• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: داعش غواړي د خلافت جوړولو لپاره له افغانستان نه د اډې په توګه ګټه واخلي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د داعش خراسان څانګه د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي. د هغه په وینا، دغه ترهګره ډله د خپلو پراختیا غوښتونکو موخو لپاره هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې د پرمختګ او د خلافت د جوړولو لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.

لاوروف دا څرګندونې د یوې غونډې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې کړې دي، دغه غونډه په منځنۍ اسیا کې ترهګرو ته د وسلو رسولو د مخنیوي په اړه جوړه شوې وه.نوموړي ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ګواښونه یوازې د یوه هېواد تر پولو محدود نه دي، بلکې له سرحدونو هاخوا هم اغېز لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بې قید او شرطه یووالي او د دوه‌ګوني معیارونو پرېښودو ته اړتیا لري. هغه د لوېدیځو هېوادونو پر تګلارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې نړیواله همکاري اوس د ځینو لوېدیځو هېوادونو د «مخربو سیاستونو» یرغمل شوې ده.

لاوروف د منځنۍ اسیا د امنیت او ثبات په اړه د روسیې پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې مسکو په سیمه‌ییزه کچه ځینې اقدامات کړي دي. د هغه په وینا، په کازان ښار کې د امنیتي ګډ تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې د ۲۰۳۰ کال تر پایه د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ مسوده تایید شوې، چې د روان کال په مني کې به د وروستي تصویب لپاره د غړو هېوادونو مشرانو ته وړاندې شي.

لاوروف په پای کې وویل چې روسیه د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر له لسو لویو مالي مرسته کوونکو هېوادونو څخه ده او تر اوسه یې دغه دفتر او په منځنۍ اسیا او افریقا کې د تخنیکي ملاتړ پروګرامونو ته ۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د داعش د حضور او په افغانستان کې د دې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې رد کړې دي.

مجاهد ادعا کړې چې طالبانو د داعش فعالیتونه مهار کړي او دغه ډله نور په افغانستان کې «فزیکي حضور» نه لري.

هغه د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۲۶مه) د طالبانو تر واک ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش تحرکات ځپل شوي او د سیمې د هېوادونو اندېښنې بې بنسټه دي.

نوموړي ویلي چې طالبان پر ټول افغانستان بشپړ واک لري او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به ورته هېڅ ګواښ متوجه نه وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې روسیې سربېره پر دې چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او له دې ډلې سره یې ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي، خو بیا هم د افغانستان له اړخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

روسي چارواکو څو ځله د افراطي ډلو د نفوذ او له افغانستان څخه د منځني اسیا هېوادونو ته د وسلو د لېږد احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

تر دې مخکې هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې مسکو د افغانستان له خاورې د راپورته کېدونکو ګواښونو له امله نه شي کولای د منځنۍ اسیا هېوادونو د امنیت په اړه بې پروا پاتې شي.

همدارنګه د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف د افغانستان په دننه کې د داعش او د هغې د څانګو د فعالیتونو د زیاتېدو خبر ورکړی و. د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف هم خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتې افراطي ډلې د شاوخوا ۱۵ زره کسانو په لرلو سره حضور لري او امکان لري چې ګاونډیو هېوادونو ته هم نفوذ وکړي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۴

امریکا دوه‌تابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ

۵

ټي‌ټي‌پي د پاکستاني ځواکونو خلاف د افغان طالبانو په څېر تکتیکونه کاروي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو بنسټونه: د طالبانو پر وړاندې دې د عدالت نړیوال بهیر ګړندی شي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۹ GMT+۱
100%

د افغانستان او نړۍ لسګونو بشري حقونو او مدني ټولنو د جرمونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د مشرانو د حساب ورکولو لپاره عملي او همغږي ګامونه واخلي او د معافیت روان فرهنګ پای ته ورسوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو له واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د حساب ورکولو نشتون طالبانو ته جرات ورکړی چې د ښځو او نجونو پر ضد خپل محدودیتونه لا پسې پراخ کړي.

