هرمز تنګی، چې د ایران او عمان ترمنځ پروت دی، د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي. د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت او ګڼ نور مهم توکي، لکه کیمیاوي سرې، د همدې تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي. د دې لارې هر ډول بندښت یا محدودیت د انرژۍ بازارونو او سوداګرۍ پر بهیر مستقیم اغېز کوي.
ټرمپ ویلي، امریکا به د «هرمز تنګي د ساتونکي» په توګه د خپلو امنیتي او پوځي لګښتونو د جبران لپاره د دې تنګي له لارې پر ټولو بارونو ۲۰ سلنه فیس واخلي. خو هغه لا نه دي روښانه کړي چې دا پرېکړه به په کوم قانوني چوکاټ او کوم عملي میکانیزم پلې شي.
دا دریځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له وروستیو څرګندونو سره په ټکر کې ښکاري. روبیو تېره میاشت ویلي وو چې هېڅ هېواد حق نه لري د نړیوالو سمندري لارو د کارولو په بدل کې فیس واخلي او دا موضوع باید د هېوادونو ترمنځ د هوکړو برخه نه وي.
په مقابل کې، ایران د هرمز تنګي کنټرول د خپل ملي امنیت او ستراتیژیک نفوذ مهمه وسیله ګڼي. تهران ادعا کوي چې د تنګي د خوندي تګ راتګ د تنظیم حق لري او د جګړې پر مهال یې د «فارس خلیج د تنګي اداره» هم جوړه کړه. ایران ټینګار کوي چې بېړۍ باید د دې ادارې له لارښوونو سره سم حرکت وکړي او له ایراني چارواکو سره همغږي ولري. تهران ویلي چې ښايي په راتلونکي کې د تنګي د کارولو لپاره فیس هم وضع کړي، خو تر اوسه یې د هغه جزییات نه دي اعلان کړي.
د نړیوال سمندري قانون له مخې، د ملګرو ملتونو د سمندري حقوقو کنوانسیون هغو هېوادونو ته چې نړیوال تنګي ورسره ګډ وي، اجازه نه ورکوي چې یوازې د تېرېدو په بدل کې فیس واخلي. البته، یوازې د ځانګړو خدمتونو لکه د بېړیو لارښوونې، د بېړیو کشولو او بندري خدمتونو په بدل کې محدود فیس اخیستل کېدای شي، نه د تنګي د عادي تېرېدو لپاره.
که څه هم امریکا او ایران د دې نړیوال تړون غړي نه دي، خو د نړۍ ډېری هېوادونه اصول مني او هرمز تنګی یوه نړیواله سمندري لار ګڼي.
د سمندري صنعت کارپوهان وایي، په معاصر تاریخ کې هېڅ هېواد په یو اړخیز ډول د نړیوال تنګي د کارولو لپاره عمومي فیس نه دی وضع کړی. دوی خبرداری ورکوي چې که د هرمز تنګي له لارې پر بارونو ۲۰ سلنه فیس ولګول شي، نو دا به د نفتو او نورو اساسي توکو نړیوالې بیې لوړې کړي او د نړیوالې سوداګرۍ پر لګښتونو به پراخ اغېز وکړي.