• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مالیاتو نوي تخفیفونه؛ پانګه‌وال وایي لاهم د دوی پر اوږو د څو ډوله مالیاتو بار پروت دی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۵۵ GMT+۱

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې په ځینو مالیاتي قوانینو کې د سوداګرو د ملاتړ په موخه تخفیفونه او کمښتونه اعلان کړي؛ خو یوشمېر پانګه‌وال او کاروباریان وايي، چې دغه بدلونونه د دوی ستونزې نه‌شي هوارولی او لاهم د سوداګرو پر اوږو د څو ډوله درنو مالیاتو بار پروت دی.

د طالبانو د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په نویو اصلاحاتو کې په کلني عوایدو کې شل سلنه مالیه لس سلنې ته راکمه شوې ده. دغه راز د هغو کارګرو د تنخواوو مالیه چې پخوا له ۵زره افغانیو لوړ معاش باندې له ۲ څخه تر ۱۰ فیصدو پورې اخیستل کېده، اوس دغه معافیت تر ۱۰زره افغانیو پورې لوړ شوی؛ خو له لسو زرو پورته تنخواوو باندې مالیه پر خپل ځای پاتې ده.

پانګه‌وال وايي، چې د هېواد په اوسني اقتصادي وضعیت کې لاهم د جوازونو د تمدید، د ښاروالۍ د صفایۍ، د لوحو، د ځای د کرایې او پر پلور د ۲ فیصده انتفاعي مالیې ورکړه د دوی ملاوې ماتې کړې دي.

د کندهار یو پانګه‌وال نعمت الله نعمت وایي، چې د مالیاتو لهه وروستیو تخفیفونو سره د سوداګرو بنسټیزې ستونزې نه‌دي حل شوې او د مالیاتو قوانین لاهم بنسټیز بدلون ته اړتیا لري.

د هغه په وینا؛ سوداګر لاهم د بېلابېلو ډولونو مالیاتو پر ورکړې مکلف دي، لکه د جواز اخیستلو او تمدید مالیه، د ښاروالۍ د صفایۍ مالیه، د لوحو مالیه، د خرڅلاو یا انتفاعي مالیه، د عوایدو مالیه، د کارکوونکو د تنخواوو مالیه، د کرایې مالیه، د لویو پېرودونو مالیه او د مالیاتي ارزونې یا بررسۍ پرمهال احتمالي جریمې ټول د سوداګرو پر اوږو دروند بار اچوي.

هغه وایي، تر ټولو لویه ستونزه د خرڅلاو پر سر دوه سلنه انتفاعي مالیه ده؛ ځکه دغه مالیه د سوداګرو د ګټې او تاوان په پام کې نیولو پرته اخیستل کېږي. نوموړي زیاته کړې: «د مالیاتو قوانین بنسټیز بدلون ته اړتیا لري، اوسنی بدلون هېڅ درد نه دوا کوي. تر ټولو ملا ماتوونکې مالیه د خرڅلاو دوه سلنه مالیه ده، ځکه دولت د سوداګرو له خرڅلاو سره شریک دی، که جنس په تاوان هم وپلوري بیا هم باید دوه سلنه مالیه ورکړي».

یو بل پانګه‌وال احمد ولي بیا د روڼتیا پر نشتوالي او د بېلابېلو مالي ادارو له لوري د جلا جلا محصولاتو پر اخیستلو نیوکه کوي. هغه وایي، چې یو سوداګر په یو وخت د څو جوازونو ساتلو، د لوحو او ان له نورو کورنیو شرکتونو څخه د ۵ لکه افغانیو څخه د زیات پلور پر سر د اضافي ۲ سلنه مالیې په ورکولو مالي ښکېل دی.

هغه زیاته کړه: «موږ د مالیاتو له ورکولو سره مخالفت نه‌لرو؛ خو غوښتنه مو دا ده چې مالیاتي نظام ساده، عادلانه او د سوداګرۍ د ودې لپاره مناسب شي، د مالیاتو شمېر دې راکم او قوانین دې بنسټیز اصلاح شي؛ څو پانګونه او کاروبار وده وکړي. اوس خو ټول خلک له وچې مجبورۍ څخه کاروبار ته ولاړ دي».

دغه سوداګر او پانګه‌وال ټینګار کوي، چې د محدودو تخفیفونو پرځای باید د مالیاتو په قوانینو کې پراخ او بنسټیز بدلونونه راوستل شي؛ څو د خصوصي سکټور ستونزې هوارې او د هېواد اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.

د مالي قوانینو پر وړاندې د هېواد د پانګه‌والو او سوداګرو د دغه نیوکو او شکایتونو په غبرګون کې د طالبانو اړوندو مسوولینو او د مالیې وزارت تراوسه پورې هیڅ ډول رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوی درستیز: د پاکستان هر برید ته مو پرېکنده ځواب ورکړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
100%

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان هېڅ برید بې‌ځوابه نه‌دی پاتې شوی او هر ځل ورته پرېکنده ځواب ورکړل شوی دی. فطرت د (ټي‌ټي‌پی) موضوع د پاکستان د بریدونو لپاره یوه پلمه بللې او ویلي یې دي، چې دغه ستونزه د طالبانو له واکمنېدو مخکې هم وه.

نوموړي د طالبانو اړوند رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، پاکستان هر ځل په دې پلمه پر ملکي وګړو بریدونه کوي چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر ضد عملیات ترسره کوي. فطرت د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه د اسراییل له‌خوا پر فلسطین د بریدونو سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې دواړه ملکي وګړي په نښه کوي.

هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان هېڅ برید بې‌ځوابه نه‌دی پاتې شوی؛ خو د دواړه خواوو د بریدونو ترمنځ توپیر دا دی، چې پاکستان پر ملکي وګړو بریدونه کوي او طالبان یې پوځي اهداف په نښه کوي.

نوموړي یو ځل بیا هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان غړي د افغانستان په خاوره کې حضور لري. هغه ویلي، طالبان به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد وکارول شي.

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ افغان زده‌کوونکي له څو کلونو خواریو وروسته له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو روان بهیر له امله اوس هغه کورنۍ هم بېرته افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي، چې ماشومانو یې له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې زده‌کړې کولې.

د دغه کورنیو له ډلې څخه یوه هم د اسدالله کورنۍ ده، چې له څو کلونو راهیسې په پېښور کې اوسېده او اوس افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې ده. اسدالله وایي، چې هغه په تېرو ۱۳ کلونو کې د پاکستان په یوه دولتي ښوونځي کې زده‌کړې کړې او سږکال یې د لسم ټولګي ازموینه هم ورکړې ده.
د هغه په وینا؛ د ناڅاپي ستنېدو پرېکړې یې زده‌کړې له جدي ستونزو سره مخ کړې؛ ځکه نه یې د زده‌کړو اسناد په بشپړ ډول انتقال شوي او نه هم پر دې ډاډه دی، چې په افغانستان کې به ورته د همدې کچې ښوونې زمینه برابره وي.

هغه زیاته کړه، چې ډېری ملګري او ښوونکي یې پاکستانیان دي او له هغوی سره مخه ښه کول ورته له احساساتي پلوه ډېر ستونزمن دي. اسدالله وویل، سره له دې چې له پاکستان نه وتل ورته اسانه کار نه‌دی؛ خو د خپل پلار د پرېکړې درناوی کوي ځکه اوسني شرایط نور د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي.

بل لور ته د اسدالله پلار رحمت ګل وویل، چې په ۱۹۹۰کال کې د خوندیتوب او کار موندنې په موخه پاکستان ته تللی و او له هغه وخت راهیسې یې د مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.
د هغه په وینا؛ د وروستیو اقداماتو، نیونو او قانوني فشارونو له امله یې پرېکړه وکړه، چې په عزت خپل هېواد ته ستون شي؛ څو د احتمالي نیونو او نورو ستونزو مخه ونیسي.

رحمت ګل وویل، د دوی تر ټولو ستره اندېښنه د خپلو ماشومانو په ځانګړي ډول د اسدالله د زده‌کړو او راتلونکي په اړه ده؛ ځکه هغه به اوس اړ شي چې په افغانستان کې له سره د زده‌کړو لپاره د داخلې او مناسبو ښوونیزو فرصتونو لټه وکړي.

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو میاشتو کې هره ورځ د تورخم او نورو لارو زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنېږي. په دغه ستنېدونکو کې ګڼې هغه کورنۍ هم شاملې دي، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدې او ماشومان یې یا هلته زېږېدلي او یا یې هم خپلې زده‌کړې همالته ترسره کړې دي.

د پوهنې متخصصینو او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې د افغان کورنیو ناڅاپي او په پراخه کچه ستنېدل د زرګونه ماشومانو پر زده‌کړو منفي اغېز کوي. د دوی په باور؛ په افغانستان کې د دغه ماشومانو لپاره د مناسبو او دوامداره ښوونیزو فرصتونو برابرول لاهم یوه جدي ننګونه او مهمه پوښتنه ده.

تېرو درېیو میاشتو کې؛ له هرات نه د ۴۵ مېلیون ډالرو په ارزښت ۵۳زره ټنه صادرات شوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۱
100%

په هرات کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې ریاست خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۵۳زره ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي امریکا، اروپا، اسیا او د سیمې یوشمېر هېوادونو ته صادر شوي دي.

د یاد ریاست اجرایوي امر محمد یوسف امین ویلي، چې د دغه صادراتو ټولیز ارزښت ۴۵ مېلیونه او ۱۰۵زره امریکایي ډالرو ته رسېږي. د نوموړي په وینا؛ په دغه صادراتو کې تر ډېره تازه او وچه مېوه، ګران بیه ډبرې، طبیعي نباتات او نور کورني تولیدات شامل دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې ریاست زیاتوي، چې د صادراتو کچه د تېرکال د ورته مودې پرتله لوړه شوې ده. د دوی په وینا؛ د تېرکال په لومړیو درېیو میاشتو کې د صادراتو ارزښت ۳۳ مېلیون ډالره و، چې د روان کال له صادراتو څخه کم دی.