اعلامیه زیاتوي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز، د کار، تګ راتګ او بیان ازادۍ محدودول د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی او دغه کړنې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په توګه د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.

بنسټونو د جرمونو نړیوالې محکمې له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم یې صادر کړی، خو ټینګار یې کړی چې یوازې د نیولو حکمونه بسنه نه کوي او باید عملي شي.

په اعلامیه کې له نړیوالې محکمې غوښتنه شوې چې خپلې پلټنې یوازې طالبانو پورې محدودې نه کړي، بلکې د داعش خراسان څانګې، د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو له لوري د شویو احتمالي جنایتونو دوسیې هم تعقیب کړي.

دغه بنسټونه له اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ څخه هم غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (سېډاو) له مخې د افغانستان دوسیه ژر عملي پړاو ته ورسوي او د افغان مدني ټولنې او قربانیانو له استازو سره منظمې مشورې وکړي.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د خپلواک تحقیقاتي مېکانېزم بشپړ تمویل، د افغان بشري حقونو د مدافعینو او د سرغړونو د مستندسازۍ ملاتړ، د «جنسیتي اپارتاید» د جرم په توګه په نړیوالو قوانینو کې ثبتول، د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ماموریت پیاوړتیا او د نړیوال صلاحیت له اصل سره سم د افغانستان د جنایتونو د څېړنو پیل هم غوښتل شوی دی.

اعلامیه ټینګار کوي چې حساب ورکول د افغانستان د منزوي کولو معنا نه لري، بلکې هر ډول تعامل باید د ښځو او نجونو د حقونو، بشري حقونو او نړیوالو ژمنو ته د طالبانو د عملي پابندۍ پر بنسټ وي.

د اعلامیې په پای کې ویل شوي، د افغانستان ښځې او مدني ټولنه لا هم مقاومت کوي او اوس د نړۍ د مشرانو، ملګرو ملتونو او نړیوالو محکمو وار دی چې د عدالت د تأمین لپاره عملي اقدام وکړي.

له افغان کډوالو د بډو اخیستو ادعاوې؛ له پنجاب څخه تر تورخم پورې د پیسو غوښتنې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱
100%

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر مهال د ناقانونه پیسو اخیستو له امله د پولیسو د مرکز قوماندان او مرستیال قوماندان دندې ځنډول شوي. په داسې حال کې چې افغان کډوال وايي، له پنجاب څخه تر تورخم پورې په ګڼو پولیسو پوستو کې ترې لا هم د پیسو غوښتنه کېږي.

د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په سیمه کې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر مهال د بډو اخیستو د تورونو له امله د لنډي کوتل د پولیسو د مرکز قوماندان عشرت شینواري او مرستیال قوماندان عظمت ولي له دندو وځنډول شول.

د پېښور د پولیسو د مشر له لوري په خپاره شوي رسمي حکم کې ویل شوي چې دواړه افسران به د دندو له ځنډولو وروسته د خیبر ولسوالۍ د پولیسو لاینونو ته حاضرېږي.

په حکم کې راغلي چې پر یادو پولیسو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر مهال د ناقانونه پیسو اخیستو تور لګېدلی دی. په حکم کې همدارنګه ویل شوي چې د دواړو افسرانو پر ضد به د رسمي تورونو بشپړ جزیات په جلا توګه صادر شي.

100%

دا ډول پېښې لومړی ځل نه دي رامنځته شوې. له دې وړاندې هم څو ځله د افغان کډوالو څخه د بډو اخیستو او له هغوی سره د ناوړه چلند د شکایتونو پر بنسټ بېلابېل پولیس افسران له دندو ګوښه یا له دندو لرې شوي، خو افغان کډوال وايي چې د دغو اقداماتو سربېره وضعیت په عملي توګه نه دی بدل شوی.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پېښور د پولیسو لوړپوړو چارواکو د خیبر پښتونخوا ټولو پولیسو ته رسمي لارښوونه کړې وه چې له افغان کډوالو سره دې د سپکاوي او ځورونې چلند نه کوي او له هغوی څخه دې د بډو غوښتنه نه کېږي.

