د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي «تپل شوي حکومتونه» خلکو ته امنیت نهشي برابرولی

د پاکستان د پوځ په وینا، په تېرو ۳ ورځو کې په بلوچستان کې په درېیو وسلهوالو بریدونو کې ۴۲ پوځيان او پولیس وژل شوي دي. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام دغه وضعیت د واکدارانو غفلت، بېغوري او بېکفایتي پایله بولي او د یوې لویې غمیزې د رامنځته کېدو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