طالبان د صادراتو دغه زیاتوالی د اقتصادي پیاوړتیا او د سوداګرۍ د ودې نښه بولي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی و، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۱۱۷ ټنه تازه مېوه عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته صادره شوې ده چې ارزښت یې ۱۴۶زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د احصایې اداره: په روان کال کې د کرنیزو ځمکو کچه ۱۰،۲ سلنه زیاته شوې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، چې په ۱۴۰۵ لمریز کال کې په افغانستان کې د اوبیزو او للمي کرنیزو ځمکو کچه د تېر ۱۴۰۴ کال په پرتله شاوخوا ۱۰،۲ سلنه لوړه شوې ده.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په روان لمریز کال کې ټولټال له درې میلیونه هکټاره زیاتې کرنیزې ځمکې تر کښت لاندې وې. د راپور له مخې، له دې ډلې ۲،۱ میلیونه هکټاره اوبیزې او شاوخوا ۸۷۴ زره هکټاره نورې للمي ځمکې دي.

د راپور له مخې، د اوبیزو ځمکو کچه درې سلنه او د للمي ځمکو کچه ۳۳ سلنه لوړه شوې ده. ادارې د دې زیاتوالي لامل پر وخت ورښتونه او د روان کال مناسب اقلیمي شرایط بللي دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۵ کال کې تر ټولو ډېرې اوبیزې کرنیزې ځمکې په هلمند ولایت کې ثبت شوې دي، چې نږدې ۲۶۲ زره هکټاره جوړوي. له هلمند وروسته کندهار له ۱۶۳ زره، هرات له ۱۵۷ زره او کندوز له ۱۳۶ زره هکټاره اوبیزو ځمکو سره په لوړو ځایونو کې دي.

راپور زیاتوي، چې د للمي کرنیزو ځمکو له پلوه تخار ولایت په لومړي ځای کې دی، چې شاوخوا ۱۵۷ زره هکټاره ځمکه تر کښت لاندې لري. له هغه وروسته بدخشان، هرات، سرپل او بادغیس هغه ولایتونه دي چې د للمي کرنیزو ځمکو ډېره برخه پکې ثبت شوې ده.

د یادې ادارې په وینا، د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو د شمېرو پرتله ښيي چې د اوبیزو ځمکو تر ټولو ډېر زیاتوالی په هرات، غزني، زابل، فراه او کندهار ولایتونو کې او د للمي ځمکو تر ټولو ډېر زیاتوالی په تخار، سرپل، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې ثبت شوی دی.

ادارې ویلي، دا معلومات یې د «ریموت سنسنګ» ټکنالوژۍ او سپوږمکۍ انځورونو په مرسته راټول کړي دي.

افغانستان چې په وروستیو څو کلونو کې یې پرله‌پسې وچکالي تجربه کړې، په روان لمریز کال کې د ورښتونو د نسبي زیاتوالي شاهد و. خو ورسره په بېلابېلو ولایتونو کې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خلکو او کرنیزو ځمکو ته هم زیانونه واړول.

کرکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۱
100%

د کرکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو لپاره د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی او د دې موخې لپاره یې ځانګړی کاري ډله بیا فعاله کړی، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغې لوبډلې د رسمي سیالیو لپاره د ګډون یوه منظمه او دوامداره نقشه برابره کړي.

ای‌سي‌سي تېره اوونۍ د سکاټلنډ په اډینبورګ ښار کې په خپلې کلنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام ته دوام ورکړي. د شورا په وینا، ځانګړي کاري ډلې ته دنده سپارل شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو لوبغاړو د رسمي نړیوالو سیالیو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا بورډ په دې کاري ډله کې د خپلې خپلواکې مشرې روز ریواز او د اجرایوي کمېټې د غړې ساره کین په ګډون نوي غړي هم شامل کړي دي. دغه غړي به د هند، اسټرالیا او انګلستان د کرکټ بورډونو له استازو سره په ګډه د پروګرام څارنه کوي، څو د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړې، استازیتوب یې پیاوړی او د لوبو مناسب فرصتونه ورته برابر شي.

د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو له ډلې ناهیده ساپۍ او فیروزه افغان د ای‌سي‌سي د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ګام دوی ته دا هیله ورکوي چې یو ځل بیا د یوې ګډې لوبډلې په توګه سره راټولې او په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د دوی په وینا، په تېر یوه کال کې هند او انګلستان ته د روزنیزو سفرونو او په خپلو استوګنځایونو کې د مسلکي روزونکو تر لارښوونې لاندې تمرینونو د دوی په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د ای‌سي‌سي رسمي سیالیو ته د لار موندلو هدف ورته روښانه شوی دی.

اوس مهال دغه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې په اسټرالیا، انګلستان او کاناډا کې ژوند کوي. د ای‌سي‌سي د نوي پلان له مخې به دوی په خپلو استوګنو هېوادونو کې د فزیکي چمتووالي، فزیوتراپۍ او مسلکي روزونکو تر څارنې لاندې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.