په دغو لارښوونو کې ویل شوي وو چې که هر پولیس افسر د بډو اخیستو په تور ښکېل وموندل شي، پر وړاندې به یې سخته قانوني او اداري برخورد ترسره کېږي.

خو د افغان کډوالو د معلوماتو له مخې، له پنجاب څخه تر تورخم پورې په ګڼو لارو او امنیتي پوستو کې له افغان کډوالو څخه د پیسو اخیستو ادعاوې لا هم دوام لري. دوی وايي، په ځینو پوستو کې له ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ پاکستانیو روپیو پورې پیسې ترې اخیستل کېږي.

100%

له لاهور څخه تر تورخم پورې د بډو اخیستو ادعاوې

عبدالرحمن، چې یو افغان کډوال دی او له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، وايي چې د ټول سفر په اوږدو کې څو ځله په بېلابېلو پولیسو پوستو کې درول شوي دي.

هغه وايي: «موږ له لاهور څخه له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږو. د ټول سفر په اوږدو کې مو په بېلابېلو پولیسو پوستو کې څو څو ځله ودرول شو. زما د معلوماتو له مخې، له لاهور څخه تر تورخم پورې مو شاوخوا ۴۰ زره پاکستانۍ روپۍ په بېلابېلو پوستو کې ورکړې.»

عبدالرحمن زیاتوي: «تر ټولو زیاتې پیسې له موږ څخه د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو ځایونو کې واخیستل شوې. که به مو پیسې نه ورکولې، ساعتونه به مو انتظار کاوه او موټر ته به د تګ اجازه نه ورکول کېده.»

هغه وايي، افغان کډوال له وړاندې خپل کورونه، کاروبارونه او شتمنۍ پرېږدي او خپل هېواد ته ستنېږي، نو په داسې حالت کې اضافي لګښتونه د دوی لپاره دروند مالي بار جوړوي.

عبدالرحمن له اړوندو چارواکو غواړي چې د دغو ادعاوو هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي، څو نورې هغه کورنۍ چې افغانستان ته ستنېږي له ورته ستونزو سره مخ نه شي.

د جلال‌اباد اوسېدونکی عبدالغفور، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، وايي، د کور سامان او نور اړین توکي یې په یوه موټر کې بار کړي وو او د سفر پر مهال څو ځله په پولیسو پوستو کې درول شوي دي.

هغه وايي: «موږ یو موټر لرو چې د کور سامان او نور اړین توکي پکې بار دي. له اټک څخه تر تورخم پورې د سفر پر مهال مو په بېلابېلو پولیسو پوستو کې څو څو ځله ودرول شو. په ځینو ځایونو کې له موږ څخه د پیسو غوښتنه وشوه، خو زما وس نه رسېده چې په هره پوسته کې پیسې ورکړم.»

عبدالغفور زیاتوي: «ما د کور یو شمېر سامانونه وپلورل، یو څه پیسې مې پور کړې او په همدې مې د سفر او موټر لګښت برابر کړ. نورې پیسې ورکول راته ممکن نه و. کله چې مې د پیسو له ورکولو بښنه وغوښته، موږ نږدې لس ساعته د سړک پر غاړه انتظار کولو ته اړ شو.»

هغه وايي، په دې موده کې یې موټر ته د مخکې تګ اجازه نه ورکول کېده او څو ځله ترې بېلابېلې پوښتنې وشوې.

د عبدالغفور په وینا، په کورنۍ کې یې ښځې او ماشومان هم وو چې د سختې ګرمۍ او اوږده انتظار له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شول.

