همدلته پوښتنه رامنځته کیږي، چې روښانفکر چا ته ویل کیږي؟ او روښانفکري څه ده؟
استاد ګل پاچا الفت فرمايي:
یو یې لوی بولي، هغه بل ورته وړوکی وايي
خېټه یې لویه او ککره یې وړه ده ډېره
کور یې دی نوی، کالي نوي دي، موټر نوی دی
فکر یې زوړ دی، خیال یې زوړ، ارزو زړه ده ډېره
د بشر یوه ځانګړنه دا ده، چې له خپل فکر څخه د خپل ژوند د شرایطو د لاښهوالي لپاره ګټه اخلي. بشر ټولنیز موجود دی او د انساني ژوند د شرایطو د ښهوالي هڅه هم هغه وخت مانا مومي چې ټولیزه یا جمعي وي. هر هغه انسان چې د خپل چاپېریال او ټولنې د انسانانو د ژوند د شرایطو د ښېګڼې لپاره فکر و عمل کوي هغه روښانفکر انسان دی. عادي انسانان د ځان او روښانفکران د نورو لپاره فکر کوي، ځکه باور لري چې له ټولنیزې هوسایینې پرته فردي هوساینه ممکنه نهده.
لوی روښانفکران بیا هغه دي، چې د ټول بشریت د ژوند د ښېګڼې لپاره فکر و عمل کوي.
نامتو اګزستنسیالیست فیلوسوف او لیکوال ژان پُل سارتر ویلي و: «روښانفکر هغه دی، چې د هرې ټولنیزې بېعدالتۍ پروړاندې (نه ) ووایي، همدا یوه شرافتمندانه ( نه ) له سلو هغو ( هو ) ګانو څخه غوره ده چې دبېعدالتۍ په شتون کې یې وایو.»
روښانفکري د هرشر او بدۍ په وړاندې د پاڅون او درېدنې هڅه ده، هغه شر او بدي چې ټولنه زیانمنوي.
د روښانفکرانو د ويښتیايي، روښانتیايي او بدلون راوستونکې ونډې او مسئولیت له مخې پایلې ته رسیږو، چې هر لوستی یا تحصیلکړی بنیادم روښانفکر انسان نهدی. هغوی چې د خپلې ټولنې د ښېګڼې لپاره مبارزه کوي، که نالوستي هم وي، روښانفکران یې بللی شو.
په یوه ټولنه کې به ډېر تحصیل کړي او لوستي وګړي وي، خو که نهشي کولای د استبداد، ظلم، بېعدالتۍ، تحجر او خرافاتو له منځهوړلو او د ټولنې په ژوند کې د مثبت تغییر لپاره منسجم او هماهنګ عمل وکړي، نو په حقیقت کې دا ټولنه له روښانفکرو څخه تشه ټولنه ده.
د دې معادلې له مخې پایله اخلو، چې هوسا او روښانه ټولنې روښانفکران لري او محرومې و استبدادځپلې ټولنې د روښانفکرانو له لرلو هم محرومې دي.
په یوه حساب د مشروطیت نهضت د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوه منسجم روښانفکري خوځښت پیل ګڼلای شو. داسې یو روښانفکري خوځښت چې هڅو او قربانیو یې پایلې لرلې، د همدوی د هڅو په برکت دویم مشروطیت د افغانستان خپلواکي د خلکو په ملاتړ وګټله او افغانستان ته یې د مدني اصلاحاتو او موډېرن ژوند لومړني ظرفیتونو راوستل. تر دې روسته د افغانستان روښانفکري خوځښتونو وده وکړه. له ټولو لوړو ژورو، خنډونو، بریاوو او ستونزو سره سره یې په تېره یوه پېړۍ کې لویو بدلونونو ته لاره هواره کړه.
له اوسنۍ تیارې او ناورین څخه د ژغورلو لاره هم د روښانفکرو افغانانو په فکر، عمل، هڅو او منسجم فعالیت تیریږي، له دې پرته نورڅوک نهشته، چې افغان او افغانستان وژغوري.
د فرهنګي سپړنې پروګرام دلته لیدلی شئ: