هغه په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، افغانستان له نږدې پنځو کلونو وروسته هم د نړۍ له ستر بشري ناورینونو څخه دی، سره له دې چې په هېواد کې پراخ کورنی جنګ پای ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان بانکي نظام له سقوط سره مخ شو، میلیونونه کسان بېکاره شول، نړیوالې مرستې ودرېدې، اقتصاد سخت زیانمن شو او زرګونه مسلکي کسان له هېواده ووتل.
هغه زیاتوي، د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونو د افغانستان بشري پانګه زیانمنه کړې او بېوزلي یې د ټولنې تر ټولو لویه ستونزه ګرځېدلې ده.
اصف دراني د نړیوال بانک د وروستي راپور په حواله لیکي، که څه هم د افغانستان کورني عواید زیات شوي، انفلاسیون کم شوی او لږ اقتصادي وده رامنځته شوې، خو د نفوس چټکه وده، د بهرنیو مرستو کمښت، لوړه بېکاري او د خصوصي پانګونې نشتوالی د خلکو د ژوند کچه لا هم خرابوي.
هغه دا وضعیت "ثبات، خو بېسوکالي" بولي.
د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري او میلیونونه نور به د خوړو له سخت کمښت سره مخ وي.
هغه وايي، بشري مرستې د پراخې لوږې مخه نیولې، خو دایمي اقتصادي حل نه شي کېدای، ځکه نه کاري فرصتونه رامنځته کوي، نه مالي بنسټونه بېرته رغوي او نه هم پانګونه جذبوي.
د پاکستان پخوانی استازی د افغانستان اقتصادي ناورين یو لامل د نړیوالې ټولنې تګلاره هم بولي او وايي، د پراختیايي مرستو درېدلو، د طالبانو پر ضد بندیزونو، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او د نړیوال بانکي نظام څخه د هېواد د جلا کېدو اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.
خو هغه ټینګار کوي چې یوازې نړیوال بندیزونه د افغانستان د اوسني وضعیت مسول نه دي، بلکې د طالبانو کورنۍ پالیسۍ هم د بحران په ژورېدو کې مهم رول لري.
د نوموړي په وینا، د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار دوامدار بندیز د افغانستان نیمایي بشري ځواک له اقتصادي فعالیتونو محروم کړی او دې کار د کورنیو عایدات، روغتیايي خدمتونه، زدهکړې او پانګونه اغېزمنه کړې ده.
هغه همدارنګه لیکلي چې د ټيټيپي، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، اسلامي غورځنګ ازبکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ګډون د وسلهوالو ډلو شتون د افغانستان د نړیوالې انزوا یو مهم لامل دی.
د هغه په باور، تر هغو چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، د طالبانو حکومت به د نړیوالې ټولنې له رسمیت پېژندنې او عادي اړیکو لرې پاتې شي.
اصف درانی وايي، افغانستان د مسو، لیتیم، اوسپنې او نادرو منرالونو سترې زېرمې لري، خو سیاسي انزوا، کمزوري بنسټونه او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالی د دغو سرچینو د ګټې اخیستنې مخه نیولې ده.
هغه وړاندیز کوي چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره مشروط تعامل وکړي، بشري مرستې دې دوام ومومي، خو پراختیايي همکاري او اقتصادي ادغام دې د نجونو د زدهکړو، د ښځو د کار، سیاسي ګډون او د ترهګرۍ پر ضد د عملي اقداماتو له پرمختګ سره وتړل شي.
د نوموړي په وینا، پاکستان، چین، ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه او د خلیج هېوادونه باید د سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي، خو پاکستان حق لري چې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کېدو لپاره د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي غوښتنه وکړي.
هغه په پای کې لیکلي، تر هغو چې طالبان او نړیواله ټولنه د کړکېچونو د مدیریت پر ځای د افغانستان د بنسټونو او اقتصاد د بیا رغونې لپاره ګډ ګامونه پورته نه کړي، افغانستان به د "ثبات، خو بېسوکالۍ" او "سولې، خو بېپرمختګه" هېواد پاتې شي.