په حمزه بابا کمپ کې د ټوکنونو د ناقانونه پلور ادعاوې

100%

د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر مهال په ۲۰۲۵ کال کې د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په حمزه بابا کمپ کې د ټوکنونو د ناقانونه پلور او پېر د یوې منظمې شبکې د فعالیت ادعاوې هم شوې وې.

ګڼو افغان کورنیو ویلي وو چې کمپ ته د ننوتلو او د کډوالۍ اړوند چارو د ژر بشپړېدو لپاره ځانګړي ټوکنونه ځینو سیمه‌ییزو کسانو ته ورکول کېدل او د دوی په وینا، دغه کار د پولیسو او د ولسوالۍ د ادارې د ځینو کارکوونکو په همکارۍ ترسره کېده.

د دغو کورنیو په وینا، وروسته به همدغه ټوکنونه افغان کډوالو ته په لوړو بیو پلورل کېدل.

افغان کډوالو ویلي وو چې له ټوکن پرته به دوی اړ کېدل څو څو ساعته او ځینې وختونه تر یوې ورځې زیات د خپل وار په انتظار پاتې شي.

د اغېزمنو کورنیو په وینا، د یوه ټوکن بیه له ۲۰ زرو څخه تر یوه لک پاکستانیو روپیو پورې اخیستل کېده.

دوی وايي، هغه کورنۍ چې د پیسو ورکولو توان یې درلود، چارې به یې ژر ترسره کېدې او وار به یې مخکې رسېده، خو بېوزله کورنۍ به اړ وې چې څو څو ورځې په کمپ کې د خپل وار په تمه پاتې شي.

که څه هم د دې قضیې د څېړنې اعلان شوی و، خو د ادعاوو له مخې په دې شبکه کې د ټولو ښکېلو کسانو پر ضد اغېزمنه او بشپړه قانوني اقدام ونه شوه.

د کډوالو د بېرته ستنېدو پر مهال د کمپونو ستونزې

100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۵ لکه او ۷۰ زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

د بېرته ستنېدو په دې بهیر کې ډېری کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي، په ځانګړې توګه د اوړي او ژمي په موسمونو کې د تورخم او چمن له لارو د سفر پر مهال.

د راپورونو له مخې، د کډوالو لنډ مهاله مېشت کمپونو په ډېرو ځایونو کې د څښاک پاکو اوبو، سیوري او لنډمهاله استوګنې مناسب امکانات نه وو. له همدې امله ګڼ شمېر کډوال، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان، سپین‌ږیري او ناروغان، اړ وو چې تر شنه اسمان لاندې ساعتونه او کله ناکله څو ورځې انتظار وباسي.

100%

دا ستونزې یوازې لنډمهالې نه وې، بلکې د کډوالو په وینا هره ورځ تکرارېدې.

د لنډي کوتل او نورو لېږد مرکزونو څخه هره ورځ شاوخوا له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې کسان د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتل. د تورخم او چمن پر لارو جوړ شوي کمپونه د ډېرو افغان کډوالو لپاره د بېرته ستنېدو د بهیر تر ټولو ستونزمن پړاو ګڼل کېږي.

محمد شاه فهد، چې یو افغان کډوال دی، وايي، په تورخم مناسبه سرپناه نشته او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی هم ډېر محدود دی.

هغه وايي: «په کمپ کې ډېری کډوال اړ دي چې تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړي. هلته نه د اوسېدو مناسب ځای شته، نه د خوړو او اوبو کافي اسانتیاوې او نه هم د تشنابونو مناسب امکانات برابر شوي دي. له تورخم تر اوښتو وروسته هم وضعیت د پام وړ ښه نه وي.»

د سختې ګرمۍ له امله د ښځو او ماشومانو ستونزې

100%

په حمزه بابا لنډ مهاله پنډغالي کې مېشتو افغان کورنیو ویلي چې د سختې ګرمۍ له امله یې ستونزې څو برابره زیاتې شوې دي.

