• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ویزو ستونزه؛ د مرکزي اسیا په لوبو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې ګډون له ناڅرګند حالت سره مخ شوی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۷ GMT+۱

د مرکزي اسیا زون (CAVA) سیالیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې ګډون له ناروښانه حالت سره مخ شوی دی. د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې؛ په کابل کې د پاکستان سفارت لاتراوسه د افغان لوبډلې لوبغاړو او تخنیکي ډلې ته ویزې نه‌دي ورکړې.

د افغانستان ملي لوبډله له نږدې یوې میاشتې راهیسې په کابل کې په یوه روزنیز کمپ کې په تمرین بوخته ده او په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره یې تمرینات لاهم دوام لري؛ خو د پاکستان سفارت لاتراوسه د دوی ویزې نه‌دي صادرې کړې.
ټاکل شوې ده، چې د مرکزي اسیا زون د والیبال سیالۍ (د چنګاښ ۳۱مه) په اسلام‌اباد کې د لسو لوبډلو په ګډون ترسره شي. که ویزې ځنډنۍ شي؛ نو په دغه سیالیو کې به د افغانستان د ملي لوبډلې ګډون له جدي ګواښونو سره مخ شي.
افغان لوبډله په وروستیو کلونو کې په دغه سیالیو کې یو له خورا مخکښو او فعالو لوبډلو څخه وه او نه ګډون یې د سیالۍ تخنیکي کچه اغېزمنولای شي. لاتراوسه نه د افغانستان د والیبال فدراسیون او نه هم په کابل کې د پاکستان سفارت د یادې ستونزې په اړه وضاحت ورکړی دی.
د افغانستان د والیبال فدراسیون د دغه سیالیو لپاره ۱۴ لوبغاړي او درې روزونکي اعلان کړي. د لوبغاړو په ډله کې سباوون وردګ، هارون نېکروز، عمران نیازی، بسم‌الله سلطاني، ناصر کوهستانی، منتظر حسین حفیظي، مطلب محمدي، شاهد بدلون، غلام رسول حیدري، سباوون غورځنګ، عادل شاه ذاکري، ملک مموزی، سید حبیب یوسفي او قادر ځاځی شامل دي. دارنګه د روزونکو په ډله کې محمد اسداللهي، حنیف امیري او محمد داوود مبارز شامل دي.

100%

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

•
•
•

نور کیسې

ارجنټاین انګلستان ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال نړۍوال جام پایلوبې ته ورسېده

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۳ GMT+۱
100%

د ارجنټاین ملي لوبډلې د لوبې په وروستیو شېبو کې د دوو ګولونو په وهلو سره انګلستان ته د ۲–۱ په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام پایلوبې ته یې لار وموندله. ارجنټاین به په پایلوبه کې له هسپانیا سره مخامخ شي.

انګلستان د لوبې د لومړۍ پاڼۍ تر وروستیو شېبو مخکښ و، انتوني ګورډن په ۵۵مه دقیقه کې ګول وواهه؛ خو ارجنټاين د تصور خلاف لوبه تر خپل کنټرول لاندې راوسته، انزو فرناندز په ۸۵مه دقیقه کې لوبه مساوي کړه او لاوټارو مارټینز په ۹۲مه دقیقه کې د بریا ګول وواهه.

لیونل میسي په دواړه ګولونو کې مهم رول لاره؛ د دواړو ګولونو پاسونه یې ورکړل. د یادې پایلې له امله د انګلستان هغه هیله چې له ۱۹۶۶کال وروسته یو ځل بیا د نړۍوال جام پایلوبې ته ورسېږي له‌منځه ولاړه. په مقابل کې د نړۍوال جام اتل ارجنټاین د خپلې اتلولۍ د ساتلو لپاره یو ګام نور هم نږدې شو.

ټاکل شوې ده، چې ارجنټاین د یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې له هسپانیا سره مخ شي. د ارجنټاین روزونکي لیونل سکلوني تر لوبې وروسته وویل: «دغه لوبغاړو یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه. زه له زړه پرې ویاړم او رښتیا هم د دغه بریا د بیانولو لپاره ټکي بسنه نه‌کوي».

