه یوه بنګلهدېشۍ مسلکي ډیپلوماټه او د ملګرو ملتونو لوړپوړې چارواکې ده.
هغه په ملي او نړیوال ملکي خدمت کې له دریو لسیزو زیاته تجربه لري. د رباب کاري تجربه دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسي، پالیسۍ جوړونه، د پراختیایي پروګرامونو طرحه او پلي کول او د نړیوالو سازمانونو رهبري او مدیریت رانغاړي.
نوموړې د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې ښکیلو مخ پروده هېوادونو او کوچنیو ټاپوګانو پرمختیايي هېوادونو عالي استازې پاتې شوې. په دې دنده کې یې د نړۍ د تر ټولو زیانمنو هېوادونو لپاره د نړیوال ملاتړ د جلب، د دوامدارې پراختیا موخود پلي کېدو، د لږ پرمختللو هېوادونو د ۲۰۲۲–۲۰۳۱ کاري پروګرام د عملي کولو او یو شمېر نړیوالو کنفرانسونو د چمتووالي مشري کړې ده.
هغې د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د شورا د سرمنشي د استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې نوموړې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د بنګلهدېش سفیره او دایمي استازې وه. د همدې مودې پر مهال یې د لږ پرمختللو هېوادونو د پنځم نړیوال کنفرانس (LDC5) د چمتووالي کمېټې ګډه مشري وکړه او په ملګرو ملتونو کې یې د مشرتابه ګڼ مهم رولونه ترسره کړل، چې د ۲۰۲۲ کال د سولې د ټینګښت کمېسیون د مشرې په توګه ټاکل کېدل، د همدې کال دملګرو ملتونود ښځود اجرایوي بورډ ریاست، د ۲۰۲۱ کال د ملګرو ملتونو د دریو ادارو د اجرایوي بورډ مرستیالي، د ۲۰۲۰ کال د یونیسف د اجرایوي بورډ ریاست، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۶مې دورې مرستیالي پکې شامل دي.
دغې کاري مخینې او تجربو ته په پام، د افغانستان لپاره د هغې ټاکل، چې له بشري ناورین او د ښځو او نجونو د حقونو محدودیت له ننګونې سره مخ دی، مهم ګڼل کیږي.
رباب فاطمه په ۱۹۸۹ کال کې خپله ډیپلوماتیکه دنده پیل کړه او په نیویارک، کلکته، جنیوا او بېجینګ کې یې د بنګلس دېش په ډیپلوماتیکو استازولیو کې په بېلابېلو دندو خدمت کړی دی.
هغې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګلهدېش د دایمي استازې دنده پر غاړه واخیسته.
تر دې وړاندې، نوموړې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په جاپان کې د بنګلهدېش سفیره، له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییسه، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د کډوالۍ نړیوال سازمان د سویلي اسیا سیمهییزه استازې او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د جنوبي او سوېل لوېدیزې اسیا او د اقلیم بدلون او کډوالۍ سیمهییزه سلاکاره وه. هغه همدارنګه له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې په لندن کې د کامنوېلت دارالانشا د بشري حقونو د څانګې مشره هم پاتې شوې ده.
نوموړې د امریکا له توفت پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ په برخه کې د ماسټرۍ سند او د اسټرالیا له کانبیرا پوهنتون څخه د ټولنیزو علومو د لیسانس سند ترلاسه کړی دی.
طالبانو په رسمي ډول تراوسه د هغې د ګومارل کېدو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
د کرېکټ بورډ مسوولینو، د ملي لوبډلې لوبغاړو او په زرګونه هېوادوالو د افغان کرېکټ ستوري شاپور ځدراڼ جنازه د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره او په مرنجان غونډۍ کې یې خاورو ته وسپارله.
د شاپور ځدراڼ پلار له ټولو ګډونوالو مننه کړې، چې په یاد درد او غم کې یې ورسره برخه اخیستې. هغه له کرېکټ بورډ غوښتنه وکړه، چې د لوبغاړو او هېوادوالو په مشوره دې د کرېکټ نوی جوړېدونکی لوبغالی د شاپور ځدراڼ په نوم کړي.
ورته مهال د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کرېکټ په برخه کې د شاپور ځدراڼ مړینه لویه ضایعه بللې او ژمنه یې کړې، چې دوی به د شاپور پر لوبیز ژوند مستند جوړ کړي.
د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) مشر جي شاه د افغانستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د نوموړي یاد به د افغانستان د نړۍوال کرېکټ په پرمختګ کې د خپل مهم رول له امله تل ژوندی وي. د کرېکټ نړۍوالې شورا مشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نورو نړۍوالو پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو، د کرېکټ لوبې نړۍوالو مبصرینو، افغان لوبغاړو او په زرګونه کسانو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې ښودلې او افغانانو ته یې تسلیت ویلی.