• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ستنېدو ترخې خاطرې؛ په پېښور کې افغان کډوال تر ستنېدو وړاندې خپل کورونه نړوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۰۶ GMT+۱

د پېښور د خزانې پنډغالي مېشت افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو لپاره یوازې خپل سامانونه نه ټولوي؛ بلکې ګڼې کورنۍ اړې شوې هغه کورونه هم په خپلو لاسونو ونړوي، چې د تېرو څلورو تر پنځو لسیزو په موده کې یې د خپلې خوارۍ او مزدورۍ له پیسو جوړ کړي وو.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ د ګڼو کورونو چتونه نړول شوي، دروازې او کړکۍ اېستل شوې او په ځینو ځایونو کې یوازې د خښتو کنډوالې پاتې دي. د خزانې پنډغالی شاوخوا ۴۵ کاله مخکې د افغان کډوالو د مېشتېدو لپاره جوړ شوی و.
د وخت په تېرېدو سره په دغه پنډغالي کې د خېمو پر ځای دایمي کورونه جوړ شول او د سیمې د خلکو په خبره؛ تر ۸۵۰ زیاتو کورنیو هلته خپل استوګنیز کورونه جوړ کړي وو. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې؛ دامهال په پاکستان کې تر ۱.۶ مېلیونه زیات ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي او په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نږدې ۶۰۰زره نور افغانان هم پاکستان ته تللي دي.
۲۶ کلن حضرت ولي چې په همدغه پنډغالي کې زېږېدلی انډپېنډېنټ اردو ته ویلي، هېڅکله یې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به له دې ځایه وتلو ته اړ شي. هغه ویلي: «زما زېږېدنه په همدې پنډغالي کې شوې ده. مور او پلار به مې ویل چې اصلي وطن مو افغانستان دی؛ خو موږ هېڅکله ځان په دغه هېواد کې پردی نه احساساوه. پاکستان او افغانستان دواړه راته خپل وو».
حضرت ولي وايي، د دوی کورنۍ او نورو افغان کډوالو د کلونو په اوږدو کې د سخت کار له لارې خپل کورونه جوړ کړي وو؛ خو اوس اړ شوي چې په ډېره ټیټه بیه یې وپلوري. هغه زیاتوي: «د دغه کورونو په جوړولو څلور یا پنځه لکه روپۍ لګېدلې وې؛ خو خښتې له ځان سره نه‌شو وړلی. یوازې لرګي او ځینې نور توکي له ځان سره وړو، چې وروسته ترې بیا ګټه واخلو».
د هغه په وینا؛ اوس په خزانې پنډغالي کې یوازې څو کورنۍ پاتې دي او ډېری افغانان له خپګان او نارضایتۍ سره بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د پنډغالي ترڅنګ اوسېدونکی صفت اقبال وايي، د افغان کډوالو له راتګ مخکې یې هم دغه سیمه پېژندله او کورنۍ یې هلته د لرګیو کاروبار درلود.
هغه وايي، ډېری هغه افغانان چې په لومړیو کې دغه پنډغالي ته راغلي وو؛ اوس مړه شوي او اولادونه او لمسیان یې همدلته لوی شوي دي. د هغه په خبره؛ دغه کورونه د کلونو مزدورۍ او زحمت پایله وه.
هغه وایي:« چا په منډۍ کې مزدوري کوله، چا ورځنۍ مزدوري کوله او ورو، ورو یې پیسې راټولې کړې، بیا یې ځان ته کوچني کورونه جوړ کړل. اوس هماغه خلک اړ دي، چې د وتلو پرمهال خپل کورونه په خپلو لاسونو ونړوي».
د خزانې پنډغالی اوس د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه‌لري. هغه ځای چې پخوا په‌کې سلګونه کورنۍ اوسېدلې، اوس ګڼ کورونه یا تش پاتې دي او یا هم په کنډوالو بدلې شوې دي. حضرت ولي وايي، د دوی لپاره تر ټولو سخته خبره د کور له لاسه ورکول نه؛ بلکې له هغو خاطرو او ژوند سره مخه ښه ده چې له دغه پنډغالي سره تړلي وو.
هغه زیاتوي: «موږ دلته زېږېدلي یو، دلته لوی شوي یو، زموږ ملګري او ټولې خاطرې دلته دي. اوس باید افغانستان کې ژوند له سره پیل کړو».

