د خانیونس لپاره د حماس یو قوماندان وحید ابو سلام وژل شوی

د اسراییل پوځ او د امنیت ادارې «شینبت» اعلان کړی چې د حماس ډلې یو قوماندان وحید ابو سلام د غزې د خانیونس په سیمه کې وژل شوی دی.

د اسراییل پوځ او د امنیت ادارې «شینبت» اعلان کړی چې د حماس ډلې یو قوماندان وحید ابو سلام د غزې د خانیونس په سیمه کې وژل شوی دی.
د اسراییلي چارواکو په وینا، وحید ابو سلام د حماس له هغو غړو څخه و چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې یې د اسراییلي وګړو په تښتولو او د یرغمل شویو کسانو په ساتلو کې رول درلود.
اسراییلي پوځ ویلي چې د ابو سلام د وژلو عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي، خو د عملیاتو د دقیق وخت او څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
حماس تر اوسه د اسراییل د دې ادعا په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.