• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

یو ټکسي چلوونکی: د تېلو د بیو له لوړېدو او د کرایو له کمېدو وروسته موږ ته هېڅ نه پاتې کېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۱

د هرات یو ټکسي چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د ایران او امریکا د جګړې له امله د پټرول او ګازو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. نوموړی زیاتوي، چې د بیو د ټېټېدو لپاره یې د طالبانو اړوندو ادارو ته هم شکایتونه رسولي؛ خو څوک یې غږ نه اوري.

د هرات دغه ټکسي چلوونکی زیاتوي، چې د ایران او امریکا تر جګړې وروسته د پټرولو بیه ۸۸ افغانۍ او د ګازو بیه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې. نوموړی وایي، که څه هم د سون توکو د واردولو بهیر تر پخوا ډېر چټک شوی، تېل د اورګاډي او ټانکرونو پرمټ راوړل کېږي خو بیې ورځ تر بلې لوړیږي.

دغه ټکسي چلوونکی وايي، چې په هرات کې د طالبانو د ترانسپورټ ادارې نوي قوانین وضع کړي او د پیسو اخیستلو ته یې لاره هواره کړې. نوموړی په دې اړه زیاتوي: «له یوې خوا جریمې او اضافي پیسې ډېرې شوې دي. له بلې خوا هغه وخت چې د سون توکو بیې ټیټې وې او پټرول ۶۰ افغانۍ او ګاز ۵۵ افغانۍ و، موږ حق درلود چې ۲زره افغانۍ بار واخلو. خو له څلورو ورځو راهیسې چې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې، دغه کسانو زموږ د موټرو کرایه له ۲زره افغانۍ څخه ۱۵۰۰ افغانۍ ته راکمه کړې ده. حتی زور یې هم کارولی دی».

نوموړی وايي، چې د ستونزې د حل لپاره یې څو ځله کاربندیز اعلان کړی او اړوندو ادارو ته یې شکایتونه کړي؛ خو هیچا یې غږ نه‌دی اورېدلی. هغه وايي: «په خدای حیران پاتې یو چې څه وکړو. دغه کسان له خلکو دومره پردي دي او د خلکو درد نه احساسوي چې انسان له ژوند، کار او هر څه نهیلې کېږي. نه منطق شته او نه رحم».

د هرات دغه اوسېدونکی وایي، چې مخکې تېل خصوصي شرکتونو واردول؛ خو اوس دولتي شوي، د دې پر ځای چې حالت ښه شي، لا کړکېچن شوی دی.

نوموړی وایي: «هغه لاره چې موږ پرې ځو، ۱۱۰۰ افغانۍ ګاز مصرفوي. ۲۱۰ افغانۍ هم باید دولت ته ورکړو. له ۱۵۰۰ افغانۍ څخه به زموږ لپاره څه پاتې شي؟ موږ بې‌ګناه یو، خو بیا هم موږ مجرم او ملامت ګڼل کېږو. دا کوم اسلامي شریعت او قانون دی؟ دا کوم وجدان دی؟»

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د کنړ د یو شمېر اوسېدونکو شکایت: د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې شفافیت نه دی رعایت شوی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱
100%

د کنړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د ښوونکو د ګومارنې ازموینې ګډونوال شکایت کوي، چې د پوهنې ریاست له لوري د ښوونکو د ګومارنې په بهیر کې شفافیت نه دی رعایت شوی او د ازموینې د پایلو د بدلون هڅې روانې دي.

شکایت کوونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، شاوخوا شل ورځې وړاندې د کنړ د پوهنې ریاست د ۳۶ ښوونیزو بستونو لپاره ازموینه واخیسته. د دوی په وینا، د ازموینې پر مهال د پوهنې ریاست مسوولینو ژمنه کړې وه چې د ګومارنې بهیر به په بشپړ ډول شفاف وي او حق به مستحق ته سپارل کېږي.

د دوی په خبره، د ازموینې د پایلو له اعلان وروسته د درې‌پیچ ولسوالۍ د دوو بستونو لپاره بریالي نوماندان معلوم شول، خو اوس د پوهنې ریاست غواړي دغه دوه بستونه بېرته اعلان ته وسپاري.

شکایت کوونکي ادعا کوي چې د کنړ د پوهنې ریاست یوازې د ۳۴ بریالیو نوماندان وزارت ته د منظورۍ لپاره ورپېژندلي او د درې‌پیچ ولسوالۍ دوه بستونه یې ځکه ځنډولي چې د چارواکو په خوښه کسان پکې بریالي شوي نه دي.

دوی وایي، د دغو دوو بستونو لپاره له بریالیو نوماندانو سربېره لسګونه نور کسان هم د احتیاطي نوملړ (ریزرف) په توګه موجود دي، خو بیا هم د بستونو د بیا اعلان پرېکړه د شفافیت او عدالت خلاف بولي.