د دوی په وینا، ډېری کسان ساعتونه او کله ناکله ټوله ورځ د خپل وار په تمه پاتې کېږي، خو د لمر له تودوخې څخه د ژغورنې لپاره کافي سیوری، یخې اوبه او د استراحت مناسب ځایونه په محدود ډول موجود دي.

د کډوالو په وینا، د دغو اسانتیاوو نشتوالی په ځانګړې توګه پر ښځو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او ناروغانو ډېر اغېز کوي.

د کابل اوسېدونکې ګل ‌بي ‌بي، چې نوم یې د امنیتي دلایلو له امله بدل شوی، له خپلو پنځو ماشومانو سره افغانستان ته ستنېږي. هغه وايي، له څو ورځو راهیسې په حمزه بابا کمپ کې ده.

ګل ‌بي ‌بي وايي: «دلته ښځې د نارینه‌وو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د سختې ګرمۍ په موسم کې د کوچنیو ماشومانو ساتنه ډېره سخته ده، ځکه نه مناسب سیوری شته او نه هم د استراحت لپاره مناسب ځای.»

هغه زیاتوي: «ماشومان د تودوخې او تندې له امله ډېر ستړي او بې‌وسه کېږي او میندې د یخو اوبو او خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ وي. موږ اړ یو چې ساعتونه په کتارونو کې ودرېږو، چې له امله یې ښځې، امیندواره ښځې او سپین‌ سرې ښځې له سختې ستړیا سره مخ کېږي.»

د هغې په وینا، ځینې ښځې د سختې ګرمۍ له امله ناروغه کېږي هم، خو بېړنۍ روغتیايي اسانتیاوې تل په وخت نه وي موجودې.

ګل ‌بي ‌بي وايي: «د تشنابونو او حفظ‌الصحې اسانتیاوې هم کافي نه دي، چې له امله یې ښځې له اضافي ستونزو سره مخ کېږي. د شپې له خوا هم د استراحت لپاره مناسب ځای نه شته، نو موږ اړ یو چې له خپلو ماشومانو سره پر ځمکه یا د شنه اسمان لاندې شپه تېره کړو.»

په کمپ کې موجود ۲۸ کلن عبدالرحیم، چې له خپل ناروغ پلار سره په سفر و، وايي چې د سختې ګرمۍ له امله یې د پلار روغتیايي حالت د اوږده انتظار پر مهال خراب شو.

هغه وايي: «موږ څو ساعته د لمر لاندې انتظار ته اړ شو. زما پلار د زړه ناروغي لري او د سختې ګرمۍ له امله یې روغتیايي حالت نور هم خراب شو. په سنټر کې سیوری نږدې نه و او د څښاک اوبه هم پر وخت نه ترلاسه کېدې.»

عبدالرحیم زیاتوي: «ما څو ځله له مسولینو څخه د طبي مرستې غوښتنه وکړه. وروسته زما پلار ته په ساه اخیستلو کې سختې ستونزې پیدا شوې او رنګ یې ژېړ واوښت، چې زه یې ډېر اندېښمن کړم.»

د هغه په وینا، وروسته د نږدې رضاکارانو په مرسته خپل پلار د لنډي کوتل روغتون ته ولېږداوه.

هغه وايي: «که نه، حالت یې لا ډېر جدي کېدای شو.»

د ثبت او اسنادو د ارزونې د ځنډ شکایت

100%

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالواحد، چې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته ستنېږي، وايي، له دوو ورځو راهیسې په حمزه بابا کمپ کې دي، خو د اسنادو د ارزونې او ثبت بهیر یې لا نه دی بشپړ شوی.

هغه وايي: «د سختې ګرمۍ له امله د کوچنیو ماشومانو ساتنه ډېره سخته شوې ده. د غرمې پر مهال تودوخه ډېره لوړېږي او موږ اړ یو چې ډېری وخت تر شنه اسمان لاندې تېر کړو.»

عبدالواحد زیاتوي: «د څښاک پاکو او یخو اوبو محدود لاسرسی، د سیوري نشتوالی او د استراحت د مناسب ځایونو کموالی تر ټولو ډېر پر ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو اغېز کړی دی.»