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

په یوه ورځ؛ له پاکستان او ایران نه تر ۴زره زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) له پاکستان او ایران نه ۸۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۳۶۹ کېږي؛ هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، دغه کورنۍ د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پله او د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاتوي، چې په همدې ورځ ۷۵۹ کورنۍ په خوندي ډول خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.

هم‌مهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات (د چنګاښ له ۱۹مې) پراخ شوي او په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره کور په کور عملیات پیل شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې نور نه غواړي په خپل هېواد کې افغان کډوال پرېږدي او که څوک په خپله خوښه لاړ نه‌شي؛ نو دوی به یې په زور وباسي.

په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي؛ څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

زرغون بهیر وايي طالبانو د دوی ۸۵ غړي‌ صحرايي محاکمه کړي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د زرغون بهیر ویاند زمان رفعت وايي، چې طالبانو سږکال د دغه سیاسي او پوځي بهیر شاوخوا ۸۵ غړي «محاکمه او اعدام» کړي دي. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې زیاته کړې، دا مهال د یاد غورځنګ ۵۰۰ غړي د طالبانو په زندانونو کې دي.

نوموړي همدارنګه وویل، هغه کسان چې په دې وروستیو کې طالبانو په غور ولایت کې نیولي د زرغون بهیر غړي نه‌دي.

د امرالله صالح د تصویر ساتلو له امله نیونې

د زرغون بهیر ویاند ټینګار وکړ، چې طالبان په ځینو مواردو کې پراخه او خپلسرې نیونې کوي. د هغه په وینا؛ طالبانو داسې کسان هم نیولي، چې د جمهوري نظام پرمهال یې یوازې له امرالله صالح سره یو یادګاري عکس اخیستی و او د زرغون بهیر فعال غړي نه وو.

زرغون بهیر د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال او د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح په مشرۍ فعالیت کوي. صالح چې مخکې د ملي مقاومت جبهې غړی و، اوس د طالبانو پر وړاندې د یوه خپلواک سیاسي او امنیتي ادرس په توګه فعالیت کوي.

د زرغون بهیر ویاند ادعا وکړه، چې دغه سیاسي جریان په ټول افغانستان کې تر ۱۰۰زره ډېر غړي لري او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې فعال دی.

په فېروزکوه کې پراخې نیونې

دغه څرګندونې په غور ولایت کې د نیونو د یوې نوې څپې له رامنځته کېدو وروسته شوې دي. په غور کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په تېرو دوو ورځو کې د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې ۱۳ ځوانان له زرغون بهیر سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په پوځي موټرو کې د فېروزکوه ښار د «اتوس سفلا» کلي د دغه ځوانانو پر کورونو او کاري ځایونو چاپې وهلې او لږترلږه شپږ کسان یې له ځان سره وړي دي.

طالبانو لاتراوسه د دغه کسانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي. زرغون بهیر د روان کال د غویي میاشتې په وروستیو کې په فېروزکوه ښار کې د طالبانو د پوځ د جلب او جذب پر مرکز د برید مسوولیت منلی و. هغه مهال زرغون بهیر ویلي و، چې د دوی ځواکونو د طالبانو د قوماندانۍ په ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او وروسته یې چاودنه ورکړې ده.

ملګري ملتونه او اسلام‌اباد د ډیورنډ کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو پر لېږد غږېدلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د پاکستان له لومړي وزیر سره د ډیورند کرښې له لارې افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه خبرې کړي. دغه لیدنه داسې حال کې شوې، چې ۲ ورځې مخکې د تورخم له لارې ۲۱ کانټینره بشري مرستې افغانستان ته ولیږدول شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د پاکستان له لومړي وزیر سره د کتنې په تړاو ویلي: «موږ په منځني ختیځ کې د جدي ډیپلوماتیکو هڅو، د پاکستان او افغانستان له لارې د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي په برخه کې پر شراکت خبرې وکړې».