د انګلستان لوبډله د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د انتوني ګورډن په ګول مخکښه وه؛ خو وروسته یې دفاعي لوبه غوره کړه او خپله برتري یې ونه شوای ساتلی. د ارجنټاین پرله‌پسې فشار په وروستیو دقیقو کې پایله ورکړه او یادې لوبډلې د دوو پرله‌پسې ګولونو په وهلو سره پایلوبې ته لار وموندله.

د انګلستان لوبډلمشر هري کېن وویل: «موږ د لوبې په ډېره برخه کې ښه لوبه وکړه؛ خو له ګول وروسته مو ډېر دفاعي دریځ غوره کړ. په دې کچه سیالیو کې دغه ډول لوبه بسنه نه‌کوي. دغه ماته د ټولو لوبغاړو، روزنیز پلاوي او مینه‌‌والو لپاره ترخه ده».

د انګلستان روزونکي توماس توخل هم سره له دې چې لوبډله یې له سیالیو ووته وویل: «لوبغاړو په میدان کې خپل ټول توان وکاراوه او د بریا تر پولې ورسېدل. په دې شېبه کې هېڅ پښېماني نه‌لرم، ځکه لوبډلې خپله ټوله وړتیا وړاندې کړه».

په راپور کې ویل شوي، چې دغه لوبه د نړۍوال جام د تاریخ تر ټولو پخوانیو او حساسو سیالیو له ډلې د ارجنټاین او انګلستان سیالۍ ته یو نوی فصل ور زیات کړ. دغه لوبه یو ځل بیا له لوړې جذبې، فزیکي سیالۍ او ډراماتیک پای سره مل وه او په پایله کې ارجنټاین پایلوبې ته ورسېد.

100%
100%
100%

د امو نهنګانو لوبډلې د درېیم ځل لپاره د شپږېږې کرېکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۱
100%

د حمید حسن تر روزنې لاندې د امو نهنګانو لوبډلې د درېیم ځل لپاره د افغانستان د کرېکټ شپږېزې لیګ ۱۱م پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه. د امو نهنګانو لوبډلې په پایلوبه کې سپین غر پړانګانو ته د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتله شوه.

د پایلوبې پچه سپین غړ پړانګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. سپين غر پړانګانو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې هدف وټاکه. په سپين غر پړانګانو لوبډله کې عصمت عالم ۶۷ او راشدخان ۲۷ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.

د امو نهنګانو په لوبډله کې فضل الحق فاروقي، ګلبدین نایب، عبدالله احمدزي او قیس احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول. د امو نهنګانو لوبډلې د خپلو درېیو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶.۱ اور کې دغه هدف پوره کړ.
د یادې لوبډلې لپاره عمران میر ۷۷ او حسن عیسی خېل ۶۳ منډې جوړې کړې او لوبډله یې تر بریا ورسوله. د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د امو نهنګانو لوبډلې د شپږېزې کرېکټ د ۹م او ۱۰م پړاو سیالیو اتلولي هم په خپل نوم کړې وه.

دغه سیالۍ په خوست ولایت کې ترسره شوې، چې پرمهال یې زرګونه نندارچیان لیدو ته راغلي وو. کرېکټ بورډ یادې سیالۍ د ځوان لوبغاړو د ځلېدو او ملي‌ لوبډلې ته د لار موندنې لپاره مهمې ګڼلې او هیله یې ښودلې، چې افغان کرېکټ ملي‌ لوبډله به په راتلونکي کې لا غوره لوبغاړي ولري.

100%
100%

اسپانیې د فرانسې لوبډلې ته په ماتې ورکولو د فيفا نړيوال جام پایلوبې ته لاره ومونده

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
100%

د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام په لومړۍ نيمه پایلوبه کې د اسپانیې لوبډلې د فرانسې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره ومونده. اسپانیا به په پایلوبه کې د انګلستان او ارجنټينا تر منځ د سیالۍ له ګټونکي سره مخ شي.