هغه وايي، اقتصادي وضعیت یې دومره ښه نه دی چې هره ورځ له بازاره اوبه او خواړه واخلي.

عبدالواحد زیاتوي: «موږ څو کاله په پاکستان کې ژوند وکړ، اوس خپل هېواد ته بېرته ستنېږو، خو هیله مو دا ده چې د بېرته ستنېدو دا بهیر د انساني کرامت په درناوي او د مناسبو اسانتیاوو په برابرولو سره بشپړ شي.»

هغه له اړوندو چارواکو غواړي چې د ثبت او تصفیې بهیر چټک کړي.

«زموږ له اړوندو چارواکو یوازې دا غوښتنه ده چې د ثبت او تصفیې بهیر چټک کړي، څو نور اړ نه شو چې څو ورځې د دې سختې ګرمۍ په منځ کې انتظار وباسو او وکولای شو په خوندي توګه خپلو کورونو ته ورسېږو.»

د بشري حقونو د فعالانو اندېښنې

د بشري حقونو فعالانو او مرستندویو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د سختې ګرمۍ د څپې پر مهال د افغان کډوالو ایستل، په ځانګړې توګه د ماشومانو، سپین‌ږیرو او ناروغانو لپاره، جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کولای شي.

خو پاکستاني چارواکي وايي، هغه بهرني وګړي چې په قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې اوسي، د حکومت د پالیسۍ له مخې به یې د بېرته ستنولو بهیر دوام ولري.

په همدې حال کې، د افغان کډوالو د بډو اخیستو، د اوږده انتظار، د کمپونو د نامناسبو شرایطو او د ثبت او تصفیې د بهیر د ځنډ په اړه ادعاوې لا هم دوام لري؛ هغه ستونزې چې د کډوالو په وینا، د بېرته ستنېدو بهیر یې د ډېرو کورنیو لپاره له یوه سخت بشري او مالي فشار سره مخ کړی دی.

د رنګ تولیدونکې ټولنه: په افغانستان کې د رنګ د تولید ۸۰ کارخونې فعالې دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱
100%

افغانستان کې د رنګ تولیدونکو شرکتونو ټولنه وایي چې اوس مهال په هېواد کې شاوخوا ۸۰ د رنګ تولید کارخونې فعالیت لري او کولای شي د کورني بازار اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کړي.

د یادو کارخونو د رنګ تولید برخې مرستیال محمد ولید مبارز وایي، دوی د رنګونو د تولید ترڅنګ د رنګ ساتلو لپاره سطلونه او بېلابېل لوښي هم جوړوي.

نوموړی زیاتوي چې دغه کارخونې د بېلابېلو رنګونو د تولید وړتیا لري، چې پکې د کورونو او ودانیو رنګونه او همدارنګه د سړکونو د رنګولو رنګونه شامل دي.

د یادې فابریکې د تولید مسول انجنیر عبدالغفور، وایي د دغو فابریکو رنګونه په لوړ کیفیت تولیدیږي او غوښتنه لري چې په بازار کې د وارداتي رنګونو اړتیا لپاره بدیل وګرځي. نوموړي زیاته کړې چې باید پر وارداتي رنګونو تعرفې لوړې او د کورنیو تولیدوونکو د اړتیا وړ خامو موادو پر وارداتو تعرفې راکمې شي، څو دوی وکولای شي رنګونه په مناسب کیفیت او بیه تولید او بازار ته وړاندې کړي.

طالبان وایي چې د هېواد په کچه اوس مهال شاوخوا ۶ زره کارخونې په ۵۰۰ بېلابېلو سکټورونو کې تولیدات لري. د دوی په وینا، افغانستان په ۱۳۴ سکټورونو کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی او په ۳۵۰ نورو سکټورونو کې د نیمه ځان‌بسیاینې حالت ته رسېدلی دی.

