د کابل یو شمېر اوسېدونکي د ګازو له لوړې بیې شکایت کوي

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په پلازمېنه کې د اوبلن ګاز بیه په بېساري ډول لوړه شوې او په ځینو سیمو کې د ګازو کمښت هم رامنځته شوی دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په پلازمېنه کې د اوبلن ګاز بیه په بېساري ډول لوړه شوې او په ځینو سیمو کې د ګازو کمښت هم رامنځته شوی دی.
افغانستان انټرنشنل ته د کابل یو شمېر اوسېدونکو په رالېږلي پیغام کې ویلي، د مایع ګازو یو کیلو بیه شاوخوا ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د دوی په وینا، په ډېرو سیمو کې د ګازو پلورونکي دوکانونه له کمښت سره مخ دي او خلک په اسانۍ سره مایع ګاز نه شي موندلی.
دغه اوسېدونکي غواړي چې د طالبانو اړوندې ادارې دې د ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان انټرنشنل څه موده وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګازو او نورو نفتي توکو د بیو د لوړېدو راپور ورکړی و. د راپورونو له مخې، د کندهار ښار اوسېدونکو ویلي وو چې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د مایع ګاز بیه له ۵۸ افغانیو څخه تر ۷۰ افغانیو لوړه شوې وه او یوازې په یوه ورځ کې یې څلور افغانۍ زیاتوالی کړی و. هغوی ویلي وو چې د دوبي په موسم کې د ګازو د بیو دغه ډول لوړوالی بېساری دی، ځکه معمولاً په همدې موسم کې د ګازو بیې ټیټې وي.
همداراز، هغه مهال د کابل، هرات، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د ګازو او تېلو د بیو د لوړېدو راپورونه ورکړل شوي وو. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په کابل کې د یوه کیلو مایع ګاز بیه له ۵۶ افغانیو څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې وه، خو د کابل د اوسېدونکو وروستي معلومات ښيي چې اوس دغه بیه شاوخوا ۹۰ افغانیو ته رسېدلې، چې د بیو د لا زیات لوړوالي څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، دا د کابل د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.