د ملګرو ملتونو کارپوهانو له امریکا غوښتي چې د کډوالۍ د قاضیانو د «ډلهییز او بېبنسټه لرې کولو» او د کډوالۍ د محاکمو د پرلهپسې سیاسي کېدو بهیر ودروي.
د کډوالۍ قاضیان د امریکا د عدلیې وزارت کارکوونکي دي، چې د کډوالو د اېستلو اړوند قضیې اوري. په دغو قضیو کې د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه او د اېستلو پر وړاندې د قانون لهمخې د خوندیتوب غوښتنې هم شاملې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې اعلامیه کې ویلي: «د کډوالۍ د قاضیانو لرې کول د کډوالۍ محاکمو او د پراخ عدلي نظام خپلواکي کمزوره کوي».
دوی ویلي، د قاضیانو د لرې کولو بهیر دا اندېښنې زیاتوي، چې ښايي ځینې قاضیان د دوی د اټکل شوي سیاسي تړاو، مسلکي شالید یا د پخوانیو پرېکړو د ریکارډ لهمخې په نښه شوي وي.
د ملګرو ملتونو دغې ډلې اندېښنه ښودلې، چې سپینه ماڼۍ ښايي د امریکا د کډوالۍ محکمې نظام له «خپلواکو او انفرادي پرېکړو د کولو له بهیر» څخه د «د کډوالو د اېستلو د موخو د پلي کولو پر وسیلې» بدل کړي.
د امریکا د کډوالۍ د وکیلانو ټولنې په وینا، له هغه راهیسې چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې بېرته ولسمشر شو، د کډوالۍ اړوند له شاوخوا ۷۰۰ قاضیانو څخه تر ۱۰۰ ډېر له دندو ګوښه شوي او یا استعفا ته اړ کړل شوي دي.
دغې ټولنې ویلي، د قاضیانو د شمېر کمېدل په داسې حال کې د کډوالۍ د قضیو د زیاتېدو لامل شوي، چې د ټرمپ اداره د کډوالو نیونې او له هېواده د اېستلو لړۍ پراخوي.
د کډوالۍ اړوند څو پخوانیو قاضیانو هم د ناحقه ګوښه کېدو د ادعا په ترڅ کې د امریکا د عدلیې وزارت ته شکایتونه ثبت کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت او د کورني امنیت وزارت د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د څرګندونو په اړه د تبصرې غوښتنو ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.