• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلامي همکاریو سازمان: د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان ( او ای سي) د ښځینه‌وو وزیرانو د نهم کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه له اسلامي ارزښتونو، د ښځو او نجونو له کرامت، حقونو او پرمختګ سره په ټکر کې دي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د «د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا»تر سرلیک لاندې ترسره شو.

د کنفرانس ګډونوالو، د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دې سازمان د عمل پروګرام، د ښځو د پراختیا سازمان اساسنامه او د پخوانیو غونډو پایلو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر خونديتوب او په ټولو برخو کې د هغوی د ګډون پر پراختیا ټینګار وکړ.

په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، چې اسلام دین د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو، ګډون او پرمختګ ملاتړ کوي او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی مهم رول په رسمیت پېژني. په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د روانو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوو، ځکه دا محدودیتونه له هغو اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې د ښځو او نجونو له کرامت، حقونو او پرمختګ څخه ملاتړ کوي».

په کنفرانس کې وزیرانو او د پلاوو مشرانو ټینګار کړی، چې ښځې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو نږدې نیمایي نفوس جوړوي او د دوامداره پرمختګ، اقتصادي ودې، ټولنیز یووالي او سولې لپاره د هغوی بشپړ او اغېزناک ګډون اړین دی.

په اعلامیه کې د غړو هېوادونو له هغو پرمختګونو هرکلی شوی چې د ښځو د زده‌کړو، روغتیا، اقتصادي فرصتونو او ټولنیز ګډون په برخو کې یې کړي، خو ټینګار شوی چې لا هم جدي نابرابرۍ او ستونزې پر ځای پاتې دي.

ګډونوالو همداراز د هغو خنډونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د ښځو سیاسي، اقتصادي او مسلکي ګډون محدودوي. د فرصتونو، سرچینو، ټکنالوژۍ، مالي خدمتونو او د پرېکړو په بهیر کې نابرابر لاسرسی د دغو خنډونو له مهمو لاملونو څخه یاد شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې ډیجیټلي ټکنالوژي، نوښتونه، مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ د ښځو او نجونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کولای شي، خو ورسره یې د ډیجیټلي محرومیت، انلاین ځورونې، ناوړه ګټې اخیستنې او سایبري تاوتریخوالي په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د کنفرانس ګډونوالو بېوزلي، بېکاري، مالي خدمتونو او سرچینو ته محدود لاسرسی او د کار په بازار کې نابرابر ګډون د ښځو د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بللي دي.

وزیرانو او د پلاوو مشرانو د جګړو، بهرني اشغال، بشري بحرانونو، جبري بې‌ځایه کېدو، ترهګرۍ، تاوتریخوالي ډک افراطیت، د اقلیم بدلون او اقتصادي ستونزو د اغېزو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کېږي.

په وروستۍ اعلامیه کې د هند تر ادارې لاندې جمو او کشمیر او همدارنګه د فلسطین یادونه هم شوې او د دغو سیمو اشغال یې غیرقانوني بللی دی.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

•
•
•

نور کیسې

ترکیه او طالبان د ګرځندوی او کلتوري پروګرامونو د پراختیا د ګډ پلان پر سر سلا شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د افغانستان او ترکیې چارواکو په کابل کې د لیدنې پر مهال د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې او د ګرځندوی په برخه کې یې د هوکړه ‌لیک، روزنیزو پروګرامونو او ګډې تخنیکي کاري ډلې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

ددغه وزارت له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، د وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین، مولوي قدرت الله جمال، په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر سادین اییلدیز سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي قدرت الله جمال د افغانستان او ترکیې تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړیکې وستایلې او د ترکیې له حکومت، سفارت او د «ټيکا» (TİKA) موسسې څخه یې د افغانستان په فرهنګي او تعلیمي برخو کې د ترسره شویو همکاریو مننه وکړه.

هغه وویل، «د عامه کتابتون د مطالعې تالار جوړول، د ملي ارشیف د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرامونه، د ځوانانو د لیلیې بیارغونه او په بلخ کې د بهاءالدین ولد د خانقاه جوړول د دواړو هېوادونو د همکاریو مهمې بېلګې دي.»

