هغه قوانین د ټولنیز تعامل بنسټ ګرځي، چې د ټولنې جمهور پرې هوکړې ته رسېدلی وي او د خپل ټولنیز ژوند د تنظیم لپاره یې سره قراداد کړي، د واک د ویش ځواکونه رامنځته کیږي او ټولنیزه برابري مانا مومي.
ترک مال و ترک جان و ترک سر
در ره مشروطه اول منزل است
دا بیت د لومړي مشروطه نهضت د مشر مولوي محمد سرور واصف الکوزي له قلم څخه هغه مهال پر کاغذ راغی، چې له خپلوانو او ملګرو سره یې د توپ خولې ته تاړه . او څو شېبې روسته یې د مشروطیت په ارمان ژوند و هرڅه پرېښودل پردغه ورځ مولوي واصف له خپل ورور سعدالله او تره عبدالقیوم سره په توپ والوځول شول، ګڼ نور مشروطه غوښتونکي هم یا ووژل شول او یا داسې شکنجه و زندانیان شول، چې تر مرګ یې کړاو کم نه و.
د افغان انسان لپاره د حق غوښتنې او د استبداد په وړاندې د پاڅونمبارزه له داسې قربانیو راپیل شوه.
مشروطه نهضت د شلمې پېړۍ د پیل په کلونو کې د سراجالاخبار له انجمن او د حبیبیې لیسې د روښانفکر ښوونکیو له ناستو څخه راپیل شو. میرقاسم خان،د ارواښاد مولوي عبدالروف خان کندهاري دوه زامن، مولوي عبدالواسع او مولوي عبدالرب، غلام محی الدین افغان، پروفیسور غلام محمد خان مصور میمنهګی، عبدالجلال خان، کاکا سیداحمدخان لودین، بابا عبدالعزیزخان، استاد انور بسمل او نور یې لومړني غړي وو.
هر غړي به دغه نهضت سره تر ملګرتیا وړاندې پر قرآن عظیم الشان او تورې لوړه کوله، چې دیني ارزښتونو ته له درناوي سره به د افغانانو د انساني حقونو د احقاق لپاره مبارزه کوي، د قدرت انحصار به د یوه شخص یا کورنۍ له لاس څخه باسي او د ولس د استازیو په وسیله به یې قانونمند کوي. د افغانستان د ټولو هستوګنو، قومونو او قبیلو ترمنځ به ملي یووالی ټینګوي، د معارف او عصري پوهنو په پراختیا، تعمیم او ټولو ته رسولو کې به هڅه کوي. د خلکو د ويښتیا لپاره به رسنۍ رامنځته کوي، ملي شورا به جوړوي او د ټولنیز عدالت و برابرۍ ترڅنګ به د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ اخیستو لپاره هڅې کوي. دوی د افغانستان د خلکو لپاره د خپلې زمانې نورې اسانتیاوې لکه پاکې اوبه، برېښنا، ښاري اسانتیاوې، کار او اقتصادي فعالیت هم غوښتل.
لومړی مشروطه نهضت وځپل شو، خو مشروطه غوښتنه لاژوندۍ وه، د دویم مشروطیت نهضت چې مشري یې ځوان شهزاده امان الله کوله، هغه مهال چې دغه روښانه ځوان پاچا شو، د محمود طرزي، ملکې ثریا، عبدالهادي داوي او ګڼو نورو روښانفکرو مبارزانو په مټ په څرګنده خپله مبارزه او هڅه پیل کړه او د یادو غوښتنو لویه برخه یې ترلاسه کړه. افغانستان خپلواک شو، ملي شورا جوړه او اساسي قانون رامنځته شو. انسانمحوره سیاست او ولسواکۍ له ټولو ستونزو، خنډونو او غورځو پرځو سره سره خپل مزل له همدې ځایه پیل کړ. مشروطه نهضت د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې د خلکو په ګټه د سیاست کولو ظرفیت رامنځته کړ او هېواد یې موډېرنې زمانې ته ورننهیوست.