اندېشه: د بدخشان پېښو وښوده چې ظلم او اسارت په افغانستان کې ریښې نه شي غځولی

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو په جنیوا دفتر کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندېشه وايي، په بدخشان کې وروستیو پېښو یو ځل بیا وښوده چې د افغانستان خلک د ظلم او اسارت پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي.

اندېشې د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې ویلي: «نن یو ځل بیا د هندوکش له زړه او د مبارزینو له ټاټوبي څخه د درېدو غږ پورته کېږي.»

هغه زیاته کړې چې د بدخشان پېښو وښوده «چې ظلم او اسارت به په دې خاوره کې ریښې ونه غځوي» او د بدخشان د یفتل سیمو او د دغه ولایت د نورو خلکو مقاومت یې د «شرافت او ازادۍ د ساتنې» نښه بللې ده.

د افغانستان دایمي استازي ویلي: «د نن ورځې فریاد د ظلم پر وړاندې د چوپتیا د ماتولو فریاد دی. تاریخ به دا قربانۍ ثبت کړي او تورمخیتوب به د هغو کسانو په برخه شي چې یا یې خپل عزت په لږه بیه پلورلی او یا د غفلت په خوب او بېځایه هیلو کې ډوب دي.»

اندېشه د بدخشان وروستیو پېښو ته په اشاره ویلي، چې د دې ولایت خلک د افغانستان د ازادۍ او عزت د ساتونکو په توګه خپل دریځ ثابت کړی دی.

سروې: د طالبانو محدودیتونو د ښځینه مرستندویه کارکوونکو لګښتونه زیات کړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو اړوند د بشري مرستو د همغږۍ دوو کاري ډلو په یوه تازه سروې کې ویلي، په افغانستان کې مرستندویه ادارې د طالبانو د محدودیتونو له امله د ښځو د کار د دوام لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي او د اضافي لګښتونو د برابرولو ته اړ شوې دي.

د جون ۲۰۲۶م کال په دې سروې کې، چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ۱۲۲ مرستندویه ادارې پکې شاملې وې، راغلي چې ۱۰۲ کورنۍ نادولتي موسسې، ۱۴ نړیوالې نادولتي موسسې او د ملګرو ملتونو شپږ ادارې پکې برخه لرله.

د سروې له مخې، ۷۵ سلنه ادارو ویلي چې د ښځینه کارکوونکو د ساتلو لپاره یې د طالبانو ټاکلي شرایط منلي دي.

په راپور کې ویل شوي، ۶۱ سلنه ادارو ویلي چې ښځینه کارکوونکې اوس د هغو کاري سفرونو لپاره هم له محرم سره تګ ته اړ دي چې مخکې یې یوازې ترسره کول.

سروې زیاتوي، ډېری ادارې د ښځو لپاره جلا کاري ځایونه او جلا کاري وختونه برابر کړي، د ترانسپورټ او محرم لګښتونه ورکوي او ځینې یې د ښځو د دفتر او ساحوي کار لپاره له چارواکو سره ځانګړې خبرې اترې کوي.

د راپور له مخې، ۶۸ سلنه ادارې جلا کاري ځایونه کاروي، ۶۵ سلنه د ترانسپورټ یا محرم لګښتونه ورکوي، ۵۸ سلنه ښځې یوازې په ساحوي کارونو ګوماري او ۴۶ سلنه ادارو ویلي چې ښځینه کارکوونکې نور خپلو پخوانیو دفترونو ته د تګ اجازه نه لري.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د نړیوالو مرستو کمښت د دغو ترتیباتو دوام لا ستونزمن کړی دی.

د سروې له مخې، ۱۶ سلنه ښځینه کارکوونکې له خپلو کورونو کار کوي چې ۸۱ سلنه یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې دندې لري. همدارنګه ۵۴ سلنه ګډونوالو ویلي چې د بودجې د کمښت له امله یې افغان کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

طالبانو بیا تل ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت او افغاني کلتور د دوی د تفسیر له مخې خوندي دي.