د بدخشان اوسېدونکی: طالبان د بیارغولو په پلمه له خلکو پیسې ټولوي

د بدخشان یو اوسېدونکی وایي، له تېرو څو کلونو راهیسې طالبان د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې په بېلابېلو پلمو له خلکو څخه په زور پیسې ټولوي. د هغه په خبره؛ طالبانو په جبري توګه له هر موټر چلوونکي، هټۍوال، لاس پلورونکي او سوداګر پیسې ټولې کړې، چې د درایم سړک به بیاورغوړي؛ خو دغه پیسې یې خپلې جېب ته واچولې.