د امریکا په ډیلاس ميدان کې د فیفا نړیوال جام په لومړۍ نيمه پایلوبه کې اسپانیې د فرانسې پر وړاندې د صفر- ۲ پایلې په توپیر بریا ترلاسه کړه. د اسپانیې له لوري د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې اویارزابال پر پینالټي لومړی ګول ترسره کړ.

له هغه وروسته دویم ګول پیډرو پورو په ۵۸مه دقیقه کې وواهه.

د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام دويمه نيمه پایلوبه د ارجنټينا او انګلستان ترمنځ د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

د نړيوال جام پای لوبه به د جولای په ۲۰مه ترسره شي.

په شپږیزه لیګ کې؛ بند امیر لوبډلې د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ پرله‌پسې ۸ لوبې وبایللې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۱
100%

په شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لوبیز سفر پای ته ورسېد او د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ یې په پرله‌پسې توګه اته لوبې بایلودې.

په شپږیزه کرېکټ لیګ کې شلمه لوبه نن د بندامیر ښاماران او مس عینک لوبډلو ترمنځ وشوه. د لوبې پچه د مس عینک لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د مس عینک لوبډلې د رحمن الله ګربز د ۱۰۲ منډو په مټ د حشمت شهیدي په لوبډل‌مشرۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د ۲۰۲۳ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د بند امیر ښاماران لوبډلې ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۷،۳ اورونو کې وسوځیدل او لوبه یې د ۸۵ منډو په توپیر وبایلله.

که څه هم دا د شپږیزې لیګ د ګروپي لوبو او د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه وه، خو د حشمت شهيدي په لوبډمشرۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې په شپږیزه لیګ کې د پرله‌پسې ۸ لوبو بایللو ریکارډ جوړ کړ.

د سپین غر پړانګان لوبډله د ۱۳ نمرو په لرلو سره د شپږیزې لیګ تر ټولو مخکښه لوبډله ده او ورپسې د امو نهنګانو لوبډله بیا د ۱۱ نمرو په لرلو سره په دویم مقام کې ځای لري.

تمه ده د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ پایلوبه سبا وشي.

کرکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۲ GMT+۱
100%

د کرکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو لپاره د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی او د دې موخې لپاره یې ځانګړی کاري ډله بیا فعاله کړی، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغې لوبډلې د رسمي سیالیو لپاره د ګډون یوه منظمه او دوامداره نقشه برابره کړي.

ای‌سي‌سي تېره اوونۍ د سکاټلنډ په اډینبورګ ښار کې په خپلې کلنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام ته دوام ورکړي. د شورا په وینا، ځانګړي کاري ډلې ته دنده سپارل شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو لوبغاړو د رسمي نړیوالو سیالیو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا بورډ په دې کاري ډله کې د خپلې خپلواکې مشرې روز ریواز او د اجرایوي کمېټې د غړې ساره کین په ګډون نوي غړي هم شامل کړي دي. دغه غړي به د هند، اسټرالیا او انګلستان د کرکټ بورډونو له استازو سره په ګډه د پروګرام څارنه کوي، څو د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړې، استازیتوب یې پیاوړی او د لوبو مناسب فرصتونه ورته برابر شي.

د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو له ډلې ناهیده ساپۍ او فیروزه افغان د ای‌سي‌سي د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ګام دوی ته دا هیله ورکوي چې یو ځل بیا د یوې ګډې لوبډلې په توګه سره راټولې او په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

د دوی په وینا، په تېر یوه کال کې هند او انګلستان ته د روزنیزو سفرونو او په خپلو استوګنځایونو کې د مسلکي روزونکو تر لارښوونې لاندې تمرینونو د دوی په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د ای‌سي‌سي رسمي سیالیو ته د لار موندلو هدف ورته روښانه شوی دی.

اوس مهال دغه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې په اسټرالیا، انګلستان او کاناډا کې ژوند کوي. د ای‌سي‌سي د نوي پلان له مخې به دوی په خپلو استوګنو هېوادونو کې د فزیکي چمتووالي، فزیوتراپۍ او مسلکي روزونکو تر څارنې لاندې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.