ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو د ملاتړ له نیمايي ډېر بنسټونه تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ له نیمايي ډېر بنسټونه ښايي د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې خپل فعالیتونه ودروي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ له نیمايي ډېر بنسټونه ښايي د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې خپل فعالیتونه ودروي.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په خپاره کړي راپور کې ویلي، د نړیوالو مالي مرستو کمېدل او د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او تګراتګ لګېدلي محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو لپاره حیاتي خدمتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د راپور له مخې، د ښځو په مشرۍ فعالیت کوونکي بنسټونه د ښځو او نجونو لپاره د روغتیايي خدمتونو، رواني ملاتړ، مسلکي زدهکړو، بشري مرستو او د عاید موندنې پروګرامونو ته د لاسرسي له وروستیو لارو څخه ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، د ښځو پر ټولنیز حضور د طالبانو محدودیتونو دغه بنسټونه اړ کړي، چې د خپلو خدماتو د وړاندې کولو طریقې بدلې کړي.
راپور چې د ښځو اړوند د ۷۴ فعالو بنسټونو پر ارزونو ولاړ دی، ښيي چې نږدې درې پر څلورمه برخه یې په ۲۰۲۵ کال کې د مالي مرستو له کمښت سره مخ شوې دي.
د راپور له مخې، د دغو بنسټونو له درېیو څخه دوو برخو ویلي، پاتې بودجه یې یوازې د شپږو میاشتو یا تر هغه د لږې مودې لپاره بسنه کوي. نیمايي بنسټونو بیا ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې یې هېڅ نوې مالي مرسته نهده ترلاسه کړې او ۹۲ سلنه یې د بودجې د کمښت له امله د خپلو کارکوونکو یوه برخه له لاسه ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د مالي مرستو د کمېدو اغېزې لا له اوسه د ښځو او نجونو پر ژوند څرګندې شوې دي. د ارزول شویو بنسټونو ۶۶ سلنه یې ویلي، ډېرې هغه ښځې چې پخوا یې له دوی خدمات ترلاسه کول، اوس دغو خدمتونو ته لاسرسی نهلري.
د راپور له مخې، نږدې دوه پر درېیمه برخه بنسټونو د ښځو د زدهکړو او د عاید موندنې پروګرامونه کم کړي او ۵۸ سلنه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند خدمتونه محدود کړي دي.
د نړیوالو مرستو کمېدل؛ یوه پراخه نړیواله ستونزه
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، د نړیوالو مرستو کمېدل یوازې د افغانستان ستونزه نهده، بلکې د نړۍ په ګڼو کړکېچ ځپلو هېوادونو کې یې هم د ښځو د ملاتړ بنسټونه له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.
دغه بنسټ په یوه جلا راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه یو میلیون ښځو او نجونو په جګړهځپلو هېوادونو کې د مالي مرستو د کمېدو له امله د ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۹۰ سلنه د ښځو بنسټونه نور د موجودو اړتیاوو د پوره کولو توان نهلري، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د دوی خدمتونو ته اړتیا په بېساري ډول زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، دغه وضعیت د بشري مرستو په بودجه کې د ثبت شوې تر ټولو ستر کمښت وروسته رامنځته شوی دی. د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا د بهرنیو مرستو میلیاردونه ډالر کم کړي او یو شمېر نورو لویو مرسته کوونکو هېوادونو هم د مالي فشارونو او د دفاعي لګښتونو د زیاتېدو له امله خپلې مرستې راکمې کړې دي.
د راپور له مخې، اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۱۲۰ میلیونه ښځې او نجونې بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
د افغانستان، د کانګو ډيموکراټيک جمهوریت، هایټي او نورو هېوادونو د ښځو د ۸۵۵ بنسټونو ارزونه ښيي، چې ۴۰ سلنه یې د بودجې د کمښت له امله د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې د لنډمهالي یا دایمي تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
همدارنګه، ۶۰ سلنه دغو بنسټونو ویلي، چې اوس د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر میاشتې د مخه پرتله لږ شمېر ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کوي او نیمايي یې د خدمتونو د غوښتونکو لپاره د انتظار نوملړونه جوړ کړي یا اړ شوي چې ځینې اړمنې ښځې او نجونې ونهمني.
راپور زیاتوي، چې د ښځو په مشرۍ ۶۵ سلنه بنسټونو ویلي، چې کارکوونکي یې د معاش له ترلاسه کولو پرته کار ته دوام ورکوي او له درېیو پر څلورمه ډېرو بنسټونو د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د راپور له مخې، د جګړو له امله د جنسي تاوتریخوالي پېښې په تېر کال کې دوه برابره شوې دي. په همدې حال کې، ۶۲ سلنه بنسټونو ویلي، چې د ښځو لپاره خوندي ځایونه له منځه تللي یا محدود شوي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ خدمتونه هم کم شوي دي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د بودجې کمېدل د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د پراخ شاتګ یوه برخه ده او د ارزول شویو بنسټونو پنځمه برخه اړې شوي، چې د ښځو د رهبرۍ او جنسیتي برابرۍ اړوند خپل فعالیتونه ودروي.