مولوي جمال زیاته کړه، افغانستان د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او هیله یې څرګنده کړه چې د ترکیې د شارژدافیر د ماموریت پر مهال به د ګرځندوی، فرهنګي میراثونو د ساتنې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

په خبرپانه کې راغلي، د ترکیې شارژدافیر سادین اییلدیز وویل، د افغانستان او ترکیې ګډ تاریخي، فرهنګي، ټولنیز او مذهبي ارزښتونه د دواړو ملتونو د نږدېوالي بنسټ جوړوي او فرهنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهم پل دی.

هغه د ترکیې د ګرځندوی صنعت د خپل هېواد له چټک پرمختګ کوونکو اقتصادي سکټورونو څخه وباله او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی د ګرځندوی، هوټلدارۍ، سیاحتي خدمتونو او د بشري ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي. نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره به له اړوندو ترکي ادارو سره همغږي وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې دواړو لورو د ګرځندوی په برخه کې د هوکړه لیک د لاسلیک، د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی د ودې، د دواړو هېوادونو د سیاحتي جاذبو د معرفي کولو، د سیلانیانو د تګ راتګ د اسانتیاوو، روزنیزو پروګرامونو، د خصوصي سکټور او ګرځندوی شرکتونو ترمنځ د همکاریو، په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون او د ګډې تخنیکي کاري ډلې د جوړېدو په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه.

په همدې حال کې، سادین اییلدیز وویل چې په افغانستان کې د ترکیې د ویزو د رسمي خدمتونو یوازینۍ باوري مرجع «صفا خدماتي شرکت» دی او افغانان کولای شي د همدې شرکت له لارې د ترکیې ویزې لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

دواړو لورو په پای کې ټینګار وکړ چې د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو پراختیا به د اقتصادي ودې ترڅنګ د فرهنګي تبادلو، ولسي اړیکو، تاریخي میراثونو د معرفي کولو او سیمه‌ییزو همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.

د ماشومانو انلاین خوندیتوب؛ اروپايي ټولنه پر ټولنیزو رسنیو نوي محدودیتونه لګوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۱
100%

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین ویلي، اروپایي ټولنه به د ۲۷ غړو هېوادونو په کچه ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو د لاسرسي لپاره د عمر مناسب محدودیتونه ولګوي. تمه ده نوموړې به دغه وړاندیز د سپټمبر په میاشت کې د اروپایي ټولنې کلنۍ غونډي ته وړاندي کړي.

فن دیر لاین په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «دا څرګنده ده چې موږ د ټولنیزو رسنیو پر پلاټفورمونو د عمر له مخې مناسبو محدودیتونو ته اړتیا لرو.»

هغې زیاته کړه: «پوښتنه نور دا نه ده چې ماشومان په انلاین نړۍ کې له خطرونو سره مخ دي که نه، بلکې دا ده چې موږ څه کولی شو څو ماشومانو ته د انلاین نړۍ خوندي پیل برابر کړو.»

د اورزولا فن دیر لاین له خوا د دوو کارپوهانو هغه راپور وړاندې شوي چې پکې د پړاویزې تګلارې سپارښتنه شوې ده. د راپور له مخې، له ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان باید یوازې د مور او پلار، سرپرستانو او ښوونکو تر څارنې لاندې او د محدود وخت لپاره ټولنیزې رسنۍ وکاروي او دا محدودیتونه به د عمر له زیاتېدو سره په تدریجي ډول لرې شي.

فن دیر لاین ویلي، ښايي د کارپوهانو سپارښتنې عملي کړي او اروپایي کمېسیون به له اوړي وروسته په دې اړه یو مشخص وړاندیز وړاندې کړي. تمه ده نوموړې دغه وړاندیز د سپټمبر په میاشت کې د اروپایي ټولنې د وضعیت کلنۍ وینا کې اعلان کړي.

تر دې وړاندې اسټرالیا، بریتانیا، چین، هند او متحده ایالاتو هم د ټولنیزو رسنیو د محدودولو بندیزونه لګولي یا یې د پلي کولو په اړه غور کړی، چې تر ډېره د ټیکټاک، د الفبېټ یوټیوب او د میټا انسټاګرام او فېسبوک پلاتفورمونه په نښه کوي.

