د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان په ځانګړې توګه ښځې او د بشري حقونو فعالان، د تخلیې پروګرامونو له لارې برېتانیا ته ولېږدول شول؛ خو یوشمېر ښځې وایي د طالبانو فشارونه اوس هم د برېتانیا تر پولو ور رسېدلي دي.
یوې افغانې ښځې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نهدی خپور شوی، ویلي: «تاسو باید دوه ځله چوپ پاتې شئ؛ یو ځل د خپل ځان لپاره او بل ځل د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره چې لاهم په افغانستان کې دي».
بله افغانه مېرمن وایي، کله چې یې په برېتانیا کې د ښځو د حقونو په اړه څرګندونې وکړې، ویډیو یې خپره شوه او څو اوونۍ وروسته طالبانو په افغانستان کې د هغې د کورنۍ غړي ور وغوښتل او ترې یې پوښتنې وکړې.
د بشري حقونو څېړونکي دغه ډول کړنې له «پولې اوښتې ځپنه» بولي؛ هغه حالت چې حکومتونه د خپلو مخالفانو د غلي کولو لپاره په بهرنیو هېوادونو کې هم فشار، ګواښ او د کورنیو ځورول کاروي.
د «ازادۍ کور» بنسټ سږکال په خپل راپور کې طالبان د لومړي ځل لپاره د هغو حکومتونو په ډله کې شامل کړل، چې د خپلو مخالفانو پر ضد له هېواده بهر هم د ځپنې هڅې کوي. په لندن کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د ټولنې مشر نورالحق نسیم ویلي، د طالبانو مفکوره ورو، ورو د افغان کډوالو ځینو ټولنو ته هم لاره کړې او هغه ښځې چې د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي؛ له ګواښونو او ټولنیزو فشارونو سره مخ کېږي.
د هغه په وینا؛ یوشمېر کورنۍ خپلې لوڼې او ښځې د مدني فعالیتونو پرځای یوازې مذهبي غونډو ته هڅوي او هڅه کوي، چې د هغوی غږ خاموش وساتي. دغه ښځو ویلي، که څه هم په برېتانیا کې ازاد ژوند لري؛ خو د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې نهشي کولی په ازاده توګه خبرې وکړي، ځکه اندېښنه لري چې په افغانستان کې به یې کورنۍ له ستونزو سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې ادارې (یونسکو) او د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د معلوماتو له مخې؛ دامهال شاوخوا ۲.۲ مېلیونه افغانې نجونې له منځنۍ زدهکړو محرومې دي او که اوسنی وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰کال پورې به دغه شمېر نږدې څلور مېلیونو ته ورسېږي.
یوشمېر افغان ښځې وایي، که څه هم په برېتانیا کې یې نوی ژوند پیل کړی؛ خو هره ورځ د افغانستان او هغو ښځو لپاره اندېښمنې دي، چې لاهم د طالبانو تر محدودیتونو لاندې ژوند کوي.