له دې سره سم، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر له لوري د همدې لیدنې په تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټام فلېچر د پاکستان او اوچا ترمنځ د اوږدمهاله شراکت او نږدې همکاریو ستاینه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د فلېچر له قوله راغلي: «هغه [فلېچر] په افغانستان کې د اوچا له بشري هڅو څخه د پاکستان د دوامداره ملاتړ له امله هم مننه وکړه».

د پاکستان لومړي وزیر په دې کتنه کې ژمنه کړې، چې له ملګرو ملتونو او اوچا سره له نږدې کار کوي، څو نړیواله بشري همکاري پیاوړې او د ناورینونو پر وړاندې چمتووالی زیات شي او همداراز د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زیانمنو ټولنو د مرستندویه هڅو ملاتړ وشي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په بشري مرستو بار د ملګرو ملتونو ۲۱ کانټینره چې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) تورخم ته رسېدلي وو؛ د ګمرک او اړوندو ادارو له لوري د قانوني بهیر تر بشپړېدو وروسته دغه مرستې طالب چارواکو ته وسپارل شوې.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده، چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته ولېږدول شي. د دغو مرستو د لېږد بهیر به نږدې یوه اونۍ دوام وکړي.

د دوی په وینا، ملګرو ملتونو په غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د دغو مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده. خو طالب چارواکو بیا په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او یوازې د تورخم او سپن‌بولدک لارې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره خلاصه ده.

له اوږده ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو کاروان افغانستان ته داخلېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
100%

د ننګرهار سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي، له نږدې یو کال ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) د خوراکي مرستو بار وړونکو ۵۶ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق‌الله قریشي د چهارشنبې په ورځ ویلي، له نږدې یوه کال ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې لویو باروړونکو لاریو ته د تورخم له دروازې د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه د دغه کاروان ۱۹لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي او تمه ده چې پاتې لارۍ هم په نږدې ورځو کې هېواد ته داخلې شي.

قریشي زیاته کړې چې دغه لارۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو خوراکي توکي لېږدوي.

هغه ویلي، د تورخم دروازه اوس مهال یوازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره پرانیستې ده، خو سوداګریز او ترانزیټي تګ راتګ لا هم د پخوا په څېر تړلی پاتې دی.

تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی و چې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو بار وړونکو ۲۱ لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي.

روسيه: په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ډېر کړکېچن دی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۱
100%

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې، ماريا زاخارووا، د چهارشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم ډېر خراب دی او د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې لوړه کچه او د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدل د مسکو له مهمو اندېښنو څخه دي.

هغې د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو په حواله وويل چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې د ماشومانو د ګوزڼ ۲۱ پېښې ثبت شوې دي. د هغې په وينا، په دغو سيمو کې د لسو کلونو څخه کم عمره ډېری ماشومان له واکسين څخه بې‌برخې پاتې شوي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې زياته کړه چې په افغانستان کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې کچه لا هم لوړه ده او په هرو زرو زېږونونو کې ۳۳.۱ مړينې ثبتېږي. هغې وويل، دا شمېر د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره دی.

زاخارووا لوېديځ هېوادونه د افغانستان د بشري وضعيت د خرابېدو مسؤل وبلل او ويې ويل، له افغانستان سره د نړيوالو مرستو سياسي کول د دې کړکېچ له اصلي لاملونو څخه دي.

هغې وويل، د لوېديځو هېوادونو بنديزونو په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرامونو بودجه کمه کړې او د افغانستان د شتمنيو کنګل پاتې کېدل هم د دې لامل شوي چې حکومت له خپلو مالي سرچينو څخه د روان بحران د مهارولو لپاره ګټه وانخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې له لوېديځو هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته بشري مرستې سياسي نه کړي.

روسيه تر اوسه يوازينی هېواد دی چې د طالبانو حکومت يې په رسميت پېژندلی دی.

د زاخارووا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د روغتيا نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې د چهارشنبې په ورځ وويل، په تېره يوه اوونۍ کې د ننګرهار، هلمند او هرات په ولايتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو تازه پېښو په ثبتېدو سره، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال له پيل راهيسې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.