لوېدیځو مشرانو له اوکراین سره د توغندیو ضد دفاعي ایتلاف پر جوړولو هوکړه وکړه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۷ GMT+۱
100%

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ډنمارک، فرانسې، جرمني، اېټالیا، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویډن او بریتانیا مشرانو له اوکراین سره د بالستیک توغندیو ضد د یوه ګډ ایتلاف پر جوړولو هوکړه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي:«موږ په دې باور یو چې د اروپا خوندیتوب د توغندیزې دفاع د یوه داسې هراړخیز او مدغم جوړښت رامنځته کولو ته اړتیا لري، چې وکولای شي د راتلونکو توغندیزو ګواښونو مخه ونیسي او ماتې ورکړي. دغه هدف د ډله‌ییزو هڅو، تخنیکي پرانیستلو او د باور وړ صنعتي همکاریو له لارې ترلاسه کېدای شي».

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، دا نوی ګډ ګام به د بالستیک توغندیو پر وړاندې د شته دفاعي سیسټمونو ملاتړ او بشپړاوی وکړي؛ په هغو کې د اروپا خپلواکې حل‌لارې هم شاملې دي چې د ګډونوالو هېوادونو لخوا مخکې ترلاسه شوي یا به په راتلونکي کې وپېرل شي.

طالبان وايي پر حسنزوی د مېرمنې د وهلو عریضه شوې، خو هغه د کورنۍ د تښتولو ادعا کوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د پخوانۍ ولسې جرګې غړي شاپور حسنزوی خپل درېیمه مېرمن له چت څخه ښکته غورځولې او د کورني تاوتریخوالي له امله محکمې ته معرفي شوی و. خو بل لور ته، حسنزوی دا ادعاوې په کلکه ردوي او وايي چې د ده مېرمن او ماشومان تښتول شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې ده، شاپور حسنزوی څلور مېرمنې لري او درېیمې ښځې یې پرې عریضه کړې وه چې سخت ظلم یې ورسره کړی دی.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې نوموړي خپله ښځه له درېیم چت څخه لاندې غورځولې وه، چې لومړی پر یو موټر لګېدلې او بیا ګاونډیانو روغتون ته رسولې وه.

د دغه وزارت په وینا، حسنزوی له دغې پېښې وروسته پاکستان ته تښتېدلی و.

اعلامیه زیاتوي:«کله چې شاپور حسنزوی له څلورو میاشتو وروسته بېرته هېواد ته راستون شو، د کورنیو چارو وزارت د مېرمنې د شکایت پر اساس نوموړی ونیوه او د قانوني پړاوونو د تېرولو لپاره یې محکمې ته معرفي کړ».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د ښاغلي حسنزوي مېرمن په خپل رضایت او صلاحیت له خپلو ماشومانو او ورور سره بهرني هېواد ته تللې.

خو شاپور حسنزوی دا اعاوې رد کړي او وايي چې د کورنۍ غړي یې تښتول شوي دي او د هغوي په پیدا کولو کې د طالبانو امنیتي ادارې ورسره مرسته نه کوي.

حسنزوي ویلي چې د هغه لادرکه شوي کورنۍ غړو ته پاسپورټونه جوړ شوي او د هغه اجازې پرته له هېواد څخه وتلي دي.

نوموړی زیاتوي چې د کورنۍ د غړو پیدا کولو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته عریضې کړي خو طالبان د هغو کسانو په نیولو کې اقدام نه کوي چې د هغه د مېرمنې او ماشومانو په تښتولو کې لاس لري.

تاجکستان وایي د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۱۷ افغان قاچاقبران وژلي دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱
100%

د تاجکستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له افغانستان سره پر پوله د اوو نښتو پر مهال د نشه یي توکو ۱۷ افغان قاچاقبران وژلي، ۱۸ نور یې نیولي او له سرحدي سیمو یې یو ټن او ۵۱۳ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړي دي.

دتاجکستان د یادي ادارې د معلوماتو له‌مخې، په افغانستان کې د نشه یي توکو او رواني اغېز لرونکو ګولیو تولید لا هم دوام لري او د دغو موادو د تولید پټ لابراتوارونه لا هم فعال دي.

د راپور له مخې، د تاجکستان امنیتي ځواکونو په همدې موده کې له ۱۸ نیول شویو افغانانو څخه هم ۶۰۱ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د تاجکستان د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، په دې موده کې په تاجکستان کې د نشه یي توکو د قاچاق اړوند ۵۹۲ جرمونه ثبت شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

یادې ادارې ویلي، د افغانستان پوله لا هم تاجکستان ته د نشه یي توکو د قاچاق اصلي لاره ګڼل کېږي.