په خوست کې د ګاز د ګرانېدو له امله یو شمېر رېکشاوې په کور درول شوې

د خوست یو شمېر رېکشا چلوونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په ښار کې په ډېری لویو ګاز پمپونو کې ګاز نه موندل کېږي، خو په ځینو کوچنیو پمپونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي. رېکشاچلوونکي وايي، د یوه کیلو ګاز بیه تر ۹۰ او ۹۵ افغانیو رسېدلې او دوی خپلې رېکشاوې په کور درولې دي.