شکایت کوونکي له طالبانو د پوهنې وزارت او اړوندو څارونکو بنسټونو غواړي چې د ګومارنې د دې بهیر په اړه بې‌طرفه څېړنه وکړي او د ازموینې پایلې د وړتیا او قانون پر بنسټ عملي کړي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کنړ ولایت د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د ګازو له لوړې بیې شکایت کوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۱
100%

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په پلازمېنه کې د اوبلن ګاز بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او په ځینو سیمو کې د ګازو کمښت هم رامنځته شوی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د کابل یو شمېر اوسېدونکو په رالېږلي پیغام کې ویلي، د مایع ګازو یو کیلو بیه شاوخوا ۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده. د دوی په وینا، په ډېرو سیمو کې د ګازو پلورونکي دوکانونه له کمښت سره مخ دي او خلک په اسانۍ سره مایع ګاز نه شي موندلی.

دغه اوسېدونکي غواړي چې د طالبانو اړوندې ادارې دې د ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان انټرنشنل څه موده وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګازو او نورو نفتي توکو د بیو د لوړېدو راپور ورکړی و. د راپورونو له مخې، د کندهار ښار اوسېدونکو ویلي وو چې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د مایع ګاز بیه له ۵۸ افغانیو څخه تر ۷۰ افغانیو لوړه شوې وه او یوازې په یوه ورځ کې یې څلور افغانۍ زیاتوالی کړی و. هغوی ویلي وو چې د دوبي په موسم کې د ګازو د بیو دغه ډول لوړوالی بې‌ساری دی، ځکه معمولاً په همدې موسم کې د ګازو بیې ټیټې وي.

همداراز، هغه مهال د کابل، هرات، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د ګازو او تېلو د بیو د لوړېدو راپورونه ورکړل شوي وو. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په کابل کې د یوه کیلو مایع ګاز بیه له ۵۶ افغانیو څخه ۶۴ افغانیو ته لوړه شوې وه، خو د کابل د اوسېدونکو وروستي معلومات ښيي چې اوس دغه بیه شاوخوا ۹۰ افغانیو ته رسېدلې، چې د بیو د لا زیات لوړوالي څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، دا د کابل د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د کابل یو اوسېدونکی: طالبانو پلچرخي زندان کې بندیانو ته د کورنیو له لوري ډوډۍ وړل منع کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
100%

د کابل یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه رالېږلي پیغام کې ادعا کړې، چې طالبانو په دې وروستیو کې د کورنیو له لوري په پلچرخي زندان کې خپلو بندیانو ته د ډوډۍ وړل منع کړي دي. یاد کس مدعي شوی، چې طالبان هم ټوله ورځ کې یوازې یوه ډوډۍ بندیانو ته ورکوي، چې په وینا یې، کافي نه‌ده

د کابل یوه اوسېدونکي چې ۱۸ کلن ورور یې له څو کلونو راهیسې په پلچرخي زندان کې بندي دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري پر زندانیانو هر ډول فشار او په ځانګړې توګه روحي او رواني فشارونه ډېر شوي دي.

هغه ادعا کړې، طالبانو «ان زندانیانو ته د ډوډۍ وړل هم منع کړي دي. او دوی هم په ټوله ورځ کې یو ځلي او هغه هم یوه ډوډۍ ورکوي».

دغه کس د خپل ورور د جرم د څرنګوالي او همداراز د بند مودې د څومره‌والي په تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړی، خو زیاته کړې یې ده: «ورور مې لا ماشوم وو، چې هغوی [طالبانو] بندي کړ. اوس یې رواني ستونزې پیدا کړي دي».

هغه همداراز څرګنده کړې، چې یو عادي انسان باید په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳ ځلي خوراک وکړي او که په کافي اندازه یو ځل هم وي، ښه ده، نه یوازې یوه ډوډۍ.

نوموړي په ډاګه کړې: «دا پر زندانیانو ظلم دی او هم یې د کورنیو زړونه سوري سوري کوي».

د یادونې وړ ده، چې دا یوازې د کابل د یوه اوسېدونکي روایت دی او افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د خوست کوچیان: طالبان دې د کوچیانو د لېسې لیلیه د روږدو په کلینیک نه بدلوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱
100%

د خوست ولایت یو شمېر کوچیانو، قومي مشرانو او د کوچیانو د عالي او مرکزي لېسې پخوانیو زده کوونکو ادعا کړې چې طالب چارواکي غواړي د دې لېسې لیلیه د روږدو کسانو د درملنې په مرکز بدله کړي. دوی له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه لغوه کړي.

