• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

سید عباس عراقچي: د هرمز تنګي د امنیت د تأمین کوونکو لګښت باید جبران شي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، وایي د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ د تامین کوونکي لوري لګښت جبران باید وشي، خو ټینګار یې کړی چې ایران تل د دې ستراتیژیکې سمندري لارې «ساتونکی» پاتې شوی او همداسې به وي.

سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپوروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه څوک چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي او مصون تګ راتګ تضمینوي، باید د دې خدمت په بدل کې مناسبه جبران ترلاسه کړي.

عراقچي د دوشنبې په ورځ په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي: «د امریکا ولسمشر په بشپړه توګه سم وایي. هر څوک چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي او مصون تګ راتګ برابروي، باید د دې خدمت په بدل کې جبران ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړې: «ایران تل د هرمز تنګي ساتونکی پاتې شوی او د تل لپاره به هم همداسې وي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د احتمالي ۲۰ سلنې فیس یا لګښت په اړه هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «البته ۲۰ سلنه ډېره زیاته ده، موږ به عادلانه چلند وکړو.»

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ د نفتو او مایع طبیعي ګاز د صادراتو لویه برخه ترې لېږدول کېږي. دا تنګی د فارس خلیج تولیدوونکي هېوادونه له نړیوالو بازارونو سره نښلوي او هر ډول امنیتي یا سیاسي کړکېچ پکې د نړیوالې انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز کولی شي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

•
•
•

نور کیسې

نیویارک ټایمز: ټرمپ کانګرس ته خبر ورکړی چې د ایران جګړه بیا له سره پیل شوې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱
100%

نیویارک ټایمز وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول کانګرس ته خبر ورکړی چې د ایران جګړه بېرته له سره پیل شوې ده.

په راپور کې راغلي چې ټرمپ دغه رسمي خبرتیا کانګرس ته لېږلې او په کې یې د ایران د جګړې د بیا پیل کېدو یادونه کړې ده.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او دواړو لورو د یو بل پر وړاندې پوځي اقدامات کړي دي.

تر اوسه سپینې ماڼۍ او د امریکا د دفاع وزارت د جګړې د نوي پړاو د جزییاتو، د پوځي عملیاتو د څرنګوالي او یا هم د راتلونکو اقداماتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

د ایران حکومت هم د راپور تر خپرېدو پورې د ټرمپ د دې رسمي خبرتیا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شنونکي خبرداری ورکوي چې د جګړې بیا پیل کېدل ښايي د سیمې امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړي او د منځني ختیځ پر ثبات پراخې اغېزې ولري.

اسلامي همکاریو سازمان: د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
100%

د اسلامي همکاریو سازمان ( او ای سي) د ښځینه‌وو وزیرانو د نهم کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه له اسلامي ارزښتونو، د ښځو او نجونو له کرامت، حقونو او پرمختګ سره په ټکر کې دي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د «د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا»تر سرلیک لاندې ترسره شو.

د کنفرانس ګډونوالو، د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دې سازمان د عمل پروګرام، د ښځو د پراختیا سازمان اساسنامه او د پخوانیو غونډو پایلو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر خونديتوب او په ټولو برخو کې د هغوی د ګډون پر پراختیا ټینګار وکړ.

په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، چې اسلام دین د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو، ګډون او پرمختګ ملاتړ کوي او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی مهم رول په رسمیت پېژني. په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د روانو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوو، ځکه دا محدودیتونه له هغو اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې د ښځو او نجونو له کرامت، حقونو او پرمختګ څخه ملاتړ کوي».

په کنفرانس کې وزیرانو او د پلاوو مشرانو ټینګار کړی، چې ښځې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو نږدې نیمایي نفوس جوړوي او د دوامداره پرمختګ، اقتصادي ودې، ټولنیز یووالي او سولې لپاره د هغوی بشپړ او اغېزناک ګډون اړین دی.

په اعلامیه کې د غړو هېوادونو له هغو پرمختګونو هرکلی شوی چې د ښځو د زده‌کړو، روغتیا، اقتصادي فرصتونو او ټولنیز ګډون په برخو کې یې کړي، خو ټینګار شوی چې لا هم جدي نابرابرۍ او ستونزې پر ځای پاتې دي.

ګډونوالو همداراز د هغو خنډونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د ښځو سیاسي، اقتصادي او مسلکي ګډون محدودوي. د فرصتونو، سرچینو، ټکنالوژۍ، مالي خدمتونو او د پرېکړو په بهیر کې نابرابر لاسرسی د دغو خنډونو له مهمو لاملونو څخه یاد شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې ډیجیټلي ټکنالوژي، نوښتونه، مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ د ښځو او نجونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کولای شي، خو ورسره یې د ډیجیټلي محرومیت، انلاین ځورونې، ناوړه ګټې اخیستنې او سایبري تاوتریخوالي په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د کنفرانس ګډونوالو بېوزلي، بېکاري، مالي خدمتونو او سرچینو ته محدود لاسرسی او د کار په بازار کې نابرابر ګډون د ښځو د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بللي دي.

