ذبیحالله مجاهد د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په افغانستان کې د ښځو حقوق تامین دي. دغه سازمان له ځان سره اسلامي نوم لري او باید پوه شي چې په شریعت کې د ښځو لپاره ټول پام کې نیول شوي حقوق هغوی ته ورکړل شوي دي».
هغه زیاته کړه، چې طالبان هغه حقوق د ښځو لپاره د منلو وړ نهبولي، چې د ده په وینا «له غربي کلتور څخه سرچینه اخلي» او «شرعي ستونزه» لري. د طالبانو ویاند همدارنګه وویل، چې د دغې ډلې غړي دیني عالمان جوړوي او هغوی «تر نورو ښه» د ښځو له اسلامي حقونو څخه خبر دي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس په اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله.
دغه کنفرانس د «ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ځواکمنول» تر شعار لاندې د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه په اسلاماباد کې ترسره شو.
ګډونوالو د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دغه سازمان کاري پلان او نورو اړوندو اسنادو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر تضمین او په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغوی د مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلام لارښوونې او ارزښتونه د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو، مشارکت او پرمختګ ملاتړ کوي او په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی رول په رسمیت پېژني.
د ګډونوالو پلاوو وزیرانو او مشرانو د «ژورې اندېښنې» په څرګندولو سره اعلان وکړ: «په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو دوام له اسلامي ارزښتونو سره چې د ښځو او نجونو د کرامت، حقونو او پرمختګ ساتندوی دي، په ټکر کې دی».
د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي په اسلاماباد کې د ښځو د حقونو په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان د وروستۍ غونډې هرکلی کړی او دا یې یو مسوولانه او د ستاینې وړ ګام بللی دی.
نوموړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او دغه ډله یې له شریعت څخه پر ناوړه او محدود تفسیر تورنه کړې ده.
معنوي د سېشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې طالبانو ته روښانه پیغام واستاوه، څو د اسلام د اصیلو لارښوونو په رڼا کې د ښځو انساني کرامت او مشروع حقونو ته درناوی وکړي. هغه زیاته کړې، په داسې حال کې چې میلیونونه افغان ښځې له زده کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې دي، طالبان په درواغو ادعا کوي، چې د دوی نظام پر «اسلامي شریعت» ولاړ دی او د ښځو حقونه یې خوندي کړي دي.
د عدلیې پخواني وزیر ویلي، چې طالبان خپل محدود او سختدریځی لید لوری عین شریعت ګڼي، خو د محمدي شریعت بنسټ پر رحمت، عدالت، انساني کرامت او علم ولاړ دی. د هغه په وینا، نن ورځ د اسلامي نړۍ په کچه زرګونه نوموتي فقهاء او مجتهدین د ښځو پر لوړ مقام او مشروع حقونو ټینګار کوي او په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو اجماع هم د اسلام د همدې اصیل فهم څرګندویه ده، نه د طالبانو د انحصارګرانه قرائت.
نوموړي د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي، چې یوازې پر اخلاقي سپارښتنو او بیانیو بسنه ونه کړي، بلکې د افغان ښځو د ملاتړ او د طالبانو د تبعیضي تګلارو د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزناک ګامونه پورته کړي. معنوي ټینګار کړی، چې تجربو ښودلې طالبان «اصلاح کېدونکي» نهدي او د دوی چلند په نړۍ کې د اسلام رحماني څېرې او د افغانستان اعتبار ته سخت زیان رسولی دی.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د نهم کنفرانس په اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د اسلامي ارزښتونو خلاف وباله.
دغه کنفرانس د «ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ځواکمنول» تر شعار لاندې د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۱مه په اسلاماباد کې ترسره شو.
ګډونوالو د اسلامي همکاریو سازمان منشور، د ښځو د پرمختګ لپاره د دغه سازمان کاري پلان او نورو اړوندو اسنادو ته په اشارې، د ښځو د حقونو پر تضمین او په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغوی د مشارکت پر پراختیا ټینګار وکړ.
بل لور ته، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د وزیرانو د ناستې وروستۍ بیانیې ته په غبرګون کې ویلي، چې د دوی اداره د هغو سازمانونو «فرمایشونه» نه مني چې د لوېدیځو ارزښتونو تر اغېز لاندې دي. د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په وار وار د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوي محدودیتونه خپل داخلي او شرعي مسایل بللي او پر هغې یې د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو نیوکې رد کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روایت له مخې، حسنزوی له دې پېښې وروسته پاکستان ته لاړ او افغانستان ته له راستنېدو وروسته څلور میاشتې وروسته ونیول شو او محکمې ته معرفي شو.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د حسنزوی مېرمنې په همدې موده کې، «په خپل رضایت او شخصي پرېکړې» د خپلو ماشومانو او ورور سره یوځای له هېواده بهر سفر کړی او اعلان یې کړی چې نور چمتو نه ده د هغه سره ژوند ته دوام ورکړي.
شاپور حسنزوی د طالبانو د کورنیو چارو وزارت روایت ردوي.
هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د کورني تاوتریخوالي ادعاګانې «بېبنسټه» وبللې او ویلي یې دي چې د طالبانو محکمې د دوسیې له څېړلو وروسته هغه ته برائت ورکړی دی.