یو شمېر خوست مېشتو کوچینانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ویلي، د دې موضوع د څېړلو لپاره یې د کوچیانو د عالي او مرکزي لېسې په اداره کې غونډه وکړه. غونډه کې د لېسې مسوولینو ګډونوالو ته ویلي چې څو ورځې وړاندې د څو دولتي ادارو چارواکي لېسې ته ورغلي وو او د لیلیې د بدلون موضوع یې مطرح کړې وه.

د غونډې ګډونوالو ویلي، د کوچیانو د عالي او مرکزي لېسې لیلیه د شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو د استوګنې ظرفیت لري او د بدلون په صورت کې به لسګونه زده کوونکي د استوګنې له ستونزو سره مخ شي.

د کوچیانو مشرانو په غونډه کې ویلي، یاده لیلیه د کوچیانو لپاره مهمه تعلیمي شتمني ده او د دوی په وینا، د پخوانیو مشرانو په قربانیو جوړه شوې ده. هغوی ټینګار کړی چې د لیلیې د بدلولو هر ډول پرېکړه به ونه مني.

د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د کوچیانو یو پلاوی د خوست د قبایلو او سرحدونو چارو ریاست ته ورغلی او خپلې اندېښنې یې د ریاست له ځایناستي سره شریکې کړې. د ګډونوالو په وینا، د ریاست ځایناستي ژمنه کړې چې موضوع به له اړوندو مسوولانو سره شریکه کړي.

د کوچیانو استازو همدارنګه پرېکړه کړې چې له طالب والي سره به هم په دې اړه خبرې وکړي او د شنبې په ورځ به د خوست ولایت مقام ته د خپلو غوښتنو د وړاندې کولو لپاره ورشي.

دوی په خپلو څرګندونو کې دا ادعا هم کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د جمهوري نظام پر مهال د کوچیانو لپاره جوړ شوي یا منظور شوي یو شمېر بنسټونه او پراختیایي پروژې، لکه د کوچیانو د چارو ریاستونه، د سړک جوړولو پروژه او د شل بستریز روغتون پروژه، لغوه شوې دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه د کوچیانو دا ادعاوې نه تاییدوي. دا یوازې د خوست ولایت د یو شمېر کوچیانو ادعا ده.

له پاکستان نه تر جبري اېستلو وروسته؛ افغان ډاکتران وایي اړوندې ادارې یې غږ نه اوري

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو له‌خوا د ۱۱ افغان ډاکټرانو او د طب محصلانو له جبري ستنولو وروسته، د دغه کسانو له ډلې یو ډاکټر افغانستان انټرنشنل پښتو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې اړوندې ادارې د دوی ستونزو ته پاملرنه نه‌کوي.

هغه وایي، نه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ورسره مرسته کړې، نه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او نه هم په پاکستان کې د طالبانو سفارت د دوی ستونزې هوارې کړې دي. د هغه په وینا؛ دوی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ځینو کارکوونکو سره د اړیکې پرمهال له نامناسب چلند سره هم مخ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دوی هیله لرله چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته به یې ستونزې حل شي؛ خو تراوسه هېڅ ادارې ورته پاملرنه نه‌ده کړې. دغه ډاکټر وایي، په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ورته ویلي و چې افغانستان ته تر رسېدو وروسته به د بهرنیو چارو وزارت د دوی قضیه وڅاري؛ خو د سفارت له مرستیالانو سره له اړیکو وروسته ورته ویل شوي، چې د دوی لپاره هېڅ اقدام نه‌شي کولای.

هغه زیاتوي، چې د بېلابېلو ستونزو له امله لا هم نه‌دي توانېدلي له خپلو کورنیو سره یوځای شي. څو ورځې وړاندې د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ۱۱ افغان ډاکټران او د طب محصلان ونیول، چې د دغه ایالت په بېلابېلو طبي پوهنتونونو او ښوونیزو روغتونونو کې یې تخصصي او طبي زده‌کړې کولې.

د دغه ډاکټرانو له ډلې لس تنه د بهاولپور ولسوالۍ د قایداعظم طبي کالج او بهاولپور ښوونیز روغتون کې په تخصصي زده‌کړو بوخت وو. دغه ډاکټرانو تر دې وړاندې ویلي و، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې افغان محصلان تر زیات فشار لاندې دي او د دوی د ویزو موده نه تمدیدېږي.

دوی ټینګار کړی، چې تخصصي او طبي زده‌کړې یې باید نیمګړې پاتې نه‌شي او د سیاسي اختلافونو قرباني نه‌شي. هغوی پر طالبانو هم غږ کړی، چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د دوی د ویزو او زده‌کړو ستونزې هوارې کړي.