وزیرانو او د پلاوو مشرانو د جګړو، بهرني اشغال، بشري بحرانونو، جبري بې‌ځایه کېدو، ترهګرۍ، تاوتریخوالي ډک افراطیت، د اقلیم بدلون او اقتصادي ستونزو د اغېزو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کېږي.

په وروستۍ اعلامیه کې د هند تر ادارې لاندې جمو او کشمیر او همدارنګه د فلسطین یادونه هم شوې او د دغو سیمو اشغال یې غیرقانوني بللی دی.

د ماشومانو انلاین خوندیتوب؛ اروپايي ټولنه پر ټولنیزو رسنیو نوي محدودیتونه لګوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱
100%

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین ویلي، اروپایي ټولنه به د ۲۷ غړو هېوادونو په کچه ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو د لاسرسي لپاره د عمر مناسب محدودیتونه ولګوي. تمه ده نوموړې به دغه وړاندیز د سپټمبر په میاشت کې د اروپایي ټولنې کلنۍ غونډي ته وړاندي کړي.

فن دیر لاین په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «دا څرګنده ده چې موږ د ټولنیزو رسنیو پر پلاټفورمونو د عمر له مخې مناسبو محدودیتونو ته اړتیا لرو.»

هغې زیاته کړه: «پوښتنه نور دا نه ده چې ماشومان په انلاین نړۍ کې له خطرونو سره مخ دي که نه، بلکې دا ده چې موږ څه کولی شو څو ماشومانو ته د انلاین نړۍ خوندي پیل برابر کړو.»

د اورزولا فن دیر لاین له خوا د دوو کارپوهانو هغه راپور وړاندې شوي چې پکې د پړاویزې تګلارې سپارښتنه شوې ده. د راپور له مخې، له ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان باید یوازې د مور او پلار، سرپرستانو او ښوونکو تر څارنې لاندې او د محدود وخت لپاره ټولنیزې رسنۍ وکاروي او دا محدودیتونه به د عمر له زیاتېدو سره په تدریجي ډول لرې شي.

فن دیر لاین ویلي، ښايي د کارپوهانو سپارښتنې عملي کړي او اروپایي کمېسیون به له اوړي وروسته په دې اړه یو مشخص وړاندیز وړاندې کړي. تمه ده نوموړې دغه وړاندیز د سپټمبر په میاشت کې د اروپایي ټولنې د وضعیت کلنۍ وینا کې اعلان کړي.

تر دې وړاندې اسټرالیا، بریتانیا، چین، هند او متحده ایالاتو هم د ټولنیزو رسنیو د محدودولو بندیزونه لګولي یا یې د پلي کولو په اړه غور کړی، چې تر ډېره د ټیکټاک، د الفبېټ یوټیوب او د میټا انسټاګرام او فېسبوک پلاتفورمونه په نښه کوي.

لوېدیځو مشرانو له اوکراین سره د توغندیو ضد دفاعي ایتلاف پر جوړولو هوکړه وکړه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۷ GMT+۱
100%

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډنمارک، فرانسې، جرمني، اېټالیا، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویډن او بریتانیا مشرانو له اوکراین سره د بالستیک توغندیو ضد د یوه ګډ ایتلاف پر جوړولو هوکړه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي:«موږ په دې باور یو چې د اروپا خوندیتوب د توغندیزې دفاع د یوه داسې هراړخیز او مدغم جوړښت رامنځته کولو ته اړتیا لري، چې وکولای شي د راتلونکو توغندیزو ګواښونو مخه ونیسي او ماتې ورکړي. دغه هدف د ډله‌ییزو هڅو، تخنیکي پرانیستلو او د باور وړ صنعتي همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي».

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، دا نوی ګډ ګام به د بالستیک توغندیو پر وړاندې د شته دفاعي سیسټمونو ملاتړ او بشپړاوی وکړي؛ په هغو کې د اروپا خپلواکې حل‌لارې هم شاملې دي چې د ګډونوالو هېوادونو لخوا مخکې ترلاسه شوي یا به په راتلونکي کې وپېرل شي.

ټرمپ وايي چې د ایران او امریکا ترمنځ تړون مات شوی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سخت خبرداري په ورکولو سره ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ شوی پوځي تړون مات شوی او امریکا به پر ایران سختو بریدونو ته دوام ورکړي.

د فاکس نیوز د رپوټ له مخې، ټرمپ ویلي: «د دوی ډېری تجهیزات له منځه تللي دي. د دوی د الوتکو ضد وسایل موږ تېره شپه هدف وګرځول».

هغه زیاته کړې: «هر ځل چې دوی ډرون راولېږي، موږ پرې سخت ګوزار کوو».

ټرمپ ویلي، چې ایران له یوې هوکړې سرغړونه کړې ده: «موږ تړون درلود، خو دوی هغه مات کړ. دوی یې تل ماتوي... نو موږ به پرې ډېر سخت ګوزارونه وکړو».

هغه همداراز ویلي چې امریکا به د هرمز تنګي کنټرول وساتي او ښايي د منځني ختیځ امنیتي عملیات په دوامداره توګه پر غاړه واخلي.