حسنزوی وایي چې شاوخوا یو نیمه میاشت د طالبانو په زندان کې و او بیا خوشې شو.
هغه مدعي دی چې داسې اسناد په واک کې لري چې د هغه د برائت حکم ښیي، خو د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې یې دا اسناد وړاندې نه کړل.
شاپور حسنزوی وایي مېرمن او ماشومان یې تښتول شوي او له افغانستان څخه د دوی وتل د هغه «له اجازې پرته» شوي دي.
خو دا څرګنده نه ده چې د دې دوسیې بشپړ قضایي پړاوونه څنګه پر مخ تللي او ایا د طالبانو محکمې د ټولو مطرح شویو ادعاوو په اړه وروستی حکم صادر کړی دی که نه.
هغه زیاته کړې: «په پنډغالي کې اداري چارې ډېرې سوکه روانې دي. زموږ سامانونه تر شین اسمان لاندې پراته دي او که باران وشي، د خرابېدو وېره یې شته. موږ له فیصلاباد نه تر پېښور او بیا افغانستان پورې موټر کرایه کړی و؛ خو کله چې پېښور ته ورسېدو موټر چلوونکي له مخکې تګ څخه انکار وکړ او د اضافي کرایې غوښتنه یې وکړه، چې له امله یې له سختو ستونزو سره مخ شو».
له کراچۍ نه ستنېدونکي بل افغان کډوال فاروق شاه وویل، چې د پولیسو د پرلهپسې عملیاتو او چاپو له امله یې خپل کاروبار بند کړ او د بېرته ستنېدو پرېکړه یې وکړه. هغه وویل: «اوسمهال موږ د کډوالو په پنډغالي کې یو؛ خو دلته بنسټیزې اسانتیاوې نږدې په نشت حساب دي. د ناستې لپاره نه مناسب سیوری شته، نه پاکې اوبه، نه روغتیايي خدمتونه او نه هم نور اړین امکانات. شته خېمې هم زړې او ناکافي دي».
فاروق شاه له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې په دغه پنډغالو کې د څښاک پاکې اوبه، سیوری، روغتیايي خدمتونه، د حفظ الصحې اسانتیاوې، تشنابونه، خوراکي توکي او نورې بنسټیزې اسانتیاوې ژر تر ژره برابرې کړي؛ څو افغانستان ته ستنېدونکي کډوال له نورو بشري ستونزو سره مخ نهشي.
د هغه په وینا؛ سوداګر لاهم د بېلابېلو ډولونو مالیاتو پر ورکړې مکلف دي، لکه د جواز اخیستلو او تمدید مالیه، د ښاروالۍ د صفایۍ مالیه، د لوحو مالیه، د خرڅلاو یا انتفاعي مالیه، د عوایدو مالیه، د کارکوونکو د تنخواوو مالیه، د کرایې مالیه، د لویو پېرودونو مالیه او د مالیاتي ارزونې یا بررسۍ پرمهال احتمالي جریمې ټول د سوداګرو پر اوږو دروند بار اچوي.
هغه وایي، تر ټولو لویه ستونزه د خرڅلاو پر سر دوه سلنه انتفاعي مالیه ده؛ ځکه دغه مالیه د سوداګرو د ګټې او تاوان په پام کې نیولو پرته اخیستل کېږي. نوموړي زیاته کړې: «د مالیاتو قوانین بنسټیز بدلون ته اړتیا لري، اوسنی بدلون هېڅ درد نه دوا کوي. تر ټولو ملا ماتوونکې مالیه د خرڅلاو دوه سلنه مالیه ده، ځکه دولت د سوداګرو له خرڅلاو سره شریک دی، که جنس په تاوان هم وپلوري بیا هم باید دوه سلنه مالیه ورکړي».
یو بل پانګهوال احمد ولي بیا د روڼتیا پر نشتوالي او د بېلابېلو مالي ادارو له لوري د جلا جلا محصولاتو پر اخیستلو نیوکه کوي. هغه وایي، چې یو سوداګر په یو وخت د څو جوازونو ساتلو، د لوحو او ان له نورو کورنیو شرکتونو څخه د ۵ لکه افغانیو څخه د زیات پلور پر سر د اضافي ۲ سلنه مالیې په ورکولو مالي ښکېل دی.
هغه زیاته کړه: «موږ د مالیاتو له ورکولو سره مخالفت نهلرو؛ خو غوښتنه مو دا ده چې مالیاتي نظام ساده، عادلانه او د سوداګرۍ د ودې لپاره مناسب شي، د مالیاتو شمېر دې راکم او قوانین دې بنسټیز اصلاح شي؛ څو پانګونه او کاروبار وده وکړي. اوس خو ټول خلک له وچې مجبورۍ څخه کاروبار ته ولاړ دي».
دغه سوداګر او پانګهوال ټینګار کوي، چې د محدودو تخفیفونو پرځای باید د مالیاتو په قوانینو کې پراخ او بنسټیز بدلونونه راوستل شي؛ څو د خصوصي سکټور ستونزې هوارې او د هېواد اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.
د مالي قوانینو پر وړاندې د هېواد د پانګهوالو او سوداګرو د دغه نیوکو او شکایتونو په غبرګون کې د طالبانو اړوندو مسوولینو او د مالیې وزارت تراوسه پورې هیڅ ډول رسمي غبرګون نهدی ښودلی.