انګلستان د لوبې د لومړۍ پاڼۍ تر وروستیو شېبو مخکښ و، انتوني ګورډن په ۵۵مه دقیقه کې ګول وواهه؛ خو ارجنټاين د تصور خلاف لوبه تر خپل کنټرول لاندې راوسته، انزو فرناندز په ۸۵مه دقیقه کې لوبه مساوي کړه او لاوټارو مارټینز په ۹۲مه دقیقه کې د بریا ګول وواهه.
لیونل میسي په دواړه ګولونو کې مهم رول لاره؛ د دواړو ګولونو پاسونه یې ورکړل. د یادې پایلې له امله د انګلستان هغه هیله چې له ۱۹۶۶کال وروسته یو ځل بیا د نړۍوال جام پایلوبې ته ورسېږي لهمنځه ولاړه. په مقابل کې د نړۍوال جام اتل ارجنټاین د خپلې اتلولۍ د ساتلو لپاره یو ګام نور هم نږدې شو.
ټاکل شوې ده، چې ارجنټاین د یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې له هسپانیا سره مخ شي. د ارجنټاین روزونکي لیونل سکلوني تر لوبې وروسته وویل: «دغه لوبغاړو یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه. زه له زړه پرې ویاړم او رښتیا هم د دغه بریا د بیانولو لپاره ټکي بسنه نهکوي».
د انګلستان لوبډله د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د انتوني ګورډن په ګول مخکښه وه؛ خو وروسته یې دفاعي لوبه غوره کړه او خپله برتري یې ونه شوای ساتلی. د ارجنټاین پرلهپسې فشار په وروستیو دقیقو کې پایله ورکړه او یادې لوبډلې د دوو پرلهپسې ګولونو په وهلو سره پایلوبې ته لار وموندله.
د انګلستان لوبډلمشر هري کېن وویل: «موږ د لوبې په ډېره برخه کې ښه لوبه وکړه؛ خو له ګول وروسته مو ډېر دفاعي دریځ غوره کړ. په دې کچه سیالیو کې دغه ډول لوبه بسنه نهکوي. دغه ماته د ټولو لوبغاړو، روزنیز پلاوي او مینهوالو لپاره ترخه ده».
د انګلستان روزونکي توماس توخل هم سره له دې چې لوبډله یې له سیالیو ووته وویل: «لوبغاړو په میدان کې خپل ټول توان وکاراوه او د بریا تر پولې ورسېدل. په دې شېبه کې هېڅ پښېماني نهلرم، ځکه لوبډلې خپله ټوله وړتیا وړاندې کړه».
په راپور کې ویل شوي، چې دغه لوبه د نړۍوال جام د تاریخ تر ټولو پخوانیو او حساسو سیالیو له ډلې د ارجنټاین او انګلستان سیالۍ ته یو نوی فصل ور زیات کړ. دغه لوبه یو ځل بیا له لوړې جذبې، فزیکي سیالۍ او ډراماتیک پای سره مل وه او په پایله کې ارجنټاین پایلوبې ته ورسېد.